بِرار

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۱۸
پوهاند محمد بشیر دودیال

بِرار
«یوه لنډه کیسه»

هغه ماته اوس هم د صمیمیت، اخلاص، د یوه مهربان تره یا خواخوږي ماما په شان رایادیږی. او لکه چې هغه ټولو کلیوالو ته یو نږدې خواخوږی، ښه دوست، مونس او ترټولو مهمه دا چې لویو کارونو کې یو قوي مټ و، لکه چې هغه زموږ په کلي کې ښه ډیر ثوابونه هم ګټلي وو. زما په ټول ژوندکې  لکه د هغه په شان  بل تصویر په ذهن کې  دومره روښانه  ندی پاېیدلی.

***

…  د مني لنډې ورځې وې، پاڼې په رژیدو وې، خړې وریځې او لړې به د شاوخوا غرونو پرسرونو تاوېدې او د ژمي د لومړنۍ واورې د وریدو ویره یې راپاروله. کلیوال به وروسته د ماسپښین تر لمانځه د جومات پیتاوي ته په کتار کیناستل او ډډې به یې د جومات دیوال ته لګولې وې.

زموږ په کلي کې به هرکال د پسرلی په راتګ سره دمیراو(میرآب) او پاده وان د نیولو اندېښنه او په مني کې به دلربني د نیولو اندېښنه وه. سږکال هم د مني ېه دغو ورځو کې کلیوال سترګې په لاره وو چې یو څوک پیدا شي اوژمی جومات تود کړي. دوی به لربنی ته (دجومات خادم هم ویل). لربنی به له غره څخه بوټي راوړل. هغه به سهار غره ته خوت، غرمه به یې یو لوی ګیډی بوټي را کوزکړل اود مازیګر لمانځه سره سم به یې د جومات اتشخانه کې اور بل کړ. مازیګر به د کلی د کورنو سره یوځای د جومات له بامه هم لوګي ختل او جومات به تر سهاره پورې ښه تود و. کلیوالو لربنی ته یواځې ډودۍ ورکوله.

پیتاوې ته ناستوکلیوالو؛ چا نسوار خولې ته اچولی وو، چا د جومات پر چوتره پر زمکه هسې د بووختیا لپاره کرښې ایستې او چا هم د کلی یواځنی باسواده میرزا؛ د بسم الله خان خبرو ته غوږ نیولی و. هره ورځ به د همداسې خبرو- اترو په ترڅ کې په لنډه شېبه کې مازیګر شو او د کلي پر سر به شین بخن لوګی خور شو.

په همداسې یو ماسپښين  چې موږ ټول  پیتاوي ته ناست وو،  له لری د کلي په کږه- وږه لار، د کروندوله منځه یو ټیټکی پنډ سړی چې یوه اوږده لښته یې د امسا په دود په لاس کې وه، زموږ خواته را روان و. هغه له لری نابلده  او مسافر ښکارېد. کله چې لږ نور هم را نږدې شو، دکلی یو – دوه سپیانو ورمنډې کړی او په غپلو یې پیل وکړ. سپیو غپل او پرله پسې یې لکۍ خوځولې، سړی را نږدې شو. مامور صاحب بسم الله خان د سنت اخیستو کوچنۍ بیاتی کات کړه جیب ته یې واچوله، د ستار اکا د نسوارو ډبلي هینداره کې یې بریت سمول، نو کوتی یې هم ورته وسپاره. زړه نا زړه او په شک سره یې د زیري په لهجه پیتاوي کې ناستو کسانو ته وویل:

  • والله لکه چې له خیره سره لربنی هم پیدا شو!!

ناست کسان هم لږ څه خوشحاله شول او په لاره را روان سړی ته ښه ځیر شول، خیروګل په سپیو د (کوتی!) غږ وکړ، سپیو سرونه زمکی ته ټیټ کړل، یوې خوا بلې خواته  شول. را روان مسافر ډېر ستړی ښکارېد، څوک نه پوهیدل چې هغه به څوک وي؟

مامور صاحب بسم الله خان چې خپله قره قلی خولۍ په زنګون ایښې وه، هغه یې راپورته کړه او پر سر یې کړه. زموږ په کلي کې  مامور صاحب یواځینی سړی و چې ښار ته یې تګ- راتګ کاو، سواد یې درلود او په پاړسي پوهېد، هغه به قوالې( قبالې) هم لیکلی او د خلکو د زمکې د ترکې کار او جریب یې هم کولای شو.

په لاره راروان سړي د جومات پیتاوي ته په رارسیدو سره موږ ټولو ته په ځیر ځیر وکتل او په ستومانه او ټپ غږ یې سلام وکړ. مامور صاحب ورپاڅېد ښه په غیږ یې روغبړ ورسره وکړ:

وطندار بخیر آمدی جور تیار…

نورو کلیوالو هم تود هرکلی ورته ووایه او زموږ په کتار کې کېناست. سم له کیناستو سره  دپیتاوی له لومړی سر څخه بسم الله خان دوهم ځلي ورته وویل:

  • بخیر آمدی !؟

هی برار بخیر باشی خیر نصیبیت، افتو خوش موخوره.

