د ژمي سختي او دخلکو هیلې او خوشحالي

۲۰۲۳/۰۴/۲۱

د ژمي سختي او دخلکو هیلې او خوشحالي:

د ورښتونو په اړه باید ووایو چې موږ د دوه ډوله اقلیمی جریاناتو معروض یو: د اوړي مونسوني ورښتونه چې د هند دسمندر تودې څپې دي، دا د اسد (پشه کال) په موسم کې دهیواد ختیځ کې څه ناڅه د باران په شکل وي، بعضاً ترمرکزی سیمو هم رارسیږې چې آن د لویو سیلاوو لامل ګرځي. د دغو څپو مخه تر ډیره سپین غر نیسي، بل یې د شمال سړې څپې دي  چې د جدی او دلو میاشتو (وچه او توده څله) کې د واورې په شکل په دېخوا راځي، حوت نسبتاً تربرفه اورښت لري، همدا موثر اورښتونه دي. په افغانستان کې د ورښتونو کلنۍ کچه متفاوته ده، چې تر ټولو ډېره يې په شمال ختيزو سيمو کې او کمه د جنوب او جنوبغرب په دښتو لرونکو برخو کې ده. په جنوب کې د اورښت کلنۍ کچه له ۱۰۰ تر ۳۰۰ مليمترو پورې او په لوېديزو سيمو کې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ مليمترو پورې تخمينېږي. اوسط کلنۍ کچه يې ۷۷ ميلی‌متره په زرنج  او ۱۱۷۰ مليمتره په سالنګ(مرکزی مرتفع سیمو) کې تخمين شوې ده. د ټول افغانستان په کچه په اوسط ډول اورښتونه ۲۸۵ میلی‌متره اټکل شوي دي.( که د هایدرولوژی، هایدرومتری او د اوبو د مدیریت علمی اصولو له مخې ښه تدابیر ولرو، دا ارقام دمایوسی وړ ندي).

کابل په ژمي کې

د ۴۱۰۱ ل. کال ژمی په افغانستان کې دڅو کلونو پخوا په پرتله سوړ و، ځینو ولایتوکې هوا د سانتیګراد تر منفی دیرشو پورې ټیټه شوه، خو د نورو کلونو برخلاف؛ اروپا کې ژمی ډیر سوړ نه و. وروستیو کلونوکې له اقلیمي بدلون څخه هیڅوک انکار نه کوي . دسلواغې میاشت کې د افغانستان ځینو سیمو کې څه ناڅه واوره وشوه، خو دا د میلادي پیړۍ د اتیایمو او له هغه څخه د مخکې کلونو په  اندازه نه وه. له دې امله چې ځوانانو دا څو کاله دا ډول واوره نه وه لیدلې،  ډېر عسکونه یې فیسبوک کې خپاره کړل. ډیره ښه خبره ده چې هم دوی او هم زموږ بزګران دغو ورښتونو ته خوشحاله دي.

 د اوبو په شکل؛ په اوسط ډول هر کال د ۱۶۵۰۰۰ میليون متر مکعب ورښت په پايله کې ۵۷۰۰۰ میليون متر مکعب د ځمکې پر مخ بهېدونکې اوبه لرو. په نورمالو کلونو کې د افغانستان ټولې کلنۍ اوبه ۷۵ ميليارد مکعب متره ، چې ۵۷ میليارد مکعب متره يې د ځمکې د سطحې او ۱۸ میليارده مکعب متره يې د ځمکې لاندې اوبه جوړوي. د هغو په سلو کې له ۲۵ استفاده کولای شو، له بده مرغه پاتې ۷۵سلنه یا له هیوادو بهر وځې،یا شګو کې ننوځي یا تبخیر کیږي.

