استاد حاجی محمد ” نوزادی”

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۱۷

استاد حاجی محمد نوزادی

په اکادمیک او ټولنیز شخصیت یو څو خبرې: 

نوټ: ما د دی لیکنی د پاره د استاد نوزادی سره خبرې نه دې کړې او د لیکلو اجازه می هم ورنه نه ده اخستې، خو داچی د نیمی پیړۍ نه را په دی خوایی پیژنم نو ځانته می د دی اجازه پخپله ورکړه، چی دا  علمی او ټولنیز شخصیت ، په لنډه توګه نورو هغو دوستانو ته هم ور وپیژنم، چی پوره یی نه پیژني . که په لیکنه کی کومه نیمګړتیا او کمی وی نو د محترم استاد نوزادی نه معذرت غواړم. 

په ۱۳۵۱ هـ لمریز کال کی د کابل د پولیتخنیک د انستیتوت (اوس پوهنتون) د دویم ټولګی محصل او د کانو او جیالوجی د سروی په څانګه کی په درس بوخت وم. دا انستیتوت د وخت د شوروی اتحاد په مرسته جوړ شوی دی، نو استادان یی هم د شوروی اتحاد ډیر لایق، باتجربه او مهربان کسان وو، چی د دی نوی تعلیمی مؤسسی  شاګردانو ته یی د زدکړی وظایف تر سره کول. 

په همدی کال زمونږ د عمومی جیولوجی د مضمون استاد پروفیسور سلاوین چی د وخت د شوروی اتحاد د لویو استادانو او د جیولوجی د علم د پوهانو په قطار کی و، دیپلوم انجنیر حاجی محمد نوزادی ورسره د اسستانت استاد په توګه وظیفه درلوده. استاد نوزادی چی په لوی کندهار کی  تر د ولسم ټولګي پوری درس ویلی او بیا د کابل د طب په پوهنځی شامل شوی و، د مکتب له دوری څخه  د سکالرشیپ په اخستلو بریالی او د لوړو زده کړو د پاره شوروی اتحاد تللی و او هلته یی د طبابت د مسلک په ځای  د جیولوجیکی او معدني څیړنو مسلک غوره کړی و او په همدی کال د ځوانو مسلکی استادانو په ډله کی بیرته افغانستان ته راستون شو او د کابل د پولیتخنیک د انستیتوب د جیولوجی او معادن په ديپارتمنت کی .  د پروفیسور سلاوین  سره یی د اسیستانت استاد په توګه په کار پیل وکه چی زه (کلیوال) یی هم د مستقیمی شاګردی ویاړ لرم. 

بل کال استاد نوزادی د ساختمانی جیولوجی د یوه بل پروفیسور استاد سره همکار شو اومونږ ته یی د ځمکې د فزیکی جوړښت خصوصاً د ځمکې د قشر فزیکی جوړښت په ډیره ښه توګه تدریس کاوه. پاتی د ی نه وی چی د دی مضمون تدریس د شوروی استاد د شتون سره چی هلته به په صنف کې ناست و، استاد نوزادی په مستقله توګه پر مخ بیوه او د شاګردانو پوښتنو ته به یی په سړه سینه ځواب ورکاوه. 

استاد نوزادی د سړې سینې او پراخې حوصلې لرونکی و، د خپلو شاګردانو سره یی د ټولو نزاکتونو په مراعات سره د یوه ښه ملګری او دوست په توګه اړیکی درلودی. زمونږ په صنف کی د بیلا بیلو سیاسی نظرونو او عقیدو لرونکی ځوان او خون ګرم شاګردان لکه خلقیان، پرچمیان، اخوانیان، شعله یان، افغان ملتیان او نورو شتون درلود، او زمونږ ځینو استادانو د خپلو هم نظره زده کونکو سره نسبت نورو ته صمیمی اړیکی درلودی، خو استاد نوزادی یواځنی کس و، چی ده ته ټول شاګردان لکه د وړو ورونو او اولاد په توګه ښکاریدل او هیڅوک نه پوهیدل چی خپله استاد نوزادی د کومی سیاسی ډلی پلوی دی. 

استاد نوزادی یواځی په ټولګی کی د نظری زده کړو استاد نه و، بلکی هرکال یی زمونږ په شمول ګڼ شمیر شاګردان د عملی ښونو او کار د پاره د هیواد بیلو ولایاتو ته د جیولوجیکی عملی کارونو د سرته رسولو د پاره د شوروی استادانو سره یوځای بیول او د ټولو شاګردانو د پروژوی کارونو سرپرستی او وارسی یی کوله. لڼده داچی زما د ديپلوم د دفاع تر وخته پوری یی له مونږ سره مرسته وکړه او د ځوانو انجنیرانو په توګه یی ټولنی ته د نورو درنو استادانو سره یوځای تقدیم کړو. 

زه په ۱۳۵۵ هـ لمریز کال کی د عسکری د مکلفیت له دورې وروسته د کانو او صنایعو د وزارت د کانو او جیولوجی په ریاست کی مقرر شوم او هلته می د ساحوی ګروپ په چوکاټ کی په کار پیل وکړ. 

