نوی کال او د نوروزجشن

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۲۰

نوی کال او د نوروزجشن

نوروز د ویاړلو آریائیانو(نجیب زاده ګانو) جشن دی. اوس دغه ورځ د افغانستان ترڅنګ په نورو ګاونډیو؛ لکه  ایران،تاجسکتان، پاکستان  او آن هند کی  لمانځل کیږی.  سږکال دغه ورځ په نړیواله کچه رسماً وپیژندل شوه.  زموږ په ګڼ شمیر تاریخی آثاروکې دحماسو یادونه او زموږ د باتورو نیکونو دکار او کښت دموسم د پیل ورځی او د یما(جمشید) تدبیر او د اوسنی افغانستان تمدن، صنعت، سوداګری او دکروندو او بڼونو پریماني له همدې ورځې سره  یادې شوی دي. 
نوروز یعنی نوی ورځ. له دې څخه موخه  د وري(حمل) د میاشتی لومړی ورځ ده چی په همدغه ورځ لمر د وري برج ته رسیږي او شپه او ورځ سره برابریږی. همدا د پسرلی پیل دی چی په دغه ورځ ربیعی اعتدال پيښیږی او د پسرلی برابروالی یی بولی. ځینی وایی چی د(نوروز) کلمه له دې عقیدې څخه رامنځته شوی چې ویل کیدل به چی نړۍ د لمریز نظام په راڅرخیدو رامنځته شوی او آدم هم په دی ورځ خلق شوی دی، نو خلکو ورته (نوی ورځ) نوم ورکړی دی. یعنی دغې ورځې ته دینی ارزښت هم ورکړل شوی، چې هغه د آدم (ع) دخلقت ورځ ده.

اما د لرغونی اریانا په اړوند لاسوندونو کې د دې ورځې یادونه تر ټولو ډیره راغلی ده،  مثلاً تاریخ لیکلی چی: لرغونی بلخ د پنځه زره کلن تاریخ په ترڅ کې، د لویو تمدنونو زانګو وه او د یوه روایت له مخې وروسته تر بابل او نینوا څخه په نړۍ کی همدا دوهم تمدن و. له ډیر پخوا څخه او د آریائیانو پر مهال نوروز د کال د لومړی ورځې او د بزګر د جشن د ورځې په توګه او د آریائيانو د حاکمیت د پیل د ورځې په توګه پیژندل شوې  او د آریائيانو د واکمنۍ په ټوله سیمه یعنی له آمو څخه تر سند پورې او له هند سمندر څخه د عربو تر سمندرګي پورې دغه ورځ لمانځل کیده، نن ورځ هم همدغې جغرافیا کې لمانځل کیږي. د روضه المنجمین په کتاب کی چې شمیران بن ابی الخیر هغه په پینځمه قمري پيړۍ کی لیکلی،  داسی راغلي دي :

ګلونه په خندا دی پسرلۍ شو ګلې
میله د سخی جان مې په ښکلا شوه ګله

نوروز هغه ورځ ده چې په هغې کی کیومرث دیو وواژه او جمشید خلکو ته د بخښنی، روغتیا او اوږد ژوند زیری ورکړ، نو ځکه نوروز د آریانا د لرغونی تاریخ یوه ویاړلی ورځ ده. په اوستا کې د نوروز کلمه نه تر سترګو کیږی، خو په پهلوی کتابونو کی، په تیره بیا هغو برخو کې چی کلیزه په کې ښودل شوی ده،  نوروز پکې ډیر لیدل کیږی. د بیلګی په توګه پکې راغلی چی: د نوروز جشن پینځه ورځنی جشن (ګاهنبار) دی چی په دې ورځ نړۍ پیدا شوی ده او انسان پکې پیدا شوی.

هغه بله اسطوره چی نوروزی جشن سره یو ځای ده، خدای ته د دعا کولو اسطوره ده چې د کال په همدې مهال به ترسره کیده. د دغې اسطوری اتل چی د اوړی د میاشتو د غرمو د تودوخی خوشحالی ده او کار یی دا دی چی کله د ژمی دیو په نړۍ باندی یرغل کوی، نو تر ځمکی لاندی پټیږی او تر ځمکی لاندی اوبه تودی ساتی تر څو ونی او بوټی له منځه لاړی نشی.  د ده بیرته راتګ په پسرلی کی دی. په پسرلی کی د ونو غوټۍ د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده. په دی توګه نوروز د بریالیتوب یو سمبول او په جګړو کی د نیکۍ عنصر دی. همدارنګه نوروز د ژمی له خوب څخه د طبیعت د راویښیدو سمبول دی.  زیاترو اخځونو د نوروز د دود بنسټ ایښودل او لمانځل (یما پاچا) یا پیشدادی جمشید بولی. یو شمیر نور بیا وایی چی نوروز لومړی ځل کیخسرو ولمانځه. اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه راپاتی ده.

