اعلیحضرت امان الله خان

اداري فساد

«دریمه برخه»

اداري فساد د ټولنو له تاریخ سره تړلی دی. هیڅ ټولنه په هیڅ وخت کي له فساده خلاصه نه وه. فساد اصلا یوه اجتماعي ناروغي ده چي علت یې د انسانانو طبیعي حرص او له قدرت سره مینه ده. د فساد ناروغي په ځینو ټولنو کی د نطفې په حال کي وي او وجود یې چنداني محسوس نه وي خو په ځینو ټولنو کي دونه پراخه سي چي په یوه اجتماعي ستونزه بدله سي او ټولنه د نارغی سرحد ته ورسوي. خو که چيري دا ناروغي دونه پراخه سي چي پولیس له غلو او داړه مارانو، مشران له پولیسو، وزیران له مشرانو او پاچا له وزیرانو سره ملګری سي نو په هغه صورت کي نظام د سقوط او ړنګیدلو سرحد ته رسیږي او کله کله خو بشپړي ټولني سقوط ورسره کوي. د بشر په تاریخ کي په سل ګونو امپراطورۍ او نظامونه د اداري فساد له لاسه کمزوري سوي او له منځه تللي دي. افغانستان هم یوه وروسته پاته ټولنه ده. ډیرو فاسدو حکومتونو یو په بل پسې سقوط پکښي کړی او ډیر ځله د فاسدو حکومتونو د سقوط په نتیجه کي داخلي جنګونه پکښي پیل سوي او د سل هاوو زرو بیګناه انسانانو ویني پکښی توی سوي دي.

اعلیحضرت امان الله خان د رشوت، غلا او خیانت سره سخته دښمني درلوده او رشوت خورو ته یې سختي سزاګاني ورکولې. خو له بده مرغه چي شاخوا یې داسي کسانو احاطه کړې وه چي د خپلو شخصي اغراضو په خاطر یې د هغه له پروګرامونو، قوانینو او فرمانونو سره بشپړ توافق ښودی. د هغه زړه یې په دغه توګه په لاس راوړی او د پاچهۍ په ټولو کلونو کي یې له خپلو خلکو څخه لیري ساتلی وو. د هغه بر شاوخوا باندي د دې غوړه مالو درباریانو شمیر ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدلو وو او په پای کي پاچا له خپلو ریښتونو او هوښیارو دوستانو او له خپلو خلکو څخه په بشپړه توګه ګوښه کړ. مورخین د هغه د حکومت د سقوط یو لوی علت د هغه غوړه مال درباریان او پراخ اداري فساد بولي. دلته به بده نه وي چي د مورخ پروفیسر محمد علي، چي هر څه یې د سر په سترګو لیدلي دي، د کتاب یوه برخه را نقل کړو” … د دغو اصلاحاتو، چي د پردې یا حجاب لیری کیدل هم پکښی شامل وه، یوه مستقیمه نتجه دا سوه چی فساد او رشوت خوري ورسره زیات سول. د حکومت یو متوسط مامور، چي میاشتنی تنخوا یې ایله پنځوسو روپیو ته، چي تقریبا دیرش شیلینګه کیدل، رسیدله، مجبور وو چي خپل ځان، میرمني او اولادونو ته اروپایی جامې واخلي. څرنګه چي د حلالي تنخوا څخه یې دا شیان برابرولای نه سوای نو بیا مجبور وو چي هغه په ناروا وسایلو ترلاسه کړي. په حکومتي مامورینو کی رشوت، اختلاس او غلا عام سول او د دې نویو اصلاحاتو له طرح کیدلو سره د خلکو کړاو زیات سو. د دې نوي زمان او عصر د پیل کیدلو دپاره عجیب او غریب امرونه صادریدل. عادي کسبګر، نانوایان، اشپزان، سکاره والا، اوښ والا او خرکاران ټول مجبور وه چي اروپایی جامې واغوندي او چا چي سرغړونه کوله هغه ته سخته سزا ورکول کیدله. پولیسو ته امر سوی وو چي هغه کسان جریمه کړي چي اروپایی جامې یې نه وي اغوستي او له عمومي پارکونو او باغونو او ښار څخه یې پسي واخلي.

پولیسو به هر ځای ښځي او نارینه تعقیبول او جریمه کول به یې. یو ځل خو یوه سړي په یوه ورځ کي دیرش ځله جریمه ورکړې وه. ډیر خلک له دغه امله د کابل څخه ووتل او ځینو خو بیخی وطن پریښود. د دې نویو اصلاحاتو په نتیجه کي ناوړه اداره پیل سوه او هغه د ښورښ د پیل کیدلو علت سو. په ټولو ملکي او پوځي څانګو کي فساد روان سو. اکثر مامورین بې تجربې او بې صلاحیته وه او خپلي چوکۍ یې په واسطو، رشوتونو او خپلویو لاسته راوړي وې. د لوړو مقاماتو زړونه یې په پیسو او سوغاتونو ترلاسه کړي وه او هغوی د خلکو پر شکایتونو باندي غوږونه کاڼه اچول او د بیت المال د پیسو پر چوریدلو باندي یې سترګي پټولې. حکومتي چوکۍ په پیسو اخیستل کیدلې او، پرته له دې چي د چا لیاقت او اهلیت دي په نظر کي ونیول سي، هر چا به چي ډیري پیسې تحویل کړې هغه به ښه چوکۍ ترلاسه کوله. چا به چي پیسې تحویل کړې او چوکۍ به یې واخیستله هغه نو اختیار درلود چي په هر ډول یې زړه غواړي خپلي پیسې له خلکو څخه  بیرته ترلاسه کړي. هر ډول چوکۍ خرڅېدلې او هیڅوک د رشوت او سوغاتونو په اخیستلونه شرمیدل او په دې کي د پاچا او حتی د ملکې تر ټولو عالي رتبه مامورین شامل وه. د دې ناوړه ادارې په نتیجه کي ټول خلک خپه سول او د حکومت په مقابل کي یې د ښورښ کولو په مساعد فرصت پسي کتل. د هغوی شکایتونو او عریضو ځکه نتیجه نه ورکوله چي ټولي لوړي چوکۍ هغو فاسدو او بې صلاحیتو مامورینو نیولي وې چي د پاچا پر شاوخوا را ګرځیدلي وه، یوازي غوړه مالي یې زده وه ، د پاچا زړه یې خوشاله ساتلی وو او د هغه د خیالي مفکورو ستایني یې کولې… هغه مامورین چي پاچا ته یې صادقانه او ریښتوني مشورې ورکو لې، سره له هغه چي د اوږده او شرافتمندانه خدمت سابقه به یې درلوده، استعفی کولو ته مجبور سول او په دې توګه د ناوړي  ادارې لمن نوره هم پراخه سوه او میدان بې ارزښتو او حریصو درباریانو ته خالي سو او نور نو قدرت د هغوی په لاس کي وو”     محمد علي ص ۱۰ـ۷

