د یوې مغالطې اصلاح کول

۲۰۲۱/۰۹/۱۵

فقیر

د یوې مغالطې اصلاح کول

په افغانستان کې په تیرو زرو کلنوکې؛ په تیره بیا د سلطان محمود غزنوی را دېخوا، په افغانستان کې عقلی او نقلی علومو؛ دواړو ته پاملرنه شوی ده. ځینی وخت په تفکیک سره هغو ته دینی او عصری علوم هم ویل شوي دي.غزنوی سلطان محمود خپل دربار کی  د نړۍ له ګوټ ګوټ دهغه مهال د مروجه او متداوله  علومو مشاهیر او پوهان راټول کړي وو، د هغو سرپرستی، هڅونه او د اړتیاوو پوره کول یې خپل یوه دانشمند وزیرته سپارلی و، آن دا چی غیر مسلمان عالم او ژباړونکي یې دربار کې وو.

زموږ ټولو دینی علماوو دا منلی ده چی د عصری علومو زده کړه فرض کفایی ده. باید ټولنه کې انجنیر، طبیب، وترنر، اقتصادپوه، فارمسست، پیلوټ او داسې نور متخصصین ولرو. د اسلام مبارک دین زده کړه پر نارینه او ښځو فرض کرځولی ده. له بده مرغه افغانستان وروسته د چنګیز تر یرغل څخه بیا تر  اوسه پورې هیڅکله ښه او پرمختللی اقتصاد نه درلود او د انګریز استعمار مو جغرافیه هم را نیمګړی کړه. دغه ناوړه اقتصادی وضعیت او نړیوالو اوبو سره مو د رابطی قطع کیدل، تر ډیره د دې لامل شوی و، چې موږ د عصری علوموپه برخه کی ډیر وروسته اوسو او مسلکی او تخصصی ادارې مو د تګړه کادر له قلت سره مخ وي، خو د افغانستان د لومړنیو دریو علمی پنځه کلنو اقتصادی- اجتماعی پلانونو په بهیر کې دغی نیمګړتیا ته پاملرنه وشوه. همدا مهال موږ څو نوی پوهنځی، لابراتوارونه،  کلنیکونه، زراعتی تحقیقاتی ستیشنونه، د ملاریا او لشمانیا دمجادلی مرکز، فارمسی، د جیودوزی اداره، عامه کتابتونونه او داسی نور ایجاد کړل. سره له دی چی لومړنی پنځه کلن پلان (۱۳۳۵-۱۳۴۱) تر ډیره پوری اقتصادی زیربنا ته ځیر و، خو نور دوه ورپسې پلانو علمی او فرهنګی چارو ته هم پاملرنه کړی وه. دولت ددینی مدارسو ، دارالعلومونو، عربی دارالعلوم، شرعیاتو پوهنځی، نجم المدارس، د کندهار لویی مدرسی او هر ولایت کې  دینی زده کړو او د حج او اوقافو اودمعارف په وزارت کې ورته  توجه شوی وه. په ښوونځیو کې د نورو عصری علومو ترڅنګ د عربی ژبې، صرف او نحو، قران کریم او دینیات مضامین موجود وو، اما افغانستان په ساینسی څانګو کې ډیر وروسته پاتې و، د ۱۳۵۲ کال احصائیوی کالنۍ ښيي چې موږ په ټول افغانستان کې ۶۱۲ د طب ډاکتران . د هیواد ۱۲۰۰۰تنو ته دروغتون یوکټ رسید، د وترنزی متخصصین د ګوتو په شمیر وو او فرامسست بیخی لږ وو، حال داچې افغانستان د طبی بوټو له پلوه یواځنی بډای هیواد دی.  ځینی چارې لکه روغتیا پالنه به د عنعنوی او یونانی طب په مرسته ترسره کیده، کرکیله او د څارویو درملنه هم په بدوی شکل وه، دیو شمیر محصولاتوپروسس لکه د کونځلی او پومبه دانی غوړ ایستل، د میوو وچول او داسی نور هم ټول په غیر فنی شکل وو. دهمدې اړتیا له مخې د علومو او مسلکی متخصصینو د پرمختګ په خاطر قدم په قدم بیلابیل پوهنځی تاسیس شول. رسمی چارو کی مو د رسمی مدرسو فارغ قاضان نه لرل او ښوونځیو ته هم د دنیات معلمین کم و، خو بیا هم د حکومتونو د ځانګړی توجه له امله د دینی مدارسو( لکه د ابوحنیفه مدرسه)، دارالعلوم‎( لکه د کابل دعربی دارالعلوم)، د شرعیاتو د پوهنځی او د دینی زده کړو نورو مراکزو څخه، د نورو مسلکی او تخنیکی څانګو لکه انجیری، فارمسی، وترنری او نور په پرتله ډیر دینی علما ټولنی ته وړاندی کیدل. دهیواد لوی سیاستوال او د علمی مراکزو علمی غړی دهمدی مرکزونو فارغان او ددینی زده کړولرونکی وو لکه: موسی شفیق، علامه رشاد، مولانا قیام الدین خادم، الفت، بختانی خدمتګار، سرمحقق معتمد شنیواری، سرمحقق دوست، قتیل، ابلاغ، بلخی، سلجوقی، دمجددیانو د کورنی څو تحصیل کرده غړی، دوکتورسعید افغانی، استاد سیاف،ارواښاد کشاف، استادفضل من الله فضلی، ارواښاد ارشاد ، مولانا محمد سالم علمی(لغمانی)، مولانانور الحق نوراو ډیر نور. دوی په ډیر ښه ډول د ټولنی د اذهانو په تنویر، د اوامرو او نواهیو په تبلیغ، د شرعی احکامو په ښوونه، ښونځیو ته ددینی کتابونو په تالیف، د راډیو د دینی ارشاد په پروګرامونو او دجوماتونو، تکایاوو او حج دچارو په مدیریت کی خپله رسمی ونډه او دنده تر سره کوله، دینی مناظرې ترسره کیدی، په ښوونځیو کی ډیر د مدارسو فارغان ددینیات د مضمون د تدریس لپاره استخدام وو، له رسمی چارو پرته، زموږ دینی علماوو په ټولنه کې نورو برخو کې لا زیات درناوی، رسوخ او مسئولیت درلود لکه د جوماتونو امامت، د دینی علومو طالبان او قاریان روزل او ډیری نوری چاری. اما واقعیت دادی چی لکه هغسی چی مسلکی څانګو او عصری علومو کې اړتیا ډیره او کمیت ناچیزو، شاید د رسمی دینی مراکزو فارغ علماوو شمیر هم کم و. نوځکه ډیر طالبان غیر رسمی مدرسو ته تلل. په دی توګه موږ هم دعصر ساینسی څانګو او هم رسمی شرعیاتو پوهنځي څخه کم شممیر فارغان لرل، خو وروستیو کلونو کې لله الحمد دشرعیاتو پوهنځیو کی د ماستری او دوکتورا  ترکچی فارغان لرو. په دې حالت کی ځینی مشران مایوسه کوونکی خبره کوی او وایی چی افغانستان کی ددینی علومو لپاره هیڅ نه و او دینی عالمان به په(ظیفه)  سبق وایه ، خو دعصری علومو څانګو ته پوهنتون و. دا نه یواځې مغالطه بلکی په حقیقیت سترګی پټول دی. هغه امکانات چی د طب، انجنیری، فارمسی او نورو څانګو محصلانو لرل، کټ مټ د شرعیاتو دپوهنځی محصلانوهم لرل، نو توپیر پکی راوستل بی انصافی ده، لازیاتی به د شرعیاتو د محصل درناوی په لیلیه کی تر نورو زیات و. مخکې تر دی چې د شرعیاتو پوهنځی  اوسنی مستقل تعمیر ته ولاړ شی، د پوهنتون په ترټولو ښه تعمیر(دحقوقوی اوسنی پوهنځي) کی د شرعیاتود پوهنځی اداره او درسی صنفونه وو. د لیلیی په (A ) او( B)وینګ کی د دوی لیلیه وه، حال دا چې  C او D کې د ساینسی څانګو لیلیه وه.

