ښاغلو د طالبانو مشرانو!

۲۰۲۱/۰۹/۰۱

انجنییر سلطان جان کلیوال

ښاغلو د طالبانو مشرانو!

تاسو د خپل وطن د آزادۍ د شعار تر نامه لاندی دوه لسیزی مبارزه وکړه، ډیر و وژل شوی او ډیرمو نور هم ووژل، په هره بڼه چی وه خو د روان کال د اګست د میاشتی په (۱۵) نیټه مود پنجشیر له ولایت پرته تقریباً د ټول هیواد واک او کنترول تر د لاسه کړ. د خبری رسنیو نه اورو چی د نوی حکومت چی ټول شموله بڼه ولری مشوری او کار کوئ . ملت مو هم د سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دی. نړۍ هم لګیا ده څوک ممکن ستاسو په ګټه او څوک به هم ستاسو د زمامدارۍ په تاوان پلانونه جوړوی او د نوو دسیسو د په کار اچولو سره به ستاسو په ضد کار کوی. دا خو د دی دنیا رواج دی او د تل د پاره به دوام ولری، خو د یوه هیواد او یوی ټولنی د جوړښت د پاره یوه داسی زعامت ته  اړتیا شته چی  تر ټولو د مخه د خپلو خلکو ملاتړ تر د لاسه کاندی او د خپل ملت ټول اوسیدونکی لکه د یوه کور د غړو په څیر سره را ټول او یو د بل تر څنګ د خپل کور د آبادۍ د پاره د ورونو او خویندو په توګه ودروی. او دا کار هغه وخت امکان لری  چی د هیواد ملی زعامت له داسی اشخاصو نه جوړ وی چی نور د ځان نه ټیټ او ناتوان ونه ګڼی بلکی لکه د ځان په څیر نورو ته هم درناوی ولری او د استعداد او کار کولو قدردانی یی وشی. که له دی خبرو نه تیر شو نو اوس د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ ستاسو په وړاندی د پنجشیر په دره او ځینو نورو شمالی ولایاتو کی د دوهم مقاومت په نوم یوه نوی جبهه مخ په خلاصیدو ده. که تاسو د تدبیر، غور، سنجش او حوصلی نه کار وانخلی او د دی جبهی د مشرانو سره مفاهمی له لاری یوی داسی نتیجی ته و نه رسیږی چی د وینو توئیدلو مخه ونیوله شي، نو د دی احتمال ډیر زیات دی  چی په افغانستان کی به د جنګ جګړی بل نوی پړاو د هغو خارجی ډلو ټپلو په مرسته چی همدا اوس د تاسو سره د دوستۍ اړیکی لری، سبا د دښمنۍ لاره ونیسی او له تاسو نه ټول ناراضه قوتونه به ستاسو په ضد سره را متحد او د همدی دویم مقاومت په نوم به یی  د بیا مرګ ژوبلی او ګرمی جګړی د پاره تقویه  کاندی.

که تاسو په خپلو ژمنو چی خپلو وطنوالو سره مو په شفاهی توګه کړی دې ولاړ یاست، که تاسو په ريښتیا غواړی چی د خپل ملت او خلکو نه مشروعیت تر د لاسه کړی او که تاسو د نړیوالی ټولنی نه د سالمو اړیکو تمه لری نو باید د خپلو خلکو د مدنی حقوقو د تامین او د هیواد د مکمل امنیت په باره کی کلکه مبارزه او کار وکړی. د دی د پاره چی دی هدفونو ته ورسیږی د ټولو نه مخکی باید د سولی او مفاهمی له لاری د د دویم مقاومت په نوم د ډلی د مشرانو سره روانه معضله په پوره حوصلی او ګذشت سره حل کړی، تر څو د یوه داسی دولت لرونکی شی چی بیا پکی نه وینی تویی شی او نه د دښمنانو شوم پلانونه چی زمونږ د وطن په هکله یی لری عملی شی. نوره مو خوښه. پای.