اعلیحضرت امان الله خان

۲۰۲۱/۰۸/۳۰

غلام نبي خان چرخي

«پنځمه او آخرینۍ برخه»

د سپه سالار غلام حیدرخان چرخي زوی، سپه سالار غلام نبي خان چرخي د اعلیحضرت امان الله خان تر ټولو وفادار او فداکار ملګری ګڼل کیږي. ګواکي د امان الله خان یوازینی لایق او وفادار منصبدار وو چي تر مرګه یې وفا ورسره وکړه او کله چي اعلیحضرت امان الله خان د هغه د فداکاریو او قربانیو په باب رپوټونه  ترلاسه کړي وي نو حتما به یې ارمانونه ور پسي کړي وي.

غلام نبي خان چرخي، چي په دغه وخت کي په شوروي اتحاد کي د افغانستان سفیر وو، د هغه هیواد له حکومت څخه وغوښتل چي له امان الله خان سره په کابل کي د بیرته پاچا کیدلو په لاره کي مرسته وکړي. د شوروي اتحاد د کمونیسټ ګوند سیاسي دفتر په دې باره کي یوه عاجله غونډه وکړه. په غونډه کي د خارجه وزارت مقامات د امیرامان الله خان د بیرته پاچا کیدلو طرفدار وه او د ګې پي او مقاماتو د سقاو د زوی طرفداري کوله او ویل یې چي دا په افغانستان کي د زیارکښانو انقلاب دی او باید چي ملاتړ یې وسي. خاطرات اقابکف ص ۳۱۲

یوه شپه د کمونیسټ ګوند د سیاسي دفتر په هغه غونډه کي چي ستالین، غلام نبي خان او په افغانستان کي د شوروي د سفارت پوځي آتشه پریماکوف برخه پکښی درلوده، فیصله وسوه چي د سره پوځ یوه ډله عسکر دي په افغاني جامو کي د پریماکوف تر قوماندې لاندي افغانستان ته حرکت وکړي. دوی باید په پټه توګه د افغانستان خاوري ته ننوزي او تر کابل پوري دي پر مخ ولاړ سي. د دې لپاره چي د دوی په مقابل کي کوم خنډ پیښ نه سي نو د دې پوځي قوې ظاهري مشري دي د غلام نبی خان سره وي.

څو هفتې وروسته یوه ورځ سهار وختي د ترمز پر سرحدي ښار باندي شوروي قواوو حمله وکړه.  سرحدي ساتونکو د شوروي پر الوتکو باندي ډزي ومړې خو عسکرو له الوتکو څخه د ماشیندارانو ډزي ورباندي وکړې او ټول یې ووژل. له دې څخه وروسته یوه اته سوه کسیزه پیاده قوه، چي په تاشکند کي له تر تولو تکړه قطعو څخه جوړه سوې وه، د افغانستان خاوري ته ننوتل. له دې قوې سره ماشینداران او توپونه ورسره وه. د مزار شریف پر لور یې حرکت وکړ  او په لار کي چي یې افغاني پوځیانو مخه ونیوله هغه یې ټول له منځه یوړل. د دې قوې په مقابل کي د مزار شریف په شاوخوا کي مقاومتونه وسول خو ډیر ژر شنډ سول او د شوروی  سرو عسکرو، چي افغاني جامې یې په ځان کي وې، ډیر ژر د مزار شریف د ښار کنټرول واخیست. د حملې له پیل څخه د مزار شریف تر نویل کیدلو پوري د افغانانو د تلفاتو شمیر دوو زرو تنو رسیږي. خاطرات اقابکف ص ۲۰۵-۲۰۴

محی الدین انیس هم وایی چي وروستنی مقاومت د سقاو د زوی د ریس تنظیمه له خوا وسو چي له ایبک او تاشقرغان څخه یې دوه زره تنه جمع کړي او د مزار شریف پرښاریې یرغل وکړ. خو له یوې لنډي مقابلې وروسته، سقاویانو ماته وخوړه.  بحران و نجات ص ۱۹۷   خو د حیرانتیا خبره دا ده چي محی الدین انیس د سقاویانو د حکومت دا تبلیغ نه مني چي وایی د روسانو قواوو د افغانستان پرخاوره باندي حمله کړې ده او وایی هغه څوک چي را روان وو، روس نه بلکه غلام نبي خان وو. مګر په حقیقت کي د سقاویانو  تنظیمیه هیات د وطن پر خاوره باندي د روسانو د  حملې د آوازې په ګډولو سره یو لوی چال وواهه. ځکه چي که یې ویلي وای چي غلام نبي خان حمله کړې ده نو خلک به داسي فکر وکړي چي ورور وژنه کیږي او را غونډ به نه سي.  هغه کتاب   ص  ۱۹۶

