د اوکراین ولسمشر زلینسکی یو قهر مان دی که…..؟ 

تر دې دمه د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۰۱

د اوکراین ولسمشر زلینسکی یو قهر مان دی که…؟ 

په دی کی خو بیخی شک نشته چی په هره ټولنه کی به د قهرمان، ملی قهرمان او بین اللملی قهرمان د تعریف او پیژندنې د پاره ځانګړی مشخصات او فکتورونه وجود ولری او دابه ممکنه نه وی چی یو شخص دی په هره ټولنه کی قهرمان و بلل شی، حتی کیداشی چی د یوی ټولنی یا یوه هیواد ملی قهرمان د بلی ټولنی د پاره ستر غدار،جفاکار او مستبد و ګڼل شی، د مثال په توګه چنګیز خان د منګولیا د خلکو د پاره د دی هیواد په تاریخ کی یو تل پاتی قهرمان او د نړی ستر فاتح دی، خو په نورو هیوادونو کی یو تر ټولو لویه ظالمه او خونړۍ څیره ده. او داسی په سلګونو نورې څیرې او شخصیتونه هم پیژنو. 

د دی ټولو اختلافونو سره سره بیا هم ځنی داسې ملې او نړیوال معیارونه شته چی یو شخص ته یا لوړ انساني اعتبار اویا ورته  ټیټ حیثیت ورکوی. خو هغه معیارونه کوم دی چی یو انسان ته د نورو په زړونو کی مینه او درناوی زیاتوی او یا برخلاف د کرکې تله یی درنه وی؟ 

دا معیارونه هم د احساساتو نه خالی نه دی او د هر احساس خاوند د ځان د قناعت د پاره خپل دلایل لری، خو څني داسې معیارونه هم شته چی د ډېرو نورو په زړونو کی د یوه شخص په نسبت د درناوی تله درنه ساتی او شخص د ډېرو د ستاینې وړ ګرځي. مثلاً که یوه شخص داسې یو عمل سرته رسولی وي چی عامو خلکو ته یی ګټه رسېدلې وي لکه د برق کاشف اډيسن، د تیلفون کاشف ګراهامبل، د عناصرو د دوره یی جدول جوړونکی مندلېف او همدارنګه د ادبیاتو او هنرلوی مؤلیفین او استادان هغه کسان دی چی د ډېرو خلکو په زړونو ورته مینه اودروند احترام ځای لری او د دوی نه د کرکه لرونکو شمېر به ډېر کم اوپه نشت حساب وي. خو برخلاف د باروتو او د ګرمو ناریه وسایلوکاشفینو ته زیات خلک خیراوی کوی او د بشریت دښمنان یی بولی. 

د دی د پاره چی خبره اوږده نه شی اصلی مطلب ته به راشو. څو ورځې د مخه د روسی د دولت مشر ولادمیر پوتین په خپل غربی ګاونډی هیواد اوکراین باندې د نظامي حملی امر صادر کړ او له دری خواوو، شرق، شمال او جنوب نه یی دا هیواد د ثقیلو وسلو د ګزارونو لاندیونیوه. 

بیا هم د احساساتو له مخی مونږ په ټولنیزو رسنیو کی د دی حملی په هکله د بیلو بیلو نظرونو د لیدلو او لوستلوشاهدان یو. ځینو پوتین د ناټو د هیوادونو او په سرکې د امریکا د متحده ایالاتو د لاس غزونو نه د روسی او دهغه په ګاونډ کی هیوادونو د ژغورنې له کبله دا حمله ضروری او په ځای او هغه یی د ناټو او امریکا په مخ یوه ګرمه څپیړه و بلله او د اوکراین  مشرتابه ته یی دا ګزار له یوی خوا د عبرت یو درس وباله او له بلی لورې یی په راتلوکی کی د امریکا د مریتوب نه د اوکراین د خلکو د خلاصون یو په ځای او معقول ګام و ګاڼه. خو ځینو بیا د پوتین دا عمل په کلکو الفاظو وغانده او هغه یی د پوتین د دیکتاتورې اظهار او د پخوانی شوروی د بیرته را ژوندې کولو د پاره د هغه لیونۍ اراده و بلله. 

