استاد سلام لوګری

د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۲/۰۸
پوهاند محمد بشیر دودیال

استاد سلام لوګری

او د لوګری موسیقی سبک

استاد سلام لوګری زموږ ټولو هیوادوالو پیژاند او له هنر او آواز سره یی مینه درلوده. هغه د محلی سندرو او اصیلې لوګرۍ موسیقي یوه پیژندل شوی څیره وه.  دهیواد ډیرو سیمو ته ودونو او د هیوادوالو د خوښیو مجلسونو ته تللی و. بهر ملکونو ته یې هم سفرونه کړی دي. استاد سلام لوګری د هیواد دنامتو سندرغاړی حاجی درمحمد (دری) لوګری زوی او د هغه لومړنی شاګرد و. د ده ورورعبدالرشید(ماشینی) هم د افغانستان د راډیو تلویزیون د موسیقی د ادارې غړی و، چې په سرنده غږولو کې یې ساری نه و. ده ته د ماشین لقب اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ورکړی و. دغه لقب هغه چاته ورکول کید، چی د موسیقی وسایلو غږولو کې ډیر تکړه و. د افغانستان د موسیقی تاریخ کی فقط دوه تنه د(ماشین) په لقب ویاړل شوی دی چی یو یې د استاد سلام ورور(عبدالرشید) و.

د افغانستان په ملی موسیقی کې د لوګری موسیقی سبک

دلوګری موسیقی نامتو طرز یونیم سل کاله مخکې دمیرک(میرک کاکا)، ګلبدین اوسیدبهاوالدین له خوا رامنځته شو. دوی دریواړه د پښتو ژبې دهغه مهال شاعران و. دغه سبک د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان له خوا پراخه او وهڅول شو. وروسته بیا یوه پیړۍ وړاندې داستاد درمحمد (دری لوګری) یعنی د استاد سلام لوګری دپلار له خوا بشپړ او د یوه جلا افغانی سبک بڼه یې غوره کړه.

د دې موسیقی فورم دتصنیف، غزل، سروکیو او بداهه او دلاندنیو اوو نغمو لرونکی دی:

  • لومړنی یا سلامی نغمه( پیل)،
  • پیشکار نغمه(سریزه)،
  • شاه فرد( سُر نیول او چمتو کیدنه)،
  • آستایی (د بیت د زمزمی لومړۍ برخه)،
  • پس انداز( منځوۍ نغمه)،
  • د آواز دوهمه برخه(انتره)،
  • دپای نغمه(تکمیلی برخه)،

دا سبک د ځانګړو میلودیګانو څخه اوبدل شوی طرز او سبک دی چی خپل خاص ریتمیک استاپونه او فیګورونه لري. دهرې میلودي جملې او برخې لنډې لنډې اویو بل سره توپیر لرونکی دي، چې منځ منځ کې یو څه مکث لری. دغه برخې ځینی وخت په یوه باریکه نوا یو بل سره تړل کیږي. دزیراو بم توپیر پکې څرګند او میلودیګانی لوړې ژورې اوبیا د اوج ټکی لري. له نن څخه تر سلو کلونو وړاندی په دې موسیقی کی دساز آلې؛ رباب، سرنده او ډول وو. په ۱۳۰۱ل. کال کې هارمونیه هم پکی اضافه شوه.  د ساز دغه پرده یی آله استاد دوری لوګری په لوګری سبک کی شامله کړه. استاد بیلتون دمبوره هم پکې اضافه کړه ، په دې توګه یی شمیر څلورو، بیا پنځو او شپږو سازي آلو ته ورسید: کټه ډول ، سرنده ، آرمونیه ، رباب، دمبوره ، اوسرنی.د دې موسیقی مشهورې سندرې دا دي:

ورو وروساروانه وا دخیال کجاوی…( چې معمولاً په ودونو کې د ورا د روانیدو پرمهال ویل کیږی)،

 تودیږی دغرمې تنور تودیږی،

شابازې دې اوبدلی لیلا – ژیړ کل دی د شړشم پکی ټومبلی لیلا،

 دیستا دسترګوجارشم –ستاترمخ قربان،

الهی مبارک بادا  او او په سلګونه نورې دري او پښتو سندرې.