د پوهنتون په کانکور آزموینه کی ټولو فارغانو کولای شول چې د شرعیاتو پوهنځی  غوره کړی. دغه پوهنځی ته د نورو پوهنځیو په شمیر جدید الشمول محصلان منل کیدل. په دغه پوهنځی کی ډیر تکړه استادان چی زیاترو یې د پوهاند علمی درجی او د ماستر او    Ph D تر کچی زده کړی لرلی، تدریس کاو. دعلومو ټولی برخی د هیواد د اقتصادی شرایطو او ددولت د امکاناتو سره سم پرمختګ کاو، دغه پرمختګ ورو او ځنډنی و، خو بالکل هیر نه و.  کاشکی موږ لکه د سعودی، قطر، کویټ او نورو په شان ډیر ښه اقتصاد درلودای، خو بیا هم زموږ دینی علما تر دغو ټولو مجتهد و او د اسلام دمبارک دین په لاره کی یی وقف او جهاد زیات کړی دی. دولت  به د الازهر پوهنتون ته هرکال ممتاز محصلان استول، چې د نورو څانګو په پرتله یی شمیر زیات و( و.ګ: احصائیوی کالنۍ)، د ویاړ ځای دی چی الازهر کی افغان محصلان د ټولو نور  اسلامی ملکو څخه ممتاز او اوچت وو.  که زموږ دینی علما دې برخه کی د کم کمیت ګیله کوی ، په دواړو سترګو، خو دا چی له حده زیات او تخریبی تبلیغ کیږی چی د مدرسی او مکتب ترمنځ تضاد و او مکتب نازول کید او مدرسه هیره وه، دا کذب اوجفا ده. 

