دولــــت جـــــــوړونه

پوهاند محمد بشیر دودیال

۲۰۲۱/۰۹/۰۳

دولــــت جـــــــوړونه state building

«د ادارې پنځم بحث»

دولت جوړونه هغه چلند بیلګه او د راز راز اجتماعی ، سیاسی ، امنیتی، اقتصادی، ښوونې او روزنې حقوقی او کلتوری ښکارندو د رغښت، استحکام او سمبالتیا  پروسه ده چې د هغې په بهیر کې د دولت او حکومتي بنسټونو ظرفیتونه اوچتیږی ترڅو دوی وکولای شي خپلې دندې په هغه حد کې په خپلواک ډول تر سره کړي چې تمه ورڅخه کیږي.

دولت جوړوني ته هغه هیوادونه  اړ دي چې یا یې کورنۍ جګړه تیره کړی وي یا د کوم بل عامل له مخې یې دولت له پښو لویدلی وي،  مثلاً  تجزیه شوی  وي، یا دوه هیوادونه سره یو ځای شی، یا  یې له استعمار څخه نوی  خپلواکي تر لاسه کړي وی او داسې نور. په دولت جوړونه کی کامیاب مثالونه د هندوستان ، ویتنام، سینګاپور او یو څو نور دي.

دغه پروسه د عادی حکومتولۍ  په پرتله  دوه ځلي هوډ، انرژی ، پوهې او زیار ته اړتیا لري. د دولت جوړونې لپاره یو شمیر عناصرو ته ضرورت دی چې ځینی یې دا دي: د سرچینو شتوالی، معین جوړښت، متخصصین ، د ترسره کیدونکو دندو او اجرااتو په نښه کول( لکه د پلا جوړونې چارې، ترانسپورت، پولیس، سیاسی بنسټ ،اردو،  روغتیا، ښوونه –  روزنه، ؛ په مجموع کې اقتصادی زیربنا رغاول  او نورې دندې).

 دولت جوړونه کې باید اول د حکومتی ادارو دندې او اجراات، دهغو لپاره سرچینې او ورپسې یې کیفیت په پام کې وي. دې پسې بل ګام په جوړښتونو باندې کار کول دي. هرجوړښټ او بنسټ ته دندې سپارل کیږی او په قانونی او شفاف ډول اجراات ورڅخه غوښتل کیږي.  څو کاله مخکې د شرقی اروپا هیوادونه لکه چک اوسلواک ، بیا عراق او یو څو نور دې ډول اجرااتو ته اړ شول. وروسته تر هغې  اوسني وخت کې  د دولت جوړونې اصطلاح،  په بل هیڅ ځای کې او کوم بل دولت ته نه استعمالیږی، دا  فقط جنګ ځپلو هیوادو لکه  افغانستان، رواندا، یمن، سوډان  ته استعمالیږی. د دغې ډلې  نورو هیوادو خپل دولتونه  جوړکړل.  اوس یی په اقتصادی پیاوړتیا کار کوی ،  خو افغانستان ته  لا هم  اوږده لاره پاتې ده.  افغانستان ته دا ستونزه له ۱۹۹۱ وروسته تر غاړې وته.

په دې بهیر کې بنسټونه دکړکیچ او جنګونو د دوران سیاسی ، اداري، اقتصادی ستونزو حل ته ملا تړي. تر هرڅه  دمخه  د ملی وحدت او ملی ارزښتونو خوندي کول  لومړیتوب مومي.  دغه ستونزه له جګړو او کړکیچونو یا بحران څخه د راوتلیو او یا هم د ناکامو دولتونو لپاره بحث لاندې ده، چې دوی سره ملی او نړیوال انډیوالان باید کار وکړی. اوسنی وخت کې نړیوال انډیوالان؛ نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو د سازمان بیلابیل ادارات او موسسات، د دوستو دولتونو حکومتی واحدونه او منطقوی سازمانونه دي. په دغه پروسه کې معمولاً د ملی فکر لرونکو، خپلواکو او پر ځان ویسا سیاسی اواداری کادرونو روزنه لومړیتوب لري. موخه دا ده چې ناکام دولت( failed state) د کامیابی په لور روان او دولتی ناکامی ( state failure) له منځه یوسي.   ( دا سلسله دوام لري)