دکیسو له ګنج څخه

د لوستونکو شمیره : 709

۲۰۲۲/۰۲/۲۰
پوهاند محمد بشیر دودیال

دکیسو له ګنج څخه

د کابل ښار جنوب ختیځ لوري  ته د ګڼو کلیو- کورونو او شنو کروندو په سر پورې د غره ډیره هسکه څوکه لکه دتاریخ دکیسو او افسانو د ګنجینې په شان په ابدي شوکت سره له ورایه ښکاري. کله چې د ختیځ له لوري سهار سهار لمر د ساپیو له غرونو څخه را هسک شي، نولومړنۍ زرینې مراندې یې پر دغو څوکو لویږي او ورو ورو د ورځې د طلایی اطلس لمن له دې ځایه پر ټول ښار او سیمه وغوړیږي. دغه څوکه (شاخ برمته) نومیږي.

شاخ برمته د کیسو ګنج او دهغې دلمنو شاوخوا ټولې سیمې د تېرو شویو کیسوشاهده ده. شاخ برمته ته د زرګونوکلونو پخوانۍ کیسې یادې دي او د وروستیو کلونو کیسې خو یې بیخی نوې دي. دخوردکابل، سنګ نوشته، سهاکو، شېواکو اوبُتخاک ټولې کیسې یې په یاد دي. شاخ برمته ته د (بُت) د (خاک) کیدو کیسه، دسهاکو او شیواکو د درندو ټبرونو او جباربابا د کوچ او مېشته کېدو کیسه او د افغانانو له لوري په دغه سیمه کې دپرنګیانو د پوره ماتې کیسه ټوله ورپیاد ده  او  دا کیسه هم ښه ورته یاده ده چې (سنګ نوشته) چا لیکلې او څه یې پرې لیکلي وو؟

خلک به د دغو کیسو په هکله هرڅه هرڅه وایي، خو د کیسو اصلي ګنج شاخ برمته دی. شاخ برمته د سیاه سنګ او بالاحصار دتاریخ شاهد هم دی او له هماغو لوړو ټوله سیمه د تاریخ د شاهد په تو ګه څاري. برمته یواځې د جنګ – جګړو، کاروانو، کښتونو، ناخوالو او خوښیو،ماتواو بریو،ګټو او تاوانودکیسو شاهد نه دی، هغه د مینې دکیسو شاهد هم دی.

شاخ برمته ته څېرمه د سویل پرلوري د (درې سرو) غر پروت دی. د دغه غره لمن کې له سنګ نوشتې لږ پورته یوه ښکلې دره لکه د ناوې په طلایی ګوته اوپسولونو کې شین غمۍ ښکاري چې د روان سیند د دوو خواوو لوړو چنارونو، سنځلو او شنو بوټو یې هوا اوښکلا څوواري زیاته کړې ده. که هرچا یوځل د دې سیمې د ولې سیوری، د سنځلې د ګل عطر، د ګلاب ښایست او دچنار قد لیدلی، نو بیا یې دطبیعت دغه له کیفیت څخه ډکه منظره نه ده هېره شوې. داسې ښکاري چې دشاخ برمته او درې سرو دغرونو پر سر پورې هسک الوتونکی ګُربت هم د دې ښکلا د سِحر برمته دی، نوځکه تل په دغو لوړو څوکو پرله پسې کړیو کې دورې وهي. د شاخ برمته او درې سرو په لمن کې د (ګُلدرې) کلی د ښایست بل نوم او د (مین خېلو) کلی د عاشقانو د تبار او نسل څخه د مینې سمبول دی. څوک څه خبر چې د مین خیلو نوم معین خیل دی او که مین خیل؟ خو خلک هرڅه او هر کیسه پرله پسې تکراروي او په دې هم څوک نه پوهیږي چې دمین خیلو د مینتوب کیسه به شاخ برمته په څه ډول زړه کې ساتالي وي، خو هرڅوک په دې هکله کیسې کوي:

د مین خیلو نیکونه او غور نیکونه د ګُلدرې او کارېزونو شاخوا اوسېدل. کلونه کلونه پخوا په دغه ځای کې یو بوډا کلیوال کروندې درلودې او په پسرلی کی به یې د سیسیو، زرکو، سارایی کوترو او غرڅو ښکارهم کاو. دهرکال په پسرلي کې به چې دغرو لمنې له رنګارنګ ګلانواو شنېلیو وپوښل شوې، نو له پورته تړو او کمرو به د زرکو نارې د چینو د روانو اوبو له غږسره ګډېدې او یوه خوږه نغمه به یې جوړوله. د غره له سیورلنو ډډو څخه به د سارایي کوترو یو سېل په شنو کروندواو ورشوګانو راشیوه شو، لکه د حسینې پېغلې امیل چې دهغې پرلمن دانه دانه شي. غرمه غرمه مهال به د کاریزونو د سیمې دچینو اوبو ته غرڅې را کوزېدې. ښکاري بوډا به دا وخت د ښکار په تمه چینو ته نږدې راته.

