د اقتصادی ستونزو د حل د پاره یوه وړاندیز 

تر دې دمه د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۲۸

د اقتصادی ستونزو د حل د پاره یوه وړاندیز 

زه د اقتصادی چارو متخصص نه یم، خو دومره پوهیږم چی د هر هیواد  اقتصادی پیاوړتیا، د هغه هیواد د طبیعی شتمنیو سره  نیغه اړیکه لری. خو دا هم کاملاً روښانه ده چی دا طبیعی شتمنۍ بی له مسلکی کدرونو له زیار او زحمت او د یوه منظم او هر اړخیز پلان له شتون او عملی کیدو څخه پرته د هیواد په اقتصادی پرمختګ کی نه کوم رول لری اونه کوم مؤثریت.
دا هم یو حقیقت دی چی د مسلکی کدرونو روزنه او هغوی ته د کار کولو د زمینې د برابرولو مسؤلیت د هماغه هیواد د دولتي او حکومتي مشرتابه په غاړه دی چی په څه ډول د خپلو طبیعي شتمنیو څخه د خپل خلکو په ګټه کار واخلی؟ 

اوس زمونږ د هیواد واکمنان د طالیبانو ډله ده، داچی د دوی کوم کړه سم او کوم یی ناسم دی په هغی باندی دلته خبری نه کوم، خبره می داده چی اوس زمونږ د هیواد د (۹۰٪) نه زیات خلک د فقرسره مخ دي، بیکاره دي او د سختو اقتصادی  ستونزو سره مخامخ دی، نو په کارده چی د دی ستونزو د یوی برخی د اوارولو د پاره د ځنیو هسی عاجلو پروژو تطبیق ته توجه وشی چی نه ډیری پانګونې ته ضرورت لری او نه د لوړې تکنالوجې کارولو ته پکی اړتیا شته. 

له داسی پروژو څخه یوه تیاره موجوده پروژه د کانو او صنایعو د زارت د کانو او جیالوجې د سروی د لوی ریاست په ارشیف کی چی په ۱۹۹۱ زیږدیز کال کی تکمیل شویده پرته ده چی که عملی شی ډیری اقتصادی ستونزې پری رفع کیدلی شی.  زه به  داپروژه له تاسو درنو لوستونکو او د افغانستان د کانونو د وزارت د مسؤلینو سره په لنډه توګه شریکه کړم: 

د ۱۹۹۱ زیږدیز کال په اوایلو کی د ملګرو ملتیو د اداری له لوری د کم انکشاف کونکو هیوادونو یا
 سره د مرستی کولو یو پرګرام جوړ او د تطبیق د پاره منظورشو.(Less development countries) 

د اسیا د لوی وچی د هیوادونو د پاره د ملګرو ملتو د اداری دفترهغه وخت د تایلند د هیواد په مرکز د بنکاک په ښار کی و، له دی مرکز څخه په همدی کال کی افغانستان ته چی د کم انکشاف لرونکو هیوادونو په لست کی و، یو هیئت راغی، په دی هیئت کی دوه تنه جیالوجستان د اناتولی کدوشکین د شوروی اتحاد طبعه او میرمن نانسی دفرانسی د هیواد طبعه هم شامل و. زه هغه وخت د کانو او خیالوجې د لوی ریاست د کانو او جیالوجې د سروی د ادارې مسؤل آمر وم. د دی هیئت سره مو په پربله پسې توګه لیدنې کتنې وکړی او بلاخره دې نتیجی ته ورسیدو چی : د افغانستان دولت دی د قیمتی احجارو لکه ( زمرد، یاقوت، لاجورد، کونسیت،تورمالین، امیتست، طلا او نورو….) د استخراج او استحصال د پاره، یو داسی پروپوزل چی د دی قیمتی ډبرو موقعیت، تخنیکی او کوهی شرایط، اټکلی زخایر او د استراج د پاره تقریبی بودجه پکی ښول شوی وی، په انګلیسی ژبه تهیه او د (۶) میاشتو په اوږدو کی زکر شوی دفتر ته چی په بنکاک کی و، وسپارل شی او د دپروژی د دفاع د پاره دی یو تن چی په انګلیسی ژبه پوهیږی نوموړی دفتر ته را معرفی شی. 

زمونږ د اداری له خوا د دی پروژی د ترتیب د پاره یوه پنځه کسیزه ډله  زما د مشرتابه لاندی وټآکل شوه .  دی ډلی تخنیکی او جیالوجیکی خصوصیاتو د څیړنی په منظور د محترم دوکتر اجرالدین حشمت صاحب ( شکر تر اوسه ژوندی دی او د کاناډا د تورنتو په ښار کی  ژوند کوی) ، چی هغه وخت کی یی د کانو او جیالوجی د ریاست په چوکاټ کی د جیالوجی د ملی کمیټېې د آمر په توګه وظیفه درلوده ، د هغه تر سرپرستې او مسلکی لارښوونو لاندی په کار پیل وکه او د دری میاشتو په موده کی پروژه تکیل  او د کانو او صنایعو د وزارت منظوری تر د لاسه او پروژې د دفاع د پاره زه وټاکل شوم. پروژه مو د ملګرو ملتو د بنکاک دفتر ته ولیږله. د نوموړی دفتر نه د پروژی د دفاع د پاره مونږ ته خبر راکړ شو چی د ۱۹۹۲ کال د می په میاشت کی باید پروژه  په بنکاک کی دفاع او که کومه امنیتی ستونزه نه وی د ملل متحد په مالی مرسته به د همدی کال د اګست د میاشتې په دویمه نیمایی کی په ځینو معادنو باندی کارپیل شی. 

د همدی کال د اپریل د میاشتې په آخر کی د داکتر نجیب الله دولت شقوط وکه او د مجاهدینو دولت واکمن شو، خو داچی د جهادی ډلو ترمنځ په افغانستان کی بیا د جګړی اورونه بل شول او هر څه له منځه ولاړل، دا پروژه هم د نورو ټولو کارونو په څیر عملی نه شوه. 

اوس خو طالیبان ادعا کوی چی په ټول هیواد کی سراسری امنیت قایم دی او د افغانستان ټوله جغرافیه د دوی د کنترول لاندی ده، نو د دی خبرې معنی داده چی د قمیتی احجارو ټول معدنونه هم د داخلی او نړیوالو غلو د غیر قانونی او غیرفنی حملو نه په امان کی دی. نو که یی غوښتې وی د هماغی پروژی د تطبیق د پاره چی کاپی یی د کانو او جیالوجی د لوی ریاست په ارشیف کی شتون لری، د مسلکی کسانو سره په مشورو لاس په کار شی، زه باور لرم چی په لږ مصرف او کم کار سره به ډیره ګټه تر د لاسه کاندی او د خپلو مجبورو وطنوالو سره به تر یوه حده مرسته و کړلی شی. په درناوی.