قلم – ټوپک
[apvc_embed type=”customized” border_size=”2″ border_radius=”5″ background_color=”#ff0909″ font_size=”14″ font_style=”italic” font_color=”#ffffff” counter_label=” د لوستونکو شمیره :” today_cnt_label=”د نن ورځې لوستونکي:” global_cnt_label=”د سایت د لوستونکو شمېره:” border_color=”” border_style=”solid” padding=”5″ width=”300″ global=”false” today=”false” current=”true” icon_position=”” widget_template=”template_24″ ]

۲۰۲۲/۰۲/۰۸
انجنیر سلطان جان کلیوال
قلم – ټوپک
لـیـونی نه یـم، چی ټـوپـک کـیږدم قـلـم واخـلـم
ماته به نه وایی، چی میـنه وکـړه میـنه واخـلـه
زه دیته جوړیم، چی په سـر د پردی غم واخلم
د زمانـې هـریو، تـوفان کـړې حـمـله ده په ما
زخمونه ډیردي، زه کوم زخم ته ملهـم واخلـم
د شبنم هر څاڅکی، می باغ ته په ږلۍ بدل شو
شمه دی ګونګ، که بیا په خوله نوم د شبنم واخلم
د اُمیـدو په دروازه کی، د یار نـوم پـروت دی
د یار په نوم، څنـګه پښـه کـیږدم قــدم واخـلـم
یا چي منصورپه څیر،د دارسرته می یارخیژوی
څنګه د حـق لار کی، خـطر د بل صنـم واخـلـم
ټوپک می وروردی، کلیوال پښتون ته لارمه ښایه
بـډې خورنه یـم، چی د ټوپک په ځای قـلـم واخلم
دسمبر/۲۲/۲۰۲۱
ایجکس – تورنتو – کاناډا