  • اجان وقتیش است دیګه زمستان امدنیست. بیشی که دمیت راست شوه.

هی برار تاکه جان ده تن است جان بکن است. دم مم راست نموشه.

  • خیر بازام زمستان میایه کارا یګذره کم میشه.

برار زمستان موګی مره خونوک میګره ، هه هه ! دواړو وخنل،

  • ده زمستان وتابستان حکمتای خداوند است،

آری بیشک، اموذات چیزی ره پیش بیره که خیر ماوشمایه.

بیا یې مخ ستار آکا ته واړاو:

  • چطو برار؟

ستار  اکا چې څو څو واره د هغه له خولی ( برار برار) واوریدل، خو په مانا یې ونه پوهېد  او لا د دوی دخندا پر مهال حیران شوی و چې دوی څه وویل، نو په جدي او لوږ غږ یې مامور صاحب څخه وپوښتل:

برار څه وایی؟

  • برار وایي چې ښه پیتاوی دی.

ستار اکا چې ډاډه شو، نو ویی ویل:

برار ته وایه چې ښه پیتاوی دی او ښه میلمه هم راغلی دی.

دا وخت نوی راغلي میلمه مامور صاحب څخه وپوښتل:

  • برار! خادم بری مجیت کار دارین؟

له دې پوښتنې سره موسکی شو او مخ یې لکه د سور الوانی اتلس په شان سورشو. مامور صاحب ځواب ورکړ:

  • اجان صدقیت شوم ما ګپ میزنیم. خو تو یک چن شو مهمان ما باش، ما ای ګپه فیصله میکنیم.

نوی راغلی میلمه خوشاله شو او دپټې خندا له زوره په ریږدیدا شو. هغه لکه زموږ د کلیوالو په شان په کټ کټ نه خندل. هغه تیاره  داسې خندا کوله لکه د پښ له بنۍ چې په یوه سا باد وځي.

په  هغه ورځ هم لکه د نورو ورځو په شان ډیر ژر مازیګر شو. د پیتاوی خلک او له کورونو نور راغلی کلیوال جومات ته ننوتل. مولوی صاحب هم چې چیری تللی و، را ورسید، آذان یې وکړ. وروسته تر لمانځه ستار اکا نوی میلمه له مټ څخه ونیو او ورته ویی ویل چې ته نن زما میلمه یئ. میلمه ورته وویل:

برار مه ګپیته نفامیدوم مه ده مجیت شوه تیر مونوم. خو ستار اکا ورته قسم وکړ:

  • والله چې د لاندي د وچې غوښې لومړۍ کتره په تا ونه خورم ، نه دې پریږدم. میلمه اریان شو. مامور صاحب ورته وویل:

تره میمان میکنه ګوشت لاندی بریت پخته کده. خو میلمه وویل:

  • خیرببینه امیجه بیاره مه دمجیت نان موخوروم چی تکلیف بتوم؟

فیصله وشوه چی ستار اکا به د ماخستن ډوډۍ، یو بالښت او یوه شړۍ میلمه ته جومات ته راوړي.

په هغه سبا هغه مامورصاحب سره میلمه شو او کورته یی ورغی ځکه هغه په خبره ورسره پوهېد او زړه یی نه تنګېد. نورو کلیوالو په وار ډوډۍ جومات ته ورته راوړله. زموږ کلي کې همدا دود و چی لربنی به فقط د ډوډې په وړاندې جومات توداو، نغدې پېسې ډیرې نه وې او نه هم لربنیو دثواب په خاطر هم پېسې نه اخیستی، همدا درې وخته ډوډۍ ورته هرڅه و، مقصد ژمی تود او موړتېرکړي، خو میراو به افتخاری دنده ترسره کوله،  پاده وان به د کال په پای کی د غوا او خوسي پر سره یومن غله او د خره پرسره نیم من غله اخیسته، دکلی ډم به هم یومن اوړه او د لاندې یو دوه کترې غوښه اخیسته.

نوې راغلی میلمه تر یوې اونۍ وروسته د جومات پیتاوي کې چې ډیرو کلیوالو دیوال ته ډډه وهلی وه ، مامور صاحب هم ناست و، مامور بسم الله خان ته وویل:

  • مامورصیب، مه پشت یک غریبی میګردم که زمستانیم تیرشوه، بهار بخیر وادی آمدن کوچیا ده جای خود میروم اوغایت اونجه کارا شورو موشه برکت میایه امی زمستان سخته. مردمه بګو که مره خادم مجیت میګرین یانی؟

مامور صاحب ورته وویل: اجان آ. ما فصیله کدیم که تو بخیر ده ای زمستان خادم مسجد و مهمان ماخات شوی. له دې سره برار پاڅید بیا یې هماغه پخوانې خندا وکړه په دواړو لاسو یی د مامور صاحب لاسونه ونیول او کورودانی یی ورته وویل. له هغه وروسته ټولو کلیوالو ده ته (برار) وایه.