د WB د څېړنو له مخې؛ دنړۍ لس هیوادونه هیڅ سیند نلري، اتیا هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخ دي او ۲.۸میليارده خلک په هغو سيمو کې ژوند کوي، چې په لوړه کچه د اوبو له کمښت سره مخ دي. ممکن دا به تر پنځو نورو کلونو پورې ۳.۹ مليارده تنو (د نړۍ نژدې نيمايي نفوس) ته ورسېږي (!). له نیکه مرغه تراوسه افغانستان په دې کې نه راځي.

د UN د  اټکل له مخې؛ د روانې پېړۍ تر نيمايي به د ځمکې د اوبو د ضايع کېدو او ککړېدو له کبله د نړۍ ۷۰٪  خلک چی اووه میليارده تنه کیږي، د خوږو اوبو له کموالي سره مخ شي. همدا لامل دی، چې ورځ تر بلې د اوبو اړتيا او اهميت زياتېږي او افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، که خپلې اوبه سمې مدیریت او اقتصادی ماده یې نه کړي، نو راتلونکې کې د اوبو له کمښت سره مخ کیږي.

کرنه د افغانستان اقتصاد کې مسلط سکتور دی، چې کرنیز حاصلات د اوبو له وضعيت سره تړلي دي، د اوبو د فعلی مصرف ۹۰٪ کرنه کې دی. اوسمهال دا سکتور د اوبو له کمښت سره مخ دی. زموږ د ټول مساحت صرف ۱۱٪ کرل کیږي، څلویښت کاله مخکې زموږ ۳.۳میليون هکتاره ځمکه خړوبېدله؛ خو اوس د اټکل له مخې ۱.۸ میليون هکتاره (دپخوا تر نیمایی) رسیږي.

د اوبو بل ضرورت دڅښاک لپاره دی. دڅښاک لپاره غوره سرچینی کوهیان، کاریز، چینی او سیندونه دي، په دې شر ط چې پاکې وساتل شي.  بوتلي اوبه موږ ته د اقتصادی او صحی لحاظه مناسبې ندي، ځکه یو کوچنی بوتل لس افغانۍ تمامیږی( فعلاً۱۴۰۱)، دا زیاتره بهر څخه راځي، بوتل بی کیفیته او دصحت له پلوه زموږ خلک د بوتل په ساتلو نه پوهیږی، هغه ورڅخه څو ځله لمر وهی، تودې شي او دوی خواران یې بیا یخچال کې سړوي، په دې ترتیب له هغو څخه تقریباً زهر جوړیږي، ځکه ددغو بوتلو پلاستیکی جدار د لږ تودوالي په صورت کې د اوبو کیماوی ترکیب خرابوي، تر دې څخه بیا نو دکاریز، کوهی، یا چینو او حتا سیند اوبه غوره دي.

په دې توګه لویه ستونزه پاکو اوبو ته نه لاسرسی دی. په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو سرچينې په لوړه کچه د پمپونو، ارهټ او ډولچې په واسطه راایستل کیږي، چې له دغو سرچينو تر ټولو ډېره استفاده په ښارونو کې ده. د نفوس چټکه پراختيا د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او په پراخه کچه د اوبو د څاه‌ګانو د وچېدو لامل شوې ده. په اوسط ډول وروستیو لسو کلونو کې د کوهیانو اوبه ۷-۱۰مترو پورې ټیټی شوي دي او خلک هر اوړی کوهیان نور هم ژوروي. تېرو څلویښتو کلونو کې د ګاونډیو د ناوړه تحرکاتو او جګړې له امله د اوبو مدیریت ونشو، ډیره  ضروري د ه چې دې برخه کې علمی څیړنې وشي.

