ژوندون

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۶/۲۸

ژوندون

حالت د ماشومتوب نه، چی تیر شویدی ژوندون
د غم سره جګړه کی ، را ګیر شـویدی ژوندون
ګرځیږی په دی ځمکه، لکه وریځه سـرګردان
په صـف د لیونیو کی، شـمیر شویـدی ژوندون
بدلـیږی یی رنګـونه، هـره ورځ هـره شــیـبه
اول به ؤ څه رنګ، له مونږ هیرشویدی ژوندون
نه میــنه پکی ځای لری ، نه شته پکی اخلاص 
په وچه او اوبـوکی، ښـه ډیر شـویدی ژونـدون
را پاڅی له یوځایه، بیرته ورک شی په بل ځای 
د باد د بـړبـوکــیو، په څــیر شـویدی ژونـدون
سـکون چی ماتـوی، هــغه پښــې دی  یا وزر
دی دواړو نه عمل کی، فـقیـر شویدی ژوندون
ور واړوه خوږې سترګې، چی وکړی لږه دمه
په تلو د کږو لارو، زهــیر شــویدی ژونـدون
ښـکلا چی پکی نه وی، بی معنی دی کلــیواله
ښکلا سره ازل کی، کوشــیر شویدی ژوندون

جون/۱۸/۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډا