ستر ارشاد

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۱/۰۷
پوهاند محمد بشیر دودیال

ستر ارشاد

د ذوالحجې میاشت ډېره را لنډه وه. دغه  میاشت ځینې کلونه نهه ویشت ورځې وي. د مبارک پیغمبر صلی الله عليه وسلم په ارشاد به حجاج د ذوالقعدې میاتشتې له شلمې وروسته ټولېدل؛ زیاتره به لومړی مدینې منورې ته راتلل، بیا به د مکې معظمې په لوري ټول یوځای تلل، یو شمېر نور به له اطرافونو مخامخ مکې منورې ته  راورسېدل.

له لیرې  یوڅو د خرماونې لکه دزمکې پر مخ د یوې تورې پټارې په شان ښکاریدې، په همدې برید دوه درې ځایه سراب لکه د رڼو او یخو اوبو په شان ترسترګو کېد. د کاروان د اوښانو سیوري د دوی له پښو سره وو. په دې ورځو کې به د عربو بېدیانۍ بیړۍ له شام، مصر، حبشې ،مدین او وادی السبع  تر مدینې منورې سفرونه کول  او د سوداګرو د کاروانونو د تګ او بیرته راتګ  او بیا دحج ورځې نژدې کیدې .  په دغو ورځو کې  مدینې منورې یو بیل شأن، شوکت او ابهت درلود . لکه چې ټول برکتونه او انوار دلته راټول شوي وي .

له هغه راهیسې چې د اسلام د مبارک دین لومړنی څرک وځلید ، درویشت کاله پوره کیدل. درسالت آسمانی پیغام تر ډېرو ملکونو خپور شوی و.   د ذوالقعدی د میاشتی په راښکاره کیدو سره حضرت رسول (ص) سرور کاینات محمد مصطفی احمد مجتبی وفرمایل چې مسلمانان دی د حج سفر ته چمتو شي . د خاتم النبیاء صلوة  الله علیه وسلم هدایت او بلنه به مومنانو ته یو زیری او دبې شانه کیفیت او تاثر څخه ډک اغیز و . کله چې اصحاب کرام د پیغمبر(ص) درانه حضور کې مشرف وو، نو ټولو به لاسونه په زنګنو ایښي وو او په یو خاص تمکین او چوپتیا به یې سترګې نه رپولې او دحضرت رسول الله(ص) ارشادات به یې د زړه په غوږونو اوریدل او کله چې ټول د حج د سفر له نیت څخه خبر شول، خلک له هر ګوټ څخه ډلې ډلې مدینې ته راتلل، خیمې به یې غوړولې او د تګ د ورځی په تمه وو . له لرې او نژدې سیمو څخه په سلګونو زره خلک چې حج ته د تګ لپاره  چمتو شوی وو، راټول شول .

د ذوالقعدی د میاشتی پنځه ویشتمه ورځ وه. د کائناتو سردار او د انبیاوو د سالار محمدصلی الله عليه وسلم د حرکت ساعت نژدی کېد،  د پیغمبرصلی الله عليه وسلم ناقه (قصواء) مدینه کي زنګونه پرزمکه کیښودل او کله چی پیغمبر(ص) د هغې جلب  وخوځاوه او قصواء پورته کیدله، نو لویې زمکې خپل وجود کې یو دروند خوځښت احساس کړ . د زمکې له سره تر عرش پورې یو معطر او ګوارا وږم خور شو، زمکې او آسمانونو کې یو پرتم او حرارت پریووت. کله چې قصواء لومړی ګام پورته کاوه، نو پیغمبرصلی الله عليه وسلم وفرمایل:«لبیک اللهم لبیک ، لبیک لا شریک لک لبیک ، ان الحمده و النعمة لک والملک لا شریک لک ، ….» دی غږ سره د آسمانونو ملائیکو د تعظیم سرونه ټیټ او د پیغمبر(ص) مبارک آواز سره سل زره مسلمانانو حج کوونکو خپل غږونه ستوي کړل او له هغو سره یو ځای د کائناتو او د ټولی هستۍ هرې ذرې دا غږ تکرار کړ او تلیبه یي ذکر کړه. له دې سره سم د حج ته تلونکیو یو لوی کاروان د مکی معظمې په لوري وخوځید. دغه کاروان بشریت ته د سولې، سلم او وروری پیغام لیږداو او کله چې خدای (ج) مکه معظمه خپلو بنده ګانو او انبیاوو ته د میثاقونو او آزمایښتونو یوه جایګاه هم ګرځولې وه. هغه آزمایښت چې الله تعالی په هغو سره حضرت ابراهیم(ع) او حضرت اسمعیل (ع) و آزمایل او بیا هم کله چی د حضرت ابراهیم (ع) له پښته او نسلونو څخه  نور اولادونه رالوی شول، نو په دې کې حضرت ایوب(ع) هم د آزمایښتونو د یو ستر آزمایښت سره مخامخ شو او دا دی حضرت رسول محمد مصطفی(ص) هم خپل کاروان او یارانو سره په هغه لوری روان وو چی ابراهیمی سنت خپل امت ته و ښیی او یو ستر ارشاد او د بشارت عظیم آزمایښت او له خیر او سعادت څخه ډک امر او هدایت هغوی ته واوروي.  دا کاروان چې د تلبیه ، تهلیل او تسبیح انګازې یې هوا کې خپریدې، ټول د سولې، امن او امان د پیغام او بشارت وړونکی و. هغوی هیڅ ژوندی موجود نه ځوراوه، سارایی مرغان یی نه تورول، هغوی هیڅ شین ډکی او بوټی نه غوڅاو. په هیڅ شي یي د تعرض او تجاوز اجازه نه ورکوله دا ځکه چې د هغوی بشارت هر شې او هر موجود ته سلام، امان، عزت، صفا او امن و.   حضرت رسول خپل امت ته د تعاون او تساند ، وروری او خیر ، حوصلې، رحم او زړه سوي هدایت رساو. هغه مبارک غوښتل چې ټول بشریت ته د عدالت ، مساوات ، اخوت ، خیر او عزت لار وښیی.

