په پاکستان، د ډبرو د سکرو پلورل

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۶/۲۸

په پاکستان باندی د ډبرو د سکرو(ذغال سنګ) پلورل
ماته د ملی ګټو په ضد عمل ښکاری

د رسنیو له لاری می دا خبر واوریده چی د افغانستان د ډبرو سکرو د خرڅلاو قرارداد د پاکستان د دولت سره تر سره شو. د جون د میاشتی په ۲۸ نیټه می د طلوع نیوز د تلویزیون له لاری د پاکستان د نوی صدراعظم  شهباز شریف له خولی واوریدل چی:« د پاکستان دولت د افغانستان نه په پاکستانی کلدارو د ډبرو سکاره پلوری، او د دی لاری د پاکستان دولت ته د کال دوه بیلیونه ( ملیارده ) ډالره ګټه رسیږی او د ذغالو د نړیوال تجارت له مخی مونږ ته دا ذغال په نیمایی قیمت لاس ته راځی» 

د همدی جملی د تحلیل نه باید و پوهیږو چی د دی تجارت نه چی په کال کی دوه بیلیونه ډالره پاکستان  ګټه کوی ، نو څرګنده ده چی په دی تجارت کی د کال دوه بیلونه ډالره افغانستان ته خساره اوړی. 

په هرصورت ، درنو لوستونکو ته به د افغانستان د سکرو د ډبرو د شتون په هکله لنډ معلومات چی زمونږ د هیواد په جیالوجیکی راپورونو کی ثبت شویدی وړاندی کړم: 

په افغانستان کی د ډبرو د سکرو  معدنونه په عمومی توګه د هیواد د شمالی پلاتفورم په جنوبی غرنۍ برخه کی د شرق نه ترغربه د تخار د ولایت د فرخار د دری نه د هرات د ولایت د سبزک تر کوتله پوری د (۷۰۰) کیلومترو په اوږدوالی، د سکرو جلا او ځانکړی طبقات په ،قفه توګه د (۳۵۰۰۰) کیلو مترمربع ساحه کی د لسګونو سانتی مترو څخه تر د (۴ – ۱۰ مترو) پوری په ضحامت پوری قرار لری چی  د (۱:۲۰۰،۰۰۰) مقیاس په جیالوجیکی نقشه کی چی د (۱۹۶۳ – ۱۹۶۵ م) کاله پوری د وخت د شوروی اتحاد او افغانی انجنیرانو له خوا تکمیل شویده، ښول شویدی.  

په دی نقشه کی لاندی پنځه ذغال خیزی سیمی د ذغالو د صنعتی کتګوریو (B+C1+C2) د زخیرو سره کشف شوی دی:  

۱ – د سبزک د ډبرو د سکرو معدن. صنعتی مجموعی زخیره = (۹،۵۱) ملیون ټنه 

۲ – د دره سوف د پنځو معدنونو صنعتی مجموعی زخیره = (۱۰۱،۸۱) ملیون ټنه 

۳ – سیغان – آشپشته د سکرو حوزه، مجموعی صنعتی زخیره = (۲،۵۰) ملیون ټنه 

۴ – پلخمری کرکر – دودکش ، مجموعی صنعتی زخیره = (۴،۰۰) ملیون ټنه 

۵ – چال – نمک آب – کیشکتان معدنونه، مجموعی صنعتی زخیره = (۷،۰۰) ملیون ټنه 

      د دی ټولو معدنونو مجموعی د زغالو صنعتی زخیره = (۱۲۴،۸۲) ملیون ټنه 

که دی مجموعی مقدار ته وګورو نو په داسی یوه هیواد کی چی د نفوسو شمیره یی (۳۵) ملیونو ته رسیږی او د هیڅ ډول صنعتی – زراعتی  انکشاف د پاره ورته کار نه وی شوی او که په راتلونکی کی داسی انکشافی پلان را منځ ته کیږی، نو چی د دی پلان د تطبیق د پاره نه برقی انرژی شتون ولری، او نه د ځنګلونو مراقبت پکی موجود وی او اور ورته ور اچول کیږی، او د ذغالو دغه وړوکی او د صنعت د پر مختګ په صورت کی ناچیزه زخیره هم په نیمایی بیه بل هیواد ته ورکول کیږی، نو زه د یوه جیالوجست انجنیر په توګه دغه تجارتی اقدام چی په لنډ وخت کی به دا زخایر د لاسه ورکړو او بیا به هیڅ امکانات د دی ملت په لاس کی نه وی او تل به د همدی پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو د تولیداتو د پاره یوه ښه مصرف کونکی مارکیټ پاتی شو. نو ځکه یی زه د هیواد د ملی ګټو په تاوان بولم او په دی برخه کی داسی د لایل وړاندی کوم: 

