د نوی کال په لومړۍ ورځ

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۰۷
انجنیر سلطان جان کلیوال

د نوی کال په لومړۍ ورځ

د نوی کال په دی اوله ورځ کی 

یوه اشنا راته کــنځـلې وکــړې 

زه می کناه باندی و نه پوهــیدم 

هغه تکرار په څو څو ځلې وکړی

****

شومه حیران چی دا کیسه به څه وی 

دی شـنه سهار کی مسـئله به څه وی 

کال چی را نوی شی په دومره غضب 

ربه! راتلونکې ګــزاره به څــه وی

****

نور خو پوه نه شومه خو دومره پوه شوم 

چی وخت بدلیـږی خـو مـونـږ نه بدلیـږو 

مـونـږ یو په کرکه کی واړه لـوی شــوي 

مـونـږه د مـیـنې په کـــړو نه پـوهـــیږو

****

نو نــوی کال نه هــم دا هـــیله نشــــته 

چی به زمـونـږه زړو ته مــیـنه ورکړی 

یـا بـه رګــــو تــه د زړو  زړونـــــو 

له مــیــنې جـوړه نـوې ویــنه ورکــړی
****

یـو به هـمـداسـی تر دیرشـمې پیړی 

لــکـه چی یـو نـن په اوم قـــرن کی 

خـټــه زمونږ ده  د نیــکـونـو په څـیر 

وی به هــمـداسـی په ســلم قــرن کی

****

نو سپکـو سـپورو سره ځان عادت کړی 

ژونـد کی خـوښـــیو ته په تــمه نه شئ 

غـمـونه نـوي هــره ورځ  را درومـی 

ویــی زغــمئ ســتړي له غــمه نه شئ.

جنوری اول ۲۰۲۲ 

ایجکس – کاناډا