تخصص واکى

تخصص واکى ( ad hoc cracy ) او هغې ته اړتیا

اوسنی  عصر اوزمان  د ژوند په هر ډګر کې خپلې غوښتنې لري. معاصره  اداره باید د ملت (ولس) رضایت ترلاسه کړی. هغه حکومت چې ونشی کلولای عامه اړتیاوی پوره کړي، ډیر ژر له ناکامي سر ه مخامخ کیږي. اوسنی حکومتونه او معاصره اداره بل څه نده، دا فقط خدمتګاره سازمان دی چی باید د ټول هیواد په سراسر کې غوره خدمات سازماندهی او تر سره کړي. کله چې یو حکومت او یا یوه اداره همدا صفت ولری هغی ته د مشروعیت لرونکی با د(government legitimacy) د صفت لرونکی ویل کیږی.

حکومت په هغه بڼه، څیره، دریځ او حالت کې چې ټول قانونی او حقوقی اوصاف او شرایط یی برابر او پوره وي او د ولس په خوښه برابر وي، مشروع دی؛ د دې برخلاف او د شرایطو د کمبود په صورت کی ورته governmental unreliabilityویل کیږي. کیدای شی یو حکومت د بیعدالیتی ، ظلم، اداری صعف، بی تخصصی، پرله پسې ناقانونه اجراتو، فساد او نورو له امله خپل مشروعیت له لاسه ورکړی.

یوه ښه اداره هغه وخت جوړیږی چې دهرې برخې( صحت، تعلیم، ترانسپورټ، مالیاتو، بانک،…..) په راس کی تخصصی کسان کار وکړی. دوی به محوری پرمختیا رامنځته او ټولو خلکو ته به هوساینه ور په برخه کړي. محوري پرمختيا دا معنا لري چې عامه اداره کې د ستونزو له منځه وړل او د ټولنيز ژوند د پرمختګ د ماشين په توګه د عامه ادارې جوړول ترڅو ژور سياسي، اقتصادي او ټولنيز تحولات رامنځته شي. د عمومي سيستمونو موډل جوړونه يعنې په محيطي تحولاتو کې له اداري نظامونو سره مرتبط او اړوند موډل جوړول او دغه موډل ټول ټولنيز جوړښت باندې متمرکز کول دي.

د متخصصینو په لاس د نظام چلول او قوی اقتصاد رامنځته کولو ته د ماشین د دوران د پروګرام جوړونی نوښتګره بنسټګری ویل کیږی. اوس موږ  د ماشین او تکنالوژی په عصر کې یاستو. دا عصر« تركيبي تفكر » ته اړتیا لري چې د سیستمونو ټول اجزا په ګډ ډول سره په پام کې ونیولای شو او د تمامیت او کلیت یو قالب کی یی سره راغونډ کړو، یعنې له اجزاوو څخه یې د کُل په هکله نظر (کُلیت) او سیستمی تفکرته انکشاف ورکړو. دې کې اقتصاد، فرهنګ، سیاست، امنیت… لنډه دا چې د ټولنی ټول اړخونه شاما دي. نو تخصص څه ده:

تخصص په یوه څانګه کې د یو چا د تجربې، زده کړو، کاری سابقې او مسلکیتوب لوړې درجې ته ویل کیږی. په یوه علمي څانګه کې د تخصصي زده کړو لرونکی ته متخصص وایی. په یوه ځانګړی تخصصی څانګه کی د اجتهاد په پایله کی د لازمی پوهې او تجربی لرل تخصصیتوب دی. نو متخصصین  په خپلو کارو کی تکړه وي. متخصص وګړی د هیچا په زیان نه وی، بلکې فقط خپل کار کوی. کله چې چارې د تکړه کسانو واک کې وي، د ټولنی هر فرد د امنیت او ډاډ احساس لري. کله چې متخصص مدیران ، پلان او پاليسي جوړوونکى په هرقانونی اقدام کې په زغرده ، پوره واک او بې ستونزو عمل وکولاى شي، تولنه د پرمختګ، هوساینی ، امنیت، عدالت،  ثبات او رفاه په لوري ځي.