دافغانستان لپاره د پولی سیاست(پالیسی) اهمیت (۱)

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۱/۱۲/۱۱
پوهاند محمد بشیر دودیال

له بده مرغه دغو ورځو کې هیوادوالو ته دهیواد داقتصادی وضعیت له امله ډیرې اندیښنې پیدا شوي دي. دوی حق لري چې اندیښنه ولري،  دا ځکه چې بشری ټولې فزیولوژیکی اړتیاوې په اقتصادی وضعیت او ثبات پورې تړلي دي. په دې کې خوراک، څښاک، روغتیا او ترټولو مهمه دا چې د وګړو فردی حیثیت او وقار هم راځي. په بیوزلی او فقر کې خدای ناخواسته راز راز منکرات (غلا، انسانوژنه، دروغ،رشوت، قاچاق، وسله ګرځول، اعتیاد…) واقع کیږی، بل مشکل دا دی چی فقر او بیوزلی د راز راز اجتماعی او سیاسی ستونزو لامل ګرځي.  نن ورځ هیوادونه د زمکې یاقلمرو په وسعت، دپوځ په قوت، لښکر او ایدیالوژی حساب نه کوي، بلکې دا اقتصاد دی چی د یو هیواد او یوملت قوت، استقلالیت او نړیوال دریځ ثابتوي.

له نیکه مرغه افغانستان نور له جنګونو خلاص دی. تیر وخت زموږ تر ټولو لوی مشکل جنګ و. ټولو ویل چی جنګ ختم شی افغانستان بل مشکل نلری.  دا  حقیقیت و، کله چې جنګ نه وی موږ هرڅه لرو: بشری نیرو، موسسات، زیربنا، منابع، ښه اقلیم او پانګه. د مدیریت مسئله یی  موږ پورې اړه لري، که یی وغواړو دا ټول په ښه مدیریت سره ترکیب کړو، ډیر غوړیدلی اقتصاد به مو وی، خو که ددغو منابعو، امکاناتواو ډیر ښه پوتانیسیل په لرلو سره سره،  مُدبر او ملی مدیریت ونه لرو او پالیسی موجوده نه وی  شاید، د سولی سره سره  به بیاهم د جنګ د دوران په شان مشکلاتو سره مخ یاستو. نو د مدبرې ادارې پالیسی څه ده؟

پالیسی، پلان او برنامه په هره برخه کې ضروری ده. خو داقتصاد په برخه کی دوه پالیسیګانی ډیرې مهمی دی: مالی پالیسی او پولی پالیسی .

دغو ورځو کې چې کوم مشکل لومړیتوب لری، هغه پولی پالیسی( Monetary Policy) ده چی طرح کوونکی، تطبیق کوونکی اوحامل یی دافغانستان بانک او نور اقتصادی او مالی وسیطونه دی.

د اقتصاد په علم کې پیسي (پولmoney) او دهغو په اړه د بېلا بیلو پرابلمونو څېړنه یوه په زړه پورې او پيچلي مسئله ده. ځکه پیسې د تبادلې په جریان کې د اجناسو او خدماتو دارزش د یو معیار په توګه عمل کوي چې د دې اهمیت په دې کې دی چې نه یوازې د تبادلې وسیله او د ارزش معیار دی، بلکې د ذخیرې وسیله، حسابي واحد او د قرضونو د ورکړې وسیله هم ده. د پیسو په هکله یو لوی پرابلم د بیو ټاکل او دبیو ثبات دی، تر څو چې په دې توګه یو مستحکم اقتصاد رامنځته شي. د باثباته اقتصاد لپاره باید پولي مؤثر سیاست تطبیق شي. کله چې یو هېواد مؤثر پولي سیاست تعقیبوي، هلته سرمایګذاران دی ته حاضریږي چې په تولېد کې سرمایګذاري وکړي، ځکه چې د دوی اعتماد حاصل وي. کله چې پولي موفق سیاست تطبیقېږي مؤلدین تشویقېږي، عرضه او تقاضا عادي جریان پیدا کوي. کله چې مؤفق پولي سیاست جریان ولري، نو دهېواد ملي پیسې په بهر کې لازم ارزش لري او بهرني تجارت کې تعادل ساتل کېږي، خو د دې برخلاف که چېرې یو هېواد کې ناانډولي، ګډوډي او انحطاط پیښ شي، له بده مرغه دا د پیسو په ارزش او د پیسو په دوران بده اغیزه کوي په نتیجه کې انفلاسیون، د پیسو د ارزش ټېټوالی او نور واقع کېږي چې دا په اقتصاد کې لوی پرابلم رامنځته کوي. په نتیجه کې په ملي تولېداتو  کې کموالی راځي او  بهرني تجارت کې کسر واقع کېږي، په پای کې اقتصاد د رکود خواته ځي. دلته لازمه ده پولي سیاست په علمي توګه ترکار لاندې ونیول شي ترڅو بېرته اقتصادي ثبات رامنځته شي. پولی پالیسی یا سیاست داسې تعریفوي:

