د پولی پالیسی مقاصد(Monetary Policy Targets)(۵)

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۲/۱۷
پوهاند محمد بشیر دودیال

د پولی پالیسی مقاصد(Monetary Policy Targets)

کله چې موږ د پولی پالیسی څخه خبرې کوو،  نو مطلب دا ندی چې ګواکې نن ورځ چې افغانستان له یوه ناورین سره مخامخ شو،  دا بحث او دا موضوع ضروری شوه، بلکې د ملی منافعو سنجوونکی، ,ولس ته متعهد اودملی ملاتړلرونکی، دعامه ادار ې له لارې له قانون سره سم د خدماتو وړاندی کوونکي او د ملی اونړیوال ملاتړ او مشروعیت لرونکی هیوادونه او حکومتونه په هروخت کی دا ډول پالیسیګانی لری او تطبیق کوی یی. وروسته تر تطبیق څخه یې ارزیابی کوي.

دلته د ملی ترڅنګ د(نړیوال) او (نړیوال مشروعیت) ټکی هم راغلل.  داځکه چې:

اوس ټول بشریت د بشر د حقوقو د نړیوالی اعلامیی سره سم؛ دنړی هر هیواد او هره څنډه کې د بشر دحقوقو څارنه او ساتنه کوی، چیری چی دانسان مادی یا معنوی ژوند ګواښ سره مخ شی یا یی مادی او معنوی ګټې متضرری او ورڅخه محروم شی، دنیا یی دفاع او ملاتړ ته دریږي. نو هغو هیوادو کی که داقتصادی بحران یا بلی پېښې له امله ولسونه ځوریږی، نړیوال یې په وړاندې حساسیت ښکاره کوي او آن دفاع ته یې رادانګي.

له بلې خوا دا هم باید هیره نه کړو چې نن ورځ د نړۍ د ټولو هیوادو بانکونه په یو عجیب شکل سره تړلی دي. اصلاً اقتصادی انضمام حاکم شوی دی، د نړی په هر ګوټ اوڅنډه کې که اقتصادي بحران واقع کیږي او یا کوم لوی او کوچنی بانک له ورشکستګی،مالی افلاس ا‎ود سیالیت خطریا بلې ستونزی سره مخ کیږی، تاثیر یې ټولو بانکونو کی احساس کیږی،لکه د کرونا پانډیمی چې ټوله نړۍ ولړزوله، اقتصاد او اقتصادی پېښې او د بانکونو وضعیت هم دغسی دی .

د پرمختیایی هیوادو ډیرو بانکونو دخپلی شتمنی یوه برخه (په بیلایلو بڼو: نقد ډالرو، سروزرو، بهادارو اسنادو، د خاص برداشت حق… په شکلونو ) دنړۍ معتبرو هیوادو سره ایښي او هلته یی پشتوانه ګرځولی دي( پشتوانه باندې بل بحث کې خبرې کوو). اوس دوی پولی زیرمو ته ډیر اهمیت ورکوی او دنړی بانکی سیستم پولی زیرمو باندی حساب کوی. فدرال ریزرو، د بازل دبانکونو د څارنی کمیټه (‌‌BcBs/”Basel Committee on Banking Supervision”)د هیوادونو او د هغوی د بانکونو جریانات په ذره بین سره تعقیبوی .

د بازل د کمیټې ودانۍ

په څو تیرو کلونو کې موږ وکولای شول د بانکي چارو برخو کې ګڼ شمیر ځوانان وروزو، دوی ته دمالی مدیریت، دبانکی خطرونو، بانکی نړیوالو اړیکو، قوانینو او ډیرو نور برخو کې تریننګ ورکړو. د نورو ډیرو مهارتونو ترڅنګ مو د بازل کمیټې له مشورو سره آشنا کړل او د (بانک) مجلې د دغې کمیټې ځینی مشورې ترجمه اونشرکولی. په داسې حال کی چی اقتصادی وضعیت او د افغانستان بانک او دملی پانګې د سلامتی او د خلکو ژوند موږ او هم نړی ته مهم دی او د دی ټولو په وړاندی د مسئولیت او تعهد احساس موجود دی، افغانستان او د افغانستان بانک نشی کولای ددغه جاری بحران په وړاندی بی تفاوته وي. په داسې وضعیت کې ضعیف افغانستان نه د WB,او نه د WTO, نه د  IMF اونه دمسلکی – علمی مهارتونو اود IT دپراخه قوت او لوی ډګر سره مقاومت کولای شی او نه منطقوی سازمانو سره. دوی ټول هغه قوی عاملین دی چې فقط د اصولو، متقابلو محترمانه اړیکو او دوه اړخیزو تعاملاتو او تعهداتو له لارې ورسره ګوزاره کیدای شی او زموږ ګټې تامین کیدای شی، دوی یوه سره هم په ټوپک او وسله جګړه نشی کیدای، موږ د دوی په وړاندی ډیر عاجز اوبی وسه یو، فقط دا اصولی، علماً تنظیم شوی پالیسی، بین المللی او د بانکونو ذات البینی عرف دی چی موږ د دی جوګه کیدای شو چې دوی سره چلند ولرو، پرته له هغه مو ډیر ژر لاندی کوي، دوی هر یو پرته له جنګه په یو ساده تصمیم سره موږ لاس پورته کولو ته اړ کوی، نوبهتره ده چی د ولس د هوساینی ، د ملی منافعو د ساتنی او د ملی پیسو او ملی ګټو د ژغورنی او د بانک او پانګې د سلامتیا پالیسی زده کړو او تطبیق یې کړو.