ګمان کوم چی په همدی کال محترم استاد نوزادی د عالی تحصیلاتو یعنی دوکتورا د اخستلو د پاره شوروی اتحاد ته ولاړ. هغه تر د ۱۳۵۷ هـ لمریز کله پوری په شوروی اتحاد کی د دوکتورا کارونه سرته ورسول او د دوکتورا د تیزس د دفاع په خاطر یی تیاری نیوه چی په هیواد کې د ۱۳۵۷ هـ لمریز کال د ثور پاڅون منځ ته راغې او د سردار محمد داود جمهوری رژیم نسکور او د خلق دموکراتیک ګوند په مشری د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت اساس کیښودل شو. په همدی وخت کی محترم نوزادی صاحب د دوکتورا د تیزس د تکمیلې په منظور چې موضوع یې « د واورې دښوئیدنې یا برف کوچونو تخریبات، وړاندوینه او مخنیوی » و، افغانستان ته د یوه علمی سفر د پاره راغلی و، کله چې بیرته شوروی اتحاد ته د دوکتورا د تیزس د دفاع د پاره تللو، نو د وخت چارواکو ورته د تلو اجازه ورنکړه او د کانو او صنایعو د وزارت د کانو او جیولوجی د سروی د عالی مؤسسې د لوی رئیس په حیث په دنده وګمارل شو. د دی اداری ضروری کارونو هغه دومره مصروف وساته چی تر آخره پوری ورته دا موقع په لاس ورنغله چی د دوه میاشتو د پاره شوروی اتحاد ته ولاړ شی او د خپل دوکتورا تیزس د فاع کاندی.   

زه په دی وخت کی په بدخشان کی وم، کله چی می هلته وظیفه ختمه شوه بیا پنجشیر ته د خپل اکتشافی ګروپ سره راغلم او د پنجشیرنه چی کابل ته راغلم نو استاد نوزادی رانه  د سروی معادن د عمومی مدیر په توګه د همکارۍ غوښتنه وکړه، سره له دی چی په اداری کارو نو کی می پوره بلدیت نه لرود، خو ومی منله او د استاد نوزادی تر لارښونو لاندی مو په کار پیل وکه. 

زمونږ ساحوی کارونه ډیر په سمه توګه پر مخ تلل چی په ګوند او دولت کی د خلق او پرچم د اختلافاتو او همدارنګه د نورو سیاسی ګوندونو نارضایتونو د هیواد سیاسی فضا په متشنجه توګه بدله کړه. بی ځایه نیول او آزارول هم پیل شول، حق او ناحق د هیواد ډیر پیاوړی مسلکی کسان د تهدید او د سر د خطراتو سره مخامخ شول، ډیرو خلکو د وطن نه د وتلو لاره و نیوله او د ګاونډیو هیوادو پاکستان او ایران په لوری د سر د ساتنی په منظور په کډه شول. ښه می په یاد دی په همداسی نا سمو او بدو شرایطو او حالاتو کی استاد نوزادی د مؤسسی د رئیس په توګه ټول عمومی مدیران( د جیولوجی سروی عمومی مدیر انجنیر محمد سرورمومند،  د پلان عمومی مدیر انجنیر محمدظاهر خُلمی، د لابراتوارونو عمومی مدیر انجنیر سید محمد او زه انجنیر سلطان جان کلیوال د سروی معادن عمومی مدیر، د رسمی وخت نه وروسته خپل دفتر ته ور و غوښتو او په لنډو خو جدی الفاظو کی رانه و غوښتل چی « حالات خپله وینئ چی متشنج او ویرونکی دی په هر ډول چی کولای شی، خپل پرسونل د تهدید او خطر نه بی له دی چی سیاسی موقف او نظر یی په پام کی ونیول شی وژغوری». مونږ هر یوه د خپل توان په اندازه کوښښ وکړ چی زمونږ تر ادارې لاندی اشخاص د اوږدې مودې د پاره د اګسا، کام او وروسته د خاد د ادارې د تعقیب او ازیت څخه وژغورو. زه په اطمنان سره ویلی شم چی د کانو او جیولوجی د سروی ریاست به شاید يواځنۍ مؤسسه وه چی د استاد نوزادی او د هغه د همکارانو د شخصی پاملرنې له امله یی نسبت نورو ورته مو سساتو ته تر ټولو کم تلفات او خطرات لرلی دی، هغه هم هسی پیښې وی چی  اکثراً په غیر رسمی وخت او د شپی په مهال د شخصی دښمنیو له کبله منځ ته راغلې دی. په همدی وخت کی د څارګری ادارې او نورو دولتی مؤسسو تر منځ یو تړون شوی و، او په هغی کی داسی یوه ماده راغلې وه چی « د دولت هیڅ کارکونکی د مربوطه اداری د آمر له خبرتیا پرته د امنیتی اورګانونو له خوا نه شی نیول کیدای». مونږ د همدی مادی په استناد او د استاد نوزادی په ښونه و کولای شو چی خپل بی شمیره انجنیران او کارمندان یا د تضمین او یا هغوی ته د خبر ورکولو له مخی د فرار په ذریعه د بندی کیدو او وژل کیدو له خطراتو نه وژغورو. چی دا ټول امتیاز بی له شکه نوزادی صاحب ته ورکول کیږی.  