مورخین د اعلیحصرت امان الله خان یوه لویه اشتباه دا بولي چي د خپلي مور سرورسلطان پر خبرو او مشورو یې ډیر غوږ نیوی. په داسي حال کي چي هغه تقریبا بیسواده او ساده ښځه وه او د هیواد ل سیاست څخه بیخبره وه. د پاچا مور تر بل هر چا د خپلو نیژدې خپلوانو سر مینه درلوده او پاچا هم د هغې په سپارښتنه د حکومت ډیري لویی چوکۍ او د افغانستان ډیر حساس ځایونه خپلو بارګزیو ماما خیلو ته وسپارل. کابل د والي محمود یاور او شاغاسي علي احمد به لاس کي وو. کندهار د وزیر عبدالعزیز خان، محمد سرورخان نایب الحکومه او عبدالکریم نایب الحکومه او نیک محمد فرقه مشر په لاس کي وو، مزار شریف او هرات د محمد ابراهیم نایب الحکومه او عبدالرحمن فرقه مشر په لاس کي وو او دا ټول بارګزي او د پاچا د مور سراج الخواتین د کورنۍ غړي او خپلوان وه.    جنبش مشروطیت  ص ۱۶۳

عبدالرحمن لودین په کال ۱۳۰۴ هجري شمسي( ۱۹۲۵) کي د امان الله خان د حکومت پر فاسدو مامورینو باندي د انتقادونو له امله له سختو مخالفتونو سره مخامخ سو او په هغه کال یې  مرحوم عبدالحي حبیبي ته ویلي وه چي د دولت دستګاه یو مردار ډنډ دی او هرڅوک چي ور داخل سي لړل کیږي. ځکه مي ځان د فساد له هغه میدان څخه را وایستی.   جنبش مشروطیت  ص ۱۳۴

اعلیحضرت امان الله خان د خپلي پاچهی په لومړیو کلونو کي د رشوت خوړلو او اداري فساد سره سخت مخالفت وښود او هرات او کندهار ته یې د خپلو سفرونو په ترڅ کي ځیني عالي رتبه مامورینو ته سزاوي ورکړې. خو اداري فساد په ټولنه کي ډیری ژوري ریښې ځغلولي وې او د یوه یا څو تنو په برطرفه کیدلو او په سزا رسیدلو یې چنداني چاره نه سوه کیدلای. هغه د هرات امنیه قوماندان د خیانت په جرم محاکمه کړ، په دوولس کاله بند یې محکوم کړ، د خلکو په مخ کي یې جامې ورڅخه وایستلې او تقریبا سل زره روپۍ یې جریمه کړ. دغه راز یې شاه غاسي محمد سرورخان، چي د اعلیحضرت د مور پلندر کیدی، بندي کړ. پولادا ص ۱۰۹

اعلیحضرت امان الله خان، کندهار ته د خپل پنځه دیرش ورځني سفر په ترڅ کي، د هغه ولایت ټول اداري کارونه پخپله تفتیش کړل. لایقو او صادقو مامورینو ته یې انعامونه ورکړل او رشوت خورو او نا اهلو مامورینو ته یې سزاوي ورکړې. د کندهار د مرافعې قاضي یې په کارونو کي د غفلت، خیانت  او له غلو او مفسدینو سره د ملګرتوب په ګناه له قضا څخه موقوف کړ، هغه دولتي مځکه یې چي په غبن یې د ځان کړې وه ورڅخه واخیستله او له ځان سره یې کابل ته ورسره بوت.  پخوانی قاضي ملا محمد عثمان خان یې به کارونو کي د غفلت له امله پنځه لس ورځي بندي کړ. د کدني قاضي یې له کاره برطرف کړ. حاکمیت قانون  ص ۱۵۳ نور یې نو ځینو د ټیټو رتبو مامورینو ته له یوې هفتې څخه نیولې تر دریو میاشتو پوري د بند سزا وټاکله.    هغه کتاب ص ۱۵۸