د دې سبک مشهور سندرغاړي دا دي: استاد دری لوګری، سلام لوګری، بیلتون، جمعه ګل لوګری، تازه ګل ، عبدالرزاق شوقی، همیشه ګل، سیدګل، حبیب الله، آدم خان، قاسم لوګری، معراج الدین لوګری، محمد ایوب او شمس الدین لوګري، چې نامتو موسیقی غږوونکی یې  عبدالرشید ماشینی سرنده غږوونکی ، استاد قاسم لوګری او ګاونډیو ولایتونو لکه استادعمرمیدانی ، استادګل علم ډول غږوونکی دغزنی څخه – رازق چاریکاری – زمان شوقی ، حمیدالله چاریکاری ، ګل محمد استالفی ، عالم شوقی ، فیض کاریزی اونور دي.  په دی کې یو څو یی د لوګر ، نور یی د بیلابیلو ولایتونو دي. یعنې دغه موسیقی وروسته دومره اغیزمنه او د خلکو خوښه شوه چې لمن یې پروان، وردګو ، غزنی ، کابل او شمالی سیمو ته وغځیده، د دې سبک آرمونیزه فولکلوریک وه چې دلرغونتوب نه راووښتې پیرکې راڅرګنده شوه، معاصر وخت کې استاد سلیم سرمست نوره هم ورته فولکلوریکه بډاینه ورکړه .

د استاد دری او د ده د زامنو ژوند ډیر له ناخوالو ډک و. په خپله استاد دری لوګری چې د لوګر د ده نو د سلطان باغ کلي کې په ۱۲۷۱ل. کال نړۍ ته سترګې پرانیستی، څو کلونه مسافر شو، ترڅو چې په ۱۳۶۰ل. کال کې د یوې جګړې د خونړۍ پېښې په ترڅ کې مظلومانه شهید شو، په ۱۳۴۴ل. کال کې یې د استادی لقب ترلاسه کړی و. زوی یې عبدالسلام لوګری هم د ډیرو خدماتو سره سره، دبیوزلۍ ژوند درلود، بل زوی یې عبدالرشید(ماشینی) په کرایی کورنو کی د غربت ژوند درلود، یو وخت چې له راډیو څخه رخصت ورکړل شو د قصابی هټۍ یې جوړه کړه، ترڅو چې بیرته په ۱۳۸۰ کی رادیو ته راغی، خو اقتصادی وضعیت یې ښه نه و او بالاخره د یوې اوږدی ناورغۍ له امله وفات شو او استاد سلام لوګری هم اته کاله د ناورغی پر کټ پریوت، ترڅو چې د ۱۴۰۰ل.کال د سلواغی په دوهمه وفات شو. د لوګری موسیقی زیاتره هنرمندان د بهایی جان اوفیضیه صاحبرادګانو مریدان اود طریقت پیروان وو.  د زیاترو اشعار هم همدغه عرفانی مکتب څخه وو. سره له دې چې ډاکتر محمد ناصرسرمست د موسیقی ملی انستیتوت کې د لوګری موسیقی لپاره یو ځانګړی ډیپارتمنت جوړ کړی و، خو د دغه سبک د نامتو څیرو په وفات کیدو سره به دهغی د ژوند دوام له شک سره مخ شي. هیله ده دغه سبک د نابودی په لوری ولاړ نشی، بلکې وپالل شي. د یادونې وړه ده چې دغربی آلو په واسطه څو غږول شوی لوګری پارچې هم د راډیو ارشیف کې شته او زموږ یو شمیر اماتوارنو هم په دې سبک سندرې ویلي دي.

د افغانستان موسیقی؛ په تیره لوګری موسیقی بهرنیو هیوادو کې ډیر مینه وال لرل. کله به چې زموږ افغانی هنرمندان بهرته کنسرتونو ته ولاړل، هلته به یې ډیر زیات هر کلی وشو او له  راز راز سوغاتونواو دیپلومونو سره به بیرته راغلل، چې د افغانستان لپاره به لوی  ویاړ و. له نیکه مرغه د لوګری موسیقی ډیرې پارچې د النډیا راډیو(ډيلي)، مسکو راډیو، بی بی سی، ازادی (امریکاغږ) راډیو ارشیفونو کی شته او خوندی دي.