آقابکف وایی د سقاو د زوی مجاهدین اکثر هغه بخارایی او ترکمن مهاجرین وه چي د مزار شریف په ختیځ کي را غونډ سوي وه او د غلام نبي خان د قواوو د پرمختګ مخه یې نیوله. غلام نبي خان هم د مزار شریف او د ښار د شاوخوا خلک را غوند کړل او د سرو عسکرو سره یو ځای یې د تاشقرغان پر لور حرکت پیل کړ. د تاشقرغان سره نیژدې د دواړو قواوو ترمنځ ډیر سخت جنګ وسو. د سقاو قواوو له شپږ ساعته جګړې څخه وروسته ماته وکړه او تقریبا درې زره تنه یې ووژل سول. د غلام نبي خان او روسانو قواوو په ډیره اسانۍ د تاشقرغان ښار ونیوی او د خان اباد پر لور یې پرمختګ پیل کړ.  خاطرات آقابکف ص ۲۰۵

محی الدین انیس وایی کله چي د مزار په باره کي د سقاو زوی ته خبر ورسیدی نو هغه د کابل د شاوخوا  او کوهدامن څخه،په وچ زور، د سیدحسین په مشری، یوه قوه چي شمیر یې څلورو زرو ته رسیدی د غلام نبي خان سره د جګړې لپاره ولیږله. د ایبک په شاوخوا کي د دواړو قواوو ترمنځ یوه سخته جګړه وسوه د سقاویانو قوې ماته وکړه او سره وپاشل سوه. سید حسین د بدخشان خواته عقب نشیني وکړه. له بدخشان څخه یې څو نوري حملې هم وکړې خو ټولي ناکامي سوې. له خلکو سره دا هیله پیدا سوه چي ګوندي غلام نبي خان به هیواد وژغوري. خو له بده مرغه چي هغه ته  غلام صدیق خان تلګرام واستاوه چي امان الله خان له وطنه وتلی دی ته هم ووزه. غلام نبي خان هم یوه ورځ وروسته بیرته د روسیې خاوري ته ننووت. بحران ونجات ص ص ۱۹۷-۱۹۸

اقابکف وایی، په داسي حال کي چي جنګ روان وو، مسکو ته خبر ورسیدی چي امیر امان الله خان یو ناڅاپه د سقاو له زوی سره له مبارزي څخه لاس اخیستی دی او له کندهار څخه هند ته تښتیدلی دی. په دې صورت کي زموږ د لیږل سوي قوې کار هم نیګړی پاته سو او غلام نبي خان ته هم له عقب نشینی پرته بله لاره پاته نه سوه. د سره پوځ ټولو عسکرو، د ماسکو په امر، له جنګه لاس واخیست او درې ورځي وروسته ټول د شوروي په خاوره کي په خپلو قطعو کي ځای پر ځای سول.  خو اقا بکف د شوروي د قواوو  د  عقب نشینی بل دلیل دا بولي چي په افغانستان کي په سفارتخانو کي او د اروپا په مطبوعاتو کي، په افغانستان کي د شوروي د قواوو د مداخلې خبره ډیره توده وه او ګې پي او ته په دې باب اطلاعات رسیدلي وه چي ټوله نړی د شوروي په مداخلې خبره سوې ده.  ټولو خارجي هیوادونو، له هغې جملې څخه ایران او ترکیې، چي د شوروي اتحاد دوستان وه، د شوروي له مداخلې سره مخالفت ښودلی  او په حقیقت کي دا خبره ډیره عجیبه ښکاریده چي یو کمونیسټي هیواد، سلطنت ته، د یوه پاچا د بیرته رسولو لپاره فعالیت وکړي. خاطرات اقابکف ص ص ۲۰۵-۲۰۶