دغه ستر ارشاد او بشارت لرونکی کاروان د ‌‌‌ذوالحجة الحرام په څلورمه ورځ مکی ته ورســېد . مکې ته له لرې او نژدې سیمو څخه نور زیات شمیر مسلمانان لا پخوا راټول شوي وو او خپل محبوب لارښود حضرت محمد(ص) ته منتظر و .

ماښام کاروان ‌ذی طوی کې تم شو په هغه سبا د کعبې د کور په لوري وخوځیدل او د هغې په لیدو یې د هغې د عظمت ، برکت او شرف لپاره دُعا و کړه .

حضرت رسول مقبول (ص) دا څو کاله د دعوت په کار دومره بوخت و چې ایله په همدې کال وزګار شو چې له ډېرو مسلمانانو سره د حج مراسمو ته تشریف یوسي. دا د بعثت درویشتم کال و. حضرت رسول- سالار انبیا وروسته تر دُعایی د حج په مراسمو پیل وکړ. په نمرة کی یی خیمه ووهله ، د عرفات په میدان کې یي ټول مسلمانان راغوڼد کړل ، خلک شاوخوا په صفونو کې سره راټول شول او دخپل رهبر د خبرو د اوریدو لپاره غوږ غوږ شول ، حضرت رسول(ص) وفرمایل :

ـ ای خلکو ، زما خبری واورئ ځکه ؛ زه نه پوهیږم چې نور به وروسته تر دغه کاله دلته هیڅکله هم تاسو سره مخامخ نشم….

د دې خبرو په اوریدو سره د نیم مخلوق سترګو کې اوښکی ډنډ شوې. د پیغمبر نږدې اصحابو هم په تاثر زمکی ته کتل، خو د خپل لارښود او د انبیاوو سالار خبرې یې په زغم اوریدې:

ـ ما تاسو ته د حج مراسم پخپله دروښودل. په بل کال کې به زه تاسو سره و نه اوسم  او بیا دزرګونو مسلمانانو په سترګو کې اوښکې ډنډ شوی. دا شېبه مسلمانانو دخپل محبوب پیغمبر مبارک او نورانې صورت ته وکتل او دهغه ستر ارشاد ته ځیروو چې فرمایل یې:

ـ ای خلکو ستاسو وینه ، ستاسو مال او ستاسو آبرو د قیامت تر ورځی یو پر بل حرام دي. آیا د حق پیغام مې تاسو ته واوراوه؟

له خلکو آواز پورته شو:

ـ هو! وامووریدل!

حضرت رسول (ص) بیا  وفرمایل:

ـ یا الله ته شاهد او ګواه اوسه ، او په تکراریي وفرمایل :

ـ … نور نو د وینی بدل اخیستل منع کوم… ای خلکو واورئ چی ستاسو د هر ورور مال پرته د هغه له رضایت څخه پر تاسو حرام دی ، آیا حق می تاسو ته ورساوه؟

بیا هم د خلکو له ګڼی ګوڼې آواز پورته شو:

هو؛ یا رسول الله (ص) واموورید.

حضرت رسول (ص) خپل رسالت او په هغه څه چې مکلف و ټول مسلمانانو ته واورول او په مفصل ډول یې هغوی ته ارشادات بیان کړل بیایی وفرمایل:

ـ حاضرین دی زما دا خبرې غایبینو ته ورسوی او یا الله ته شاهد اوسه. او دا خبره یې دری ځلې تکرار کړه.

کله چې رسول الله (ص) خپل رسالت او د انسان ، انساني کرامت بیاناو،  نو د بې شمیره جمعیت په لور یې نظر وکړ او د خدای (ج) څخه یې د هغه تحمل، زغم ، صبر او توفیق مننه وکړه چې ده او د ده اصحابو ته یې نصیب فرمایلی و، هغه چې د رسالت په دوره کې ور په برخه و. مکې معظمې د وروري، اخوت، سولې، صفا ، له حرامو څخه د پرهیز او ایماندارۍ ستر ارشاد واورید چي اسلامي امت یې په دې میثاق قایل کړ، همدا وخت د لوح محفوظ څخه د ( الیومُ اکملتُ لکُم دینُکُم…) خبر راوسید .

سرور کائنات محمد مصطفی احمد مجتبی دغه ستر ارشاد خلکو ته واوراوه ، پرځمکه او آسمانونو يو هیبت خور و، نور نو د کائناتو د قضا او قدر په دیوان کې د پیغمبرانو او رسالت پر سلسله د نبوت د پای مُهر ولګول شو .

۱۳۵۸

کابل پوهنتون