شــــــــــانګـــــهای او افــغانســــــــــتان

۲۰۲۱/۰۹/۱۵

پوهاند محمد بشیر دویال

شــــــــــانګـــــهای او افــغانســــــــــتان

 ( د شانګهای د سازمان (SCO)د شل کلنۍ عمر او کلنۍ غونډې په مناسبت)

مشهوره خبره ده چې معاصر وخت کې د نړۍ بڼه د یوه کلي په شان ده. کلي کې کورونه یوبل سره ډیره نږدې راشه- درشه لري. یوبل ته خواخوږي او زړه سواندي وي او تعاملات یې تاوده او سنجول شوی وی. په تیره بیا دا چې اقتصادی ګړندی پرمختګ ، اقتصادی تعاملات پراخه او هر اړخیز کړي دي. منطقویتوب ( regionalism) اوس یوه اړتیا ده. په همدې خاطر له منطقوی اقتصاد، منطقوی همکاریواو منطقوی مناسباتو او سازمانو څخه خبرې کیږي. په دې کې یو هم منطقوی سازمانونه دي لکه : شانګهای( SCO)، ایکوECO، سارک SAARC،  , ASEAN, (CACM /Centeral American Cmmon Market),  BENELUX, ANZCERTA,CAREC,CARICOM,او داسې نور ټول د منطقوی سازمانو او منطقوی همکاریو مثالونه دي، چې غړو هیوادو دخپل منځی  تړونو  په لاسلیک سره خپل ډیر اهداف ترلاسه او یوبل سره نږدی شول. افغانستان یو شمیر دغو هیوادو کې بشپړ غړی، خو یو څو نورو کی ناظر غړی و. تیرو شلو کلونو کې دافغانستان جیو- اکونومیک او جیو- پولیتیک موقعیت ډیر اوچت شو، نړۍ هم دی حساس موقعیت ته ځیرشوه. RICA I-VII کې افغانستان ښه دریځ ترلاسه کړی و، افغانستان ته د آسیا زړه وویل شو او دا دریځ د اوچتیدو په حال کې و.  په دې ټولو کې یو هم د شانګهای نوی سازمان دی، چې شل کاله مخکې په سیمه کی جوړ شو. دغه سازمان خپلې کلنۍ غونډې دایروي او بشپړ غړی، ناظر، میلمانه، د سازمانو هیاتونه ، ژورنالیستان، تحلیل کوونکی او نور پکې ګډون کوی او وار په وار د ترقی لوري ته نوې  لاسته راونې پیدا کوي. غونډې بیلابیلو غړو هیوادو کې په نوبت سره دایریږی، مثلاً اتلسمه کلنۍ غونډه  یې په ازبکستان کې وه. افغانستان تیرو شلو کلو کې نامخدا یوڅه فعاله شوی هم و، څه ناڅه لاسته راوړنې یې هم لرلې.

دا دی نن- سبا (سپتامبر ۲۰-۲۲)د شانګهای کلنی غونډه دایریږی چې د دغه سازمان له شل کلن کیدو سره برابره ده، خو افغانستان ؟ موږ سږکال نشو ورتلای.

د سږنی غونډې د شانداره لمانځنی لپاره د دې  سازمان دغړو هیوادو دبهرنیو چارو وزیرانو (چهارشنبه، دجون په ۱۴مه= چنګاښ۲۳ مه) دتاجکستان پلازمینه، دوشنبه کې یوه غونډه جوړه کړې وه. دا دی اوس چی کلنۍ غونډه دایروي، افغانستان کی بدلون راغلی او د دوی یوه مهمه موضوع به د دغه هیواد په هکله بحثونه هم وي.

سږ کال (نن- سبا:د ۲۰۲۱کال د  سپتامبر ۲۰-۲۲)د دغه سازمان غونډه دافغانستان له استازي پرته ترسره کیږي. د شانګهای د ګډو مرستود سازمان په ناستو کې له دې مخکې دافغانستان استازي دناظر په حیث ګډون درلود، خو سږکال به څوک پکې نه وي. غونډه به په ډیرو شاندارو مراسمو دتاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کې ترسره شی، موږ به یواځې د تلویزونو پرمخ هغه ګورو، چې دبحث یوه اساسي موضوع به یې دافغانستان وضعیت وي (ترڅو چې دافغانستان حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي، افغانستان ته دعوت نه ورکول کیږي).پاکستان، روسیه، چین، تاجیکستان، ازبکستان، قیرقیزستان، قزاقستان، هند یې بشپړغړي؛  افغانستان، ایران، بلاروس او مغولستان یې ناظر غړي دی، افغانستان هم چې ناظر غړی و، سږکال به پکې نه وي.   دغونډې کوربه او مشر د تاجکستان نیکمرغه هیواد دی. دغونډې لوی شعار به: (شل کاله د شانګهای د مرستو سازمان) وي.