۱ –  ایا د کال دوه ملیارده ډالره خساره په  تجارت کی د یوه داسی هیواد د پاره چی د (۹۰٪) وګړی یی د شدیدی ولږی سره مخامخ وی ، د ملی ګټو ضد عمل نه دی؟ 

۲ – د پولینډ هیواد د ډبرو د سکرو (۲۳،۳) ملیارده ټنه زخیره لری، خو د خرڅلاو سره یی دومره محتاط دی چی هر کال په لسکونو آفرونه مستردوی، ځکه چی د ملی ګټو سره یی سمون نه لری. ولی مونږ داسی غیر عادلانه تجارت کوو؟ 

۳ – داچی د پاکستان صدر اعظم په څرګنده وایی چی په دی تجارت کی به د پاکستان دولت (۲) ملیارده ډالره ګټه کوی، دا ګټه د چا نه کوی؟ او ایا دا تاوان به افغان ملت نه پری کوی؟ 

۴ – د ټولو نه د تاوان خبره داده چی د کانو او پطرولیم و وزارت ویاند  وایی چی مونږ د ذغالو د استخراج او خرڅلاو تجارت د افغانی شرکتونو سره کړیدی او د مالیی د وزارت ویاند وایی چی مونږ ورباندی ټکس زیات کړیدی او داسی نوری ضد ملی څرګندونې. یعنی « عذر بدتر از ګناه» . ایا دولت نشته چی یوه تجارتی شرکت ته د ذغالو د را ایستلو او بیا د تجارت واک ورکول کیږی؟
الف : ایا دا شرکت د ذغالو د استخراج د پاره جواز لری؟
ب : ایا دا شرکت د زغالو د استخراج مسلکی پرسونل، فنی کدرونه ( اجنیران، فنی مامورین او د ذغالو استخراجی وسایل، د تجزیی لابراتوار او ماشین الات ) لری؟ 

ج – ایا دا شرکت د ذغالو د استخراج د ضایعاتو د مخنیوی امکانات لری؟ او بلاخره ایا  

د –  نوموړی شرکت د کارګرانو او د محیط د ساتنې او محافظت تدابیر او قوانین مراعات کولی شی، او کومه مرجع د دوی د استخراجی پروسی کنترول کوی؟ 

۵ – او که استخراج دولت کوی او ذغال لری نو ولی یی د خپلو خلکو د استفادی د پاره خصوصاً د ژمی په موسم که نه مصرفوی چی د پاکستان د دولت د صنعتی ماشینونو د فعال ساتنی د پاره یی په نیمایی بیه هغوی ته ورکوی؟ 

۶ – زه پوره باور لرم چی د معادنو او پترولیم محترم وزارت دا پورته یوه ستونزه هم په پام کی نه ده نیولی، او تر ټولو مهمه داچی دا هیواد د بل هر هیواد نه سبا ورځ د انرژی منابعو ته ډیره اړتیا لری، نو په هیڅ وجهه د ذغالو خرڅلاو په پاکستان یا بل کوم هیواد ، هغه هم په نیمایی بیه د افغانستان د ملت په ګټه نه دی او د فعلی اقتصادی مشکل د رفعه کیدوسره هیڅ مرسته نه شی کولی، نو په جدی توګه د دی تجارت د بی مسؤولیته دوام د مخنیوی غوښتونکی یم.  

که هر دولتی اورګانو غوښتی وی زه د هغوی سره په میډیا، رسنیو کی او یا هم مخامخ خبرو او مباحثې ته حاضر یم. هیله ده چی غږ می بدرګه کړی. مننه