policy  Monetary یاپولي سياست هغه وسیله ده چی په هغې سره مرکزی بانک له پولي مقدارونو  او د پيسو دسيستم  له کنترول څخه کار اخلي.

یا: پولی سیاست د یو هیواد د مرکزی بانک(Central Bank)  د تد ابیرو هغې مجموعې ته وایی چې د پیسو  حجم(Volume of Money)  یا نغدی والي(Liquidity)  کې تغییر(Changes)   راولي اود اقتصادی وضعیت ثبات(Stabilization)  راولي.

په پرمختیایې هېوادو کې ځکه مالي او پولي پالیسیو ته اړتیا ده چې له بده دغه د وروسته پاتې هېوادو بالعموم او د افغانستان بالخاصه یو لوي پرابلم د دوی اقتصادي ناوړه حالت او کړکیچن وضعیت دی. په دغو هېوادو کې د پیسو د خرید توان ډیر ټیټ ، انفلاسیون پکې زیات، تجارت یې نامتعادل او دبیو عدم ثبات پکې موجود دی. دغه نواقص(ستونزې) د پولي سیاست په تطبیق سره حل کیدای شي. پولي سیاست هغه مؤثره وسیله ده چې دپیسو ارزش لوړوي، انفلاسیون رفع کوي، قېمتونه ثبات پیدا کوي، بانکونو کې پس اندازونه تشویق کېږي، ذخایر زیاتیږي سرمایګذاري صورت نیسي، د حکومت تمویلي قوت زیاتیږي، تادیات ښه صورت نیسي او اقتصاد کې تحُرک او مثبت بدلون راځي او دا د دې سبب کېږي چې ملي عاید زیاتوالی ومومي. د پولي سیاست د تطبیق لوی هدف د یو باثباته او وده موندوونکې اقتصادي حالت رامنځته کول دي چې دا اصلاً د مرکزي بانک، خو ورسره دمالي بازار او د هېواد د ماليې وزارت له طریقه پرمخ بېول کېږي. د پرمختیایې هېوادو دپولی سیاست د نه لرلو له امله ټول اقتصاد ویجاړیږی، خو د پالیسی په لرلو سره هم که هغه ښه تطبیق نشی، له اقتصادي ستنونزو سره مخ دي چې هغه دادي:

  1. په بهرني تجارت کې کسر؛ یعنې د دوی د صادراتو اندازه د وارداتو په مقایسه کمه ده،
  2. د ملي مجموعي تولېد(GNP) کمښت؛ په نتیجه کې ملي عاید کم وي،
  3. بېکاري موجوده وي،
  4. په تولېدي سکتورونو کې د مؤلدي سرمایې نشتوالی،
  5. د پس اندازونو او ذخیرو نشتوالی،
  6. پوروړتیا(قرضداري)،
  7. اقتصادی، سیاسی او اجتماعی عدم ثبات او په خپل ځان  عدم اتکا ،
  8. انفلاسیون او داسې نور مشکلات.  په تیره بیا کله چې جامعه له بحرانونو، داخلی کشمکشونو، طبیعي پېښو اوسېلابونو، جنګونو، اعتصابونو، شدیدو سیاسی تضادونو، وچکالي، بی قانونی، دمشروعیت بحران او داسې نورو ناوړه پیښو سره مخامخ شي، نو دغه اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتیږي. د دې لپاره لازم ده چې دوی یو عاجل پولي سیاست لاس لاندې ونیسي. پولي سیاست د څو لارو پرمخ بیول کیدای شي.
  9. په مارکیټ کې د بیو د ثبات لپاره هلي ځلې،
  10. د مجدد تنزیل سیاست تطبیق کول،
  11. د بانکونو  په ذخایرو کې بدلون راوستل،
  12. قوانینو ته درناوی،
  13. په جامعه کې د عمومي مورال او روحي انګیزو له لارې د ثبات د ټېنګولو لپاره هلي ځلي.
  14. دبانک انقباضی او انبساطی وسایل او ورسره د آزاد بازار فعالیت او مورالیتی.