آریائیانو په لرغونو وختونو کې کال په دوو برخو ویشلی و؛  یو تود او بل سوړ فصل.  تود فصل یې اووه میاشتی او سوړ یې پینځه میاشتی ښودلی و.  ځینی وخت به اوړی دوه میاشتی او ژمی لس میاشتی، ځینی وخت اوړی اووه میاشتی او ژمی پنځه میاشتی و. د اوړی په پیل کی به یی رمې او څاروی له غوجلو څخه شنو ورشوګانو ته څرولو ته بیول او د ژمی په پیل کی به یی د ژمی له توښی او زیرمی سره غوجلو ته راوستل. په دی توګه دواړو ته یی د کال پیل وایه او خوښي به یی کوله. نن ورځ هم د نوروز له ورځې سره سم دآسونو، کچرو او خرو څټونه او لکۍ  سکښتل کیږی. داسی ویل کیږی چې دا خبره له هماغه وختو راپاتی ده. په دې ورځ کروندګر کروندو او باغونو ته وځي  او بڼونه صفا کوی او کروندی پستوی، ترڅو تخمونه پکې وکري.  په دې توګه ویلای شوچې بزګری کلیزه د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخی جوړه شوی وه. په اوستایی کلیزه کې کال دولس میاشتې او هره میاشت دیرش ورځی وه. همدارنګه په هغه مهال کې هرې دیرش – دیرش ورځې د ځانګړی نوم لرونکی وې چی لومړی یی (اورمزد روز) وه یعنی د اهورامزدا یا دنیکۍ د خدای ورځ. له دی کبله چی اورمزد روز هم د کال پیل و او هم د میاشتی، نو ځکه یی پرتم اوچت و. د ساسانیانو پرمهال د نوروز جشن د خراج او مالیاتو د راټولولو او د سکې د دوران کولو وخت و چې د اوړی موسم سره برابر و، یعنی دا له صیفی انقلاب (د اوړی د فصل د میوو او کرنی وخت) سره برابر و. دا مهال به نعمتونه پریمانه وو، غلې دانې به راټولې شوې وې او میوه به هم پیدا کیده. په داسې وخت کی به د زردشتیانو امام د سرو زرو له جام، ګوتمۍ، دینار (د سروزرو پیسی) او درم (د سپینو زرو پيسی) او یو ګورت تازه شنیلی سره چی توره، لیندۍ، مشواڼۍ او قلم به هم ورسره وو د پاچا دربار ته راته او پاچا ته به یی دعا اوستاینی کولی. وروسته به د دولت لوړ پوړی او مشران یو یو د پاچا دربار ته راتلل او د زردشتی دین علماوو او روحانیونو ته به یی غوږ نیو. د دین علماوو به پاچا ته ویل:

« ای پاچا! تل دی ژوندی وی! خوشحاله اوسی! ځوانی دی تلپاتی اوسه …»
په پښتو ادب کې هم د نوروز ډیر ذکر شوی دی، مثلا خوشحال خټک فرمایی:
بار بار راشه ای نوروزه. ..(الخ)

زموږ  لیکوالو او شاعرانو دغې بختوری ورځی ته د خوښیو د زیری راوړونکی په توګه کتلی دی. علامه رشاد او لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی د نوروز تاریخی شالید تر ټولو ښه شنلی او له معلوماتو ډکی مقالی یی زموږ په واک کې شته. د تاریخ په شهادت :

د جلال الدین ملکشاه سلجوقی په وخت کې چی قمری کلیزه د سپوږمۍ له مخی جوړیده، نو ګډوډی پیښه شوه او د میاشتو او ورځو نظم ورک شو. په ۴۵۸ ل. کال د ۴۷۱ ق. کال د رمضان د جمعی په شپه چی له ۱۰۷۹ م. سره برابره وه، دغه ورځ له نوروز سره برابره شوه. پاچا یو شمیر منجمانو ته وویل چی شمسی کلیزه جوړه کړی. نو په دې ډول سره د ریاضی پوهانو او منجمانو په خواریو، د یو شمیر محاسباتو له مخی د کال پیل د ربیعی اعتدال په نقطه کې وټاکل شو او په نجومی حساب سره کال دایمی او ثابت وټاکل شو. په دی ډول نوروز د کال پیل او د پسرلی لومړی ورځ شوه چی د نړۍ تر ټولو طبیعی او اوچته لمانځنه او جشن همدا دی، نو ځکه زمونږ کلیزی ته جلالی کلیزه وایی. حافظ وایی:

می اندر مجلس آصف به نوروز جلالی نوش
که بخشد جرعه جامت جهان را ساز نوروزی

په لرغونی لوی افغانستان کې، د نورو ترتیباتو تر څنګ به په کورونو کی د نوروزو د شپې په مناسبت ځانګړی خواړه برابریدل. خلکو ته اووه سین میوه چی د نوروز په شپه جوړیږی، بیل ارزښت لری. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره  یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چی  لرغونتوب یې د آریایی تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید(یما) یا کیومرثاو یا هم د تهمورث دباچاهۍ تروخته رسیږي. د پورتنۍ یادونی له مخی د هفت سین دمیوی جوړول ډیر مخکی پیل شوی دی او د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چی د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخان به یې ښایسته کاو، خو دا هم باید ووایو چی هغه مهال هفت شین دود و.