تر اوسه موږ ګاوڼدیو سره د اوبو په اړه کوم تړون نلرو(صرف ایران سره پنځوس کاله مخکی یو ناقص تړون شوی)، چین زموږ د اوبو په وړاندې بی توپیره، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ورته په اندیښنه کې دي، خو دغه درې شمالی ګاونډي؛  دختیز او لویدیز ګاونډیو په پرتله ډیر حریص او شیطانی چلند نلري. په داسې حالت او د یوه ملی حکومت او با درایته ادارې او لایقو متخصصینوپه نشتوالي کې نشو کولای د اوبو او ګډو سیندونو په هکله چا سره حتا یوه کلمه خبره وکړو. د سیندونو د شدید میلان له امله زموږ روانې اوبه په یوه منډه له هیواده وځي او زرګونه ټنه ګټوره خاوره هم ځان سره وړي(د سیندونو کلنی جریان مو په ثانیه کې میلیاردونو مکعب مترو ته رسیږي(!).

څه باید وکړو؟

لومړی اقدام) دُعا :

تول دُعا وکړئ چې ولسواک، خدمتګار، او زړه سواند حکومت ولرو  او هوښیار، متحد او تعلیمافته ملت شو. د دُعا تر څنګ تدابیر هم مه هیروئ. بعضې تدابیر دلته یادوو:

  دوهم اقدام) تخنیکی او زیربنایی تاسیسات:

مهم ضرورت د اوبو دمدیریت فعاله اداره او د مجهزو تاسیساتو او زیربنا جوړول دي. دا د اوبو د کنټرول، کروندې او څښلو ته یې درسولو او اقتصادي مدیریت لپاره اساسي رول لري. باید کانالونه وکاږو، بندونه جوړ کړو، د پمپ سیستمونه، د اوبو د انتقال تأسیسات، ذخیرې، تصفیه اوچاڼ، طبیعي ساختمانونه، څاه ګانې، بندونه، غرني تالابونه، د سطحي اوبو د مدیریت ساختمانونه، پیپونه، او نور ټول هغه ساختمانونه او  وسایل دي چې د اوبو په مدیریت او کنترول کې کارول کیږي. د دغو زیربناوو کیفیت؛ که هغه طبیعي او یا مصنوعي وي، باید ښه والی ومومي. له نیکه مرغه ځینو سیمو لکه پکتیا او شینوارو کې ولس او بیداره ځوانانو په محلی امکاناتو او فزیکی کار د یو شمیر کوچنیو بندونو په جوړولو پیل کړی، خدای وکړي دا تجربه تر بدخشان، پروان ، پنجشیر او مرکزی ولایاتو ورسیږی. سلګونه کاله مخکې زموږ نیکونو تر دې هم په کمو تخنیکی امکاناتو پنجشیرکې یوبند، غازی بند، سلطان بند او ځینی نور جوړ کړي وو، موږ نه یواځې دا چې په کافي، ممکنه او لازمه اندازه نوي جوړ نکړل بلکې هغه پخواني هم ونړیدل.

بندونه سر ته ورسیدل خو اوبه خلکو ته ونرسېدې

بله بده  لغته د انګریز داستعمار وه : هندوکش او سپین غر او په جنوب کې زموږ  غرونه په طبیعی شکل  د کښت او څښاک لپاره سرچینی اوزیرمه او د هندوکش او سپین غره ختیز لمنی تر سند او اټک د کښت هموار میدان و، چې دسیمې بومی خلکو په توازن سره ژوند پکې کاو، یعنې: داسی مقرره وه چې اوسیدل، څاروی ساتنه او د اوبو زیرمه  دلته بره خواکې او کښت به له چترال سوات، پېښور، دیره جات او تر چمن پورې هواره سیمه کې وي او ټول به یو آرام او  موړ ولس وي، خو انګریز هواره زمکه او د نړیوالو اوبو ګودر له برې خواڅخه واخیستل او منحوس دیورند له دې نعمت محروم او یوواحد ولس او د دوی طبیعت یې دوه برخی کړ.  کوزه خوا به د هندوکش اوبو ته سترګې په لار وي، که د اورښتونو د کمښت له امله د (سرآو) او (پایناو) مسئله پېښه شي، کوز اوبر به د اوبو د ویش په لانجه اخته شي، دا نفاق د انګریز یو لوی آرمان او میوند او بتخاک کې د دوی د ماتې انتقام دی. ډیورند د سیمې طبیعی جوړښت د یوې استعماری نقشی له مخې له منځه یووړ او دسیمې خلکو ته یې د ډیورند دبیرته لغو او منحل کولو تر وخته یوه لویه ستونزه جوړه کړه.