آقابکف وروسته لیکي چي په ماسکو کي د افغانستان مختار وزیر غلام نبي خان زموږ څخه وروسته وغوښتل چي د افغانستان په جګړه کي د نادرخان طرفداري وکړو. خارجه وزارت له هغه سره ژمنه وکړه چي که نادرخان د افغانستان په جنوب کي د انګلیسانو پر ضد سلوک اختیار کړي نو له هغه سره به معنوي مرسته وکړي.   هغه کتاب ص ۲۰۷

نتیجه

د افغانستان په بیلو بیلو سیمو کي د سپه سالار محمد نادر خان جنګونه او د سقاویانو څخه د کابل د تخت نیول زموږ د مضمون موضوع نه ده. نادرخان د ۱۹۲۹ کال د اکټوبر پر پنځه لسمه پاچا سو. د نوامبر پر لومړۍ نیته یې د سقاو زوی، د هغه ورور او د هغه یوولس تنه مهم ملګري او مشران اعدام کړل. اعلیحضرت محمد نادرشاه د اعلیحضرت امان الله خان اکثر اصلاحات تعقیب کړل او د قدرت په څلور کلنه دوره کي یې داسي پرمختګونه راوستل چي چایې انتظار نه سو کولای. د هغه د قدرت زمانه او پرمختګونه زموږ د مضمون موضوع نه ده. نادرخان د عسکرۍ په وخت کي یو لایق سپه سالار او د پاچهی په وخت کي یو هوښیار سیاستمدار وو. خو که یې د خپل استعداد او لیاقت څخه د امان الله خان سره د مخالفت کولو څخه نه بلکه د روغي کولو لپاره کار اخیستی وای  ښایی د افغانستان تاریخ بل رنګ درلودلای وای. لیون پولادا په دې باره کي ډیر ښه قضاوت کوي او وايي چي که دا دواړه مشران  سره یو لاس وای نو ښایی چي امان الله خان خپل تخت ژغورلی وای او نادرخان د هغه قاتل له مرمیو څخه بچ سوی وای چي د ده څلورکلني پاچهی ته یې خاتمه ورکړه.   پولادا  ص ص ۲۰۵-۲۰۴

داسي ښکاري چي نادرخان د دوستۍ تر پاللو د دښمنۍ په پاللو کي ټینګ وو. نادرخان ټول هغه کسان چي د اعلیحضرت امان الله خان په دوره کي یې اختلاف ورسره درلود او د افغانستان په خاوره کي په لاس ورغلل یو په یو یا اعدام او یا د بندیخانې شومه کړل او چي څه پاته وه نو د هغه دیکتاتور ورور سردار محمدهاشم خان یا مړه، یا تبعید، یا تیښتي ته مجبور او یا په زندانونو کي وراسته کړل.

اعلیحضرت امان الله خان له خپل ملت سره د یوه مهربان پلار او یوه خواږه ورور په څیر مینه درلوده. له هیواد سره د هغه عشق یوازي د شعر په ژبه افاده کیدلای سي. هغه په هیواد کي ټول اوسیدونکي خلک افغان بلل. د افغانستان خلکو د څه باندي یوې پیړۍ استبداد، داخلي جنګونو او انارشیو څخه وروسته هغه ته ضرورت درلود. که هغه په قدرت کي پاته سوی وای افغانستان ښایی د وروستیو څه باندي دریو لسیزو ناخوالي لیدلي نه وای.

په افغانستان کي، د امان الله خان په مقابل کي ټولي ستونزي د هغه د اصلاحاتو سره د ملایانو، حضرتانو، پیرانو او د زړو فکرونو د څښتنو سردارانو د اختلاف له امله را پیدا سوې. هغه ته په کار وه چي د خپلو اصلاحاتو څخه یې دفاع کړې وای. دفاع په دفاعي توان کیدلای سوای او هغه توان ته ده لازمه توجه ونه کړه. ویل کیږي چي هغه باید خپل پوځ تقویه کړی او بیا یې د اصلاحاتو پروګرام وړاندي کړی وای. دا خبره ډیره پرځای ده ، مګر کله چي موږ ګورو چي د سقاو د لښکرو مخه د حربي ښونځي اته لس تنه تر سر تیر شاګردان را ګرځولای او، د لنډ وخت لپاره، د ارګ او کابل د سقوط مخه نیولای سي نو ویلای سو چي یوازي پوځي کمزوری د امان الله خان ملا نه ده ماته کړې بلکه د افغانستان د خلکو او خاوري له دښمنانو سره د مقابلې لپاره د ارادې کمزوري او د نیژدې ملګرو نامردي د هغه د سلطنت د سقوط ډیر مهم عامل سو. امان الله خان په تبعید کي د خپلو ویناوو په ترڅ کي دې خبري ته څو ځله اشاره کړې ده چي هغه پوځي شکستونو نه بلکه د نیژدې مامورینو او مقاماتو نامردیو او خیانتونو د تخت پریښودلو ته مجبور کړ. پولادا  ص  ۲۰۶

