ایا طالبان به امنیت قایم کړلی شي؟

۲۰۲۱/۰۹/۰۳

انجنییر سلطان جان کلیوال

ایا طالبان به په ټول هیواد کی امنیت قایم کړلی شي؟

زه نه غواړم چی د کومی بدبینۍ یا خوشبینۍ له مخی دا پوښتنه مطرح کړم چی ایا طالبان به په دی و توانیږی چی په ټول هیواد کی داسی امنیت راولی لکه څنګه چی ورته د افغانستان خلک او ولسونه، چی د څلورو پنځو لسیزو را په دی خوا د لویو او وړو جنګونو په اور کی سویدی اړتیا لری؟

ماته د نظر د خاوندانو د تحلیلې څیړنو او د دوی له  له نظرونو نه داسی ښکاری چی طالبان که د ملت غوښتنو او اړتیا و ته په سر سری توګه وګوری او یا ورته د تیرو دولتو نو او دولتي مشرانو په څیر د دروغو غولونکی داسی وعدې ورکاندی چی هغه عملی نه شی کړلی نو داسی ښکاری چی لاندی پیښې به چی د زنځیر د کړیو په څیر یوه د بلی سره نښتې دي، را منځ ته شی او ددوی واکمنې به د جدی ګواښ او حتی د ماتی سره مخامخ کاندی.

۱ – د پنجشیر په ولایت کی د دویم مقاومت په نوم د مخالفت د نوی وسله والې پیښې را څرګندیدل:
 زه په نشراتی پاڼو کی وینم چی زمونږ ډیر هوښیار او په ټولیزو اړیکو پوه کسان هم د مقاومت د پیښې په طرفدار اړخ کی او هم یی په مقابل اړخ کی، ډیر بی مسؤولیته احساسات څرګندوی او بی له دی چی د دی وسله وال مخالت او د ګرمی جګړی د بیا پیل کیدو عواقب په پام و نیسی لکه د سيل بین غوندی فتواوی ورکوی او په لوی لاس دغه غوټه چی تر اوسه په اسانۍ سره خلاصیدلی شی لویه وی او په سرطانې غوټې بدلوی. هغه ښاغلی چی د مقاومت طرفدار دی داسی فکر کوی چی ګواکی د طالبانو د زپلو د پاره به بیا کوم زبرځواک د دوی سره ملګری شی او د تیر په څیر به د درنو بمونو په استعمال سره طالبان نابود کاندی او د کوم بل بُن په جرګه کی به بیا د هیواد واکی د دویم مقاومت لاس ته ورشی او بیا به نوی قهرمانان او مارشالان جوړ شی. چی ممکن داسی به بیا ونه شی.
خو د دی مقاومت مخالفین هم دا مسئله دومره ساده ګڼی او وایی چی ولی یی نه ټکوی، ولی دا موقع  ورکوی چی دومره کستاخی وکاندی، ولی ورته حوصله کوی، پری ور دی خیژی او د ګوڼدو لادی دی کړی او داسی نوری له قهر او غضب نه ډکی خبری. زه دی ښاغلو ته دومره وایم چی اول خو په جنګ کی یواځی جنګ کونکی نه بلکی ډیر نورهسی بی ګناه لوی، واړه او زاړه هم هلاکیږی چی هیڅوک یی  د وژلو او د آزارولو حق نه لری. بل داچی تاسو داسی فکر مه کوی چی دی وسله والی جبهی ته به د ګاونډیو هیوادونو لاسونه را اوږده نه شی او بیا به د دی وطن د بربادۍ او تباهۍ د پاره نوی هلی ځلی پیل نه شی او یو بل نسل به هم د جګړو قربانی نه شي.

۲ ـ داسی آوازی او ګونګسی هم شته چی د جنوب او شرق د طالبانو یعنی د ملا هیبت الله اخوند د ګروپ او د حقانی د شبکی تر منځ هم اختلافات روان دی، او داچی تر اوسه په دی و نه توانیدل چی د حکومت مسؤلین او زعامت و ټاکلی شی یو د لیل یی همدا اختلاف دی. ځکه د ملا هیبت الله ډله د پخوانی حالت په خلاف د افراطی نظام په جوړولو چی د مدنی حقوقو تامین ته، د ښځو حقوقو ته،  فردی آزادیو ته او د رسنیو آزادی ته پکی زیان وی نه خوښوی، خو د حقانی شبکه چی د داعش ډلې ته ورته او یا بلکل هماغه ډول افراطی کړنلاره تعقیبوی، په دی ټینګار کوی چی د شرعی اصولونه ( چی هیڅ تعریف هم ورته نه لری) بیرون هیڅ شی ورته د منلو وړ نه دی. حتی داسی اوازی هم تر غوږو کیږی چی د شمال شرق د زون طالبان هم د حقانی شبکی د طالبانو سره ورته نظر لری او همدارنګه د طالبانو د راتلو سره سم د داعش د ډلی د زرو نه زیات آزاد شوي بندیان هم اوس ټول د داعش د خراسان د څانګی سره یوځای شویدی او ویل کیږی د کابل په ښار کی یی شمیر له (۲۰۰ نه تر ۳۰۰) تنو پوری اټکل شویدی. دا ډله د حقانی د شبکی سره نژدی اړیکی لری او ګونګسی دې چی د همدی شبکی په مرسته ورته د تخریباتو زمینه هم برابریږی.( وللهُ اعلم)

۳ – وینو چی نړیوال هم په دی تلاش کی دی چی په طالبانو باندی هم له سیاسی او هم له اقتصادی پلوه فشارونه زیات کاندی او تر ټولو مهمه داچی طالبان دی ته مجبور کاندی، هغه کسان چی غواړی هیواد ترک کاندی باید ممانعت یی ونه کړی او هغه کسان چی همدا اوس په ویره کی ژوند کوی د هغوی د پاره د خارجی دولتونو په مرسته په کابل کی د (امن ساحه) جوړه کاندی او بیا یی له همدی ساحی نه په تدریج سره خارجی هیوادو ته ولیږی. که دا پلان تطبیق شی نو څه فکر کوی چی د طالبانو دولت به د فنی او مسلکی کدرونو د مطلق فقر سره مخامخ نه شی؟

۴ – دا پورته یو څو لاملونه او داسی په لسګونې نوری ستونزی چی د طالبانو د تحریک په وړاندی د یوه باثباته دولت د جوړیدو په لار کی پراته خنډونه دی، سړی ته دا پوښتنه پیدا کوی چی :

« ایا طالبان به په ټول هیواد کی امنیت قایم کړلی شی؟» خدای ج پوهیږی !! پای