زما شعری مجموعه

۲۰۲۱/۰۸/۱۳

زما په شعری مجموعه باندی

د اجمل خټک اواستاد بینوا تقریظونه

د محترم داکټر صاحب یوسفی سره مرکو، زه دی وتخنولم چی په خپله شعری مجموعه باندی د کوزی پښتونخوا، د نامتو ادیب او شاعر او (د غیرت چغه) د معروف کتاب لیکونکی اجمل خټک، هغه تقریظ تاسی د ادب مینانو ته تقدیم کړم، کوم چی اجمل خټک د والاحضرت سردار صاحب محمد داوود خان، د جمهوریت په لمړی کال کی زما په شعری مجموعه باندی لیکلی وه، همدا راز د پښتنی ادب او پوهی ډیری ځلاندی څیری او ستوری استاد بینوا صاحب تقریظ هم ستاسی خدمت ته وړاندی کیږی. دلته دا مطلب د تذکر وړ بولم، چی زما د شعری مجموعی نوم «پیغام » وه، خود د والاحضرت سردار داؤد خان د جمهوریت د اعلام سره، ما په خپله شعری مجموعی باندی «د جمهوریت پیغام» نوم کیښود، ولی اجمل خټک، دی ټکی ته متوجه شو او ویول چی هماغه د (پیغام) نوم غوره بریښی.

ما خپله شعری مجموعه د اطلاعات او کلتور وزارت ته د خپرولو دپاره وسپارله، خو ماته د تبلیغاتو عمومی مدیر، د اهل تشییع لوی غښتلی واعظ، محمد اسمعیل مبلغ وویل، چی د نشراتو کمیتی د یوه انتقاد له مخی د کتاب د نشرولو څخه معذرت غواړی، او انتقاد هم دادی چی دا مجموعه د علامه اقبال د افکارو د اغیزی لاندی لیکل شویده، چی په خپله محمد اسمعیل مبلغ هم داسی، ناسم انتقاد او تصمیم ته حیران وه.

دلته د یادولو وړ ده چی ددی مجموعی تصحیح څیړاند مرحوم استاد عبدالله بختانی په غاړه و اخسته، له بده مرغه زما دا شعری مجموعه، د هیواد د بدو ورځو به ترڅ کی له مینځه ولاړه خو د اجمل خټک او استاد  بینوا صاحب تقریظونه، د روزګار د ګزند نه زما د مشری خور په کور کی په امان کی پاتی شوی دی:

اجمل خټک «ځما د نظر» لاندی داسی لیکی:

زه چه د چا شاعر شعر یا لیکوال ، لیک لولم نو د هغه نقش اثر راباندی غالب وی کوم چه ددغه شاعر یا لیکوال شخصیت ځما په ذهن او شعور د یو وخت راهیسی ثبت کړی وی.

دغه شان دا کمزوری هم لرم چه د ژوند او هنر هری صحنی کښی، هر نقش او اثر ته د خپل ژوند د پرهرونو په سترګو او د زړه د داغونو په ککو ګورم. او د خپل احساس په دردونو یی تلم.

دغه سبب دی چی زه د چا په شعر یا کتاب څه ولیکم نو ځما په هغه خپل لیک، یو تنقید داوی چی ځما لیک په هغه شعر یا کتاب کم وی، کوم چی تر بحث لاندی وی، او د لیکوال د شخصیت په هغه اړخ زیات وی چی ځما په فکر او شعور کښی یی ځای نیولی وی، او بل داچی ځما داسی تحریر د خپل ژوند د مرام د هغه آرزوګانو اظهار وی چی ددغه شخصیت نه یی، هیله لرم. او ځکه چی کوم لوستونکی د چا په شعر یا کتاب ځما د قلم تأثرات لولی، نو هغوی دی ځما دا کمزوری د نظر لاندی ساتی. دغه کیفیت اوس پدی وخت کښی چه زه د خپل خوږ او راته ګران زلمی محمد داؤد مومند په «پیغام» نوی اشعارو کی دا لیکل کوم، هم دی.

محمد داؤد مومند، ما په وړومبی ځل د کابل ښار کښی، د رادیو افغانستان تالار کښی، د خوشحال بابا د بین المللی سیمینار په دوران کښی دده په هغه شوق او مینه خوښ شو، چه ده ددغه سیمینار په مقالو او مضمونونو کښ یی بابا د ملیت او حمیت د موضوعاتو سره لرله.

ددی ورځی نه پس چی ما دده د فکر او عمل نه ځان خبرولو. نو چی څومره خبریدم ، دومره خوشحالیدم، ځکه چی دده مینه، ولوله او اراده راته د افغان اولس د مستقبل د تکمیل، تعمیر، ترقۍ او خوشحالۍ په میدان کښی په زیاتیدو او تیزیدو ښکاریده، او دده په مومندو رګونو کښی راته د ایمل خان مومند د وینی غزونی څرګندیدی، دی معلوماتو ځما په ذهن او شعور دده دشخصیت نه د هیلو نقش پخولو او ځما دده د ځوان فکر او نوی وینی نه د ملت میدان کښی د خدمت طمع زیاتیده.