د سختو امنیتی ستونزو سره سره استاد نوزادی د کانو او جیولوجی د اداری د لومړی مسؤل په توګه د لوګر ولایت د محمد آغې په ولسوالی کی د عینک د مسو د کان د سروی په چارو کی چی د هیواد د اقتصادی زیر بنا د پاره لوړ اهمیت لری ډیر زیار وګاله، تر څو د همده د مدیریت په وخت کی د دی معدن د مرکزی برخی د مسو د زخیری دقیقه ارزیابی وشی او په صنعتی کتګوریو سره یی دقیقه محاسبه تر سره ، فیزیبیلیټی راپوریی تکمیل او د استخراج د پاره اماده شی. 

استاد نوزادی د مسلک په ارتباط په لاندی نړیوالو غونډو کې  ګډون کړی او د افغانستان د کانی زیرمو په برخه کی د غونډو نړیوالو ګډونکونکو ته لازم معلومات وړاندی کړیدی: 

۱ – په ۱۹۸۰ میلادی کال د فرانسی د پاریس په ښار کی د جیولوجستانو نړیواله ګنګره کی ګډون. 

۲ –  په ۱۹۸۱ میلادی کال کی د هندوستان د حیدرآباد په ښار کی د جیوفزیک په نړیوال ورکشاپ کی فعاله برخه اخستنه او ګډونکونکو ته په افغانستان کی د جیوفزیکی سروی په هکله معلومات ورکول. 

۳ –  په ۱۹۸۲ میلادی کال د اندونیزیا د باندونګ په ښار کی د ESCAP د غړو هیوادونوپوری د اړوندو جیولوجیکی تحقیقاتو د انکشاف په کنفرانس کی ګډون او د افغانستان د جیولوجیکی چارو په هکله د لازمو معلوماتو ارایه. 

۴ – په۱۹۸۳ میلادی کال کی د تایلند د هیواد د بنکاک په ښار کی د ESCAP د سیمی اړوند هیوادونو د جیولوجیکی پرمختګونو په هکله  نړیوال ورکشاپ. 

د دی ټولو سفرونو او د استاد نوزادی د معلوماتو ورکونی نتیجه دا شوه چی په کال ۱۹۸۹ کی د ملګرو ملتو د اداری د یوه ځانګړی پرګرام چی د کم انکشاف لرونکو هیوادونو  سره د مرسته یو پرګرام و
 یا   ( United Nations Support to the Least Developed Countries)نه یو جیولوجیکی هیئت  د فرانسوی میرمنی نانسی او شوروی متخصص اناتولی کدوشکین په ګډون افغانستان ته راشی او د هغو معدنی موادو په استخراج کی چی په لږو مصارفو سره ډیره ګټه تری په لاس راځی لکه قیمتی احجار، نیمه قیمتی احجار، طلا او نورو کی د افغان دولت سره مرسته وکړی. د کانو او جیولوجی د سروی اداری چی هغه وخت یی دوکتور صاحب محمد طاهر کیرووال مشری کوله او زه (کلیوال) د کانو د سروی عمومی آمر وم، مکمل کاری پروپوزل تهیه او د ملګرو ملتو د اداری شرقی مرکز ته چی په بنکاک کی و، ور ولیږل شو. د پرپوزل د دفاع د پاره زه و ټاکل شوم چی باید د دفاع د پاره یی بنکاک ته لاړ شم، خو هغه وخت د سیاسی چاپیریال د بی ثباتۍ له کبله را ونه رسیده، د نجیب الله دولت سقوط وکړ او د مجاهدینو تر منځ شخړی د دی باعث شوی چی دا پروژه بی له تطبیقه تر ننه پوری پاتی شی. 

استاد نوزادی د ماموریت په دوره کی هم د پولیتخنیک د انستیتوت د جیولوجی دپارتمنت سره کاری اړیکی درلودی، شاګردانو ته ئې تدریس کاوه او  د (ساختمانی جیولوجی، منطقوی جیولوجی او عمومی جیولوجی ) په برخه کی ئې په لسګونو لکچرونه د شاګردانو د تدریس د پاره تهیه کړیدی چی تر ننه پوری ورنه ګټه اخستله کیږی. 

د مسلکی او اداری درنو کارونو د سرته رسولو تر څنګ استاد نوزادی هماغه وخت د کانو او صنایعو د مجلی د تحریری هئیت غړیتوب درلود او علمی او مسلکی مقالی ئې ورته لیکلی دی. 