اوسني وخت کې پاکستان او ایران دواړو د افغانستان اوبو ته سترګې نیولي او په تاجکستان او ترکمنستان کې د دولتي طرحو له مخې به، په دغو هېوادونو کې د آمو سيند د اوبو کارونه زياته شي. تاجکستان هوډ کړی، چې د کښت وړ ځمکې تر ۵۰۰۰۰ هکتاره پورې ، ترکمنستان یې تر ۴۵۰۰۰۰ هکتاره پورې ورسوي او دغه ځمکې به د وريجو، پنبې او غنمو د کښت لپاره وکارول شي، ترډیره یې هیله آمو سیند ته ده. په داسې حالت کی موږ ته په کار ده چې ورته اقدم وکړو او دکابل دسیند په حوزه بندونه جوړ کړو، د کونړ سیند مهار او د جنوب خواته دهلمند او هریرود په لویو او د جنوب په کوچنیو سیندونو کار شروع کړو.

درېیم اقدام)د ځمکې لاندې اوبه لرونکو طبقو (Aquifer) تغذیه او بډای ساتل:

 دا څو کاله د ځمکې لاندې اوبو زېرمه زیانمنه شوې ده او باید په مصنوعي توګه تغذیه یا ریچارج شي. مصنوعي ریچارج له پیړیو راپدې خوا موجود او ثابته شوې ده چې ډیره مؤثره لار ده. دا یوه تخنیکي حل لار ده، چې بیلابیلو مناسبو ځایو کې په فزیکی کار سره د روانو اوبو ایسارول او زیرمه کول پکې راځي.

څلورم اقدام) د ککړتیا کنټرول: دا نړیواله ستونزه اودبشریت ګډ تدبیر دی. په پاکو اوبو کې د کثافاتو او چټلیو غورځول یوه ستره ستونزه ده. په سمندرونو کی آن دپلاستیک جزیری جووړې شوي او زموږ دسیندونو د اوبو حتا رنګ بدل شوې (!). په پاکو سیندونو کې د ښارونو څخه د راټولو شویو کثافاتو او چټلیو غورځول یوه عادي خبره ګرځیدلې ده. دې بدمرغۍ کې په خپله خلک ونډه لري. ککړتیا د ځمکې په ګرمولو کې بدتاثیر لري او د دې سبب ګرځي چې یخچالونه ویلې او په بحرونو ورګډې شي چې د بحر د اوبو د سطحې د جګیدو، د اورښتونو د بی توازني او ژوند ته دګواښ سبب کیږي. ککړه هوا د باران د څاځکو د ککړتیا او تورې واورې(!) سبب کیږي.

پنځم اقدام) اوبه سمپا کول:

 زموږ خلک د اوبو مصرف کې له اصراف کار اخلي او ډېرې اوبه ضایع کوي. د اوبو په اقتصاد کې حتی یو څاڅکی اوبه هم د حساب وړ دي، د تشناب نه نیولې بیا تر لوړې کچې باید د اوبو د ضایع کیدلو څخه ساتنه وکړو.  د وچکالۍ سره مبارزه اوږد مهاله او خورا تخنیکي ده چې منظمه تیاري غواړي لکه د خاورې او اوبو ساتنه، د اوبه لګولو په برخه کې اړین اقدامات او نور.