باید هیر نکړو چې؛ موږ لیدل چی تر دا څو کاله مخکی هم ناروغانو ځانونه د وزی پوستکی کی پیچل، د درملنی لپاره یی د ترخی او شمکی بوټي خوړل، غاښونه به سلمانی کښل، دمعدن متخصص تراوسه نلرو، کرنه مو شلمه پیړی کی هم په غوایی وه او درمند د خرو په څپر میدوو اوداسی نور. دا نو ټول د بیوزلی علت و چی یوه څانګه کی  هم پوره فارغان نه وو، نو دهقان هم باید تبلیغ شروع کړی چی د شرعیاتو فارغان ډیر و خو د کرنی متخصص ته توجه نه وه، فارمسی خو دی دنیا کڼه کړی چی دخدای لپاره په زرګونو د شرعیاتو فارغ لرو، خو پنځه فارمسستان نلرو، فزیک خو لا څه کوی.  راځئ  لږ حقیقت ته وګورو ، نور د عصری علومو او دینی علومو ترمنځ په نااګاهانه او تخریبی بڼه تضاد جوړول پریږدو، حقایق ووایو ، ټولنه کې د دینی عالم په درناوی اعتراف وکړو، نور هم د هغوی عزت اوچت کړو. تاریخی کینه رامنځته کول بد عواقب لری. زموږ ټول خلک او تر ټولو زیات تحصیل کرده منورین لازیات د اسلام دمبارک دین په احکامو پابنددی، دوی چی کوم اجتهاد کړی د دینی مدرسیو د فارغانو څخه کم ندی.

کوم تبلیغ چی روان شوی او وایی چی د دینی مدرسو او مکتب ترمنځ جنګ و مکتبیانو ته ډودۍ حواله وه، خو طالب وظیفه ټولوله یا د طب پوهځی ته لیلیه وه دشرعیاتو ته نه وه دا مبالغه امیزه ناوړه درک او مغالطه ده، دا  دښمن له خوا تفرقه اچول دی، راځۍ په دی فکر وکړو چی څنګه د رسمی زده کړو ظرفیت نور هم اوچت او په خپل هیواد کی دمدرسو او شرعیاتو فارغان د ټولنی د اړتیا په اندازه تربیه کړو او همداسی هم نورو څانګو کی د ډیر کمښت له امله متخصص او مسلکیان زیات تربیه کړو، تر څو په خپلو پښو ودریږو او پردیو وطنو کی د غلط فکر داخیستو او د خپل وطن په دښمن د بدلیدو مخه ونیسو. هغه کسان چی خپل وطن کی یی سبق ویلی، په خپل وطن ډی دلسوز دی، نظر هغه چا ته  چی نورو ملکو کی یی سبق ویلی  راځئ د تحصیلی موسساتو ظرفیت او کیفیت اوچت او د ناوړه ذهنیت او بیځایه کینو او دښمنیو او تبلیغ په عوض پخوانی مغالطه اصلاح کړو. عصر او دینی زده کړی دواړه ضرور دی یوې ته ډیر اهمیت ورکول د بلی کم مهم ګڼل روا ندی، افغانستان کی هیڅکله داسی بیعدالتی نده شوی. د مکتب او مدرسی دښمنی مصنوعی او له غرض ډکه توطئه ده، زموږ تاریخی دشمن غواړی په دی ډول سره زموږ ټولنه کی تضادونه واچوی او هیواد مو وروسته پاتی وساتی او په خپله  هرڅه ولری او تداوی ته مو مریض ورروان وی اوبی کیفیته دوایانی دلته وپلوری او دخپلو بی کیفیته محصولاتو مارکیت یی افغانستان وی او هیواد کی موجنګونه وی او دجګړو فایدی دوی ته ورسیږی، نو مغالطه باید اصلاح او نور د پردیو په تحریک خپل وطن تباه نکړو، بلکی وروری او مصالحه وکړو او وطن اباد کړو .  بس ده ډیر یې سره وجنګولو خو چټي ، ډیر مو یوبل ووژل خو په غفلت سره، وطن مو ډیر وران کړ، خو افسوس چی په جهالت سره نور نو افغانان هوښار شوی دی. د هیچا په لمسون خپل وطن نه ورانوی او خپل ورور نه وژنی. 

الهی زموږ علم کامل او له ناپوهی مو وساتی   (امین یارب العلمین)

فقیر د کابل له قصبی څخه