برسیره پردی د کانو او جیالوجی د سروی په اداره کی د محترم استاد نوزادی لاندی کړنی د ډیری ستاینې او تقدیر وړ دی: 

اول ـ زمونږ په اداره کی د(۱۶) نه تر (۲۰) تنو پوری مسکی ډاکټران او یو زیات شمیر دیپلوم انجنیران چی په دی وخت کی د نسبتاً پاخه عمر خاوندان وو او ټول عمر یی د جیولوجیکی څیړنو او خدماتو په سرته رسولو کی تیر کړی و او په لوړو دولتی مقامونو کی یی وظایف هم سرته رسولی وو، شتون درلود. دوی اکثراً په سیاسی لحاظ بی طرفه اشخاص وو او په بیلا بیلو هیوادونو کی یی عالی تحصیلات سرته کړی و، په مجموعی توګه ورته په ښه نظر نه کتل کیده او د څارګری ادارې سره داسی اشتبهات موجود و، چی ګوندی دوی به د هماغو هیوادو د پاره جاسوسی کوی په کومو کی چې ئې زده کړی کړیدې. په دی راز باندی استاد نوزادی پوهیدلی و، نو د وزارت د مقام سره په مشوره یی دوی ته چی شمیر ئې تر (۲۰) تنو هم ور اخوا و، د تیماتیک (Thematic)  یا مسلکی تحقيق په نوم یوه نوی شعبه پرانستله او د محترم استاد دوکتور صاحب اجرالدین حشمت تر مشرۍ لاندی یی ( چی تر اوسه شکر ژوندی دی او په کاناډا کی ژوند کوی) په کار پیل وکړ. دی کاری ګروپ دوې لوئې ګټی لرلی یوه دا چی د محترم نوزادی صاحب تر سرپرستۍ لاندی دوی د تعقیب او تهدید د خطر نه په امن کی شول او دویم داچی دوی و کولای شو چی د افغانستان د جیولوجی ډیر زاړه او پخوانی راپورونه چی په انګلیسی، جرمنی، فرانسوی، ایټالیوی او روسی ژبو د دی اداری په ارشیف کی موجود وو، په خپله ژبه فارسی باندی د راتلونکو د استفادی د پاره وژباړی. د دی کار ټول امتیاز  استاد نوزادی ته رسیږی او ترننه پوری یی دا استادان قدر دانی کوی. 

دویم ـ  استاد نوزادی دا ضرورت احساس کړی وو، چی زمونږ ځوان انجنیران باید د هیواد په داخل کی د لوړو تحصیلاتو نه برخه من شی او دعالی تحصیلاتو وزارت باید دازمینه برابره کړی، نو یی ډیری هلې ځلې وکړی چی د کابل د پولی تخنیک د انستیتوت د شوروی اتحاد د مسؤلینو سره دا موضوع طرحه او بلاخره هغوی دی ته تیار کاندی چی د ماسترۍ تر دوري پوری د جیولوجی په څانګه کی شاګردان وروزی. په همدی توګه یی د کانو او صنایعو د وزارت له لاری یی د وزیرانو د شورا موافقه هم تر د لاسه اود لومړی وار د پاره زه سلطان جان کلیوال، محمد سرور مومند، محمد بشیر مشعل، عبدالغنی اندړ او سیف الرحمان، هغه کسان وو، چی د ماستری د شپی په پرګرام کی شامل شولو او د څلورو سمسترونو په پاس کولو سره مو د ماستری تحصیلی سند تر د لاسه کړ. وروسته د پولیتخنیک انستیتوت دا پرګرام په ټولو مسلکونو کی د درسی پرګرام په تغیر سره قبول او تر ننه دا سلسله جریان لری. 

دریم ـ دکانو او جیولوجی د سروی ریاست د کانو او صنایعو د وزارت په محوطه کی په کمه ساحه کی چی د تخنیک کارونو د پاره یی بسنه نه کوله موقعیت درلود. د استاد نوزادی د ریاست په وخت کی، دده په هلو ځلو د جیولوجیکی خدماتو د ښه او اقتصادی تر سره کیدو د پاره د ششدرک په سیمه کی د مسلخ او د آهو د بوټونو د فابریکو تر منځ په پراخه ساحه کی د لابراتوار د کامپلکس ستر تعمیر په پنځو منزلونوکی د الحاقیه ودانیو سره تکمیل شو. د دی ودانۍ په جوړیدو سره د جیولوجیکی تحقیقاتو ټول اړوند لابراتوارونه د نوو ماشینونو او وسایلو سره ځای په ځای شول او تحقیقاتو د پاره د احجارو او منرالونو د تجزیی او تحلیل ټول کارونه چی پخوا په شوروی اتحاد او نورو هیوادونو کی په زیات مصرف سره تر سره کیدل د لومړی وار د پاره په هیواد کی دننه د داخلی متخصصینو په ذریعه تر سره شول. په دی نوی تعمیر کی د اداری شعباتو نه پرته په کامپلکسی توګه لاندی لابراتوارونه اباد شوی ول: 

د منرالوجیکی تجزیی لابراتوار، د پتروګرافی تحلیلونو لابراتوار، د تحلیلی کیمیا لابراتوار، د سپکترالی تجزیی لابراتوار، د عکاسۍ لابراتوار، د جیو انجنیری او هایدرو جیولوجیکی تحقیقاتو ماشنری د پوډر کولو او ګراینډنګ ماشنری او نور په مکمله توګه فعال او ګټه تری واخستله شوه. دا تعمیر د مرکز ګرمۍ په سیستم او په عصری تشنابونو سمبال و. د دی ستری علمی او اقتصادی پروژی اساس ګزار او تر تکمیله پوری ټولې چاری د استاد نوزادی له په غاړه وی. 