بده نده چې دغه سازمان لږ لږ معرفی کړو:

د ( Shanghai Cooperation Organization ) سازمان په ۲۰۰۱م. کال کې دچين، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان هيوادونو له خوا دګډو امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو په موخه د چين د شانګهای  په ښار کی جوړ شو.  دا د  Euro Asia د منطقې يو ښه متمرکز او د اهدافو له پلوه  سره پېيلی  سازمان بلل کيږي.    نوښتګر يی د چين هيواد دی ، پخوا هم داصلی او ناظرغړو ترڅنګ زیاتره وخت بيلاروس، ترکيې او سريلانکا هم په ديالوګ او خبرو اترو کی برخه اخیسته. 

په شلمه پیړۍ کې بشریت ته  دا تجربه ثابته شوه چې د مخامختیا  او تقابل پرځای همکاری او وصل ډیر ګټور تمامیږي، نوځکه په منطقوی سازمانو کې سره منسجم شول. منطقوی سازمانونه له اقتصادی انضمام سره توپیر لری، مثلاً:  سيمه یيزه همکاري او سيمه یيز اقتصاديانضمام يو شان نه دي آن داچې د دې دواړو تر منځ ډير لږ اړيکه ليدل کيږي. کيدای شي ځيني هيوادونه پخپل منځ کې دګڼ شمير مسايلو په برخه کې دهمکارۍ لپاره هوکړې ته رسيدلي وي، خوپرته له دې چې يو بل ته دسوداګريزو امتيازاتو په اړه قايل شي. په منطقوی سازمان کې یو ډول ( Functional/sectorial cooperation) همکاری موجوده وی،  حال دا چې په اقتصادی انضمام کې ټوله توجه په بازار او تجارت باندی متمرکزه وی؛  یعنی یو( Market/Trade integration) شکل لري.د همدې تجربی  له  مخې اوس په نړۍ کې زیات شمیرمنطقوی سازمانونه لکه EUECOWAS, CAP, Cooperation Council, CACM,ASEAN,  Gulfاو نور جوړ شوی دی. په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په آسیا کې، او خاصتاً زموږ لپاره د پاملرنې وړ یې SAARC,ECO,SCO,  سازمانونه دي. دغه سازمانونه هم زموږ لپاره او  هم افغانستان  ددوی  لپاره اړ او ګټور دی. په تیره بیا دغه ډول سازمانونه  او  په هغو کې غړیتوب زموږ لپاره  له  اقتصادی پلوه ډیر اهمیت لری. البته یو شمیر یی د اقتصادی مقاصدو ترڅنګ امنیتی او نظامی اهداف هم لری، مثلاً د سارک د سازمان کلتوری اړخ ډیر جوت دی، خو ایکو تجارت ته  ډیر ارزښت ورکوی، شانګهای بیا  امنیتی  مسایل هم خپله اجندا کی شامل کړي دي، خو موږ ته  مهم یی اقتصادی اهداف وو، چې فعلاً ورڅخه ګوښه شوی یو، اینده کې خدای مهربان دی.  په تیره بیا اوس د یوه لار- یوکمربند( دوريښمو د لاری) مفکوری  له چين څخه تر پاريس پوری  او له ولادی واستوک څخه ترلزبن پوری  نښلول او د ګړندی ريل ګاډی په واسطه  تجارت د شانګهای يو عجیب خیال دی.د دې خیال ډیر اوچت الوتونکی مرغه، افغانستان و، اوس لویدلی او بڼې یې ماتې ښکاري.  

چې له خیال تیرشو او زمکني واقعیت ته راشو؛ دا سازمان  سیاسی موخې هم لری، البته  کلتوری تعلقات یې هم  بحثونو کی شامل دی، په دې توګه شانګهای یو سياسی، اقتصادی، اوټولنيز سازمان دی.

راځئ لږ یې تاریخچه نوره هم راوسپړو: دغه سازمان په واقعيت کې د (شانګهای پينځه ډلې) يو پرمختللی جوړښت دی، چې په ۱۹۹۶م .کال کې دچين، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان ترمنځ دخپل منځنې باور د پياوړتيا په موخه ديوه  تړون له مخې جوړ شوې و. نوموړو هيوادونو په ۱۹۹۷م. کال کې په مسکو کې بله غونډه جوړه کړ چې په ترڅ کې يې په سرحدي پولو کې دپوځيانو دکمولو په هدف يو موافقه ليک لاسليک او  په ۲۰۰۱م .کال کې له دې تړون سره د ازبکستان په يوځای کيدو سره دشانګهای دهمکارۍ سازمان( SCO) په نوم ونومول شو. چين، روسيه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، او قرغيزستان د شانګهای تړون اصلي بنسټ ايښودونکي غړي دي او هند، ايران، پاکستان اومنګوليا  یې څارونکی غړي شول او بیا نور تحولات هم پکې راغلل. افغانستان په ۲۰۱۲م. کال کې د شانګهای څارونکی غړی شو، چې  دغړيتوب له ورکړې وروسته د چين دبهرنيو چارو وزارت وويل چې دافغانستان امنيت او ثبات دسيمې لپاره ډير مهم دی او هيله ده چې افغانستان به دناظر غړيتوب په ترلاسه کولو سره په سيمه کې دامنيت او ثبات لپاره خپلې هلې ځلي چټکي کړي.وروسته بیا د افغانستان دریځ پکې اوچت او لا مهم شو.

