د طالبانو د زعامت نه یوه هیله

۲۰۲۱/۰۸/۱۹

د طالبانو د زعامت نه یوه هیله: 

په ټولنیزو رسنیو کی د طالبانو له ځینو چارواکو نه اورو چی ، عمومی عفوه مو اعلان کړی، له هیچا نه د انتقام اخستلو نیت نه لرو، دا وطن د ټولو افغانانو شریک کور دی، ټول دولتی کارکونکی نارینه او ښخينه ( البته ښځینه د اسلامی حدودو په چوکاټ کی) خپلو وظیفو ته بی له ویری او تشویش نه دوام ورکولی شی، زیار به و ایستل شی چی کار اهل د کار ته وسپارل شی او داسی نوری ډیرې ښې خبرې اورو، چی تر ډیره حده هرچا ته  اطمنان  او ډاډ ورکوی او داهیله ژوندۍ کوی چی ګوندی د هیواد راتلونکی به نوره د هغو دردونو او کړاونو سره مخ نه وی لکه نژدی په دا تیره نیمه پیړۍ کی چی پری تیر شول. 

که د طالبانو دا خبری تاکتیکی او موقتی بڼه و نه لری نو بیا ټول ملت او په دی ملت کی ټولو شاملو قومونو او سیاسي ډلو ته دا په کار ده چی په پوره ایماندارۍ د راتلونکی دولت سره چی په هر نامه وی د یوه اصیل افغان او سوچه با ایمانه مسلمان او د یوه کره او متمدن انسان په توګه د زړه له کومی په صداقت او میړانی سره همکارې و کاندی او خپل وطن داسی آباد کاندی چی په لنډ وخت کی له هره حیثه په ځان متکی او د پیاوړی اقتصاد او نیک مرغه ټولنیز ژوند نه برخه من شی. 

خو د دی د پاره چی دی ستر وطنی هدف ته ورسیږو، زه د یوه داسی افغان په توګه چی د هر ډول ظلم او استبداد نه کرکه لرم او د وطن د آبادۍ او سوکالۍ سره د خپل ژوند په اندازه مینه لرم او ددی تر څنګ په مسلکی لحاظ د خپل وطن د طبیعی زیرمو او سترو معدنی زخایرو نه هم تر ډیره حده خبر یم، د طالبانو د زعامت او مشرتابه د ډلې نه یوه هیله لرم او هغه داده چی: 

که غواړی چی د تیرو پنځو لسیزو د افغانی دولتونو په څیر( ستاسو د تیری دوری په شمول) په دولتی او ملی چارو کی ناکام نه شی، که غواړې چی دا له هره حیثه دردیدلی ملت له تاسو ناراضه او زړه بدی نه شی، که غواړی چی د اسلام د مبارک دین ټول لوړ انسانی فیوضات چی له هر چانه تاسو ورباندی ښه پوهیږئ نړیوالو ته ور وښایاست، که غواړې چی هم له خپلو خلکو او هم له نړیوالو نه لازم مشروعیت تر د لاسه کړی او بلاخر که غواړې چی  راتلونکو نسلونو ته  د اسی نوم پریږدی چی ویاړ درباندی وشی نو د ډیر دقت او پوره پام نه کار واخلی، د تیرو دورو (خصوصاً د تیرو شلو کالو) په اوږدو کی ازمایل شوی لوی او واړه مفسدین، غله، د ځمکو او د خلکو د جایدادونو غاصبین، د نړیوالی عمومی مافیی معلوم الحال غړی، د ملی شتمنیو چورکونکی، چی ډیر یی همدا اوس د هیواد نه بهر د همسایه هیوادونو د مشرانو سره د ځان د بقا په خاطر بوخت دی کار کوی او ځنی یی په وطن کی د ننه له تاسو سره په اړیکه کی دی، د بل وار د پاره په دولتی زعامت کی د ځان سره شریک نکړی. تاسو پوهیږی چی په دی وطن کی قحط الرجال نه دی راغلی، تاسو کولی شی چی په هر قوم او قبیله، په هر سمت او طرف، په هری سیاسی ډلی ټپلې کی له دی منحوسو څیرو نه غیر، نور ډیر پاک نفسه، کارپوه، صادق، ایماندار او وطندوست ګڼ شمیر ستاسو وطنوال په هیواد کی دننه او له هیواده بهرشتون لری چی کولی شی د ځان سره یی په ټولنیز مسؤلیت او خدمت کی را شریک کړی او د خپل وطن د آبادۍ د پاره تری ګټه پورته کړی. که مو دا کار وکړ زه پوره باوری یم چی د ملت زړونه به په لاس راوړی او که مو بیا هم هماغه زاړه وینی خوړونکی په غیږ کی را ونیول نو بیا و پوهیږی چی نه به ملی تکیه و مومی او نه به نړیوال سپورټ تر د لاسه کړی. نه یواځی داچی بری به و نه مومی په دی کی هم شک مه ګڼی چی دوی په ډیر مهارت ستاسو ډیر ملګری هم د مفسدینو په قطار کی ودروی او د ځان سره به یی ملګری کړی او د ملت د نفرت وړ به مو وګرځوی. 

له دی نه غیر د ملی سراسری حاکمیت له ټینګیدو وروسته د ټولو وسله ډلو نه ټولی سپکی او درنی وسلی د یوه منظم پرګرام له مخی راټولی کړی ترڅو بیا څوک ونه شی کولی چی دولت او ملت ته سرخوږی جوړ کاندی. دا ده له تاسو نه ستاسو د یوه وطندار هیله، نوره ستاسو خپله خوښه چی اوری او کنه؟ پای