څلورم –  بر سیره پردی د استاد نوزادی د علمی ادراک او زمونږ د ځوانو انجنیرانو د ښه پوهاوی په منظور د جیولوجیکی خدماتو په نوی او ښکلی تعمیر کی ، مکمل  جیولوجیکی موزیم جوړ شو. په دی موزیم کی د هیواد د ټولې جغرافیی څخه په سلګونو منرالی او د احجارو نمونې د هغوی د مکملې معرفئ او هویت سره په مخصوصو شیشه یی ویترینونو کی کیښودلې شوی، چی هره ورځ په زمونږ ځوانو انجنیرانو او د پولیتخنیک د انستیتوت او د ساینس د پوهنځی د شاګردانو د مشاهدې د پاره پرانستی او د استادانو له لوری به داحجارو او د منرالونو د پیژندنې چاری پر مخ روانې وې. 

پنځم – ډیر ستر او لوی کار چی استاد نوزادی په افغانستان کی د جیولوجستانو د خدمتونو د قدردانۍ د پاره تر سره کړ، هغه د افغانستان په کلیز یا تقویم او یا جنترې کی د حمل د میاشتی دویمه هفته د افغانستان د جیولوجستانو د جشن په نامه په رسمی توګه ثبت شوه چی ترننه پوری په شاندارو مراسمو سره نماځل کیږی، په دی جشن کی د جیولوجسالتو د خدمتونو راپور وطنوالو ته وړاندی کیږی او د پیاوړو انجنیران او د هغوی تخنیکی همکاران د  تقدیر نامو او اواردونو په ورکولو سره نازول کیږی، غونډه همیشه د قرآن کریم د مبارکو ایاتو په تلاوت پیلیږی، ورپسی د ملی سرود او د جیولوجستانو سرود چی شعر یی ما ( کلیوال ) لیکلی او مرحوم وحیدالله کوچی او محترم انجنیر لطیف احمدی د افغان فلم رئیس کمپوز کړی دی او داسی پیلیږی. 

مونږ جیولوجان یو  ــ غره ته روان یو 

څیروو ځمکه ــ مونږ ځوانان یو

… تر آخره. 

داسی پیل او د وینا والو تر ویناو وروسته د موسیقی د مستو څپو سره د ملی اتڼ په اجرا پای ته رسی. 

شپږم: دوستانو ته به معلومه وی چی د جیولوجی ساحوی او اکتشافی کارونه د کامل او مطمئن امنیت په شتون کی تر سره کیدلی شی. له بده مرغه چی د ثور د پاڅون مشرتابه ( یا د خپل غرور او ناپوهۍ له کبله او یا د پردیو د لاس وهنو او تجاوزی سیاستونو له کبله) ونه شو کولی چی د ملت د غوښتنو او ضرورتونو د رفع کیدو په برخه کی ګامونه واخلی، نه یواځی داچی دا کار یی ونه شو کولای بلکی دولت د ملت سره په داسی دښمنیو واغوښت چی په ټول هیواد کی د امن نقطه پاتی نه شوه. نو په داسی حالاتو کی د جیولوجیکی څيړنو امکانات د هیواد په لیرو پرتو ساحو کی ناممکن شول او زمونږ ټول انجنیران او تخنیکی پرسونل چی شمیر یی تر (۱۴۰۰) تنو نه زیات و، په کابل کی راګیر شول. داسی وخت راغی چی هغوی یواځی سهار حاضری امضاء کوله اوبیرته یا کورو ته تلل او یا په شخصی کارونو اخته کیدل. په همدی بحرانی حالت کی استاد نوزادی د کانو او صنایعو د وزارت د اداری مجلس په یوه غونډه کی د کانو او جیولجی د ریاست د کار کونکو د ګټور مصروفیت د پاره یوه طرحه وړاندی کړه چی په مکمله توګه د ټول مجلس له خوا تائید شوه. طرحه داسی وه چی د کابل د ښار په شش کروهی کی د ښارجوړونې د (۲۵) کلن پلان د پروژې د تطبیق د پاره  چی د مرحوم شهید سردار محمد داود خان د واکمنۍ په وخت کی طرحه شوی وه،  او د موکراتیک  جمهوری دولتی زعامت هم په یو څه نوو تغییراتو سر هغه منظور کړی وه، د ټولو ساختمانی موادو لکه تعمیراتی ډبری، د خښتو د پاره د خټو یا (ګل) میندل، ریګ او جغل، د چونې او ګچو ډبری او نور باید سروی او ذخیری یی تثبیت شی. همدارنګه د لوړو تعمیرونو د پاره دی د جيوانجنیری او هایدروجیولوجیکی څیړنی د (۲۵) کلن ښاری پلان په ټوله ساحه کی سرته ورسیږی. 