په دې حساب نو د پروفیسر محمد علي دا خبره ډیره بیځایه نه ده چي وایی د امان الله خان  د پاچهی په ټوله دوره کي چا  ونه لیدل چي یو د لوړي رتبې خاوند څوک دي په سزا رسیدلی وي. په داسي حال کي چي دا حقیقت هر چاته څرګند وو چي ډیرو عالي رتبه مامورینو په پټه د بدنامو غلو او داړه مارانو سره لاس درلود او له هغوی سره په ونډه شریک وه.  محمد علي  ص ۱۰

مورخ میرغلام محمد غبار، چي د پغمان په زر کسیزه لویه جرګه کي یې برخه درلوده، د اداري فساد څخه شکایت کوي او هغه د امان الله خان د سلطنت د نسکوریدلو یو لوی علت بولي. هغه وایی چي اکثرو وزیرانو او والیانو رشوتونه اخیستل. خلکو د شکایت کولو لپاره مرجع نه درلوده. د لسو کالو په جریان کي هیڅ وزیر، والي او حاکم محاکمه نه سو او بازخواست بیخي له منځه ولاړ. غبار وایی چي ما په لویه جرګه کي ږغ کړل چي تر څو پوري وزیران په قانوني توګه  ملي شورا ته جواب ونه وایی او یوازي شاه ته مسول وي ملي شورا خپل مفهوم له لاسه ورکوي. او غلام محی الدین خان ارتي، چي د کابل انتخابي استازی وو، او د جنګي مهماتو د اخیستلو لپاره يې حکومت ته درې سوه زره روپۍ اعانه ورکړې وه، په زوره ږغ کړل چي اعلیحضرته! تر څو پوري چي ستاسي په فساد مشهور وزیران محاکمه او غرغړه نه سي په هیواد کي هیڅ اصلاحات امکان نه لري. خو د جرګې د استازو دغه راز چیغو هیڅ ځای ونه نیوی.      غبار   ص ۸۱۳

مرحوم عبدالحی حبيبي وایی زه په کال ۱۹۲۷ کي  په کندهار کي د عبدالرحمن لودین په کور کي ناست وم او هغه د تاج محمد بلوچ سره د خبرو په ترڅ کي شکایت کاوه چي پاچا له خلکو څخه ګوښه سوی او یو دیکتاتور ورڅخه جوړ سوی دی. هغه وویل چي ما له دې رژیم سره، چی د یوې ډلي مغرضو او ناپوهو خلکو له لاسه به فنا کیږي، د حزبي ژمنو له امله همکاري وکړه. او خپلي خبري مي د پاچا او درباریانو تر غوږونو ورسولې. څرنګه چي چا مي پر خبرو غوږ ونه نیوی نو کابل مي هم پریښود او اوس د کنهار په یوه کوڅه کي په خپل پلرني کور کي ناست یم. مګر تاسي چي د شاه او درباریانو سره اړیکي لری زما له خوا ورته ووایاست

ګر این مکتب اس و این ملا      کار طفلان خراب می بینم

ډیر ژر به داسي ورځ راسي چي نه به زه یم، نه به ته یې او نه به فخر رازي.  جنبش مشروطیت ص ص ۱۶۸-۱۶۷

مورخ میرمحمد صدیق فرهنګ د اعلیحضرت امان الله خان په باره کي لیکي چي هغه په لومړي سر کي ډیر ساده ژوند درلود، ډیر زیات کار یې کاوه او د عیش او نوش څخه بیزاره وو، ځکه یی نو په خارج او داخل کي محبوبیت درلود. فرهنګ لیکي چي هغه د پاچهی په وروستیو کلونو کي ډیر زیات تغیر وکړ. د سات تیري او فیشن سره یې سخته علاقه پیدا کړه او خپل همکاران یې هم دغه راز  ژوند ته  تشویقول. د هغوی لپاره په عادي تنخوا د عیش او نوش ژوند کول غیر ممکن وو. کرار کرار یې رشوت خوړلو او فساد ته لاس واچاوه. ګواکي شاه پخپله په غیر مستقیمه توګه خپل همکاران فساد ته تشویق کړل. شاوخوا ته یې غوړه مال او نالایق خلک راغونډ سول او د هغو غوړه مالیو د ده د تشخیص پر قوه باندي بده اغیزه وکړه. لاره ورڅخه ورکه سوه او د اصلاحاتو په پروګرام کي یې له اصلي موضوعاتو څخه فرعي موضوعاتو توجه واوښتله.    فرهنګ ص ۵۵۲ فرهنګ د اصلاحاتو د ناکامیدلو او اغتشاش د پیل کیدلو یو علت د پاچا په مزاج او طبیعت کي دغه منفي تغیر بولي.

اغتشاش

په افغانستان کي په کال ۱۹۲۸ کي یو لوی او عمومي ښورښ پیل سو چي د هغه په نتیجه کي د اعلیحضرت امان الله خان سلطنت سقوط وکړ. د دې ښورښ زیاتره پړه پخپله د اعلیحضرت امان الله خان پر غاړه اچوله کیږي. هغه  د خوست د ښورښ ۵۳ تنه مشران او مهم کسان اعدام کړل او په سل هاوو تنه یې تبعید او یا د بنیدخانو شومه کړل او کله چي عبدالهادي داوي ورته ویلي وه چي بهتره به دا وای چی دا کسان یو ځل محاکمه سوي او بیا په سزا رسیدلي وای ده په خندا جواب ورکړی وو چي زه خو د امیر عبدالرحمن خان لسمی هم یم. عطایی ص ۱۹۵

