افغان سر

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۱۸
انجنیر سلطان جان کلیوال

افغان سر

چی مـضـبوط ؤ له ډبـرو د افـغـان سـر 
څنګه مات شـو په ډالـرو د افـغـان سـر
کړه نړۍ  جوړه دښـمن د ځان د پاره 
خو خلاص نه شو په خبرو د افغان سر
وهـی باټـې پاس آسـمان په کاڼـو ولي 
نور لـویـدلـی له ډغــرو د افـغـان سـر
ملنګ جان خـو تـرانې ورته لــیکلـې 
خو نه ارزې په سـندرو د افـغـان سـر
خوشحال خان او غنی خان ؤ پیژندلی 
هسی جوړدی بی له ښکرو دافغان سـر
د ویښـتو یوه پنـډوسـکه ده سـر نه دی 
ځـی هـوا ته بـې وزرو  د افـغـان سـر
سـرزورې ورځ تـر بلې نه زیاتـیږی 
بی ارزښت شو له ټيپرو د افـغان سـر 
د سـلـګـونو کالو تـیر کلـیوالی ژونـد 
خوښوي له بریو سـترو د افـغـان سـر

دسمبر/۲۹/۲۰۲۱ ویتبی – کاناډا