ناپوهۍ

۲۰۲۱/۱۰/۰۷

انجنیر سلطان جان کلیوال

ناپوهۍ

زمـا د زړه دنیـا، زمـا ســاده  آشــنا ورانــوي

ولــی آشــنا د بـل آشــنا، د زړه دنیـا ورانــوي

که رقـیبان یی ورانـوي، ځای د ګیلې نشـته دی

خود زغـم نه ده چي جونـګړه دی پرتا ورانوي

که غلیم خپله ستا د کور وراني ته نیت کړی وی

څـه پـروا نشــته ، بده داچی یی پر تا ورانوی

ته چی د خپل کلی او ولس د پاره غم جوړیږی

شـکایت مکړه که دی خـونه، بل پاچا ورانـوی

د کورانګړ کی چی د مینې په ځای کرکه کښینی

هـم دی اوبـه او هـم دی وچـه، هـم هـوا ورانوی

ته چی دی خپله مور بازار کی په متروکو وهی

زما کلـیواله ! ناپــوهی، درنـه عـــقـبا ورانــوی

سپتمبر/۲۸/۲۰۲۱

تورنتو – کاناډا