اصلی خبره داده چی اوس د پولیند ۴۴ کلن ولسمشر ښاغلی ولادمیر زلینسکی ته چی ویی ویل چی هیڅکله به د روس قواو ته سلامی نه شی او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوری به د خپل وطن او خپلو خلکو نه دفاع وکاندی، څه نوم ورکړو؟ ایا قهرمان یی و بولو او که د خپلو خلکو او ولسونو ناپوه دوست؟
که د ښاغلی زلینسکی دي مقاومت ته د ملې احساساتو له اړخه وګورو نو هغه چی د خپل هیواد د ساتونکو سره د دفاع په لومړۍ کرښه کی پروت دی ( که ریښتیا پروت وي) خو په یقین سره چی د هغه دا جرئت او د خپل وطن سره مینه د احترام او درناوی وړ ده او هغه کسان چی ده ته د ملې یا نړیوال قهرمان لقب ورکوي نه شی ملامته کېدلي. خو که داحساساتو نه غیر د لوبې بل اړخ ته وګورو، د ژمی په دی موسم کی د سلګونوزرو وړو، زړو او ښځو اواره کېدل، د مجبوریت د ژوند سره د هغوي مخامخ کېدل، په نورو هیوادونو کی د ملګرو ملتونو د ناڅېزه کومک لاندی د مهاجرت د شپو تېرول، د لسګونو امراضو سره ، مخامخ کېدل، د خپلو کورونو پریښول او د هغوی ورانېدل له یوې خوا، د جنګ په جبهه کی د دې د پاره چی هیواد یی د ناتو غړیتوب تر د لاسه کاندي د ګڼ شمیر ځوانانو وژل کېدل او معیوبېدل، د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د تاوانونو رسېدل او د دی هیواد نژدی (۴۵) ملیونه انسانان د امریکې د پوچو وعدو له کبله د سختو انديښنو سره مخامخ کول او بلاخر هم ممکن د ناټو د غړیتوب نه تېرېدل او منکریدل، ایا د یوه عاقل او هوښیار انسان کار بللې کېږی؟ او ایا دا ټول درانه زیانونه په دی ارزې  چی د ناتو په نظامی سازمان کی عضویت واخستل شی؟  

هغه په یوه ویدیوې پیغام کی و ویل چی « مونږ د خپل هیواد ساتنې د پاره یواځې پاتي شو» بیایی و ویل « څوک اماده دي چی له مونږ سره څنګ په څنګ و جنګیږي؟ ماهیڅوک و نه لیدل، څوک تیاردي چی اوکراین ته د ناتو عضویت ورکاندی؟» (د الجزیری د خبریال راپور). د هغه دا خبری مونږ ته دا رسوې چی د دی ځوان، کم تجربه او د امریکا په غیر عملی وعدو غولیدلی ولسمشر ښاغلی زلنسکی د  امریکا او ناټو د هیوادونو په ملګرتیا  پښیمانه ښکاری او ممکن همدا به لوی لامل وي چی اوس دی ته تیار شوی چی د روسی سره روانه معضله د خبرو له لاری حل کاندی. شاید ښاغلی زلنسکی په دی هم پوهیدلی وی او که نه وی پوهیدلی باید و پوهیږی چی روسیه افغانستان نه دی چی په اقتصادی بندیزونو د داسی ستونزو سره مخامخ شی چی د امریکا غوښتنو ته اړ شی. نو زما په ګومان لا هم ډیر ناوخته نه دی ، د اوکراین ولسمشر که ریښتیا هم د خپل هیوادپه تاریخ کی د نیک نوم د یادیدو تمه لری باید خپل ټول معضلات د روس د هیواد سره د یوه ګاونډي هیواد په توګه د خبرو او مفاهمې له لارې حل کاندی او څومره ژر چی کیدای شی دی نا انډوله جګړی ته د خپل خلکو او ولسونو د ساتنې او ژغورنې په منظور، د پای ټکی کیږدی. همدارنګه د روسی ولسمشر ولادمیر پوتین باید د غضب او قهر په ځای د حوصلی او منطقی سنجش نه کار واخلی او پری نږدی چی اوکراین ورته د د اتیا یمی لیسیزی افغانستان جوړ شی. پوتین باید په سد راشی او د اوکراین هیواد او خلکو ته د اتلسمې او نولسمې پیړۍ د وختونو په سترګه و نه ګوری چی بیا به هم په هماغې اسانۍ سره د روس لاس ته ورشی لکه د تزار د واکمنۍ په وخت کی چی لاس ته راوړی و. دا جنګ د یوه هیواد په ګټه هم نه دی او حتی نړۍ یی په تشویش کی اچولې ده، او هیڅوک دا حق نه لری چی په داسی بی مسؤلتۍ سره د نړۍ د خلکو ذهنونه ناارامه کړی او خپلو نارو غوښتنو ته ځان ورسوی. پای.‎