زما د وطن څیره

۲۰۲۱/۰۹/۱۵

انجنیرسلطان جان کلیوال

زما د وطن څیره!

زما وطن افغانستان دی. دا وطن د آسیا د لوی وچې په منځ کی پروت دی. لوړ غرونه، تنګې شنې درې او پراخه هموار او نا آباد ډاکونه لری. د لوړو غرونه نه یی ګڼ شمیر ردونه او سیندونه ښکتو برخو ته په شنو درو کی را بهیږی، په دی درو کی د نړۍ تر ټولو با ایمان، پاک زړی، صادق او د نړۍ تر ټولو غریب او نادار ولسونه ژوند کوی. دا د نړۍ تر ټولو ډیر شکر ګزاره او صابر خلک دی، که په ۲۴ ساعتو کی یی یو کرت هم ګیډه مړه شی د خپل خدای شکر کاږی او په ډیر اخلاص د خپل پروردګار په حضور کی په سجده پریوځی. ایمانداری، میلمه پالنه او نوع پالنه یی په ټوله نړۍ کی شهرت لری، په لوظ او قول یا په وعده و لاړ خلک دی، په چا تیری او تجاوز نه کوی، خو د چا تیری او تجاوز هم نشی زغملی. لنډه داچی دا ساده او پاک زړی خلک په لسګونو داسی غوره صفتونه لری چی د ټولی دنیا د خلکو خوښیږي او له همدی کبله ورته درناوی کوي.

اوس دا وطن یواځی د هوا نه د ځمکی د جغرافیی یوه برخه ښکاری او سړی فکر کوی چی دا هم یو ملک دی، وطن دی، انسانان پکی اوسیږی، ښکلی طبیعی منظری به لری، تاریخی اثار به لری، د لرغونو تمدنونو نښې نښانې به پکی وی، خلک به یی د نوری دنیا د انسانانو په څیر یو بل سره مینه لری، چی په لاره ځی له پیژندلو پرته به یو بل ته مسکا کواو درناوی کوی، د اړتیا په وخت کی به یو د بل لاس نیسی، ښکلی آب و هوا به لری، سر شاره طبعی شتمنی به لری، خلک به د خپلو شتمنیو نه د خپل ژوند د ښه والی د پاره کاری اخلی او دا ښکلی جغرافیه به د نړۍ له سیلانیانو ډکه وی او داسی نور فکرونه به کیږی. دا فکرونه به د هغه چا په ذهن کی را ګرځی چی په هوای جهاز کی د هوا نه د دی جغرافیی له پاسه تیریږی او لوړ غرونه، شنې درې، پراخ ځنګلونه، څپاند سیندونه او پراخه ډاګونه یی د الوتکی له وړې کړکۍ نه وینی.

دوي زما د وطن د اصلي څیرې نه ، نه دي خبر، دوي نه پوهیږی چی په پیړیو پیړیو د دی وطن له اوبو، له ځنګلو، له طبعی شتمنیو او حتی له بشری ځواک نه، د دوی  همسایه ګان او نور نړیوال استفاده کوی او دی نادار او غریب ولس ته پکی حتی د ورځی مزدوری هم نه پیدا کیږی.

دا په هوا کی تیریدونکي سیلانیان نه دی خبراو که خبر هم وی شاید له نژدی نه یی د دی وطن نننې ځیره نه وی لیدلی. دوي نه پوهیږي چی په دا تیره نژدي نیمه پیړۍ کی په دی ښکلی ملک څه نا ترونه تیر شویدی، دوی نه پوهیږی چی د شوروی په نوم یوی سرې بلا د دی وطن د ناوی په څیر ښکلی مخ څنګه بدرنګ کړیدی؟ څنګه یی د ا شنی درې او په دې درو کی ټولی کروندی په خارستان بدلی کړی او څنګه یی د دی پاکی خاوری هره لویشت ځمکه د همدی با ایمانو مګر غریبو او بی وسې انسانانو په وینو خړوب کړیده؟ دوی نه دی خبر چی دشوروی د زبر ځواک مریانو چی د همدی خلکو خپله وینه وه څومره خپل وطنوال د هیڅ د پاره په جمعی قبرونو کی ښخ کړیدی؟ دوی نه پوهیږی چی د همدی بی وزلو خلکو څومره بی ګناه اولادونه د سرو لیوانو سره د همکاری په نوم د تور دښمن په لمسه د جهاد او د الله اکبر د ستر نامه په یادولو له تیغه تیرشویدی؟ دا په هوا کی تلونکی سلانیان نه پوهیږی، چی د الله د ستر نامه د یادولو لاندی، د دی ملک، څومره سړکونه، پلونه، بندونه، زراعتی ، صنعتی، تعلیمی، مذهبی او ټولنیز مرکزونه او لوی لوی ښارونه دړی وړی شوی او په خارو ایرو اغوښتی دی؟ او عجبه خو داده چی وطن یی وران شو خو ملت نابود نه شو.