دا وړاندیز د کابل د ښاروالی او د ساختمانی چارو د وزارت سره د څو غونډو په نتیجه کی نهایی او د کانو او جیالوجی د ریاست د رئیس ښاغلی نوزادی او د وزیر په تائیدی امضا د وزیرانو شورا ته وړاندی شو. د وزیرانو شورا د پیشنهاد متن تائید او د پلان او مالی وزارت ته وظیفه ورکړله شوه چی د دی کار د اجرا د پاره دی لازمه اکتشافی بودجه په پام کی و نیسی. کله چی نوزادی صاحب د پروژی د اجرا کیدو احکام تر لاسه کړل ورسره سم یی د خپل ریاست په چوکاټ کی تفریباً (۱۴) اکتشافی ګروپونه د کابل په شاوخوا کی په بیلو بیلو ساحو کی په کار مصرف کړل او ټولو ساحوی انجنیرانو او تخنیکی همکارانو ته یی د ساحوی معاش د اخستلوفرمان چی د اصلی معاش معادل و، هم د وزیرانوله شورا څخه واخست. نوزادی په دی ابتکار سره دوه ستر کارونه سرته ورسول، یو داچی مسلکی پرسونل یی د ډبل معاش په اخستو سره په اقتصادی لحاظ  تقویه کړ او دویم داچی د څو کالو په اوږدو کی د کابل د ښار د (۲۵) نه تر (۳۰) کیلومتری په فاصله کی د ساختمانی بیلو بیلو موادو (۴۲) معدنونه کشف او راپورونه یی د ښار جوړونی او کاپی د کابل ښاروالۍ ته وسپارل شول. 

اووم : یو وخت داسی راغی چی دولت د نظامی قواو د تقویی په منظور د (۴۰) کالو نه د کم عمر لرونکی هغه کسان چی پخوایی د عسکری مکلفیت دوره تیره کړی وه، د احتیاط دوری ته ور وبلل، چی په دی کتګورۍ کی زمونږ د مؤسسی د نیم نه زیات انجنیران او فنی کار کونکی باید عسکری ته تللی وای، او عسکرې ته تلل په هغی وخت کی مرګ ته غاړیوتل و. بیا هم استاد نوزادی ټولو هغو ساحوی انجنیرانو او تخنیکی ماهرانو ته د وزیرانو د شورا نه د ضروری ساحوی کارونو د سرته رسولو د پاره د احتیاط د دوری نه د معافیت کارتونه واخستل او په دی توګه یی په سلکونو انجنیران او تخنیکی ماهران نه یواځی د مرګ نه، بلکی د جبری مهاجرت له کړاوونو هم وژغورل. 

استاد نوزادی همداسی په لسګونو نور لوی او واړه کارونه د خپلو خلکو او وطنوالو د پاره سرته رسولی چی په جزئیتاتو سره څیړل یی هم پوره حوصله او هم اوږده څیړنه غواړی، چی زه یی جوګه نه یم. 

تردی او داسی نورو سترو ویاړمنو کارونو وروسته استاد حاجی محمد نوزادی د کانو او جیولوجی د ریاست نه تبدیل او د همدی وزارت په چوکاټ کی د جیو انجنیری خدماتو د رئیس په توګه چی د کابل په ښار کی د لوړ منزله تعمیرونو د جوړیدو د پاره د کابل د ښار د (۲۵) کلن ساختمانی پلان سره سم د ځمکې د قشر د جوړښت او مقاومت او ورسره د زیر زمینې اوبو د مطالعاتو او څیړنی ډیر ضروری وظایف دی، مقرر شو. هغه په پوره صداقت، ایماندارۍ او مسلکی پوهی د نورو متخصصینو سره یو ځای دا درنه وظیفه هم په ښه توګه تر سره کړه او تر هغی په همدی موسسه کی پاتی شو تر څو چی د ډاکټر نجیب الله او شهنواز تڼی په پهلوانې کی استاد نوزادی ته هم د کومو داسی اشخاصو له خوا د سیسه جوړه شوه چی د ده شتون یی  لوړ مقام ته د ځان د رسیدو د پاره د مانع فکر کاوه، زندان ته ولېږدل شو. خو د تقریباً ( که غلط نه شم) د یوه کال زورونی او کړاو او د پُل چرخی د زندان د مېلمستیا نه وروسته څرګنده شوه چی استاد نوزادی بی ګناه دی نو د زندان نه را آزاد شو. د زندان نه د ازادیدو وروسته د کانو او صنایعو د وزارت د متخصصانو په بورد کی مقر شود او د نجیب الله د دولت تر سقوط پوری په همدی وظیفه کی پاتی شو. 

