دم شوی اوبه !

۲۰۲۳/۰۷/۰۵

مشاعره:

دم شوی اوبه !

« تا نه می د زړه د صبریدو اوبه دم کړېدې
مـور راته په شــپږو کلــمو، اوبه دم کړېدې»

پلارته می ورکړېدې څاښتونه د جومات مُلا
هم راته پاچا صاحب د څښـو، اوبه دم کړېدې

ته دی خپه نه یی نور به مخې ته هم نه درځم
ما د خپــلې لار د بـد لـیــدو، اوبــه دم کـړېدې

ډکه چی سـتا لاره د ژوندون شی د ګلونو نه
ما درتـه د ګلــو په اوبـو، اوبـه دم  کـړېــدې

پریږده چی زه هم له تانه صبر لکه ته شـمه
ځانتـه می د ټـولـو ګودرو، اوبه دم کـړېـدې

نور به جادوګره ښـکلا و نه کړی اثر په ما
ما می د خپل عمر په سـلګو، اوبه دم کړېدې

 نورې چی په شوراو په ژړا له کوره ونه وځې
ما د ټـول وطـن د دریـابـو، اوبه دم کړېدې

 هرڅاڅکی اوبه چی شی دارو د کلیوال د رنځ
ځکه می د غـرو په پښــتنو ، اوبه دم کړېدې

جولای/۲/۲۰۲۳
ایجکس – تورنتو – کاناډا

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”” font_size=”14″ font_style=”” font_color=”” counter_label=”د لوستونکو ټوله شمیره” today_cnt_label=”Today” global_cnt_label=”د لوستونکو ټوله شمیره ” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”280″ global=”true” today=”false” current=”false” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.