د اعلیحصرت امان الله خان د سقوط  او له هیواد څخه د وتلو علتونه به ډیرزیات وي. خو څرنګه چي نه له بیکارۍ څخه د خلکو شکایتونو، نه د لوږي د لاسه د خلکو ښورښونو، نه د رشوت خورو او فاسدو مامورینو د لاسه د خلکو بغاوتونو او نه د ملایانو او پیرانو تبلیغاتو هغه ته ماته ورکړې، بلکه د جنګ په میدانونو کي یې، چي ښایی د ټولو پورتنیو علتونو په نتیجه کي پیل سوي وي، ماته خوړلې ده نو ځکه موږ وایو چي پوځي کمزوري د هغه د ماتیدلو اصلي علت سو. که له هري حادثې سره د مقابلې لپاره  جلا جلا قوتونه موجود وای ښایی خبره دونه ژر خرابه سوې نه وای. سر پرسی سایکس وایی د تاریخ په محکمه کي هغه ځکه محکوم دی چي پر افغانستان باندي د سقاو د زوی مصیبت ده نازل کړ. خو په دفاع کي یې ښایی دا وویل سي چي د هغه ډیر زیات اصلاحات چي ده خپل تخت ورباندي بایلود لازم او ګټور وه او په اینده کي به کرار کرار عملي سي. سایکس ص  ۳۱۷

      ځیني مورخین په دي عقیده دي چي امان الله خان باید لومړی خپله ټولنه ښه په غور کتلې او پیژندلې وای. او وروسته یې د خپلو ژورو او هر اړخیزو اصلاحاتو عملي کولو ته ملا تړلې وای. هغه باید دا معلومه کړې وای چي په هغه قبایلي سسټم کي چي د ده نیکه امیر عبدالرحمن خان، د مرکزي حکومت د ټینګولو په منظور، ګوزار ورکړی وو څوموره زور پاته دی. اعلیحضرت امان الله خان باید د اصلاحاتو او د پوځ د غښتلي کولو او د هغه په زور د قبایلو د احتمالي مقاومت د ماتولو کارونه  په یوه ځل او یو ځای نه وای پیل کړي. دواړه کاره کول هغه ته ممکن نه وه. د هغه نیژدې پوځي سلاکار سپه سالار محمد نادر خان هغه ته تر هر څه مخکي د پوځ د غښتلي کولو او ښه روزلو مشوره ورکړې وه. پولادا  ص ص ۲۷۳ – ۲۷۴ دغه راز افغانستان په وچه کي راګیر نیستمن هیواد دی. امان الله خان په داسي شرایطو کي ښو ګاونډیانو ته اړتیا درلوده چي د تنګسې په وخت کي د هغه له دښمنانو سره مرسته ونه کړي او که له ده سره خواخوږي نه کوي نو لږ ترلږه بیطرفه خو پاته سي. امان الله خان له یوې خوا د برټانوي هند پر ضد، چي د خپل وخت تر ټولو لوی استعماري طاقت وو، تبلغیات کول او په وچ زور به یې د هغو دښمني را پاروله . اعلیحضرت امان الله خان په ارادو قبایلو کي پیسې ویشلې او له برټانیې سره دا انديښنه وه چي دا پیسې له شوروي اتحاد څخه راځي. پولادا    ص ص  ۲۴۷-۲۴۶       برټانوي هند  به هم په خپل وار دننه په دربارکي د ناراضی عناصرو سره تماسونه ټینګول او چي څه وخت وروسته د امان الله  پر ضد په ټول هیواد کي د بغاوت اورونه بل سول نو د هغه مخالفو ملایانو او پیرانو ته یې د برټانوي هند په خاوره کي د ازادو تبلیغاتو او پروپاګنډونو او په قبایلو کي د ورانکاریو د کولو زمینه برابره کړه.  

