د ملی ګټو د تامین په برخه کی د طالبانو دریځ

۲۰۲۳/۰۵/۲۴

د ملی ګټو د تامین په برخه کی د طالبانو دریځ:

د افغانستان په جغرافیه باندی د طالبانو د تسلط نه نژدی ۲۳ میاشتی پوره کیږی. په دی موده کی د پخوانی دولت د مفسدو حلقو د هر اړخیز مزاحمت، او د نړیوالو فشارونو او د رسمی نه اړیکو د درلودلو سره سره بیا هم د طالبانو زعامت او صفوفو ډیر داسی درانه کارونه سرته رسولی دی چی د امریکای دموکراسۍ د شل کلنی مودې واکمانانو د ۴۰ نه د زیاتو هیوادونو د ملیاردونو ډالرو په مصرف سره هم ونه شو کولی چی دا نیمګړتیاوی پوره کاندی . نه یواځی داچی زړې نیمګړتیاوی له منځه یو نه شوی وړلی بلکی د هغې د پاسه بی شمیره نوری ستونزې هم د دی جنګ زپلی ملت په اوږو ور بار کړی. چی په لنډه توګه به دځینو لویو کارونو یادونه وکړو.

د پاکستان دولت د کرزی او احمدزی د زمامدارې په موده کی په پوره مهارت او سیاسی زیرکتیا سره و کولی شول چی د ډیورڼد فرضی او خیالې سرحدی کرښه چی په ۱۸۹۳ کال کی د انګریزی مارټیمور ډیورنډ په لاس کښل شوی وه، په فزیکی توګه د ځمکی په مخ تثبیت کړی او خار دار سیم یی پری وغزوی.

خو د طالبانو د تورخم او سپین بولدک او د پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان د ولایاتونو په سرحدی برخو کی د پاکستانی ملیشې سره په کراتو کراتو وسله وال ټکرونه وکړل، په ډیرو سیمو کی یی دا اغزن سیم راټول او له منځه یوړ او پاکستانی چارواکو ته یی دا ور وښوله چی دا سرحدی خیالی کرښه کله هم د افغانستان او پاکستان تر منځ حقیقي او ریښتونی سرحد نه شی جوړیدلی. طالبانو دا کار په داسی حالاتو کی وکړ چی د دوی د اکثرو مشرانو کورونه او عیالداری په پاکستان کی اوسیږی او ځنی کسان دا ادعا هم کوی چی د پاکستان دولت د دی د پاره چی د طالبانو مشران د خپل تسلط لاندی وساتې، د دوی کورنۍ یی په خپل هیواد کی د یرغمل په توګه نیولې دي.

طالبانو په ټول هیواد باندی کنترول او تسلط لری او د ملی امنیت په تامین کی پوره بریالیتوب ته رسیدلي دي . که د هیواد په هره برخه کی د امن د خرابیدو د پاره د ځینو مخریبینو له خوا کومه ستونزه را پيښه شویده هغه یی له منځه وړی او په ټول هیواد کی يي تقریباً سراسری امنیت قایم کړیدی، او د قدرت خپلواکی او خود سره جزیرې يی په مکمله توګه له منځه وړې دي.

طالبانو د منځۍ اسیا د هیوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره په ټولو جغرافیه وی سرحداتو باندی پوره کنترول لری او د بی مسؤلیته کسانو او ډلو د تیریدو راتیریدو مخه یی نیولی چی دا کار د منطقی د امنیتی شرایطو د ښه والی او اطمنان سره مرسته کوی.

طالبانو د ایران د دولت د مشر ښاغلی رئیسی د اخطاریه وینا په مقابل کی د عکس العمل په توګه په اسلام قلعه کی داسی یو فوری اقدام وکړ:
متن د محترم اکادمیسن اعظم سیستانی صاحب له مقالی نه چی په (۲۳ / ۰۵ / ۲۰۲۳)  تاریخ باندی د افغان جرمن په ویب پاڼه کی نشر شوی اخستل شویدي:

« طالبان در واکنش به اخطاریه رئیس جمهور ایران در همان شب ۸ تن سرباز مرزی ایران را در اسلام قلعه اسیر ګرفتند و ګوشمالی دادند. تاثیر این اقدام طالبان سفر عاجل یک هیئت بلند پایه ایران بکابل و رساندن این پیغام به طالبان بود که دولت ایران حکم اعدام ۲ هزار افغان را به حبس ابد تعدیل کرده است و در پی آن نشر ابلاغیه مبنی بر تاکید حفظ روابط همسایه داری خوب بود»

دلته داخبره پوره واضح ده چی طالبانی زعامت د حامد کرزی غوندی بی ایمانه، تمه خور او د د نغدو ډالرو د کڅوړو وږی زعامت نه دی چی د ایران د دولت نه یی تر د لاسه کاندی او بی حسابه افغان اوبه ورته ور خوشی کړی. اوښشش همداسی ځنی نور ستر ملی کارونه. په دی هیله چی طالبان د همدی ملی وجایبو د سرته رسولو په څیر د خپل ملت د اتباعو ټولو انسانی او اسلامی حقوقو ته هم غاړه کیږدی او د پاک نفسو مسلمانانو په څیر د متمدنی نړۍ د انسانی ژوندانه د نیکو او حسنه اصولو سره په توافق کی ټولی هغه ستونزی چی د ملت او نړۍ سره یی فاصله را منځ ته کړیده له منځه یوسی او داسی یو ویاړلی تاریخ راتلونکو نسلونو ته پریږدی چی هم د اسلامی  اخلاقو  او هم د افغانی همت او غیرت ښکارندوي وي. په همدی هیله. پای.

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 859

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.