ابوریحان البیرونی خپل (آثارالباقیه) کې دغه اووه خوراکونه ښودلی دی، خو د هغو لومړنی توری یې نه دی ښودلی ، حال داچی دنوموړی په باور به دغه اووه میوې یا غلې- دانې دا وی: غنم، وربشې، مۍ، باقلی، نخود او داسی نور چی دا هره یوه دانه د برکت او پریمانی استازیتوب کوی. ممکن دغه دسین توری به یو وخت کی (چین) و چی موخه ورڅخه  راټوله شوی میوه( چیدن، چیده شده)  وه چی  ورو ورو چین په سین بدل شوی دی چی خلکو بیا اووه چینی لوښي ګڼلی دی ابیا له هغو څخه هغه لوښي تعبیر شوی دی چی په هغو کې خواږه او نور خوراکونه ایښودل شوی وي.

اوس چی خلک نوروز کی   کوم اووه خوراکونه  جوړوی او نومونه یې په دري ژبه کې په سین پیل کیږی هغه دادی: سابه، سرکه، سمنک، سنځله، هوږه، خریړی اومڼه.

زموږ هیواد کې ځینی وخت هفت سین میوه کې وچه میوه هم ورګډیده لکه پسته او ممیز او نور. خو خلکو به نوروز کې دغه میوی چمتو کولی: زردالو(قیسی)، شکرپاره، مُنقه، سنځلی،پسته، بادام او ممیز. دغه اووه میوی به یی په تودو اوبو کی  کیښودې او بیا به چی پستې شوې، هغه به یې خوړلې.

تا هفت میوه سرد شد و دلپذیر گشت
دل گرمیم ز جانب آن ناگزیر گشت

د نوروز دغه هفت سین میوی ادبیاتو کی  ځانګړی ځای وموند او زموږ یو شمیر لیکوالو په دې برخه کی خواږه شعرونه ولیکل. هغه لومړنی شاعر چی لومړی ځل یی (هفت سین) خپله قصیده کی وکاراو، هغه قاآنی و، هغه لیکی:

عید شد ساقی بیا، در گردش آور جام را
پشت پا زن دور چرخ و گردش ایام را

سین ساغر بس بود ای ترک، ما را روز عید
گر نباشد هفت سین رندان دُرد آشام را

خلق را بر لب حدیث جامۀ نو هست و من
از شراب کهنه میخواهم لبالب جام را

هر کسی شکر نهد بر خوان و بر خواند دعا
من زلعل شکرینت طالبم دشنام را

هر تنی را هست سیم و دانۀ گندم به دست
مایلم من دانۀ خال تو سیم اندام را

سیر بر خوان است مردم را و من از عمر سیر
بی دلارامی که برده است از دلم آرام را

پسته و بادام، نقل روز نوروز است و من
با لب و چشمت نخواهم پسته و بادام را

عود اندر عید میسوزند و من نالان چو عود
بی بتی کز خال هندو ره زند اسلام را

یکدیگر ر اخلق میبوسند و من زین غم هلاک
کز چه بوسد دیگری آن شوخ شیرین کام را

سرکه بر دستارخوان خلق و همچو سرکه دوست
می کند بر ما ترش رنگین رخ گلفام را

د نوروز لمانځنه په حقیقت کې د کار او زیار د ورځو او د برکتونوپه هیله د حلال رزق د ګټلو په خاطر د الله(ج) په ستر حکمت دپوهیدو راز دی. بزګران په دی وخت کې یومونه را اخلی اوپټیو ته وځی  ترڅو هلته حلال رزق ګټلو ته چې نیم عبادت  بلل شوی دی، ځانونه او خپل پټي چمتو کړي. بزګران په دې ورځ دعا کوی چی ټول کال یې له برکتونو ډک وی. دوی د پاک پرورګار د دغی عطیې شکرانه په کار اوزیار ادا کوی. په ښارونو کی د نوی کال پیل په رسمی او نارسمی غونډو سره لمانځل کیږی چی دینی علما پکی وینا کوی ،خلک عدل او انصاف ته رابولی او رسمی غونډی د کلام الله مجید په تلاوت او د رسمی چارواکو په ویناوو پیل کیږی. په دی توګه په ګډه دعا کوو چې سږنی نوروز دی الله (ج) ټوله مسلمه امت او په تیره بیا د افغانستان مومن ملت ته نیکمرغه وګرځوی. الله(ج) دی دې هیواد ته ترقی راولی. ټولو مومنو او خواریکښو بزګرانو او ټولو پتمنو خویندو او وروڼو ته د نوی کال مبارکی وړاندی کوو.

پای