« نړیوال مونږ ته اړتیا لری، نه مونږ نړۍ ته!»

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۲/۱۱
انجنیر سلطان جان کلیوال

«نړیوال مونږ ته اړتیا لری، نه مونږ نړۍ ته!»

دا د طالبانو د زعامت او د حقانی شبکې د لوړ رتبه غړی انس حقانی خبره ده چی پرون یی د اخطار په لهجه نړیوالوته واو روله. د هیواد په مطبوعاتو کی هم ورباندی د نظر د خاوندانو له لورې ډیرې خبرې وشوې. هغو د نظر خاوندانو چی په هیواد کی دننه ژوند کوی په غالب ګمان د طالبانو د تسلط له ویری د دی نظر سره چی زړه نازړه ښکاره کیدل ، موافقه څرګنده کړه، خو هغو د نظر خاوندانو چی د هیواد نه  بهر ژوند کوی، دا یوه احمقانه او بی عقلانه طرحه و بلله.

انس حقانی

زه خو په دی باور یم چی مونږ د ځمکی په مخ د یوی خاصی جغرافیی لرونکی یو چی نوم یی افغانستان دی. لکه څنګه چی زمونږ د هیواد خاوره  د څلورو خواو نه د نورو هیوادونو سره تړلې ده همداسی زمونږ د ژوند ټول اړخونه که سیاسی دی ، که اقتصادی دی، که نظامی دی او که ټولنیز او فرهنګی دی د نوری نړۍ سره اړیکی لری او کله که دا اړیکی وشلیدی نو زمونږ ټولنه به د مطلقی نابودۍ سره مخامخ شی. مونږ یواځی د پوچو او بی ګټې خبرو او بی ځایه غرور نه غیر نور هیڅ داسی شی نه لرو چی د نړیوالو سره د اړیکو او اړتیا نه پرته ژوند پری وکړلی شو.

که د امکاناتو په محاسبی سره دی موضوع ته چی « نړیوال مونږ ته اړتیا لری، نه مونږ نړۍ ته» وګورو، نو سمه ده چی مونږ په کافی اندازه د ځمکی لاندی طبیعی شتمنۍ لرو، خو ایا هغه وسایل، هغه تخنیک او هغه متخصص کدرونه چی دا شتمنۍ د ځمکی نه را و باسو هم لرو او که د نورو نه یی باید تر د لاسه کړو؟

زمونږ هیواد پراخه اوبه لری چی که کنترول شی ، مونږ به د لوړۍ برقی انرژی لرونکی هیواد و اوسو، خو ایا بی د نورو هیوادونو د تخنیکی او علمی مرستو نه غیر د دی اوبو د کنترول او د برق د بندونو د جوړولو امکانات لرو؟

زمونږ د هیواد آب و هوا او خاوره د ټولو زراعتی محصولاتو او ډول ډول میوو د تولید د پاره ډیره ښه مساعده ده. خو ایا مونږ هغه وسایل چی د کرهڼی د پرمختګ د پاره ضروری دی تولیدولی شو او د خپلو میوو نه لکه څنګه چی ورته اړتیا ده ګټه اخستلی شو، ایا همدا پرون د پاکستان د دولت له خوا د لارو بندیدل د دی سبب نه شول چی زمونږ په زرګونو ټنه تازه میوه خوسا او خرابه شی او مونږ ته یی د ملیونونو ډالرو تاوان را وا نه ړاوه؟

ایا زمونږ د هیواد د ټولو بنیادمو په غاړه کی جامی او لباس د نورو هیوادو محصول نه دی، ایا زمونږ په هیواد کی دا ټول ترانسپورتی وسایل او نوره ماشینری حتی د ګنډلو دیوی وړې ستنی په شمول هرڅه د نورو له خوا نه دی جوړ شوی او ایا زمونږ وطنوال د ژوند د لومړنیو اړتیاو له وسایلو نه، د څومره شیانو د جوړیدلو او تولید امکان لری؟؟؟

بناً د طالبانو د زعامت دا لوړ پوړی چارواکی ښاغلی انس حقانی باید د فیل د غوږ نه راووځی او داسی د حقیقت سره په ضد او د انسانی منطق نه خارج بی مسؤولیته ویناوی ، هغه هم د یوه لوی ملت په نماینده ګی و نه کاندی او دا زوریدلی ملت دی نور د نړیوالو په ذهن کی دومره احمق او بی عقل نه معرفی کوی. مونږ نړیوالو ته اړتیا لرو او نړیوال هم مونږ ته اړتیا لری. اوهمدا دی یو حقیقت. پای