شپږم ااقدام ) د واورې اود باران د اوبو زیرمه کول:

واوره په نرمو زمکو او پسته خاوره کوټه کوئ، ویلې کیدونکي اوبه یې فوراً  مخ په ژورو مه ور شړئ. د واورې او  باران اوبه د اوړي د اوبو منبع ده، د افغانستان د شمال او لویدیځ ولایتونو د ځینو برخو او په لویه کې د افریقا په ځینې هیوادونو کې زیات خلک د باران په اوبو تکیه کوي. دوی د باران اوبه په لویو حوضونو کې راټولوي او بیا ورڅخه کار اخلي. دغه برخه کې تخنیکي کار ته اړتیا ده ترڅو د اوبو ستونزه پیدا نشي او همدارنګه د اوبو د راټولولو ساختمانونه باید مناسب او تخنیکي جوړښت ولري. د باران اوبه راټولول په هغو سیمو کې چې هلته د ځمکې لاندې او جاري سطحي اوبه نه وي، ګټور اقدام دی. همدا اوس زموږ یوشمیر د اوبو ډنډونه وچ شوي؛ لکه دغزنی ولاړې اوبه، کول حشمت خان او نور.

اووم اقدام) د ذخیروی او انحرافی بندونو جوړول:

دافغانستان دسیندونو مسیر ډیرمخ په نشیب(زوړ) دی، د جاری اوبوګړندیوالی د سیندونو د غاړو د ویجاړولو، د خاورو د مینځلو او په ګړندي ډول له استفادې څخه داوبو د وتلو او ضیاع لامل کیږي. د افغانستان په سیندونو په ۷۰۰ځایونو کې د بندونو د جوړلو مطالعات شوي، حال  دا چې تر دې زیات امکان لري. په اوسط ډول د دغو سیندونو په هرو لسو کیلومترو کې دیوسرکوب امکان شته، خو دمدیریت او غوره استفادی لپاره دبندونو جوړول ضروري دي. دغه بندونه نه یواځې دا چې کنترولی او ذخیروی به وي، بلکې له ځینو څخه به د شاړو زمکو د اوبه کولو لپاره کانالونه هم وکیندل شي.

د ایران پولې ته څیرمه د کمال خان د بند کاسه ډکه سوه

اتم اقدام) دعامه پوهاوي د کچې لوړول:

د اوبو زیرمه کول، او له اوبو اقتصادی استفاده او شنه ساحه پراخول، د ځنګلونو نه پری کول  پوهاوی پورې اړه لري. باید عامه پوهاوی وشي او خلک د اوبو د کمښت او ستونزو په اړه خبر کړل شي. د اوبو په اړه د عامه پوهاوي تر څنګ د اوبو په برخه کې د مختلفو پوهنیزو او تعلیمي پروګرامونو رامنځته کول ضرور دي، پدې شرط چې د ننني وخت سره همغږي ولري. خلک باید پوه شي چې څنګه اوبه وسپموي او ساتنه یې وکړي.

سره له دې چې سږکال څه ناڅه واوره وشوه، خو د اقلیمی منفی بدلون له امله افغانستان کې سم د اپریل د میاشتی رارسیدو سره(دحمل له نیمایی وروسته)  واورې ویلې کیږي . آن دا چې د حوت اورښتونه اوس د واورې په شکل نه، بلکې د باران په شکل دي، چې د واورې زیرمه را څخه ژر مینځي. زموږ په یادښت به د چهلستون، زنبورک، بالاحصار ، د ساپیو په غروونو د شیوکی او سهاکو او لته بند او خورد کابل په غرونو تر جوزا پورې واوره وه، دپکتیا په غرونو به تر اوړی او سپین غر او هندو کش به ټول کال تک سپین وو، اوس له پسرلي سره سم دا ویلي کیږي، صرف د هندوکش اوسپین غر څوکې یو څه سپینې ښکاري، خو ناکافي. نو هیوادوالو! د اوبو دساتنې او مدیریت موضوع حیاتی ده مه یې هیروئ. راتلونکی ۱۴۰۲ل. کال دې خدای یو برکتي  او د سولې کال وګرځوي. (آمین).

 ( بحث دوام لري).

د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۹) راهیسې

د لوستونکو ټوله شمیره 850

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.