کله چي هغه ځان د عبدالرحمن خان لمسی باله نو په کار وه چي تر پایه یا ډیره وخته یې د خپل نیکه له تاکتیکونو څخه کار اخیستی وای او چي هر ډول پالیسي یې غوره کولای پر هغې باندي یا تر پایه یا تر ډیره وخته دریدلی وای. خو ده له یوې خوا د خوست د ښورښ مشران او ملایان تبعید کړل او بلي خواته یې د ښورښ څخه وروسته د پغمان په دوهمه لویه جرګه کي د خپلو اصلاحاتو ډیري زیاتي مادې بیرته تعدیل کړې. ده ښایی غوښتل چي ګوندي په دې توګه به ملایان او یا د منګلو او زازیو خلک خوشاله کړي. مګر هغوی یې خوشاله نه بلکه ډیر بیځایه زړه ور کړل. ګواکي د څو زرو ملکي کسانو، یاغیانو، عسکرو او ځوانانو ویني هسي بیځایه توی سوې او د حکومت دوه کلن عایدات اوبو یووړل. اعلیحضرت امان الله خان د دې پرځای، چي په راتلونکي کي د دغه راز نورو بد مرغو پيښو د مخنیوي لپاره د خزانې بیرته ډکولو، د پوځ تقویه کولو او د ادارې بهترولو ته متوجه سي. خزانه یې په بیځایه لګښتونو نوره هم تشه کړه، د پوځ تقویه کولو ته یې تقریبا هیڅ توجه ونه کړه او د ښو او لایقو سلاکارانو په لیري کولو او بې کفایته او نا اهلو کسانو په مقررولو سره یې اداره، په لوی لاس، د فساد پر لور روانه کړه.

محمود طرزې، د خوست له ښورښ څخه لږ وروسته، په کال ۱۹۲۵ کي وویل چي د امان الله خان سیاسی قوت ډیر سخت کمزوری کیږي. محمود طرزي دا احساس کړې وه چي د امان الله خان د عصري کولو د پروګرام لپاره لازم سیاسي اساس نسته. ده وویل چي امان الله یوه ښایښته ماڼۍ جوړه کړه خو اساس نه لري. که یوه خښته ورڅخه لیري سي ټوله ماڼۍ نړیږي.  پولادا  ص ۱۵۴

سپه سالار محمد نادرخان چي،  د خوست د ښورښ په ځپلو کي د برخي نه اخیستلو له امله یې، د دفاع د وزیر په حیث خپله وظیفه له لاسه ورکړې وه د انګلستان د سفیر فرانسیس همفریس کورته ورغی او هغه ته یې وویل چي د امان الله خان  اصلاحات به ځکه ناکام سي چي هغه د خلکو د عنعناتو او کلتور سره مخالف دي. تول خلک فکر کوي چي حکومتي اصلاحات د اسلام مخالف دي او ملایان ځکه له دغو اصلاحاتو سره سخته دښمني کوي. ستیوارټ ص ص ـ ۲۵۴-۲۵۳

سپه سالار محمد نادرخان د انګریزانو د سفیر د خوشالولو لپاره هغه ته وویل چي، د برټانیې د امپراطورۍ د دوستی او ملګرتیا پرته، زما په هیواد کي هیڅ ډول پرمختګ ممکن نه دی. هغه  کتاب ص ۲۵۵

اعلیحضرت امان الله خان په داسي وخت کي د غلام نبي خان چرخي او سورجرنیل محمدعمرخان په څیر غښتلو او جانبازو جنرالانو، سپه سالار محمد نادرخان او محمود طرزي په څیر هوښیارو سلاکارانو او مشرانو او عبدالرحمن لودین او عبدالهادي داوي په څیر پاک نفسو او مبارزو مامورینو او دوستانو څخه مخ واړاوه، او په دې توګه یې د خپل لړزان حکومت ستني نوري هم ولړزولې.