 خو تر ټولو د مخه ضرور ده حکومتونه یو مؤثر پولي سیاست داسې تطبیق کړي چې حالت کنترول لاندې راشي او ملي پیسې خپل ارزش له لاسه ورنکړي او بیې یا قېمتونه دثبات حالت کې وي. پرمختیایې هېوادونه باید دغه  ستونزي هم حل کړي:

  1. د پولي مؤسساتو وروسته پاتېوالی اصلاح کړی، مثلاً فعال بانکی سیستم ولری. بانکونه باید خپل وظایف اجرا کړی.  دغه هېوادونه باید د مارکیټ پوره شرایط موجود کړي. که له یوې خوا د پیسو دوران سرعت ونه لري له بلې خوا پرته له شهري سیمو په اطرافي سیمو کې اوس هم یا جنس په جنس تبادله کېږي یا هم خلک د بانکونو او مالي شعباتو سره ډيره رابطه ونه ساتي په دې توګه بانکونه او پولي مؤسسات خپل سیاست ټول هېواد کې سل په سلو کې نشي تطبیقولای. د دې معنا داده چی د دوی اقتصاد باید پولی شی. د بازارونو میکانیزم چې مهمه وسیله ده، په ټولو سیمو کې یو شان حاکمیت نه لري. دغو هېوادو کې ښارونه لږ څه پرمختللې او خلک د مالي مؤسساتو سره لکه بانکي شعبات، بیمو، د پس انذاز او نورو سره رابطه او شناخت لري، مګر په کلېوالې سیمو کې د اډول ارتباطات بالکل نشته، نو ځکه د وروسته پاتې هېواد د پولي مؤسساتو اغیزه ډیره ناچیزه ده چې دا د دوي لوی مشکل دی.
  2. د معاملاتي بانکونو ضعیف نقش

له دې کبله چې پولي سیاست مرکزي بانک،  د نورو معاملاتي بانکونو له لارې لکه د زراعتي انکشاف بانک ،رهنی- تعمیراتی بانک او نورو له طریقه تطبیقوي؛ له بده مرغه پرمختیایې او وروسته پاتې هېوادو کې مرکزي بانک چې د پیسو د نشر وظیفه هم لري نشي کولای خپل سیاست د تجارتي اومعاملاتی وسیطونو له لاري عملي کړي، ځکه اصلا دغه هېواد کې د تجارتي، زراعتي، رهني او نورو بانکونو نقش ډیر ضعیف دی. مثلا زمونږ هېواد کې د افغانستان بانک مرکزي بانک دی، به دې سره پشتنې تجارتي بانک، رهنی او تعمیراتي بانک، د کرنی د پرمختیا بانک، د صنایعو د انکشاف بانک او نور معاملاتي بانکونه دي، مګر د کرنی د پرمختیا بانک ، پشتنې بانک او نور ډیر لږ مشترکین لری او سرمایه یې هم ناچیزه ده او مراجعین هم نلري، نو نشي کولای په هغو پولي سیاست د ټولنې سرتاسر کې تطبیق او عملی شی. خصوصی بانکونه د کمیشن مقابل کې ډیر محدود خدمات ترسره کوی چې اقتصاد کې یې نقش او رول ناچیزه دی.

  • د اقتصادی پروژو نشتوالی یا په هغو کې ستونزې

په یو اقتصاد کې چې بیلابیلی پروژې( انکشافی لویی پروژې، د اوږدې مودی، دلنډې مودی، زودثمره، دخصوصی سکتور، عامه پروژې،…) نه وي، هغه اقتصاد داسی دی لکه ویاله چی اوبه ونلری. دا چې اقتصادي پروژې خصوصا طویل المدت او انکشافي پروژې په اقتصاد ډیر مثبت اثر لري، له بده مرغه په وروسته پاتې هېوادو کې داسې پرژو ته لازمه سرمایه وجود نه لري. که چیري د دې پروژو لپاره کومه سرمایه او کریدیت پیدا هم شي هغه یا په زود ثمره کوچنیو پروژو مصرف کېږي او یا هم کوشش کېږي هغه سرمایه له هېواده بهر نورو ملکو کې  ولګوي. زمونږ هېواد کې هم همدا مثال شته. زمونږ زیاتره سوداګر او سرمایه داروپه نورو ملکو کې خپله پانګه په کار اچولې چې دا د پولي سیاست د تطبیق په برخه کې یو غټ مشکل دی.