په هیواد کی د مجاهدینو له بری وروسته له بده مرغه چی د داسی دولت بنیاد کېښودل شو چی د نوزادی صاحب شانته په کار پوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوی وای، بلکی د بیلو جهادی ډلو تر منځ کورنیو جګړو بی شمیره کارپوهان او مسلکی کدرونه  دویم عمومی مهاجرت ته مجبور کړل او د دنیا ټولو څنډو ته و توغول شول. په همدی لړ کی استاد نوزادی هم د اروپا په وچه کی د د نمارک هیواد ته ورسیده او هلته د خپلی کورنۍ سره میشته شو. 

 استاد نوزادی څلور زامن لری او ټول ېی د لوړو زده کړو لرونکی دی. لومړی زوی ئې د عمومی جراحی متخصص ډاکټر فرهاد نوزادی په روسیه کی په دولتی روغتون کی به کاربوخت دی، د کرونا د ناروغۍ د شدت په وخت کی هره ورځ د ۱۶ ساعتو نه د زیات کار په کولو سره د روسی د جمهور رئیس  ولادمیر پوتین له خوا مستقیماً په اوارد اخستلو ونازول شو او افغانانو ته یی ویاړ وګاټه، تر دی ورسته یی هم د بیلا بیلو مراجعو نه ډیر اواردونه تر لاسه کړل او د ځوان افغان ډاکټر په حیث د ښه اعتبار نه برخه من دی. دویم زوی یی دلدار نوزادی دی چی د نمارک د هیواد د Aarhus د پوهنتون څخه  ماستری تر لاسه کړیده، دریم زوی یی دلاور نوزادی دی چی زما په ګمان اوس د پوهنتون د فراغت په مرحله کی دی او څلوزم زوی یی  هیواد نوزادی دی چی فکر کوم اوس نوی د پوهنتون محصل دی.  

نوزادی  صاحب برسیره پردی چی پیاوړی استاد او مسلکی شخصیت دی ، یو ښه پلار هم دی چی اولادونه یی ټول د لوړ تحصیلات لرونکی دي. 

استاد نوزادی چی د بیداره ضمیر خاوند دی او د بیکارۍ سره وخت ورباندی ډیر دروند تیریږی، نو د مهاجرت په شپو ورځو کی د صحی ستونزو سره سره بیا هم کرار نه دی ناست ، لیکل کوی او د بیلو بیلو لارو یی تر مینه والو رسوی. 

هغه په فرهنګی بانډارونو کی تل دا خبره کوی : « ……. زه ډیر ښه پوهیږم چی پښتو خوارکۍ له دی نه و لا زیات کار ته اړتیا لری ، خو په هیواد کی زما د ګڼو اداری بوختیاوو ، په ډنمارک کی زما د زړه د ناروغۍ د ستونزو او په یوه ګوته د ټایپ کولو د محدودو امکاناتو په پام کی نیولو سره دغه زما « ناڅه » کارونه دی دوستان د خپلو پیرزوینو له مخی په « څه » راته و شمیري او منت دي را باندی واچوي »

تر دی ځایه مو د استاد نوزادی د علمی او مسلکی شخصیت په هکله خبري وکړی . په دی وروستو څو کرښو کی به په لنډه توګه  تاسو د هغه د هغو ادبی فعالیتونو سره اشنا کړم چی زه ورباندی خبر یم. 

استاد نوزادی د دوکتورا د تحصیل په وخت کی ګڼ شمیر کتابونه او نور اثارله روسی ژبې څخه پښتو ژبې ته راژباړل دی ، چی ماته دغه مواد را معلوم دی: 

د مور په نوم د ماګسیم کورکی د ناول پښتو ژباړه، د شوروی اتحاد دآخرنی اساسی قانون پښتو ژباړه، په شوروی اتحاد کی د روغتیا ساتنی پښتو ژباړه، په شوروی اتحاد کی د ښوونی او روزنی د معلوماتی اثر پښتو ژباړه، د شوروی اتحاد د قضائی سیستم پښتو ژباړه او د دوبله کیدو د پاره د ډیرو مستندو فلمونو د پښتو ژباړه .  