داسي ښکاري چي په افغانستان کي د ژور تحول او پراخو اصلاحاتو، له ستونزو او پیچومو، ډک کار ته اعلیحضرت امان الله خان یوازي پاته وو. هغه چي د کار خلک وه هغه یې له صحنې وایستل او هغه چي په صحنه کی پاته وه یا نا مرده او خودغرض ملګري او یا پخپلو کي په جګړو لګیا اشخاص وه، چي شخصي اختلافاتو ته یې د هیواد تر ګټو زیات اهمیت ورکاوه. سردار عبدالقدوس خان لومړی سړی وو چي د حضرتانو د کورنۍ په لمسون او سلا یې د کندهار له دیني علماوو او قاضیانو څخه د مشروطیت د نظام پر ضد فتوا ترلاسه کړه او په دربار کي یې د چټکو اصلاحاتو د طرفدارانو او محافظه کارانو ترمنځ درز واچاوه. سردار شیراحمد خان، چي  خارجه وزیر کفیل، وروسته د ملي شورا ریس او په پای کي د امان الله خان له خوا د صدراعظم په حیث پیشنهاد سو مګر درباریانو یې د مقرریدلو سره سخت مخالفت وکړ، د سردار عنایت الله خان سره ډیر سخت مخالف وو او په مقابل کی والی علي احمد خان له سردار شیر احمد سره دونه مخالف وو چی ویل هغه باید وویشل سي او ډیر ژر وویشتل سي.   سټیوارټ ص ۳۰۲  پخپله سردار شیراحمد خان هم د شینوارو د ښورښ په ځپلو کی منفی رول ولوباوه، هم يې د سقاو له زوی سره همکاري وکړه او وروسته د هغه سلاکار وو او کله چی محمد نادرخان قدرت ته ورسیدی د هغه سلاکار او بیا په تهران کي سفیر وو. ګواکي عمر یې ټول په دسیسو کي تیر کړی وو. سپه سالار محمد نادرخان او د هغه وروڼه د محمود طرزي، غلام نبي خان چرخي ، محمد ولي خان او محمود سامي سره دونه مخالف وه چي اروپا ته یې د اعلیحضرت امان الله خان سره د کتلو په وخت کي افغانستان ته د ستنیدلو لپاره د دغو کسانو د برطرفه کولو غوښتنه وکړه.     هغه کتاب ص ۳۲۹ په مقابل کي په دربار او کابینه کي ټول هغه غوړه مالان او فاسد مامورین، چي یوازي د خپلو جیبونو د ډکولو غم ورسره وو، د محمود طرزي په شمول، د ټولو باتجربه او کاري اشخاصو سره مخالفت کاوه او پاچا یې هر ګړی هغوی ته بدبین کاوه. د شینوارو د ښورښ د ځپلو په عملیاتو کي د شیراحمد خان او والي علی احمد خان دسیسو او خیانتونو د اماني نهضت شیرازه ولړزوله. والي علي احمد هغه ملا ته چي د خوست په ښورښ کي یې ډیر لوی لاس درلود تر نیول کیدلو مخکي اطلاع ورکړه او هغه په تیښته بریالی سو. همدغه ملا وروسته د شیراغا مجددي سره په دیره اسمعیل خان کي یو ځای سو او د اماني نهضت پر ضد پروپاګنډه کي یې برخه ورسره واخیستله.    هغه کتاب  ص ۳۳۱    محمد ولي خان، چي اعلیحضرت امان الله خان ډیر زیات باور ورباندي درلود، سفیر، خارجه وزیر، د دفاع وزیر او اروپا ته د خپل سفر په وخت کي یې نایب السطنته مقرر کړی وو، د سقاو د زوی د ښورښ په وخت کي له هغه سره همکاري وکړه. د سقاو زوی په یوه عام مجلس کي  د هغه له همکاریو څخه مننه وکړه او هغه توپک یې مجلس ته وښود چي محمد ولي خان د ښورښ په وخت کي ورکړی وو. هغه کتاب ص ۵۲۹ جنرال محمود سامي چي اعلیحضرت امان الله خان ډیر نازولی وو او تر ډیرو زیاتو کسان یې باور په درلود، کله چي د سقاو زوی قدرت ته ورسیدی، سمدستي یې د هغه د قواوو د روزني او رهنمایی وظیفه پر غاړه واخیستله. خپل ټول پوځي مهارت یې د سقاو د زوی د رژیم په اخیتار کي ورکړ او په ټول اخلاص یې خدمت ورته کاوه.        سټیوارټ ص  ۵۵۱ اعلیحضرت امان الله خان د شینوارو د ښورښ د کرارولو لپاره غلام صدیق خان چرخي او والي علی احمد ولیږل. علي احمد ویل چي غلام صدیق چرخي، له خپل پاچا سره ناځواني وکړه او یاغیان یې نور هم ولمسول. کله چي دواړه له هغه ماموریت څخه ناکام را ستون سول نو د شینوارو او نورو قبایلو د ښورښیانو شرایط یې امان الله خان ته راوړل او په هغو کي د باچا د تقریبا تولو اصلاحاتو د لغو کولو د غوښتني ترڅنګ دا غوښتنه هم شامله وه چي پاچا به خپله ملکه ثریا طلاقوي، د محمود طرزي ټوله کورنۍ  به له وطنه باسي او د برټانیې له سفارت څخه پرته به ټول خارجي سفارتونه بندوي.    پولادا ص ص ۱۷۰-۱۷۱  د محمود طرزي، ثریا او د برټانیې د سفارت په برخه کي د شینوارو له څرګندونو او غوښتنو څخه  ښکاري چي باید په هغوی کي والي علی احمد لاس درلودلی وي. ځکه چي هغه هم د محمود طرزي له کورنۍ سره مخالف وو او هم یې  په کابل کي د برټانیې شارژدافیر ته دونه چاپلوسي کړې وه چي هغه په خپلو یاداشتونو کي دسیسه کار بللی وو.

والي علی احمد د کال ۱۹۲۷ د مې د میاشتي پر څوارلسمه د برټانیې شارژدافیر باسیل ګولډ  ته ویلي وه چي د افغانستان د لویو ولایاتو خلک او د پوځ ډیره زیاته برخه د امان الله خان له اصلاحاتو څخه ناراض دي. له ده سره د قبایلو خلک جوړ دي. دوی د امان الله خان په مقابل کي د یوې کودتا ترتیب نیولی دی. پلان ډیر پر مخ تللی دی خو بشپړ لا نه دی. له ده سره دا اندیښنه ده چي د کودتا په صورت کي به روسیه مداخله وکړي. که د کودتا په وخت کي برټانیه دونه مرسته وکړي چي روسیې ته د مداخلې اجازه ورنه کړي نو دی ضمانت کوي چي په کودتا کي به هیڅ ویني تویی نه سي. ګولډ به خپلو یاداشتونو کي لیکلي دي چي هیڅ وخت یې داسي دسیسه کار نه وو لیدلی چي دونه سپیني خبري یې کړي وي. دی وایی علي احمد ته یې وویل چي خپل پاچا ته وفادار پاته سي. په کابل کي د برټانیې سفیر همفریس، چي دا وخت په لندن کي وو، او له دغه مجلس څخه خبر سو نو وې ویل چي علي احمد خان ده ته هم دغه راز خبري کړي دي خو د هغه خبري هیڅ اهمیت نه لري او هغه یو لاپک دی. سټیوارټ ص ص ۳۱۵-۳۱۴

