بدمرغي

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۲۰
انجنیر سلطان جان کلیوال

بد مرغي

یو څوک د کلی منځ کی، خپله خور په کاڼو ولي 
تکـبیر واېي او لُـور د خپلی مـور، په کاڼـو ولي
  خـوړله یی اذوقـه چی تـر پرون پـوری ورباندی
غـضب نیـولی، نـن هـماغه شـکور، په کاڼو ولي
ورکـړی ورته بیا ده، کـوم د خټـو شــیطان پوهه
د بـل د بـام سرنه چی، خـپـل کـور په کاڼـو ولي
 دسر، وطن دښمن یی اور، په کلی ښارباندی بل کړی
چي خورشي غـرو دروته، کم بخت اورپه کاڼو ولي
وروی په هـر لـور کاڼي ، خو فـریاد نه شي زغملی 
که څه شورله غمه جوړشي، نو بیا شور په کاڼو ولي
 سریی   ټـیټ دی زورور ته، په سلام ورته ولاړدی
دا کم زور کلـیوال ګورئ، هر کـمــزور، په کاڼو ولي
 بد مرغې به تر دی لویه ،بله هم وي ، په دنیــا کی
چی دښمن سره پخلا وی، اوخپل ورور په کاڼو ولي؟

جنوری/۷/۲۰۲۲ 

ایجکس – تورنتو – کاناډا