د طبیعت په دې رنګینو کې؛ د رڼو چینو، غرنیو ګلانو، ښایسته غرڅو، سارایی کوترو،پسرلنیو زرکو سره یوځای قد دچنار، بوی د سنځلې، ګل د ګلاب او سیوری د ولې  هم د ښایست او خوبۍ یو ابهت و. له دې ټولو سره دلته یوه د کوه کاف پري هم اوسېده.دغه د کوه کاف پري چې په ښایست کې بی جوړې وه، دبوډا ښکاري پېغله لور وه. د بوډا ښکاري لورپه دغه ښایسته محل کې د کوه قاف پري وه او سیوری یې د باګرام د ترکو تصویر. دهغې دڅڼو وږم مشک خُتن، د سینو ریږدېدا یې د بنګو غوټۍ او د سترګو ادا یې د زړو شرابو نشه وه. هغه به ځینې وخت دسبو ټولولولپاره د پلار کروندې ته او ځینی وخت به د اوبو وړلو لپاره د چینې د اوبو غاړې ته راتله.

… او د پسرلي په یوه سندریزه ورځ کې د کلي یو زلمی د بنګو غوټیو، د مشکو وږم او یوه بېسده خمار دچینې په لوري راکاږه چې دعشق د جنون په زانګو کې یې وزنګوي. دا وخت پري د اوبو وړلو لپاره د چینې غاړې ته راغلې وه. تږی زلمی په تنده تنده کې په تلوار د چینې په لوري را نږدې کېد، شاخوا د زرکو نارې او د چینې د اوبو نغمه خوره وه. زلمي لا خوله په چینې نه وه ایښي چې د کوه قاف دپري د جمال مجذوب شو. دزلمي سترګې دپېغلې له نظر سره وجنګېدې، وجود یې د ښکلا د برېښنا لمبې تود کړ، تنده ورڅخه هېره شوه. د کوه قاف د پري زړه هم وریږدېد او لکه د سیلاب وړې په شان یې اندامونه سست شول او ځان یې نااشنا څپو ته وسپاره. له همدې شیبې د دوی ترمنځ یوه بې شانه مینه ورځ په ورځ زیاتېده. چینه د هغوی د لیدو- کتو ځای و. دعشق او مینې خالق د دوی په زړه کې د یوې ریښتنې مینې ډیوه ولګوله؛ د یوسف – زلیخا، لیلا- مجنون او ویس- رامین په شان یوه  ريښتنی مینه.

چینه د دوی د رازونیاز شاهده شوه، کله به چې زلمي د چینې پرغاړه شیبې شمېرلې او د ښایست دپري د راتلو په تمه به و، نو د هرڅه آوازونه به چُپ وو. دپري په رارسېدو به زلمي دهغې پرزنګون سر کېښود، د هغې ګڼ پیکي به ورباندی یو چتر جوړ کړ او د بڼو هر وار کته پورته کیدو به یې زړه سپک سپک ځان سره راکښود.

د زلمی له سترګو خوب تښېدلی و او هغه شیبې به یې چې له خپلې  درخو سره تېرولې، دومره لنډې ورته ښکارېدې لکه لنډه پرامښکۍ! کله به هم داسې یو بل کې ورک وو چې ورځ به ماښام شوه، خو دوی به پوه شوي هم نه وو. ورو ورو د کوه کاف د پري پلار شکمن شو. له غوسې کور- مالت ورباندې سور تنور شو. دغه ناڅرګند شک دونیا ورته تنګه کړه او غیرت یې لمبه لمبه شو. ډېر څار یې وکړ، خو په هیڅ شي پوه نشو. ښکاري بوډا ځان سره لوړه وکړه چې که چیرې یې د لور قدم بیځایه ولید، نو د غرنیو غرڅو پرځای به د ښکار غشي د لور پر ټټر ږدي. دحسن ملکه او د ښکلا ښاپیرۍ دخپل پلار په شک نه پوهیده.