سپه سالار محمد نادرخان، چي باید له امان الله خان سره یې د هیواد په ابادولو کي د زړه له کومي مرسته کړې وای، له بده مرغه، خپله زیاتره توجه خپلو شخصي ګټو او په دربار کي له مخالفینو سره دښمنیو ته اړولې وه. تر ټولو بده لا دا وه چي د خپل هیواد د ستونزو او د اعلیحضرت امان الله خان د اشتباهاتو په باره کي یې هر وخت په کابل کي د برټانیې له سفیر فرانسیس همفریس سره د زړه خواله کوله. هغه د خوست د ښورښ په وخت کي همفریس ته ویلي وه چي د افغانستان استقلال او نیکمرغي د برټانیې له مرستو او دوستۍ پرته امکان نه لري. هغه کتاب ص ۲۵۳    نادرخان له دې ملاقات څخه څه کم دوه کاله وروسته په روسیه کي د برټانیې له سفیر سر ریچارډ هوګسن سره وکتل او هغه ته یې وویل چي په کابل کي د ده وجود لازم دی او دی به خپل کوښښ وکړي چي له برټانیې سره ښه تفاهم ترلاسه کړي. ځکه چي د ده د هیواد استقلال یوازي د برټانیې سره د تفاهم له لاري تر لاسه کیدلای سي. تر ټولو بدمرغه او شرمونکې خبره خو لا دا ده چي نادرخان په هغه مجلس کي د برتانیې سفیر ته  پیشنهاد کړی وو چي د کونړ سیند باید د افغانستان او برټانوي هند ترمنځ د پولي په حیث ومنل سي. یعني افغانستان برتانوي هند ته په زرهاوو کیلومیتره مربع نوره مځکه هم پریږدي.  هغه کتاب ص ۳۰۵

تقریبا په همدغه شپو ورځو کي د نادرخان ورور محمد هاشم خان په ماسکو کي د برټانیې سفیر هوګسن ته ویلي وه چي په افغانستان کي په ډیره نیژدې راتلونکي کي انقلاب کیږي. امیر نه تصمیم نیولای سي او نه ټاکلې پالیسي لري؛ د روسیې تر نفوذ لاندي دی او د خپل هیواد سره د خیانت کولو لاره یې انتخاب کړې ده. هغه کتاب ص ۳۰۷

په داسي حال کي چي په افغانستان کي عالي رتبه مقاماتو، جنرالانو، سفیرانو او وزیرانو، چي د اعلیحضرت امان الله خان د دولت د ستنو حیثیت یې درلود، د خپلو شخصي ګټو لپاره د انګریزانو سره تماسونه ټینګ کړي وه، او لا موږ خبر نه یو چي انګریزانو به په ټیټ رتبه مامورینو او ملایانو کي څومره نفوذ کړی وو، د حکومت ځینو مامورینو او ملایانو د شوروي اتحاد د استخباراتو له ادارې( ګې، پې،او) سره تماسونه ټینګ کړي او نغدي پیسې یې ورڅخه اخیستلې. شوروي اتحاد په کال ۱۹۲۵ کي په افغانستان کي یوه پراخه جاسوسي شبکه جوړه کړه. په دې شبکه کي، پر عادي کسانو او مامورینو برسیره، د کابل مستوفي او د پولیسو ریس هم شامل وه. د پولیسو ریس د میاشتي شپږ سوه روپۍ تر لاسه کولې او ټول هغه کسان یې بندیانول چي د ګې پې او مامور د انګریزانو د طرفدارانو یا جاسوسانو به نوم ورپیژندل. په دې توګه ډیر کسان په بندیخانو کي واچول سول. خاطرات آقابکوف ص ۸۱-۸۲

په افغانستان کي د شوروي اتحاد د استخباراتو د ادارې ګې پي او  استازي اقابکوف، چي په کال ۱۹۳۰ کي فرانسې ته وتښتیدی او هلته یې خپل خاطرات چاپ کړل،   په کال ۱۹۲۵ کي د شوروي د سفیر په امر له شیخ الاسلام، چي نوم یې نه یادوي، تماس ټینګ کړ. البته شیخ دونه زوړ او کمزوری وو چی زامنو تر اوږو نیولی مجلس ته راوستلی وو. شیخ له آقابکوف سره ژمنه وکړه چي  ازاد قبایل به ولمسوي او هلته به یو پارټیزاني جنګ پیل کړي او خپلو دوستانو ته به ووایی چي د انګلیسانو د اورګاډو پټلۍ، پلونه، ودانۍ او نور تاسیسات تخریب کړي. خو د دې عملیاتو لپاره سل زره روبلونو، پنځه زره توپکونو او پنځه سوه زره مرمیو ته اړتیا لري. په ماسکو کي د ګې پي او مرکز د شیخ غوښتني ومنلې خو د وسلو له لیږلو څخه یې، د ډیپلوماټیکو جنجالونو د پورته کیدلو له ویري معذرت وغوښت.