       کله چي امان الله خان د کندهار څخه د کابل د بیرته نیولو دپاره پوځي عملیات پیل کړل او ځان یې تر غزني پوري ورساوه. هلته یې د غلجیو له قبایلي خلکو څخه ګیله وکړه چي ولي د ده د حکومت پر ضد جنګیږی. هغوی ورته وویل چي ستا دښمنان دوه تنه دی . یو د سقاو زوی او بل پیرصاحب. شیرآغا د غلجي قبایلو پیر صاحب وو چي لکه بد شګون په ډیره چټکی د هند له لوري د غزني پر لور روان وو او په لار کي یې خپل غلجي مریدان پر امان الله خان باندي حملو ته تشویقول . شیراغا او د هغه سره ملګرو ملایانو تبلیغ کاوه چي د کابل تخت د سقاو د زوی په لاس کي دی. نو په دې صورت کی امان الله یاغي دی. سټیوارټ  ص ص ۵۵۶-۵۵۷

      اعلیحضرت امان الله خان ، پر دې برسیره، له  خپل شمالي ګاونډي شوروي اتحاد سره هم ښې اړیکي نه درلودلې او حتی د پاچهی په لومړیو کلونو کي یې ډیر سخت مخالفتونه ورسره پیدا سول. امان الله خان ښایی غوښتل چي په سیمه کي د ټولو او یا ډیرو اسلامی قومونو او هیوادونو مشري وکړي. د هند د خلافت ګوند د وخته لا فیصله کړې وه چي، د عثماني امپراطورۍ د سقوط څخه وروسته به، د خلافت چپنه ده ته ور اغوندي. ځوان اعلیحضرت به دغه راز فیصلو حتما مغرور کړی او د اسلامي نړۍ، یا لږترلږه د ګاونډیو اسلامی هیوادونو، د مشرۍ آرزو به یې ورپیدا کړې وي. اعلیحضرت امان الله خان، لکه څرنګه چي یې په ازادو قبایلو کي د انګریزانو پر ضد تبلیغات کول، د شوروي اتحاد په اسیایی هیوادونو کي یې هم باسماچیانو( د شوروي رژیم مخالفو وسله والو جنګیالیو) ته مرستي ور پیل کړې. حتی د جنګ وزیر نادر خان یې، د فرغانې له یاغیانو سره د نیژدې تماس ټینګولو لپاره قطغن ته واستاوه. خپل نور عالي رتبه مقامات یې، د همدغه مطلب لپاره، مزار شریف او هرات ته ولیږل. ادمک   ص ص    ۷۰-۷۱

      امان الله خان په مرکزي اسیا کي د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره له بخارا سره ډیلوماټیک اړیکي ټینګ کړل. په ترکستان کي یې د شوروي د مخالفینو د مقاومت له مشرانو سره تماسونه ټینګ کړل او وسلې او جنګیالي یې ورلیږل. ګریګوریان ص  ۲۳۵

     شوروي اتحاد د افغانستان د دغه راز مداخلو او غیر دوستانه سلوک له امله په ماسکو کي د افغانستان سفیر غلام نبي خان چرخي ته خپل احتجاج واستاوه او افغانستان ته یې اخطار ورکړی چي باید له دغه راز اعمالو څخه یا لاس واخلي او یا به يې دغه راز مداخلې ښه عواقب ونه لري.    ادمک  ص ۷۱