ځما ددی څو ټکو لیکلو نه پس که اوس زه دا ووایم چی محمد داؤد مومند په خپلو رباعیاتو کښی، چی تر بحث لاندی کتاب دی، که هر څو د فکر آس په ډیرو دنګو غرونو او ګل رنګه ورشو ګانو زغلولی او د علامه اقبال د فلسفی په لوړ او ژورو یی د پښتنی باز هسی پروازونه کړی دی، خو ځما یی په دی ګلدسته کښی د بل هر کوشش نه زیات دا رنګ خوښ دی:

دغه فکر بابا ګانو راښودلی

د نسیم په نظر ګورمه توفان ته

څو پښتو راسره مله وی ژوندانه کښی

په پردو سترګو به نه ګورم جهان ته

دغه شان دا وینا یی:

آواره په سحرګاه لکه شمیم یم

فراری او بی پناه لکه نسیم یم

تل ژړیږم په محنت د غم زپلو

بیکسانو ته ملګری او هم ندیم یم

د ا شعر د محیط د غم زپلو او د وخت د بی کسانو سره د ملاتړ او ملګرتیا د ارادو هنداره ده چه ژبه یی د شعر ده خو احساس یی د غیرت دی. دده په شاعرۍ کښی دا ټکی ځما غوندی خلکو د خوښۍ سبب ګرځی، ځکه چی که ددی عصر زلمی ، افغان زلمی، تش شمیم او نسیم شی، یا فراری او بی پناه هم شی خو چه د خپل محیط د غم زپلو په محنت اونه ژاړی او د خپل ملت د بیکسانو ملګری نشی، نو څه شو؟ او څه به شی؟

زه چه شعر او هنر د ژوند د حقیقتونو یوه داسی هنداره ګڼم چی ژوندی  اولس د بشر د نهضت، خوشحالۍ او اطمینان لوری ته متوجه هم کړی، ګړندی هم، نو ځکه شاعری نه خو د «ساعت تیری» یو ساز او سامان ګڼم او نه یی د ذهنی عیاشۍ یوه لوبه بولم، بلکه د ژوند د لوی ژور سمندر په تورو تیرو کی د مرام ملغلرو پسی غوپی «غوټی» ورته وایم، او ځکه راته د محمد داؤد د شاعری دا برخه، چه په کښی د جرئت او کلکی ارادی سبق دی ډیره ښه ښکاری:

چا چی کړی له خطره ډار او څنګ دی

په رښتیا چی د ټولنی عار او ننګ دی

لاهو کړی می بیړۍ په هغه سیند ده

چی څپو کښی یی د غر په شان نهنګ دی

ولی سره ددی تولو خبرو، شاعری، شاعری ده او وعظ، وعظ دی، یعنی د شاعر او واعظ په ژبه او کلام کښی فرق دی. شاعر په رنګینه ژبه او ښائسته وینا کښی سړی د هنر او خیال په ټال زنګوی یا د مینی په پسته او د ښکلا په خوږه ډولۍ کښی یی په مستۍ مستۍ د ځان سره ملګری کوی او د مقصد په لوری په تیزۍ سره روانوی، نو ځکه که یو سړی ځان ته شاعر اووایی . ډیری قافیی او ردیفونه یاد کړی او بیا ډیره منظمه وینا اوکړی خو چه شاعری په کښی نه وی نو مثال یی داسی شو لکه د کاغذ ګلونه.

تاسو ته د« باباګانو د فکر تابع» د «غم زپلو» د «غره په شان نهنګانو نه ویریدونکی» محمد داؤد مومند کلام کښی ځما په سترګو، د ایمل خان مومند د پښتنی او غیرتی وینی حرارت وینۍ، نو راشۍ چه درته په کښی د باړی د قلندر رحمان بابا د شعر لطافت او نزاکت هم وښایم، دا شعر یی ولولۍ:

زما خاوره د سحر نسیم ته کیږدۍ

د آرزو د سرو ګلونو ګلستان یم

دا وه د محمد داؤد مومند د اشعارو مجموعه «پیغام» ځما په نظر کښی ، بلکه داسی به ووایم چی داؤد ددی زلمی شاعر د شعرونو دی ګلدستی کښی د هغه ګلونو رنګ او خوند چه ځما د زړه په زخمونو کښی ورځنی دژوند د پسرلی ښائست ومسیدو.

دعا می داده چه ددی زلمی فکر او قلم کښی دی خدای نور هم برکت واچوی چه د شعر په ژبه د خپل اولس د ژوند سندری اووایی او دغه شان د خپل اولس ژوند، د مرام د پسرلی په وږمو یا د مقصد ، د خوبانو د زلفو په خوشبو معطر کړی.

رحمان بابا وایی

چی هیواد د افغانانو معطر شی

د هر بیت مصرع می زلفی د خوبان کړی

اجمل خټک

د استاد بینوا صاحب تقریظ:

دا پیغام

د پښتو ژبی د حساس زلمی شاعر«داؤد مومند» د انسانی عواطفو او پښتنی احساساتو ځلاندی پلوشی دی چی زیادتره یی د علامه اقبال د فلسفی افکارو د ځلاندو وړانګو تر اغیزی لاندی ځلیږی.

دا نه یوازی د ځلمی شاعر د زلمیتوب احساساتی پیغام دی چی د خپل خاطر د تسکین دپاره یی د شعر په بڼه  کی یی څرګند کړی دی، بلکه دا زلمی شاعر په خپل دی پیغام کی ځینی انسانی او جهانی هیلی، او ځینی پښتنی او افغانی آرزوګانی او تمناوی هم لری چی په ډیری آرزومندۍ خپل اولس او خپلی افغانی ټولنی ته وړاندی کوی، او خپل اولس ددی زمانی په چال چلند خبرول او له خوبه راویښول غواړی، د قوم نیمګړتیاوی ور په ګوته کوی، او د نیکونو برم او ویاړونه ور په یادوی.

زه «داؤد مومند» ته دده پر انسانی او پښتنی پیغام مبارکی وایم او د پښتو ژبی او د پښتانه اولس د خدمت په لاره کی لا نور بریالیتوب ورته غواړم.

بینوا

اهداء: د اجمل خټک او استاد بینوا د فکر او نظریاتو ارادتمندانو او د شعر او ادب مینانو ته.

محمد داؤد مومند