استاد نوزادی د مهاجرت په وخت لاندی فرهنګی اثار پنځولی او مینه والو ته یی وړادی کړیدی: 

۱ – د کوه نور الماس له کومه راغۍ او چیرته ولاړ؟ چاپ شوی تحقیقی اثر
۲ ـ  د وړانګو جنازې . شعری ټولګه چاپ.
۳ –  بریتور اشنا شعري ټولګه  چاپ
۴ ـ د څو ګلونو بیلګه  د نورو شاعرانو سره ګډه شعري ټولګه چاپ
۵ –  د سپوږمۍ لور  شعري ټولګه چاپ
۶ –  انسانان ولی یو بل مچوی . د ادبی معلوماتی لیکنو غوچاڼ
۷ –  د ځان طبیب. د زړه د ناروغیو په هکله عمومی معلومات.
۸ –  د انسان د پیدايښت په تکاملی پړاو ګی د کار رول.
۹ –  د ښځو د مسئلی په برخه کی د دری پوهانو نظرونه
۱۰ –  له دري ژبی د وزیر فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزی دولت کی د اکادمیسن سیستانی د اثر پښتو ژباړه .
۱۱ –  له دنمارکی ژبی نه مولس د اوسیدونکی کیسی  پښتو ژباړه چاپ ته تیار
۱۲ – له دنمارکی ژبی نه د ماریا کر ویر عشقی داستان پښتو ژباړه.
۱۳ – برګه پړئ   لنډ داستان له انګلیسی ژبې نه پښتو ژباړه 

او په سلګونو نوری لیکنی او مقالی چی د افغان – جرمن په ویب پاڼه کی نشر شوی او د ده په ار شیف کی خوندی دی، ممکن نور اثار به هم ولری چی ماته نه دی معلوم. 

استاد نوزادی له پښتو او دری ژبو پرته په روسی، انګلیسی، دنمارکی ژبو په روانه توګه پوهیږی او د اردو او عربی ژبو سره هم د مشکل د حل تر سرحده بلدیت لری. 

  نوزادی صاحب زمونږ د روشنفکرانو او پوهانو په منځ کی یو هسی دروند او با وقاره، محترم او ویاړمن شخصیت دی چی مثالونه یی ډیر نه شی پیداکیدلی. هغه د خپل وطن او وطنوالو سره دومره سرشاره مینه لری چی کله د ځان سره هم لګیاوی خبرې کوی او په هغو فکرونوکی ډوب وی  چی د وطن د اوږدې غمیزی د حل د پاره کومه ګټوره نسخه و مومی. هغه ته د هر افغان بچی د خپل بچی په څیر ګران دی او د هر چا په درد یی له سترګو اوښکی بهیږی. نوزادی صاحب له مبالغې پرته  د هغه د پولیتخنیک د انستیتوت د شاګردانو او د کانو او جیولوجی د سروی په ریاست کی د ډاکټرانو ، مسلکی کدرونو او تخنیکی ماهرانو او عادی کار ګرانو ته دومره محبوب شخصیت تیر شویدی  چی د دی مؤسسی په ټول تاریخ کی بل رئیس ته داسی محبوبیت نه دی حاصل شوی . زه د هغه د شاګرد او د هغه د کشر ورو او نژدی همکار په توګه له لری لاری نه د هغه لاسونه ښکلوم او د ښی روغتیا سره ورته د خپلی درنې کورنۍ په توده غیږه کی د اوږد عمر دعا کوم. که د هغه د شخصیت ټولو اړخونه په دقت سره را وڅیړم نو یو ضخیم کتاب به ورنه جوړ شی. خو د اوس د پاره په همدی لنډه لیکنه بسنه کوم، هیله ده چی په دی توګه می څه ناڅه  د دی قدردان او مهربان انسان د حق او احسانونو یوه کوچنۍ برخه ادا کړی وی. په مینه او درنښت.  

او دا هم د استاد نوزادی د شعر یوه نمونه. 

‎اعتراف 

زه هـــم د شــاعــر لــیــونـۍ زړه لــــرم 

خــیـر ، کـه څـو تـڼۍ پـر ګریـوانـه لـرم 

مــا هــم دسـپــوږمۍ سره خـوالـه کـړی 

اوس کـــــه لــه تـروږمـیه ډکـه شپه لرم 

ګـــلاب د انــنګو می ډیــر لمس کړیـدی 

ځــکــه پــر زړګـــی داغ د لالـــه لـــرم 

ډیرمی دښت اوغرونه ترپښو ایستی دی 

یـــــو لښـــکــر تــڼـاکـی مـیـلمـانـه لرم 

زه هــــم د هـــجــران مـارو چـیـچلی یـم 

زخـــــــم لا نـــاســـور د بـیـلـــتـانـه لـرم 

شـپــی مـی مـیکــدو کـی سـهـار کړیـدی 

لاخـــــو د خــمــار تــنـده پــخــه لـــــرم 

یـــاد دځـــوانـو شپو دی ، تـخنوی می لا 

پـــانــګــه یـی راپـاتـه خـاطـره لـــــــرم 

ســر می تـل لـه غـرونـو جـنګــولی دی 

داچـــی د ازل ســـره جــګــــړه لــــــرم 

نـیـمـه شپه قلـم پـلاس کی راکړی څوک 

تـــــــوری د غــــزل کـاږه واږه لـــــرم 

کـــــلـــه پـــرکـاغــذ نــظمــونه و لـیکـم 

وزن او قــــافـــیې تــه یـی هر څـه لـرم 

خــــوشـی نوزادی خـلګ شـاعــر بــولی 

خــــدای ستـــه ، د شاعـر تخـیـل نه لـرم 

پای. 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.