مامور صاحب پیتاوي کې ناستو کلیوالو ته وویل چې دا دی برار ته مې وویل چې زموږ جومات به تودوي. دا وخت د کلی اوقی سیداجان دا هم وویل :

  • نامخدا جومات لوی دی، دخسو او بوټو په واړه ګیډي کار نه کیږی، برار به له خیره ښه  لوی لوی ګیډي راوړي. مامور صاحب څه ونه ویل، د تایید په دود یې سروخوځاو، خولکه چې د ستار اکا ازمایښت لا پاتی و، نو مخ یې راواړاو ویې ویل:
  • برار ګُله، که غره کې دخسو راوړو پرمهال ګیدړه درباندې راشي، نوڅه به کوې؟

برار یی لږ څه په پوښتنه پوه شو، نو په جرات یی وویل:

  • ده کودام غارروبا پوت موشوم شیر که رفته  بور موشوم کار مه موکونوم.

له دې سره مامور صاحب او یو څو کلیوالو وخندل. ستار اکا چې د برار په ځواب ونه پوهېد، نو بسم الله خان ته یې د توضیح غوښتلو په دود وکتل. مامور صاحب خبر لنډه کړه ورته ویی ویل:

  • برار وایی چی د ګیدړی سوري کې به پټ شم. یو ځل بیا ټولو په کټ کټ وخندل، برار هم دخندا له زوره خوځیده، خو خندا یی نه اوریده کیده. په دې توګه آزموینه بریالۍ تېره شوه. وروسته تر دې آزمونیې برار(رسماً) د جومات خادم شو.

هغه کال په هغه سوړ ژمي کې زموږ جومات تر بل هرکال تود و. کلیوالو کورونو کې ډک کندوان، د وچوتوتو ډک انډي،  کُرت، سنځلې، د لاندي وچه غوښه او هرڅه لرل. کله به چې باندې ګزګز واورې ورېدې، ویالې او لښتي به کنګل وو،  نو کلیوال به تاوده  جومات ته راتلل او موږ؛ هلکانو به تاوده جومات کی سبقونه ویل. ما لومړۍ سیپاره او شروط صلوة ختم کړی و، ګلستان می شروع کړی و. د هرچا زړه و چې د زړه له تل څخه برار ته دعاوې وکړي. په دې موده کې برار په مولوی صاحب، په کلیوالو او آن پرموږ هلکانو چې سبق ته به راتلو،  زښت ګران شوی و. هغه موږ ته د صمیمیت، اخلاص، خوشالي او وروری یو سمبول و.

… دهغه کال ژمی ډېر ژر ووت. له پټیو واورې والوتې، ورو ورو د پسرلي نښې څرګندې شوې. د شنه آسمان پراخه لمن کې یوه یوه توتکۍ راپیدا شوه. په همداسې یوه ورځ کې کله چې زه له کوره د باندې ووتم، نو دکلي له وروستۍ کلا سره ټول کلیوال راټول وو. زه هک اریان شوم. په بیړه مې ځان هلته ورساو، (برار) دخلکو منځ کې ولاړ و او یوه بوجۍ وچه ډوډۍ یې چې ټول ژمی یې زیرمه کړې وه، په اوږه وه. هغه یې ستار اکا ته ورکړه ویې ویل:

  • بیګی ستار برار تو مرغ زیات داری.

ستار اکا غمجن ښکارېد. کلیوالو پنځلس افغانۍ ټولې کړی وې، هغه یې د مولوی صاحب په لاس برار ته وسپارلې. برار ټینګار کاو او پیسې یې نه اخیستې. له خندا یې مخ بیا هم لکه الوانی اتلس سورښکارېد. مولوی صاحب هغه په غیږ کې ونیو او خدای پاماني یې ورسره وکړه. مامور صاحب هم خدای پامانی ورسره وکړه. موږ د کلي هلکان د برار په تګ ډیر غمجن شولو. ټول کلیوال غمجن وو. خو هغه ویل چې نور نو ځم. ماته دخیر دُعا کوئ. د ستار اکا په سترګو کې برار پسې دخپګان نښې ښکارېدې او له برار سره یې خدای پامانی وکړه. برار په خپله لار رهي شو. په هماغو پولو روان شو چې منی موږ د لومړي ځل لپاره ولید. څو څو ځله یې زموږ خواته راوکتل او لاس یې وخوځاو. کلیوال تر ځنډه  ولاړ وو او ورپسې کتل یې.

  • خدای دې مل شه!
  • برار زموږ ورور و،…