***

غرمه تيره وه، د تړو او کمرو له لرې ګوټونو د زرکو آوازونه راتلل او د چینې پر سر پورې د کوترو خېلونه تېر شول. دچینې اوبه مخ ښکته رڼې اوبیواکه بیواکه د خوړ په غیږ کې جاري وې. له هغو څخه یوه موزونه، نرمه او خوږه نغمه اورېدل کېده. بوډا ښکاري د خوړ خوا کې یو پناه ځای کې غلی کېناست. لکه چې ریښتیا یې هم د شک او بدګماني غشي د خپلې لور دټټر د سوري کولو لپاره په لیندۍ کې ایښی وو؟  مازیګر په تېرېدو و، دا وخت به نجلۍ له چینې اوبه وړې، بوډا نور هم سترګې په لاره و. د مازیګر دلمر وروستۍ مراندې ټولېدې چې یوه سپکه ښکالو یې واورېده، ښه ځیر شو، یوڅه آشنا غوندې وږم یې احساس کړ. ګړب شو او زړه یې وښویېد؛ شکمن ښکاري ځیرځیر هاخوا دېخوا کتل، خو شک یې په یقین نه و بدل شوی. دچینې خواته دوه مین زړونه ګام په ګام یو بل ته نږدې کېدل. دښکاري زړه شکونو په درزیدا راوستی و. هغه لا د وخته غشی لیندۍ کې ایښی و. پوخ ښکاري څخه توره شپه کې هم نښه نه خطا کېده. هغه ډېر ځله د باد په شان د چټکو هوسیو زړونه ویشتي وو. دهغه له لیندۍ څخه کلونه کلونه له ډېر لرې هم نښه نه وه خطا شوی. ښکالو رانږدې کېده چې دښکاری شک په یقین بدل شو او غشی له لیندۍ والوت.غشی لا تر نښې نه و رسیدلی چې دښکاري تر نظر هرڅه ورک شول. لکه چې دهغه سترګو او غوږو هیڅ هم نه لیدلي او نه اورېدلي. ښکاري له ځایه پاڅېد، شاوخوا یې هرڅه ولټول، هیڅ یې ونه لیدل.

د روانو اوبو خواته دوه سارایي ګلان یو بل ته مخامخ نرۍ نرۍ وږمې به اختیاره کاږه واږه کړل. بوډا هرڅه ولټول، څوک یې ونه لیدل…

***

په هغه سبا هم د اوبو ترغاړې دوه سارایی ګلان یوبل ته مخامخ نرۍ نرۍ وږمې ښورول، کله به سره نږدې شول اوکله به یې څانګونه خواره واره شول او نرۍ نرۍ وږمې به بی اختیاره کاږه کړل. د دوی شاوخوا پرته د بوډا د پښو له پلونو څخه نور هیڅ پل نه ښکارېد. د دواړو ګلانو یوې اوبلې خواته د پلنوپلنو پاڼو غرني بوټي ښکارېدل.

***

… او د هر څه پته دکیسو ګنج، شاخ برمته ته څرګنده ده.  خلک هر څه وایی؛ ځینی وایی چې دا وخت دوو مینانو خپل مازیګرنی دیدن کاو، کله چې له لیندۍ څخه الوتی غشی دبرېښنا په څېر د پري زړه ته نږدې کېد، نوهغوی دواړه دګلانو بوټي شول او د مینې خالق دهغوی پر پلونو د پلنو پلڼو پاڼو غرني بوټي راشنه کړل. نن هم هرځای چې دغه دوه ګلان یو بل ته خوا پرخوا نرۍ نرۍ وږمه کږوي، دهغوی څانګې بی اختیاره خوځوی، نو خلک وایی چې دا دوه مینان دي او هرځای چې د پلنو پاڼو غرني بوټي وي، وایی چې دغو بوټو د مینانو پلونه پټ کړي دي. ځینې بیا وایی چې دغه دوه مینان یو دبل وصال ته ورسېدل او ننني مین خیل دهغوی اولادونه دي، نوځکه ورته مین خیل وایی. د هرچا کیسه ځانته ځانته ده او یو دبل نه مني. ریښتنی راز یواځې دکیسو ګنج ته څرګند دی. دکیسو ګنج د رزمونو، دردونو، غیرتونو، یرغالونو، تالانونو، سر لوړیو او هرڅه څخه خبر دی، نو د مینې او وصال، هجر او بیلتون او آرمانو کیسې هم ورسره دي.