دا زخمونه لا نه وو جوړ، دا تباهۍ لاروانی وی چی د مذهب نور تر پخوانیو سل چنده تیز او قهرجن، په همسایه هیواد کی جوړ ورانوونکی لښکر په دی وطن را خوشی شو.

دا په هوای الوتکه کی سور سلانی نه پوهیږی چی دی د اسلام د مبارک دین د ساتنې مدعیانو د خپلو مسلمانو ورونو په بیا مسلمانولو کی د دی جغرافیی څیره بلکل له کتلو نه و ویسته. د ټولنې تر نیمایی زیات جوړونکی انسانان ( ښخې) یی په کورکی بندیانی کړی، د ټولو تعلیمی موسسو دروازی د وطن د اولاد په مخ و تړلی شوی، یواځی په دینی زده کړو د هیواد د آبادۍ د پاره اکتفا وشوه، موسیقی او هنری فعالیتونه له منځه ولاړل، تلویزونونه اعدام شول، عکس اخستل منع شول او سونو ملیونو د خلکو شخصی عکسونه په اور و سوځول شول، جوماتونو کی د لمانځه د ادا کیدو د پاره د حاضری لستونه واچول شول، ټولی ښځی د بوکری ( چادری) او ټول نارینه د اوږدو ږیرو په پریښولو مکلف و ګڼل شول.د ټولی دنیا یاغی ډلی دی وطن ته راغلی او داسی نوری په لسګونو نوی لوبی پیل شوی.

ممکن دا سیل کونکی به خبر وی چی دی حالت ډیر دوام ونه کړ، د ۲۰۰۱ وم کال د سپتمبر د یوولسمی واقعه را منځ ته شوه. د دی  سره سم د دنیا تر ټولو لوی او یکه تاز قوت ته مناسبه بهانه په لاس ورغله او د دنیا له ټولو په غریب او مظلوم ملک افغانستان باندی د خپلو هدفونو د پاره (چی هرڅه وو؟) حمله وکړه او په دی وطن د رانازلی شوی شدیدی افراطی ډلی تسلط  پای ته ورساوه. امریکا د دی د پاره چی دی حملی ته مشروعیت ورکاندی د ملل متحد نه یی فیصله واخسته او ټول نظامی ملګری یی په فاجعه کی را شریک کړل.

دی مغرور او بی باکه زبر ځواک افغان ولس ته د انسانی ژوندانه د جوړښت شنه څراغونه ور ښکاره کړل، د تروریزم د ختمیدو، د دموکراسی د رامنځ ته کیدو او د افغانستان د آبادی د پاره یی ژمنی وکړی او د وران افغانستان په جوړیدو یی پیل وکه.