په منطقوی سازمانو، قاره یی سازمانو او آن لویو نړیوالو سازمانو (مثلاًد م.م. سازمان) کې د غړیتوب ګټې زیاتې دي،  خودا  د مربوطه غړی هیواد په قوت، قوی پالیسی او  ملی او بین  المللی دریځ  پورې هم اړه لری. په غونډو او  بحثونو کی فعاله برخه لرل، ښه دیالوګ، لابیګری،  او تفاهم ، مناسب موقف کی دریدل د یو هیواد ګټې خوندي  کوي. 

دغه سازمان دوه ګونې جوړښت لري، چې لومړی يې دسازمان دغونډو ميکانيزم دی او بل يې دايمي څانګې چې په لاندې ډول دي:

۱. دحکومتونو دمشرانو شورا (لومړي وزيران، لکه درې میاشتی مخکې چې دایره شوه)

۲. دبهرنيو چارو وزيرانو شورا،

۳. دملي اژانسونو دمشرانو غونډه (تر اوسه دشانهګای سازمان ددفاع، اقتصاد، سوداګرۍ، ترانسپورت اوفرهنګ وزيرانو او دامنيتي چاروا کو، لکه: کورنيو چارو وزيرانو، لوی څارنوالان او دغړو هيوادونو مرستندويه سازمانونو مشرانو غونډې ترسره شوې دي).

۴. دملي همغږې کوونکو شورا،

۵. سکرتريت،

۶. دترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سيمه ييز مرکزجوړول

د شانګهای د سازمان تشکیلاتی جوړښت

دشانګهای سازمان موخې:

۱. په سياسي ، اقتصادي، سوداګريزو او پوځي چارو کې دهمکارۍ پياوړتيا؛

۲. دغير قانوني کړنو، تروريزم، بيلتونپالنې او دغير قانوني کډوالۍ پروړاندې ګډه مبارزه؛

۳. دهيوادونو واکمنۍ ته درناوی؛

۴. دبالسټيک ضد توغنديو تړون ته درناوی؛

۵. دسيمې امنيت  ساتنه؛

چين اوروسيه د دغه تړون مهم او قوي غړي دي.  موږ ته ددغه ډول سازمانو اقتصادی اهمیت په زړه پورې دی، ځکه چی افغانستان یو فقیر هیواد دی، نو:

له اقتصادی پلوه منطقویتوب او په کوچنۍ، متوسطه او لویه کچه د اقتصادی منطقو جوړول او په هغو کې غړیتوب یو ضرورت دی. د اقتصادی منطقو جوړول او په هغو کې ګډون  تر سیاسی  روابطو هم مهم او په زړه پورې دی. په دې ډول روابطو سره  اقتصادی وضعیت ښه کیږي، د سیمې د اوسیدونکو د ژوند ستندرد او چتیږی او  اقتصادی سرچینې  ډیرې ښې تخصیص کیږي، مارکیټونه سره نږدې کیږی  او د ترانسپورت لګښتونه کمیږی. په دې توګه یوبل څخه جلا کوچنی اقتصادونه  یو بل سره متحد کیږی. د سیمې دننه له فزیکی او انسانی پانګو څخه ښه استفاده کیږي، نوي صنایع ایجادیږی او د بهرنیو پانګو د جذب لپاره هم یوه  ښه لاره ده.  افغانان هیله لری چې د شانګهای دغه غونډه، په بریالیتوب او د غوره پایلو به لرلو سره پای ته ورسیږی او موږ ته په ښه نیت وګوري. راتلونکی کې افغانستان؛ چې  د سمیې لپاره ستراتیژیک جیوپولیتیک او جیواکونومیک ارزښت  او دمنابعو او اقتصادی ریزرفونو له  پلوه قوی پوتانسیل لري،  باید له دغو چانسونو غوره استفاده وکړي. تاجکستان د افغانستان دوست هیواد دی، چې  د تاریخ په اوږدو کې  د دغو دوو دوستو هیوادو تر منځ هیڅ ډول کړکیچ ندی واقع شوی. شمال ګاونډي  د افغانستان لپاره  تر ټولو ډاډمن او مطمئن ګاونډیان وو او  وروسته تر دې هم دي. د افغانستان غیابت به دشانګهای غونډو کی یوه موقتی مسئله وي ان شاالله ستونزې به حل شي.