اوس ډیرو هیوادوخپله اقتصادی وده، پولی زیرمو پورې تړلی او پولی زیرمی تولیدوونکی پانګه جوړوی. پولی سیستم د پانګې او دپس انداز دبازار اصلی عنصر دی. دپولی پالیسی په طرح کې باید هیره نشی، چې دولت باید پولی موسسات یا وسیطونه اخلال نکړی. داځکه چې پولی موسسات باکفایته پولی سیستم تضمین کوی او باکفایته پولی سیستم اقتصادی وده تضمینوی. مهمه ده چې دولت یا حکومت داسې اتوریته ولری چې خپل ارشادی نقش ادا کړای شی. که دبحران شرایطو کې د ولس نارضایتی او مظاهری او ګیلې روانې وی، دولتونه په دې ډول حالت کې په مدنی جریاناتو ارشادی نقش څه چې د مشروعیت ادعا نشی کولای ، له دې پرته د کفایت اوسراسری عامه اداری سوال رامنځته کیږی.

د پولی زیرمو او د مقاصدو په ترلاسه کولو کې یې باید پوه شو چې دپس اندازونو، سپماوو، جاری حسابونو، پشتوانی، زیرمو(قانونی او احتیاطی)… لنډه داچی د ولس له اعتماد او د بانک له مشتریانو پرته اقتصاد له پښو غورځي.

په ګډوډ حالت کې که پولی پالیسی جوړه هم شی، بیا هم نشی کولای چې  د خپلو وسایلو په واسطه په مستقیم ډول نهایی اهداف(وده، قېمت ثبات او داسې نور) ترلاسه کړي. باید په یاد ولرو چې لومړی د پولې پالیسي وسایلو په واسطه منځګړي مقاصد(intermediate targets) په مستقیم ډول متاثره کیږي چې د دوي تاثیر په نهایی اهدافو باندې غورزیږي او نهایی اهداف تر لاسه کیږي. دغه منځګړی مقاصد تر لاسه کول، بانکونه دپولی پالیسی اهدافو ته نږدې کوي. منځګړي مقاصد په لاندې ډول دي.

Money supply

bank credit

Interest rate

ښه مقصد او هدف( SMART) وي. د دې لپاره چې یو غوره هدف منځته راشي باید هدف(target) لاندې ځانګړتیاوې ولري:

  • 1.  Specificیعنی باید معین یا ټاکلی وی.

Measurabilit-2(د اندازې وړ): هدفي متحول باید د اندازه کېدو وړ وي په اندازه کې باید لږ او یا هېڅ وخت خنډ اوتاخیر (ځنډ) نه وي. د دې لپاره چې دغه شرط پر ځای شي، نو باید واقعي او صحیح ارقام (data) باید موجود وي. ډاټا باید د هدف  تېوریکي تعریف تاید کړي (په مکمل ډول د هدف په مطابق وي)،

3- Attainability (د لاسته راوړلو وړ): هدف باید لاسته راوړلو وړ وي او پولي مسئولین باید د دې وړتیا ولري چې هدف تر لاسه (attain) کړي. هدف چې تر لاسه کېدل یی شونې نه وي باید عملي نه شي. پولی ټارګیټ چې تر لاسه کېدونکی وي دا ځانګړتیاوي لري:

 اول)  د پولي پالیسي وسایلو په واسطه زر اغیزمن کیږي.

دوهم)  غیر پالیسی متحولین پرې هېڅ یا کم تاثیر کوي.

Relatedness to goal variable-4(پولې پالیسې پورې دهدف مربوطوالی): هدفي متحول باید د پولي پالیسي نهایی متحول سره ډیر نږدي ارتباط ولري او دغه ارتباط باید په واقعي ډول سره د اندازه کولو وړ وي.

Time bound- 5 همدا راز مقصد او هدف باید ټاکلی وخت ولری، او مراحل او نهایی موده یی معلومه وي.

(بحث دوام لری)