    که څه هم چي افغانستان شوروي اتحاد ته اطمینان ورکړ چي د هغه هیواد په داخلي چارو کي به مداخله نه کوي او په عمل کي یې هم د شوروي اتحاد باور تر لاسه کړ او اړیکي بیرته دوستانه سوې خو داسي ښکاري چي افغانستان یو ځل بیا د آمو په سیند کي د ینګي قلا په ټاپو کي هغو تقریبا زرو تنو اوزبکو ته ځای ورکړی وو چي د شوروي اتحاد څخه تښتیدلي او هغه ټاپو ته ورغلي وه. اوزبکو یاغیانو له هغه ځایه څخه د شوروي حکومت پر ضد پوځي عملیات کول او شوروي قواوو هغه ټاپو د کال ۱۹۲۵د ډسامبر په میاشت کی اشغال کړ. د افغانستان حکومت پر خپله خاوره باندي دا تیری ونه زغامه او اعلان یې وکړ چي د هغه هیواد پر پاکه خاوره باندي شوروي قواوو تیری کړی دی. امان الله خان د شمال لوري ته د پوځي قواوو د لیږلو امر وکړ. خو شوروي قواوو په هغه ټاپو کي د یاغیانو قواوي دړي وړي کړې او نور یې دا کوچنی ټاپو په دې نه ارزاوه چي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ورباندي خړ پړ سي او په لوی لاس ځانته یو بین المللی ډیپلوماټیک جنجال پیدا کړي. شوروی قواوي د ۱۹۲۶ کال د فبروري په میاشت کي بیرته پر شا سوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستی د موافقې په نتیجه کي هغه ټاپو د افغانستان خاوره وګڼله سوه. که څه هم چي دا جنجالونه به پر خپل وخت فیصله سوي وي خو بیا هم د د ګاونډیو هیوادونو په تاریخ کي یو فصل دی او لږ ترلږه په یوه ټاکلي وخت کی به یې د ګاونډیانو ترمنځ زړه بداوی او په اینده کي بدبیني پیدا کړې وي.

         اعلیحضرت امان الله خان په ډیره ځوانۍ کي قدرت ته ورسیدی. هغه نه تجربه او نه مطالعه درلوده. په یوه وروسته پاته ټولنه کي زیږیدلی او لوی سوی وو. د بهرنۍ نړۍ او د هغې د پرمختګونو په باره کي یې یوازي کیسې اوریدلي وي. پر خپلي خاوري او خلکو مین وو او له ترقۍ او پرمختګ سره یې لیونۍ مینه درلوده. هغه په هره برخه کي پرمختګ غوښتۍ خو د پرمختګ په لارو چارو نه پوهیدی. هغه ته په هیواد کي د اصلاحاتو د ښمنان ور معلوم وه، او یا ښایی د خوست د پاڅون څخه وروسته ښه ورته څرګند سوي وي، خو د اصلاحاتو د دښمنانو سره د مبارزې، د هغوی د کرارولو او یا له منځه وړلو چل نه ورتلی. امان الله خان د قبایلو سره د ګوزارې کولو او د هغوی د مقاومت د روحیې د ماتولو څخه نیولې  په اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ساحو کي د اصلاحاتو راوستلو او پوځ د روزلو پوري په هره ساحه کي ښو مشورو او ښو سلاکارانو ته ضرورت درلود. خو هغه یو پاچا وو. د هغه  فیصله چا نه سوه ماتولای او خبره یې آخري خبره وه. د پاچاهانو، معمولا، هغه مشورې خوښي وي چي د دوی پرزړه جوړي وي. هوښیار او صادق خلک خپلو مشرانو او پاچاهانو ته غلطي مشورې نه سي ورکولای او کله چي د پاچا له بیځایه نقشو سره مخالفت وکړي او یا سم سر ورسره ونه ښوروي نو خپل مقامات له لاسه ورکوي او له نظره لویږی. د هغوی ځای معمولا هغه غوړه مالان، نالایق او ابن الوقت کسان نیسی چي د پاچا د خوښي سره سم مشورې ورکوي. له دغه ځایه څخه د پاچاهانو تباهي پیل کیږي.

    اعلیحضرت امان الله خان ته خپلو نیژدې هوښیاارو سلاکارانو او مشروطه غوښتونکو مشوره ورکړې وه چي په یوه مشروطه نظام کي د صدراعظم او پارلمان درلودل حتمي دي. ځکه نو هغه د ارو پا له سفر څخه د راستنیدلو نه وروسته  د اکټوبر پر پنځمه نیټه په خپله څلورمه وینا کي وویل چي ما د صدارت د مقام لپاره شیراحمد خان خوښ کړی وو  او هغه ته مي د کابینې د جوړولو هدایت ورکړی وو.خو څرنګه چي مهم کسان له هغه سره همکاری کولو ته حاضر نه دي  نو ما فیصله وکړه چی تر څو پوري نوی پارلمان را غونډیږي نو د صدارت چاري به پخپله پر مخ بیایم. ځکه چي یوازي زه کولای سم چي د انقلابي اصلاحاتو کارونه پر مخ بوزم. زه یو انقلابي پاچا یم او غواړم چي د ټولني د ژوند په هره مرحله کي یو انقلاب راولم. هر هغه مامور چي نه غواړي زما سره د زړه له کومي همکاري وکړي باید استعفی وکړي. د کابل د ګمرک ریس عبدالرحمن خان لودین پورته سو او خپله استعفی یې وړاندي کړه.   ادمک   ص  ۱۳۷ په دې توګه په یوه او بل ډول او په یوه او بله مرحله کي د امان الله خان د کارسړي او صادق ملګري ورڅخه بیل سول او میدان هغو کسانو ته پاته سو چي هیواد یې بالاخره د اغتشاش لمني ته وغورځاوه.