هغه کتاب ص ۸۳-۸۵

څرنګه چي شیخ الاسلام ډیر کمزوری وو او د روژې د نیولو له امله وفات سو نو آقابکف د هغه له زامنو سره مذاکراتو ته دوام ورکړ. هغوی ته یې وظیفه ورکړه چي د جلال اباد او غزني تر منځ سیمه دي څاري او د حکومت د یوه مامور، هندي اصله، مولوی منصور تر نظارت لاندي دي کار کوي. هغه کتاب ص ۸۵

د شیخ بل زوی، چي په کابل کي یې ژوند کاوه، اقابکف ته پیشنهاد وکړ چي د دوو زرو روپیو په بدل کي به د افغانستان د خارجه وزارت شیفر شوروي اتحاد ته تسلیم کړي. خو ماسکو خپل مامور ته ویلي وه چي هغوی کلونه مخکي د افغانستان د خارجه وزارت شیفر تر لاسه کړی دی.    هغه کتاب ص  ۸۶

موږ ته معلومات نسته چي شوروي اتحاد به، کلونه مخکي، د خارجه وزارت شیفر د چا په وسیله تر لاسه کړی وي. خو داسي ښکاري چي د هغوی د جاسوسي شبکه له آقابکف څخه ډیر مخکي په کابل او ښایی نورو سیمو کي فعاله وه. دغه راز څرنګه چي د انګلیسانو او نورو لویدیځو قوتونو جاسوسان له خپلو ادارو څخه نه دي تښتیدلي او خپل خاطرات یې نه دي چاپ ته نه دي سپارلي نو موږ نه پو هیږو چي هغوی به په کابل او د افغاانستان په نورو سیمو کي له چا سره پټ تماسونه درلودل. خو د آقابکف له خبرو څخه څرګندیږي چي په کابل او نورو سیمو کي د انګلیسانو شبکه له ده نه مخکي فعاله وه ځکه خو دی د پولیسو ریس ته، وخت په وخت، د هغو کسانو نومونه ورکوي چي د انګلیسانو د حکومت لپاره کار کوي.

د هیواد بانفوذو کسانو او د اعلیحضرت امان الله خان نیژدې همکارانو، چي هغه د ځینو په دوستی زړه تړلی وو، د هغه د اصلاحاتو د پروګرامونو د ناکامولو او د هغه د پرزولو لپاره په داخل او خارج کي دسیسې کولې. امان الله خان او د هغه اصلاحاتو ته وفادار او کاري خلک د دربار د دسیسو قرباني سوي او له صحنې لیري سوي وه. حضرتانو او ملایانو، د اصلاحاتو د اعلانیدلو له لومړۍ ورځي، له هغه سره خپله دښمني اعلان کړې او په هر جومات او ټولنه کی یې، په پټه او ښکاره، د هغه پر ضد تبلیغات کول او په هره ګوښه کي یې بیسواده وګړي او قبایل ورته پارول. په دربار او د حکومت په مهمو ادارو کي  غوړه مالانو او فاسدو رشوت خورو مامورینو ځای نیولی وو، چي هره شیبه یې هغه ته د خیریت رپوټ ورکاوه. امان الله خان خپلو ملګرو ته له خپلو عینکو څخه کتل او په هر چا کي یې د وطن پالني جذبه لټوله. له بده مرغه چي هغه جذبه له هر چا سره نه وه او دی ټولو ستونزو ته یوازي پاته وو او یا یې ځان په لوی لاس یوازي کړی وو.

په دغو  شرایطو کي بهر ته د امان الله خان څه باندي شيږ میاشتنی سفر ښایی د هغه د قدرت د کلونو په سترو اشتباهاتو کی وشمیرل سي. د هغه ټولو داخلي دښمنانو، په تیره بیا د حضرتانو کورنۍ، د هغه د پرزولو لپاره په ټولو پښتني سیمو کي تبلیغات پیل کړي وه او نادرخان او هاشم خان د هغه د سلطنت او قدرت د پای ته رسیدلو او په وطن کي د انقلاب د جوړیدلو پیش بینۍ کړي وي. بهر ته د امان الله خان د سفر په باب بشپړ تفصیل د دې مضمون له حوصلې څخه وتلی کار دی. خو دونه ویلای سو چي دا سفر هم افغانستان ته په مالي لحاظ ګران پریووت او هم یې د امان الله خان د دښمنانو تبلیغاتو او پروپاګنډونو ته ښه مواد برابر کړل. له هند څخه نیولې تر مصر، ایټالیې، برټانیې، جرمني، فرانسې، شوروي اتحاد، ترکیې او ایران پوري په تولو هیوادونو کي د افغانستان د ټولواک ډیر تود هرکلی وسو او امان الله خان خپل هیواد په نړۍ وپیژاند. امان الله خان اروپایی هیوادونه په خپلو سترګو ولیدل او په زړه کي یې په خپل هیواد کي د اصلاحاتو راوستلو اوربل سو. په جرمني، فرانسې، برټانیې او شوروي اتحاد کي یې د مرستو وعدې ترلاسه کړي او له ځان سره یې ژمنه وکړه چی هیواد ته له ستنیدلو سره به د اصلاحاتو امن پراخوي او اقداماتو ته به زور ورکوي.

خو ده ایله د اروپا سفر نیمایی ته رسولی وو چي د هغه د ښایستې ملکې د لوڅ مخ او لوڅو مړوندونو عکسونه تر قبایلي سیمو پوري ورسیدل. حتی ویل کیږي چي په ځینو ځایونو کي د هغه  د اصلاحاتو دښمنانو د ملکې د سر برخه د لوڅو ښځو په عکسونو پوري نښلولې او چاپ کړې وه او د پروپاګنډ لپاره یې کار ورڅخه اخیست.

