راشه پسرلیه!

[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=” تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره :” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي:” global_cnt_label=”د سایت د لوستونکو شمېره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”350″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۴/۲۸

راشه پسرلیه! 

راشـه پسـرلیه اشـنا، کـور د انسـان  وګوره
دلته چی میشته دی، دغه وږي لیوان وګوره
غوښې د انسان د بچو، و خوړلی بل انسان
ته هم پسرلیه انسان شکله، پړانګان وګوره
وګوره نړۍ ته څه غوغا، څه تالا جوړه ده
باغ کی په ګـو لیـو، لـګیـدلي ګلان و ګـوره
شنه قبا خوره کړه، تورڅادریی له مخ لری کړه
پټ په تورڅادر کی، ښکلی مخ د جانان وګوره
مونږه تیر پنځوس کلونه، ژمو کی تیر کړیدی
نن په خلاصو سترګو، دا سیزلی افغان وګـوره
پریږده چی غـزلې د خوښـۍ او میـنې و وایی
ناست د چنار څانګو کی، خاموش بلبلان وګوره
مونږ ته پسـرلیـه! یو توان د حـرکـت را کــړه
پروت هره کوڅه کی، یو بی وزله افغان وګوره

مارچ ۵، ۲۰۲۲
ایجکس – تورنتو – کاناډا