چاپیریال د انساني خویونو جوړونکی دی

۲۰۲۱/۱۰/۰۲

انجنیرسلطان جان کلیوال

چاپیریال د انساني خویونو جوړونکی دی

  ډیرانسان پیژندونکی په دی باور دی چی د انسانی کرکټر په جوړونه کی ډیر کړه وړه برخه لری او دا هر یو په خپل ځای کی  ځانګړی ارزښت او خاص اهمیت لری. مثلاً وراثت، تعلیم او تربیه، اقتصادی وضعه او مادی نعتونو ته لاس رسی، ټولنیز کلچری جوړښتونه، آب و هوا، موسمی تغیرات، مذهبی او عقیدوی باورونه او داسی نور هغه څه دی چی د انسان په خصلت او د خویونو په جوړښت کی ډیر لوی رول لوبوی او د انسان نه نیک او یا هم بد کرکټر جوړوی.

زه هم په د ی باور یم چی دا ټول شیان په ریښتیا هم د انسانی کرکټر په جوړیدنه کی د اهمیت وړ څیزونه دی، خو د دی شیانو په منځ کی ماته تر ټولو د چاپیریال او یا هغه محیط تاثیرات ډیر ژور او قوی ښکاری چی انسان پکی را لویږی، نمو کوی او د کوچنیوالی نه د پوخوالی حد ته پکی رسیږی.

د مثال په توګه که کوم انسان په داسی چاپیریال کی را لوی شی چی هغه چاپیریال د کرکې، ویرې،دهشت او وحشت نه ډک وی، مینه او عاظفه و نه پیژنی، مهربانی ، لورینه، پیرزوینه او لاس نیوی پکی یاشتون ونه لری او یا هم ډیر کمزوری وی نو د داسی شخص نه د نیک انسان تمه لرل ماته اشتباه ښکاری او برخلاف که یو انسان په داسی چاپیریال کی را ستر شی چی هلته مینه زوروره او کرکه کمزوری وی نو بیا به د دی انسان کرکټر هم خامخا د نیک انسان کرکټر جوړیږی او د ښو کارونو د سرته رسولو هیله به ورنه ضرور کیږی.

دا لنډه مقدمه می دی پوښتنی ته د ځواب پیداکیدو د پاره کیښوده چی (ځنی طالب العلمان ولی ښځینه نسل سره دومره شدید حساسیت لری چی عقل یی ناقص بولی او حتی تر دی چی ښځه د شیطان بازیچه ګڼي؟)

زما په نظر دا خصلت په ځینو طالبانو کی د هماغه چاپیریال نه را زیږیدلی چی دوی پکی را لوی شوی او تربیه شویدی. دا ډله طالبان په ډیر کم عمر(څلور یا پنځه کلنی کی)، د مهاجرت په وخت کی د دینی زده کړو د پاره مدرسو ته تللی دی، په دی مدرسو کی د دوی سره تر د فراغت د وخته پوری یوه جنۍ هم نه وه او نه یی لیدلی ده، حتی د مغرضو استادانو له خوا ورته دا هم په غوږو کی ورپف شویده چی ښځه د ځمکی په مخ د ټولنیزو اخلاقو د بربادی لومړنۍ اله او وسیله ده. هغه باید داسی جامی وا نه غوندی چی نارینه ځانته را جذب کاندی، هغه باید ټول ځان پټ وساتی چی نارینه تحریک نه کاندی، هغه باید داسی بوټان په پښو نه کاندی چی آواز جوړوی، ځکه دا شیان د شیطان له خوا د ښځی په ذریعه د ګمراهۍ د پاره یو اشتهار او اعلان دی. دا خبری دوی ته د قرآن عظیم الشان د کوم مبارک آیات او یا د کوم صحیح حدیث پر بنیاد نه دی شوی اوکه شوی وی نو هغه به د ناسم تفسیر له مخی وی ، ځکه د الله ج احکام عام دی او ښځی یا نارینه دواړه باید حدود مراعات کاندی نه یواځی ښځه .  دا خبری هم  ورته صرف هماغه مغرض استاد په غوږ کی ور ایښې دی چی یا د اسلام سره او یا د کوم ملت سره دایمی دښمنی لری. دا کسان په خپلو کورونو کی د خپلی مور، خور،  او   ترور او نورو ښخینه نسل په وړاندی هم همدومره بی مینی، بی باکه او بی پروا دي چی نه هغوی ته د خبری کولو موقع ورکوی او نه د پوښتنی. دوی ته ښځه صرف د نسل د تولد او د بقا یوه وسیله بریښی نه انسانه.

زه باور لرم چی که همدا طالبان او د ښځينه نسل دحقوقو سرسخت مخالفین همدا اوس داسی یوه ښونځی یا پوهنځی ته د درس د پاره یوړل شی چی هلته ښځي او نارینه یو ځای په درس بوخت وی، بی له دی چی دوی تحریک شی او يواځی همدی ټکی ته یی پام شی چی ښځه د جنسی غریزی د رفع کیدو وسیله ده، په لنډ وخت کی به د هغوی سره د يوه ښه دوست، ورور، ملګری او هم سویه همکار په توګه چلند وکړی او په دی به و پوهیږی چی ښځه د هیڅ کار په سرته رسولو کی د نارینه نه چی مخکی نه وی وروسته او کمه نه ده، ښځه هم د ده په شان اراده لری، عزم لری، پوهه لری، تدبیر سنجولی شی، ټولنیزې نیمګړتیاوی له منځه وړلی شی حتی دا چی لکه څنګه چی په کوچنیوالی کی د مور په صفت د هر انسان لارښوده او ښونکې ده همداسی په هره زمانه او هره موقع کی د ټولنیز زعامت وړ تیا لری، خو اساسی شرط همدادی چی داسی چاپیریال جوړ شی چی په هغه کی د کرکې په ځای مینه او د قهر او غضب په ځای مهربانی او پیرزوینه شتون ولری. په ګران وطن کی د همداسی یوه چآپیریال د جوړیدو په هیله. پای.