زما لورې زما خورې!! 

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۲/۱۷
انجنیر سلطان جان کلیوال

زما لورې زما خورې!! 

د ژونـدون ګـرمه نغـمه دی بیـا سړه شوه 

چی د بخت ډیوه دی بیا له سره مړه شوه 

لورې-خورې! جادوګرو بیا جادو کړی 

رَوَې ستا په غوښـو وینـو بیـا مـړه شوه
— — — 

زه یی وینـم لـړمان درنه چاپیـر شول 

د مودو وږي لیـوان در نه چاپیر شول 

بیـا دی پـریـوتـل پښـو ته زنځـیـرونه 

جوړله اوره ښاماران درنه چاپیر شول
— — — 

جوړونکې هم د نورو هم د ځان وې 

پرښته د ژوند څیره کی د انسان وې 

پسـرلي به دي راتلـل سـلام کلام ته 

ته ساتـونکې د ګلـونو له خـزان وې
— — — 

مـلـغـلره د ښــکلا وې ځــلیــدلـې 

تـورتـمـونـو ته رڼا وې بـلــیـدلې 

ورول دې د خـوښـیو بارانـونــه 

په سپیرو شونډو مسکاوی خوریدلې
— — — 

غوړیدې په ورو د هیلو غوټۍ ټولې 

په درو کی د سـرو ګلو غوټۍ ټولې 

راروانه وه تـازه هـوا سـتا کـورته 

شولې بیـا په رژیـدلـو غوټۍ ټولې
— — — 

 بیا را تاو درنه د اور لمبې تازه شوئ 

بیا ژوندۍ په اوږو بار مړه جنازه شوئ 

سـتا حالـت ټـوله نـړۍ بیـا په ژړا کړه 

بیـا خـوره په غـرو رغـونو آوازه شوئ
— — — 

خو پوهیږی زما لورې زما خورې 

شپه که ډیره هم اوږده شی سبا کیږی 

دایـمې تیـاره وجود نه لـری ګـرانې 

تیـارې ټولې محـوه کیږی پناه کیږی
— — — 

چی تیارو پسی رڼا راشی کار غواړی 

بدلیـدل دتقـدیرونو مـو زیار غـواړی 

دقت غواړی،تدبیرغواړی، پوهه غواړی 

حـرکت له مونږه ذهـن هـوښـیار غواړی
— — — 

تجارت اخـر په دیـن بانـدی خـتـمیږی 

مفت خواره له دی نړۍ آخـر ورکیږی 

انسـانیـت بـریـالـیــتوب ته آخـر رســی 

دښــمـنـان د حـق د لاری به مـاتـیــږی
— — — 

خوراولوربه مُکَـمِـل د وروراو پلارشی 

هـر انسـان به کـرامت نه برخوردار شی 

د تاریخ کـندو ته لویـږی تـنـګ نـظري 

«څوک چی بل آزاروی هغه آزار شی»
— — — 

 زمانـه پـه تـیـریـدو ده نه ودریـږی 

د افراط او تفریط ستنې به لړزیږی 

جهـالت به محـوه کیږی له دنیـا نه 

انسـاني ټولنـه خـامـخا جـوړیږی
— — —  

خورې لورې! زه هم سـوځم په دی اورکی 

دا د غـم لوګی خور شـوی په ټول کور کی 

که له غـرو دی پنـا شوي بچي – ورونه 

ټول له تاسـره دي ګـډ په ژړا شـور کی
— — —  

دا دحق او باطل جنګ دی دابه تل شی 

نه خـتمـیږی په کلونو شل که سل شی 

ترهغی به دی چګـړی ته سره ټول ځو 

څو جنت جوړ له وطن او له کابل شی 

دسمبر/۲۰۲۱ 

تورنتو – کاناډا