        اعلیحضرت امان الله خان ته له خپل پلار څخه په خزانه کي ۱۵۰ میلیونه روپۍ پاته سوې. دا دونه پیسې وې چي که، د منظمو کلنیو عایداتو سره یو ځای، سمي لګول سوي وای نو تقریبا د هرڅه لپاره یې بس وې. خو امان الله خان هغه  پیسې د ښایستو قصرونو په ابادولو، چي د هغوی د جوړولو لپاره مهندسان یې زیاتره له بهر څخه راغوښتل، په ډیرو زیاتو هیوادونو کي د سفارتخانو په پرانیستلو، چي ډیر زیات لګښتونه یې غوښتل، او زیاترو سفارتخانو ته اصلا ضرورت هم نه وو، د الوتکو په رانیولو، بهر ته د محصلینو په لیږلو او ماشینونو په رانیولو او له بهر څخه د انجنیرانو او ډاکټرانو په استخدامولو ولګولې. افغانستان دې ټولو شیانو ته ضرورت درلود. امان الله خان دغه ضرورت احساس کړی وو، خو په داسي هیواد کي چي هر څه ته ضرورت لري نو د هر ضرورت د لیري کولو لپاره جلا او پروخت ګام پورته کول په کار دی. محمد نادرخان وایی د کابل په لارو کوڅو کي هره ورځ په لس هاوو خارجي ډاکټران او انجنیران دې خو آخوا دې خوا ګرځیدل او هیڅ کار یې نه درلود. د انجنیرانو لپاره نه پروګرام وو، نه پلانونه وه چی دوی کار ورباندي وکړي او نه سامان وو چي دوی د کار کولو په وخت کي هغه استعمال کړي. په ښوونه او روزنه بې خرته پیسې لګیدلې او پیسې لکه اوبه داسي رواني وې. ضمنا پوځ او د پوځ لګښتونه په خطرناکه ډول کم سول او دولت نه سو کولای چي په  ولایاتو کي د ناکراریو د مخنیوي لپاره کار ورڅخه واخلي.  ادمک  ص   ۸۷

   د ډیلي میل خبریال رانلډ وایلډ چي د اعلیحضرت امان الله خان د پاچهی په وروستیو شپو ورځو کي کابل ته تللی وو وایی چي یوه بهرني سړي سلام رته وکړ ویل یې زه سیګنور پیري یم. په انګلیسي ژبه خبري کوم. زه دلته د بی سیم انجنیر یم او د افغانستان د حکومت لپاره کار کوم. خو دلته بی سیم نسته.  وایلډ ص  ۱۴۸

      د امان الله خان ورور کبیر، چي د روغتیا وزیروو، د ملکي روغتون جرمني آمر ته وویل چي په روغتون کي باید د ایکس رې  ماشین ودرول سي. هغه ورته وویل چي د ایکس رې ماشین دونه زیاته بیه نه لري، خو د هغه چلول ډیري زیاتي پیسې غواړي او هغه پیسې په نورو ځایونو کي باید ولګولي سي. کبیر ورته وویل چي د ماشین د چلولو د لګښت غم نسته. ځکه چي له هغه څخه کار نه اخیستل کیږي. خو موږ باید دا وویلای سو چي په کابل کي د ایکس رې ماشین لرو. د امان الله خان ایراني سکرټر هغه ماشین د کبیر تر پیشنهاد کړي قیمت لس چنده ارزانه واخیست. کبیر بې آبه سو او استعفی یې وکړه.   سټیوارټ  ص   ۳۰۰