  • په حکومتونو بې اعتمادي

په وروسته پاتې هېوادو کې د اقتصادي او اجتماعي ګډوډیو سره یوځای سیاسي ثبات هم نه وي. حکومتونه یو بل پسې بدلیږي؛ د دې بدلون په نتیجه کې پالیسي او پلانونه هم بدل شي، په نتیجه کې پروژې هم نیمګړي پاتې شي، نو کله چې سیاسي ثبات او استقرار نه وي طبعاً د پولي سیاست استقرار هم ناممکن کېږي. زموږ هیواد هم بی ثباتی سره مخ دی. ځینې خلک په خپلو پیسو د هغو په چلند هم بې اعتباره دی ځکه دایماً نوسانات موجود دی چې د پیسو دایمې نوسانات په خپله پولي سیاست ناکامه کوي. دا کار په راتلونکې کې د پیسو دپیریدلو توان ته زیات تاوان اړوي، نو کله چې خلک په خپلوداخلی پیسو، په بانکې سیستم او حکومت بې اعتماده وي، کوښښ کوي یا ډالر وپیری یا سره زر، خو د تولید برخه کی سرمایګذاری او پس انداز نه کوي.

e. اداری فساد او ناکاره حکومتولی: بالعموم پرمختیایی او وروسته پاتې دولتونه ضعیف او  فاسد حکومتونه لری، چی لازم خدمات نه ارائه کوی او اصلاً له علمی ادارې او سالم مدیریت سره نااشنا دی. ټیټ مهارتونه، دعلمی څیړنو نشتوالی او د اجتماعی او بشری سرمایې ضعف یی بل مشکل دی.

f.ضعیف صنعت

وروسته پاتې هېواد کې صنعت چې اقتصادي انکشاف کې مهم نقش لري، ډیر دی په نیجه کې صنایع ملی تولېد کې اجناس او خدمات نه شي علاوه کولای، نو ځکه ملي عاید کم وي کله چې ملي عاید کم وي، نو طبعا د پولي سیاست تطبیق نه شي کیدای او چې ښه پولی سیاست نه وی صنایع وده نه کوی. دا متحولین یودبل دلیل او مدلول هم دي.

موږ په یوشمیر ولایاتو لکه کابل، هرات، کندهار، مزار،بغلان او جلال اباد کې صنعتی پارکونه اوځینی د حساب وړ صنایع لکه لاسی صنعت، د بعضی سبو،میوو اوبوټو پروسس، چران روزنه، د کبانو اوشاتوتولید، مرمراو ماربل، سمنټ او داسې نور لرل، چی هغه هم یا د بی ثباتی او ناامنی او د بریښنا دستونزو یا د خامو موادو د قیمته کیدو او د تجربه لرونکو او ماهرو کارکوونکو د تېښتې له امله ودریدل.

  • د حکومتي پلانونو او اقتصادي وضعیت نامعلوموالی:

طبعاً هره اقتصادي پالیسي، انکشافي پروژې، سرمایه ګذاری، د مارکیټ حالت او نور ټول د دولتی واضحه پلانونو په رڼا کې پرمخ ځي چې په پرمختللو هېوادو کې په پرله پسې توګه منظم اقتصادي پلانونو طرح او یو په بل پسې تطبیق کیږي. پرمختللو هېوادو کې د اقتصادي پلانونو منځ کې قطعا وقفه او ځنډ نه پیښیږي، نو ځکه هره برنامه موفقه وي. له هغې جملي پولي سیاست هم په دوامداره توګه تطبیق کېږي. حال دا چې وروسته پاتې هېوادو کې پلانونه یا هم موجود نه وي یا مبهم وي چې خلک او حتی خپله ادرات او محلی ارګانونه یې نه شې درک کولای او څوک د پلان په اهمیت نه پوهېږي، یا هم یو حکومت چی کوم پلان جوړ کړي، کله چی دا بل ورباندې راشي، تیر پلانونه ټول نیمګړی شی، نو دا د پولي سیاست لپاره لوی مانع او مشکل دی. افغانستان کله د(فصل ناتمام امان الله خان)، کله د( فصل ناتمام سردار محمد داودخان) او اوس به لا د(فصل ناتمام غنی) نارې وهی، دی حالت کی ثبات او دوام نشی راتلای.

  • د اجتماعي سازمانونو ضعیفوالی

پرمختللو هېوادو کې د بیمې سازمانونه، کارګرې اتحادیې، کوپراتیفونه او نور اجتماعي سازمانونه ډیر فعال دی دوی له یوې خوا له خلکو سره مرسته کوي او له بلې خوا د حکومت دپلانونو او سیاستونو تطبیق کې مرسته کوي. بالمقابل د تولېدکوونکو ځواکونو له حقوقو هم دفاع کوي. وروسته پاتې هېوادو کې دا ډول سازمانونه نشته، نو ځکه د پولي سیاست تطبیق نېمګړی پاتې کېږي.

