راټيټ شه له غروره

[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=” تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره :” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي:” global_cnt_label=”د سایت د لوستونکو شمېره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”350″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۷/۰۸

راټيټ شه له غروره

چی ګوری ستا مرام  ته، نن سبا د دنیا خلک
اروا ته  د چنـګـیز  کوی،  دعا  د دنیا خلک
پوهیږی چی دا خلک دي، له څنګه ولي تښتي؟
ګــمــان  د اژدهـا کــوی،  په تا د دنیـا خلک
انسان چي وي ښکاره، د انسانیت په ضد روان
شـکمن په دي انسـان شی، خامخا د دنیا خلک
یو ته زوی د آدم  یی، د حــوا له نـس پـيــدا؟
که ستا په څیر بچیان دي، د حوا د دنیا خلک
درکـړی تاته چا دی، اخـتیار د دوی د ژونـد؟
ژوندون خو کړی په حُکم، د الله ج د دنیا خلک
را ټيټ شه  له غروره، پیرو مه شه د شـیطان
لعـنت در اســتوی درته، بیـا بیـا د دنیـا خلک
په میـنه تکمیلیږی، د هـر چا زړه کی ایمان
له کرکې لرې کرکه، په ریښـتیا د دنیا خلک
ته نور ناروا بولي، خو دي ځــان ته نشــته پــام 
تا بــولي  کلــیـــوالـه ، نـــاروا  د  دنیـا  خلـــک

برای ارتباط لطفاً به آدرس های ذیل در تماس شوید

nasharat@ariana-afghanistan.com ویا info@ariana-afghanistan.com
محتویات مندرج دریک مطلب نشر شده در ین سایت، مسئولیت تام نویسنده است. به استناد مادۀ ۲۰میثاق بین المللی حقوق مدنی و سیاسی؛ تبلیغ برای جنگ و ترغیب و دعوت به نفرت نژادی، مذهبی، زبانی و هرنوع دیگر آن که منجر به خشونت و زور گردد، از نشرات ممنوعه محسوب گردیده ، اقبال نشر نخواهد یافت.