         امان الله خان، د ده په اصطلاح یوه انقلابي پاچا په حیث، د خپلو اصلاحاتو پر داسي اړخونو د لیونتوب تر سرحده ټینګار وکړ چي د افغانستان د وروسته پاته ټولني لپاره یې منل تقریبا غیر ممکن وه. هغه د چادرۍ سره د تعصب ترسرحده مخالفت وکړ او یوه ورځ یې په کابل کي په عمومي باغ کي یوه ښځه په چادري کي ولیده. په زوره یې ورباندي چيغه کړه چي د دې چادرۍ سره دلته څه کوې. پخپله ورغی د ښځي څخه یې چادري لیري کړه او اور یې ورته واچاوه. ښځه مجبوره سوه چي لوڅ مخ خپل کورته ولاړه سي. بله ورځ یې یو بل سړی ولیدی چي بګړۍ یې تړلې وه او اوږدې ماټي یې پرې ایښي وې. هغه یې پخپله ونیوی. د سلماني دوکان ته یې بوت. ماټي یې ور وخریلې او رخصت یې کړ.   سټيوارټ    ص      ۳۷۸

       که دا کیسې، چي په ځینو غربي کتابونو کی یې رپوټ ورکړه سوی دی، ومنو نو ویلای سو چي امان الله خان د خپلو اصلاحاتو په عملي کولو کي د انقلابیګرۍ څخه نه بلکه د لیونتوب څخه کار اخیستی دی.

      د کندهار ملایانو یوازي له دې کبله د امان الله خان د کفر فتوا صادره کړه چي د خپلي ښځي مخ یې لوڅ کړی وو. دا فتوا به حتما د مامورینو او وروسته د ده د سلاکارانو تر غوږونو رسیدلې وي. که ده خواخوږي سلاکاران درلودلای نو حتما به یې د کندهار د خلکو دغه سخت عکس العمل ته متوجه کړی وای او ښایی چي په نتیجه کي هغه د خپل جدیت څخه لاس اخیستی او یو څه نرم سوی وای. خو له بده مرغه چي نامردو او غوړه مالو ملګرو امان الله خان ته په هيڅ برخه کي داسي خبره نه کوله چي ښایی ده به یې اوریدل نه غوښتل.

مأخذونه

۱:   محی الدین انیس:     بحران ونجات  طبع دوم ۱۳۷۸  مرکز نشراتي میوند

۲: عبدالحی حبیبي :    جنبش مشروطیت در افغانستان  چاپ ۱۹۸۵

۳:   میرمحمد صدیق فرهنګ:   افغانستان در پنج قرن اخیر  جلد دوم   چاپ ۱۹۸۸

۴: عبدالحق مجددي :     افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر( حقیقت التواریخ)چاپ اول ۱۹۹۹

۵: خاطرات آقا بکف   ترجمه دکتر حسین ابوترابیان:  چاپ اول  تهران ۱۹۷۸

۶: محمد ابراهیم عطایی:    د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه  دریم چاپ ۲۰۰۴  میوند خپرندویه ټولنه

۷: میر غلام محمد غبار :  افغانستان در مسیر تاریخ چاپ اول   ۱۹۶۷ کابل

۸: اعلیحضرت امان الله خان: حاکمیت قانون در افغانستان.

د هغو یاد داشتونو مجموعه ده چي اعلیحضرت امان الله خان کندهار ته، په کال ۱۹۲۵ کي، د خپل سفر په ترڅ کي او له سفر څخه وروسته ترتیب او چاپ کړي دي.

۹: برهان الدین کشککي:   نادر افغان: چاپ مطبعه سنګي ریاست عمومي مطابع کابل، ۱۳۱۰ هجري شمسي

۱۰: مارشال شاه ولي خان فاتح کابل: یاداشت های من.  چاپ پنجم

11  :Vartan Gregorian : The Emergence of Modern Afghanistan    1969 Stanford University Press.

9: Rhea Tally Stewart :   Fire in Afghanistan1973

12: Ronald Wild: Amanullah Ex- King of Afghanistan Third Edition 1983

13: Ludwig W. Adamec: Afghanistan’s Foreign Affairs to the Mid-Twentieth Century   1974 University of Arizona Press

12:     Louis Dupree: Afghanistan 1980 Edition

14: W.K Fraser-Tytler: Afghanistan A study of Political Developments in Central and Southern Asia  1967

15:Leon B. Poullada: Reform and Rebellion in Afghanistan 1973  Cornell University

16    :Percy Sykes: A History of Afghanistan 1940

17   :Mohammad Ali: Progressive Afghanistan  1933 Kabul