خـــدایـه!

۲۰۲۳/۰۴/۲۱

درنو دوستانو اخترمو نیک مرغه او مبارک او عبادات مو قبول شه. 

خـــدایـه!

خدایه! اخـتر کـړی د وطـن په بی اختـره خلکـو
د منـافــقـو له تـصـمـیـم ، په  نا خـبـرو خـلکـو
خدایه! اختر کړی په هغـو چی په نهـر ګیډه یی
روژه نیـولـې له سـحـر تـر بـل ســحـره خلکـو
خدایه! خـوښې راولې کـورته سـتا د هغه مخلوق
چی یی خنـدلي چـیـری نه دی بی ضـرره خلکـو
++           ++          ++ 

دي منتـظر ســتا عــدالـت  ته هـغـه مـور او پـلار
چـی يي الـوتـی په  بـمـونـو  کلی – کـور او ښـار
چی محـروم کړي اســتبداد دي  سـتا له هر نعمت
چی پیـدا کـیږي او لوئیـږي هـم مـړه کیږي خـوار
سـتا د انصاف طمعی ته شـپې سـبا کوی په صبـر
چی هـره ورځ وربانـدی شي د غـضب نوی ګزا
ر
++           ++          ++

تانه اختر غواړی، خوښې غواړی افغان ماشومان
د بـدمـرغیـو اور کی سـوی  مسـلـمـان ماشـومـان
د محـرومیت هـره څـپیړه یی چی په مـخ  خوړلې
دي ویـده شـوي د خـوړلو  په  ارمـان  ماشـومان
هغـوی چی سـریی دی نیولی سـتا رضـأ لاس کی
هـاغـه، د هـر منـافـقـت نـه  پـه فـغـان ماشــومان

++           ++          ++ 

سـتا بنده ګان له تا اخـتر غـواړی برات غـواړی
سـتا له خـروار مهـربانیـو، خورد زکات غواړی
څو به یی لاس وی غـزیدلی نور جـهـان ته ربه!
دا ګناهـګار له دی درانه  عـذاب نـجـات غـواړی
دا پتمـن نـور له بی پتـۍ او سـرټيـټـۍ  وژغـوره
چی وي له پت او عزت ډک هسی حیات غواړ
ی
++           ++          ++ 

نو خدایه! دوی ته هم خوښې ور کړه اختر ورکړه
یـو خــلــیــفـه د زمـانې لـکـه عـــمـر رض  ورکړه
څو به روان وي سپک دجال پسی دا دروند ملت
لکه میـرویـس  لکه  احـمـد  یو بل رهــبر ورکړه
چی په کـږو لارو له تـلـلـو می مـلـت  وژغـوری
دغې بی سـر
ې قـافـلـې  ته  هـوښـیار سـر ورکړه

اپریل /۱۵ /۲۰۲۳

ایجکس – تورنتو – کاناډا  

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 1437

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.