امان الله خان لا په برټانیه کی وو چي په قبایلي سیمو کي یې د ستونزو په باره کي خپاره سوي رپوټونو ولوستل. هر چا فکر کاوه چي هغه به خپل د اروپا سفر لنډ کړي او هیواد ته به ستون سي مګر هغه په پوړه زړه خپل سفر ته دوام ورکړ او د شوروي اتحاد، ترکیې او ایران له لاري وطن ته ستون سو. د برټانیې د واکمنانو د خوښي په خلاف یې شوروي اتحاد ته سفر وکړ. د هغه هیواد له ډیرو مشرانو سره یې وکتل، ګواکي دا یې وښودله چي افغانستان یو مستقل هیواد دی او چي د پاچا یې هر ځای ته زړه وغواړي تللای سي. هغه په ترکیه کي د مصطفی کمال اتا ترک سره وکتل، او دا چي وطن ته د بیرته ستنیدلو سره سم یې خپلو اصلاحاتو ته زور ورکړ نو، ډیر احتمال لري چي په هغه هیواد کي به د راغلو اصلاحاتو ډیره ژوره اغیزه ورباندي سوې وي. اعلیحضرت امان الله خان د کال ۱۹۲۸ د جون پر اوه ویشتمه کندهار ته ورسیدی او کندهار ته د رسیدلو سره سم احساساتي وینا څخه یې ښکاري چي په هیواد کي د ژورو تغیراتو راوستلو لپاره يې ډیر څه په زړه کي درلودل.

“  زه اروپا ته د سات تیري او ماشینونو د لیدلو لپاره نه وم تللی. بلکه غوښتل مي چي د ریښتوني ترقۍ لاري وپلټم. حتي په هغو میلمستیاوو او میلو کي چي زما په افتخار به کیدلې ما د لویدیځو هیوادونو له لویو مشرانو سره د ترقۍ  د لارو چارو به باره کي خبري کولې. ما چي څه زده کړي دي هغه به ډیر ژر ستاسی مخي ته کښیږدم. دا نو د ملت په قضاوت اړه لري چي زما هدف څه وو. زما هدف د هیواد د ژوند بهتر کول وه او که د امان الله او ملکې ثریا شخصي غوښتني او ګټي وې. که له دغه سفر څخه زما هدف شخصي وو نو ملت حق لري چي زما پیشنهادونه رد کړي. مګر څرنګه چي خبره دا سي نه ده نو زما له کندهار څخه هیله دا ده چي تر هر چا دمخه زما پیشنهادونه عملي کړي. کندهار زما د پاچهۍ تر ټولو ځایونو ماته ګران دی. یو پلار له هغه زوی سره ډیره مینه لري چي د هغه خبره تر نورو ډیره مني.”

امان الله خان وروسته په خپل هیواد کي د ټلګراف څخه شکایت وکړ او هغه یې د لویدیځي نړۍ په مقایسه د نشت په حساب وباله.

“ اوس نو خپلو سړکونو ته وګوری. ستاسي سړکونه څونه خراب دي. دا ولي؟ علت یې دادی چي زموږ خلک نازک او نازولي دي. کله وایی ډیره سخته ګرمي ده، کله وایی ډیر ساړه دي، کله وایی باران دي او کله نوري پلمې کوي.

تاسي د اروپا تر ښځو ډیر نازک یاست؟ هغوی په کارخانو او فابریکو کي سره اور ته ولاړي وي نه له ګرمۍ، نه له یخنۍ او نه له سخت کار څخه شکایت کوي.دا د شرم خبره نه ده چي د اروپا ښځي د افغانستان تر نارینه وو ډیر کار وکړي؟ ما په خپلو سترګو ولیدل چي  د اروپا ښځي له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار کوي او په تجارتي، اجتماعي، سیاسی کارونو او دفترونو، کارخانو او سیاسی کړیو کي به هغوی وګوری چي له میړونو سره مساوي کارونه کوي. خو د افغانستان ښځي یوازي په دې پوهیږي چي څرنګه په کورونو کی بیکاره کښیني او بل هیڅ نه کوي. ولي به دغه راز یو هیواد وروسته پاته نه وي. په داسي حال کي چي نور هیوادونو چي ښځي یې له نارینه وو سره اوږه پراوږه کار کوي سمسور دي.

افغانستان د روسیې او اینګلینډ په شان دوو لویو قدرتونو په منځ کي پروت دی او یو هم نه غواړي چي دا هیواد پرمختګ وکړي. او دا خبره ډیره طبیعي ده. خکه چي تاسي به هم له خپل ګاونډي هیواد سره دونه مرسته ونه کړی چي هغه تر تاسي قوي سي. ولي به روسیه او یا اینګلینډ ستاسي سره مرسته کوي او تاسي ولي باید دا انتظار ولری؟ تاسي ښایی ووایاست چي تاسي بیسې نه لری. مګر نه روسیه او نه اینګلینډ تاسي ته پیسې درکوي.

نو تاسي به څه کوی؟ کوښښ وکړی چی پیسې پخپله پیدا کړی. تاسي په دې هیواد کي هر ډول کانونه لری. کار وکړی او له هغو څخه ګټه واخلی. شرکتونه جوړ کړی او کارخانې او فابریکې جوړي کړی. یو څه له بازو او یو څه له همت څخه کار واخلی. تر څو چي تاسي پخپله له خپلو ځانونو سره مرسته ونه کړی له نورو سره سیالي نه سي کولای او خپلي ګټی نه سي ساتلای. نو فعال او زړه ور سی.

تاسي که بیکاره کښینۍ خپل هدف ته نه سی رسیدلای. امان الله ستاسي لپاره ټول کارونه نه سي کولای. هغه تاسي ته مشوره درکوي. پر تاسي پوښتنه کوي او تاسي ټیله کوي، مګر تردې اضافه هغه نور هیڅ نه سي کولای. که تاسي له درنو خوبونو څخه ویښ نه سی نو په دې باور ولری چی امان الله به د پرمخ تللي او سمسور افغانستان ارمانونه ګورته ورسره یوسي” سټیوارټ   ص ص ۳۷۰-۳۶۹

دوام لری