  1.  مالي ضعف

په وروسته پاتې هېوادو کې پیسې قوي پشتوانه نه لري، اسعاري بودیجه ثابته نه وي، حکومت تل پوروړی وي. آن دا چې د تادیاتو بېلانس معلوم نه وي، نو ځکه حکومت په هېڅ صورت د داسې ضعف په صورت کې پولي پالیسي په داخل کې نشي تطبیقولای. ځکه دوی د بهرني تکتانې، د بین المللی مارکیټ او قرضه ورکوونکو فشار لاندې وي نو کله چې د هغو شرایط پوره کول غواړي په داخل کې پولي پالیسي نه شي تطبیقولای، نو د دوې پیسې د نورو اسعارو مقابل کې ټیټ ارزش کې ساتل کیږي.

  • د مارکیت له وضعيت څخه د مؤلدینو بې خبري

وروسته پاتې هېوادو کې اکثر خلک په کرنه بوخت دي. د کرني مؤلدین ټول بیسواده له مارکیټ څخه بې خبره او له قېمتونو بې اطلاع وي. تکنالوژی یې وروسته پاتې او کوپراتیفونه نلری، دوی خپل تولېد د تقاضا سره نشي عیارولای. دوی د مارکیټ چارو ته کمه علاقه ښکاره کوي، نو ځکه پولي سیاست نشي تطبیق کیدای ځکه د بازار وضعیت او له هغه څخه معلومات لرل د پولي سیاست لپاره مهمه وسیله ده. دې هېوادو کې د بازار سیاست ډیر ناچیزه او ناممکن دی.

په وروسته پاتې هېوادو او له هغې جملې افغانستان کې د پولي سیاست د تطبیق د ښه کېدو امکانات:

هغه وروسته پاتې هېوادونه چې اقتصادي کړکیچن او ناوړه حالت لري دوی باید داسې تحرک رامنځته کړي چې د پولي مناسب سیاست غوره کول او تطبیق کول ورته ممکن شي . د دې لپاره لازمه ده چې:

  1. باید یوه فعاله او مؤثره اداره رامنځته کړي چې د قاطعو او مثبتو اجراتو صلاحیت او واک ولری او ترټولو مهمه داده چې منظم او اقتصادي رشد ته پام وکړي .
  2. دغه هېوادونه باید اقتصادي پلانونه طرح او په عملي توګه یې موفقانه د تطبیق هڅې وکړي.
  3. باید اقتصادي ادارې لکه بانکونه د مالي وزارت او نورو کې ژور اصلاحات راولي
  4. باید معاملاتی بانکونه فعال شي او مؤلدین، صنعتکاران، تجاران، بزګران، ملي سرمایه داران ورته جلت او دهغوی پانګه هغو کې پس انداز او د ملي اقتصاد دوران کې ولویږي. په دې توګه باید راکده پانګه په دوران کې راولي او سرمایګذاری زیاتوالی ومومي، په دې ډول د GNP زیاتوالی دفي نفر عاید( PCI) د زیاتوالي سبب کېږي دا په خپله د تولېد د زیاتوالې، د استخدام د  ښه کېدو، د صادراتو د زیاتوالې او د مارکیټ د حالت د ښه کېدو باعث کېږي. کله چې د مارکیټ حالت ښه شو، ټول اقتصاد پولی کیږی، نو پولي سیاست خودبخوده تطبیق کېږي
  5. باید د خلکو د پوهي سطحه اوچته شي،
  6. باید هغه روحی عوامل  له منځه یووړل شی چی د انفلاسیون لامل ګرځي،
  7. د تور بازار، قاچاق، جعلی پیسو، احتکار، ډمپنګ، له مالیاتو د تېښتې او داسې نورو غیر قانونی او جرمی فعالیتونو مخه ونیول شی،
  8. له ملی او داخلی پیسو سره د نورو پیسو د چلند مخه ونیول شی،
  9. داخلی تولید هڅول او د داخلی او خارجی پانګی جذب ته توجه،صادرات تشویق او خصوصی سکتور ښه حمایه او رهبری شی،
  10. د لکسو او غیر ضروری اجناسو واردول بندشی،  
  11. باید انکشافي پروژي طرح او تطبیق شي.  ( بحث دوام لري).