ابوالحسن القاسم احمد بن حسن میمندی

۲۰۲۳/۰۷/۰۴

د ارواښاد ابوالحسن میوندی لنډ ژوندلیک

ابوالحسن القاسم احمد بن حسن میمندی چې هغه وخت په لنډیز سره په احمد میمندی او زیاتره په شمس الکُفاة  هم مشهورو، د غزنوی سلطان محمود د دربار وزیرو. میمندی/میوندی په کندهار کې نړۍ ته سترګې پرانیستی وې، د محمود همزولی او همده سره یو ځای ستر شو ی او سلطان محمود هغه خپل رضاعی ورور باله.

سره له دې چې همدې سلطان محمود د میوندی پلار د خپل پلار(سبکتګین) دپاچاهی پرمهال بیګناه قتل کړی و، خو وروسته یی بخښنه وغوښته او میوندی یی بېرته پخلا کړ. کله چی سلطان محمود سلطنت ته ورسید، حسن میمندی ته یی د خپل دربار د وزیرخلعت ورواغوست. نوموړی وروسته تر هغه وزیر شو چی د دربار پخوانی وزیر؛ ابوالعباس اسفراینی د محمود له خواعزل شو. سلطان محمود ابوالعباس ته ډېرې سختې سزاوې ورکړې. وروسته تر هغه یی د وزارت چاری ابوالجسن میمندی ته وسپارلې. نوموړی وزیرزبردست دینی عالم او په عربی ژبه کی ډیر وارد و. له همدې امله د ده پرمهال عربی ژبه په دفتری چارو او دربارکی زیاته رواج شوه. میوندی په دفتری چارو کی بیساری لایق و. هغه لا ۳۸۴ق.کال څخه را دیخوا یعنی د سامانیانو له دوری  په خراسان کې په دفتری کارو بوخت و. آن  دا چې د سلطان محمود د سفرونو پرمهال به د حکومت ټولی چارې میوندی/ میمندی ترسره کولې. ده د اسفزاینی د دورې ټولې نیمګړتیاوې اصلاح کړی. د ده عدالت او کارداني د یوشمیر خلکو د بُخل لامل شوه او سلطان هم ورڅخه په ویره کې شو، نو له دندې یې لرې او د کالنجر زندان کې یی بندی کړ. سلطان محمود وروسته تر ده حسن بن محمد میکالی خپل وزیر وټاک. د سلطان محمود له دغه ډول بی عهدی او بی وفایی ګانو څخه فردوسی ( دشهنامې مولف) هم شکایتونه کړي دي.

له دې امله چې میوندی په پښتو ، دری او عربی او آن ترکی ژبو او ددغو ژبو په ګرامر پوه و، نو د پښتو دلیکدود سمون او بشپړتیا ته یې کار وکړ او د ده لیکدود د پیرروښان تر دورې معمول و، پیرروښان پر خپل مهال یوڅه نور اصلاحات هم پکې وکړل. په دې ډول سره د پښتو د لیکدود په بڼه کې د احمد میوندی نوم د هیرولو ندی. همدا اوس هم دهیواد لویدیځ او جنوب لویديخ کی د ده زیارت ته ډیر خلک عقیده او درناوی لری اوزیارت یی تل د زایرینو څخه ډک وي.

کله چې غزنوی سلطان محمود مړ شو، زوی یی مسعود غزنوی پاچا (سلطان) شو، ده د خپل پلار تیروتنه باندې اعتراف وکړ او میوندي یې په ۴۲۱ق. کال په درناوی سره له بند څخه راخلاص اود خپل وزیر په توګه یی مقرر کړ، میوندی د  خلکو  او ولس په خاطر ومنله ، خو په زړه کې ورڅخه خوښ نه و. په همدې خاطر یې لومړی د مسعود وړاندیز رد کړی و، خو بالاخره د ۴۲۲ق. کال د صفرې په میاشت کې یې ومنله او د وزارت کارونه یی بیا پیل کړل او ورسره یی علمی کارونه هم له سره پیل کړل. په دی دومره موده او د زندان د سختیو له امله یی روغتیا ښه نه وه، دا وخت ډیرې ورځې د ناروغۍ له امله له کار او دفتر څخه پاتې شو، تر څو چی د ۴۲۴ق. کال  د محرم په  پينځه ویشتمه وفات او جنازه یی کندهار ته راوړل شوه او په درنښت سره خاوروته وسپارل شوه. هېره دې نه وي چی تصادفاً یو بل حسن میوندی هم شته، خو دومره مشهور ندی . دغه دوهم میوندی کوم نامتو لیکوال یا شاعر یا دفتری شخص نه و. دلته دغه مقاله کې موخه له هغه ابوالحسن میمندی څخه ده، چې د غزنویانو د دربار د دوو دورو وزیر، یو علمی او فرهنګی شخص، دښټو ژبې د لیکدود سمون بخښونکی او د خپل ولس خذمتګار و. میوندی ډیرو پخوانیو متونو کی د “میمندی” په بڼه لیکلی شوی دی.

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 1506

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.