لومړی کار یی دا وکړ چی نوی داسی یو لاس پوڅی حکومت یی د هیواد د مشهورو غلو، ډاکوانو او د ملی شتمنیو د لوټمارانو او کباړیانو نه جوړ کړ، دی کار  له صحنی نه ویستلی شوی طالبان چی وړو  کونجو نو ته  ور ټول شوی ول، ورو ورو بیرته سره را ټولیدو ته و هڅول. د امریکا زبر ځواک هیواد هم د آبادي په نوم د خپلو خلکو د ټکس ورکوونکو له بودجی څخه په ملیاردونو ډلار راو ویستل او داسی یی مصرف کړل چی (۵۰٪) یی خپلو غلو په لار کی چور کړل، ممکن (۴۰٪) به یی افغان غلو ملګرو ته ور رسیدلی وی او شاید چی (۱۰٪) به یی د هیواد په نظامی او ملکی خدماتو کی مصرف شوی وی.
 په دی ټولو کړو وړو کی ورسره د افغانانو د بدبختی او تباهی لوی رامنځ ته کونکی او تاریخی دښمن پاکستان د بی عقلو امریکای واکدرانو د استاد او رهنما په حیٍیث وجود درلود او ټول کارونه د انګریز د دی شاګرد په خوښه پر مخ تلل. دپاکستان غوا بیا لنګه شوه او د هغو  طالبانو په را ټولولو چی دوی په امریکا خرڅ کړی ول ، د امریکا د زندانونو د راخلاصولو څخه د نوو هدفونو د سرته رسولو د پاره د امریکای مقاماتو سره په کار پیل که او لازمه نتیچه یی تری تر د لاسه کړه.

دی ډلی ورو ورو قوت و موند او د متجاوزو قوتونو او د لاس پوڅی افغان دولت په وړاندی په وسله واله مبارزه پیل وکه. پنځلس کاله یی ګرمه جګړه وګړه او د افغان هیواد د جغرافیی څیره یی چی تر یوه حده د کتلو شوی وه بیا داسی بدرنګه کړه چی د هرچا له کتلو یی و ویسته.

د هوا سیلانیان ممکن و نه پوهیږی چی دلته په هر ښار کی بیا د وینو ردونه روان شول، بیا د هیواد کلی او بانډی د درنو بمونو او چاودونو لاندی راغلې، داکرت په ودونو، په جنازو، په جوماتو او په هر ډول غونډو هم بمونه و وریدل او ورسره یوځای په لکونو تازه زلمیان په شهادت ورسیدل. زه یقین لرم چی د سیل کونکی به هم خبر وی چی دا کرت په دنیا کی د دموکراسی لوی ساتونکی په هغه ملک چی د ده له برکته د دنیا تر ټولو فقیر او تر ټول  د مفسد زعامت لرونکی هیواد ورنه جوړ شو د بمونو د مور د چاودنو ازمایښتونه هم وکړل.

د هوا نه سیل کونکی به حتمی خبر وی چی  دی زبر ځواک شل کاله په دی جغرافیه کی تیر کړل او تر شلو کالو وروسته په داسی حالت کی د ی هیواد نه را ووت چی خپل ټول مرکزونه یی ویجاړ کړل، ټول هغه وسایل او وسایط چی د ځان سره یی نه شو نقلولی له منځه یوړل او زمونږ د هیواد هغه ویروونکی څیره یی نړی ته ور ښکاره کړه چی هر وجدان لرونکی انسان ور باندی لعنت ووایه. زبر ځواک دا خبره یی هم په اثبات ورسوله چی  زما هیواد یی تر شلو کالو وروسته  بیرته هماغه نقطه کی پریښود په کومه کی چی یی د ده له ورتګ نه د مخه قرار لروده. خو سیل کونکی باید و پوهیږی چی امریکا زما د وطن د پیژندنی په باب غلطه محاسبه کړی وه. د امریکا هيڅ زعامت داسی فکر نه و کړی چی د دوی د زبرځواک په وړاندی به داسی یو نه ماتیدونکی ځواک سر راپورته کوی چی په وږی نس او لوڅو پښو به دا مغرور ځواک له پښو غورزوی او په ټیټو سترګو به د بی حسابه مالی او ځانی بی ګټی او بی نتیجی تاوانو وروسته خپل کورته را ګرزی او د خپل وطن د خلکو د بی شمیره پوښتنو او شدیدې کرکې سره به هم مخامخ کیږی.

نو ګرانه د هوا نه لیدونکی سیلانیه! ته چی هر څوک یی هیله ده چی یوه ورځ ځمکی ته را کوز شی او زما د هیواد زخمی زخمی څیره له نژدی  وګوری او د زبرځواکونو د انسانی معیار اندازه د همدی جغرافیی له څیری نه اټکل کړلی شي.  پای.