بلنه

۲۰۲۱/۰۸/۱۹

بلنه

د خپلو خلکو غږ نړېوالو ته ورسوو!

وطنپالو هېوادوالو،

د امریکې متحده ایالتونو زمونږ هېواد د خپل مریه دولت پاکستان سره یوځای زمونږ د زخمي هېواد او بلالېدلو خلکو برخه لیک د یوه تر مخه ټاکل شوي پلان پر بنسټ د جنګی جنایتکوونکو طالبانو په لاس کې ورکړ او خپله ګواکې وتښول. اوس هم د خپلو درواغجنو رسنیو له لارې  د درواغو خپرونې کوي، چې ګواکې طالبان د کېسو د اتلانو په شان دوی او د دوی په لاس جوړ شوی حاکمیت را وپرځاوه. دوی په دی توګه غواړي له طالبانو څخه اتلان وتراشي.

اوس هم د غرب ځینې مغرضې رسنې او تش په نامه افغانستان پېژندونکي د خپلو خلکو د غولولو لپاره حقایق جعل کوي، چې ګواکې د افغانستان خلک طالب فکره دي او طالبان ګواکې د ولسي ملاتړ پر بنسټ وتوانېدل په دې چټکتیا سره ولسوالې، ولایتونه او پلازمېنه کابل ونیسي. طالبانو چې په شلو کلونو کې بریالي نشول، یو ولایت تصرف کړي، څنګه شونې ده چې د یوې میاشتې څخه د کمې مودې په ترڅ کې هېواد بشپړه ونیسي؟ روښانه ده، چې د امریکې او پاکستان د افغان دولتي دستګاه په منځ کې خپلو چوپړانو ته فرمان ورکړ، چې دتسلیم کیدو بند و بست  وکړي، تر څو زمونږ له هېواده د نیابتي جګړو ډګر وګرځوي.

با احساسه هېوادوالو،

که زمونږ زړه زمونږ په وینو لړلو خلکو له زړونو سره یو ځای ډبېږي، باید اجازه ورنکړو، چې امریکا بریالي شي او د نړۍ د خلکو سترګو ته خاورې وشیندي او حقایق قلب کړي! مونږ باید د خپل هېواد د رښتینو بچیانو په توګه  په اروپا، امریکې، کانادا او نورو هېوادو کې د سراسري لاریونونو په ترسره کولو سره د خپلو غم ځپلو هېوادوالو غږ نړېوالو ته ورسوو.  او د امریکایی او پاکستانی استخباراتو او د هغو د ملاتړو جفا څرګنده کړو.

راځئ، چې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه، په هغه ورځ، چې زمونږ د سیمې او په ځانګړې توګه زمونږ تر ځانه ګران هېواد باندې د یرغل، ورانۍ او په خاورو او وینو لړلو لامل شوې، د اروپا، امریکې او نورو هېوادنو د توابعو څخه په بلنې سره په هم مهاله مظاهرې لاس پورې کړو او زباته (ثابته) کړو، چې زمونږ ولس مړ نه دی او نه یې هم د هېواد نه بهرو بچیانو خپل بلا لېدلي خلک او هېواد هېر کړئ. راځئ په دې ورځ ټولې ملاحظې او توپیرونه څنګ ته کړو، د هېواد او خپلو خلکو په خاطر په خپل ګډون سره  د مغرضه یرغلګرو پر ضد مظاهره لا پرتمینه کړو.

د ډېرو مالوماتو او د اعتراضاتو له هماهنګولو لپاره  پهfaroe_af@hotmail.com  ایمیل له لارې زمونږ سره اړیکې ټینګې کړئ.

د ټولنو او اشخاصو سره د هوکړې څخه وروسته د بل بلنلیک له لارې به ډېر جزئیات او لا دقیق مالومات درسره شریک کړو.

په اروپا کی  د میشته افغانانو د ټولنوفدراسیون (فارو)

د ۲۰۲۱م کال د اګوست ۱۸مه