د لویو قدرتونو په کشمکش کی به د افغانستان موقعیت چیری وی؟ 

۲۰۲۳/۰۳/۲۵

د لویو قدرتونو په کشمکش کی به د افغانستان موقعیت چیری وی؟

کله چی د (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲ م ) کلونو په اوږدو د وخت د شوروی اتحاد دولت د میخائیل ګرباچوف په مشرۍ سقوط  او په (۱۷) مستقلو هیوادونو تجزیه او تبدیل شو، نو ورسره سمه د ساړه او تبلیغی جنګ دوره چی د دویم نړیوال جنګ نه راپیل شوی وه او نړۍ په دوه قطبونو( شرقی د شوروی په مشرۍ او غربی د امریکا په مشرۍ) ویشلې شوې وه ، هم د شرقی قطب په ماتیدو سره په یوه قطبه نړۍ  چی امریکا یی په سرکی واقع وه ، تبدیله شوه.
په دی موده کی چی نژدی در لسیزی دوام یی وکړ غربی بلاک د امریکا په مشرۍ په ډیر آزاده لاس د ټولی دنیا په سیاسی، اقتصادی او نظامی جوړښت کی مداخله وکړه او د نړی په ډیرو هیوادونو کی یی د خپلی خوښې زعامتونه جوړ او داسی یی و ګڼله چی د دی ټولې نړۍ واک او اختیار د دوی سره دی، هرڅه چی یی په هر هیواد کی زړه غوښتی هماغسی یی رغولی شي. 

تر هغه وخته چی بوریس یلتسن د روسی د فدرالی دولت جمهوررئیس و ( ۱۹۹۱ -۱۹۹۹ م)، د غربی نړۍ هیله منده وه چی د روسی فدراتیف دولت هم تجزیه کاندی او د تل د پاره د خپلو هدفو د تر سره کیدو د پاره مخه خلاصه کاندی. په قفقاز او چیچن کی د اغتشاشونو سره د امریکا هیلی په غوړیدو شوی، خو د دی اغتشاشونو په ارامول کی د (KGB) د مشر ولادمیر پوتین رول د یلتسن د پاره د نفس اخستلو زمینه برابره کړه او همدا د دی لامل شو چی په ( ۲۰۰۰ م) کال کی پوتین د روسی د دولت د جمهوررئیس په توګه وټاکل شی. پوتین چی د (۱۹۷۵م) کال نه تر د ریاست جمهوری د دوری پوری یی د شوروی اوبیا د روسی د جاسوسۍ په شبکه  کی وظیفه اجرا کړیوه او همدارنګه له (۱۹۸۵ نه تر د ۱۹۹۰ م ) کاله پوری د المان په هیواد کی د خپل هیواد د استخباراتو مسؤل و، او د برلین د دیوال د ړنګیدو صحنی یی په سترګو لیدلی وې، په دی ډیر ښه پوهیده چی غرب او په سرکی امریکا د روسی د بربادې د پاره څه ډول نیت لری، د خپل جمهوری ریاست په لومړۍ دوره کی یی ( له ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۸ م ) کاله پوری وه ، په ډیر شدت سره د هیواد د کورنیو چارو د سمولو او ثبات د پاره  کار وکړ او په دی بریالی شو چی د روسی دولت د ثبات او د ټولو جمهوریتونو تر منځ د واحد دولت په توګه د اتحاد مزي ټینګ کاندی. 

پوتین د جمهوری ریاست د ختم په وحت کی خپل یو بل نژدی او باوری ملګری دیمیتری میدویدوف جمهوری ریاست ته ورساوه او خپله یی د هیواد د صدارت په چوکۍ کار پیل کړی. په دی دورکی چی د ( ۲۰۰۸ نه یی تر ۲۰۱۲ م ) کاله پوری دوام وکړ، د روسی د هیواد د خارجی موقف په روغونه او د نړیوالو هیوادونو سره د نوو مناسباتو په جوړښت کی ډیر کار وکړ، که څه هم امریکا و کولای شول چی د روسی په غرب کی د شوروی د بدنې نه آزاد شوی واړه هیوادونه او د پخوانی شوروی ملګری هیوادونه لکه ایستونیا، لیتویا،لیتوانیا، پولینډ، چک او نور د غرب سره یوځای او د ناتو د نظامی سازمان غړیتوب ته ورشامل کاندی او ورو ورو دی حلقی ته پراخوالی ورکاندی، خو د روسی هیواد د پوتین په مشرۍ د امریکا دا اقدام د روسی د پاره خطرناک وباله او د هغی په توقف کی څرګند دریځ ونیوه. 

کله چی پوتین په (۲۰۱۲) کال کی د دویم وار د پاره د روسی جمهور رئیس شو، او په دی وخت کی امریکا هم په افغانستان کی دروند نظامی حضور لروده او تر ډیره حده د افغانانو سره د تروریزم په نوم په جګړه کی مصروفه وه او ورسره یی د ایران د دولت او د چین د دولت سره ژور اختلافات لروده ، نو پوتین هماغه وخت دافغانستان د مجاهدینو (طالیبانو) د ټولګیو سره د پاکستان د دولت د زعامت ( چی تل دوه مخی سیاست پر مخ بیایی ) له لاری اړیکی پیدا کړی. د سوریی په جنګ کی د ایران د دولت د دریځ نیغ ملاتړ وکړ او تر د وسله واخلی مداخلې پوری میدان ته را ووت، د دی سره سم یی د چین د دولت سره چی د تایوان د مسئلې په سر د امریکا سره مخامخ دی د نزدی کیدو او ملګرتیا لاره ونیوه او ورسره یی د شمالی کوریا چی د آتومی فدرت لرونکی هیواد دی او د امریکا سره شدید مخالفت لری، دوستانه اړیکی رامنځ ته او تر ټولو مهمه داچی د هند دولت سره  د پخوانۍ دوستۍ سست شوی مزی بیرته را ټینګ کړل او بلاخره یی امریکا دی ته اړ کړله چی د روسی د دولت په ګاونډیو هیوادونو کی د بی باکانه مداخلی په سیاست نوی کتنه وکړی. 

امریکا په داسی حال کی چی په عربی نړۍ کی (عراق، لیبیا، سوریه، مصر او نورو کی) هم مصروفه او نظامی مداخلی یی کړی وی له یوی خوا او د افغان طالیبانو وسله والی مبارزی او شدید مقاومت له بلی خوا د امریکا د سوداګر جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره دی ته مجبوره کړه چی د طالیبانو سره د سولی د خبرو په نوم د قطر د هیواد په پلازمینه دوحه کی خبرو ته کښینی، او تر اوږدو بحثونو او چنو وهلو وروسته د (۲۰۲۰ م) کال د فبروری د میاشتی په (۲۹) نیټه د دوی تر منځ د هوکړی تړون لاس شو او وعده وشوه چی د په ټاکلی وخت کی به د امریکا (۱۳۰۰۰) عسکر او د ناټو د نورو هیوادو څه د پاسه (۳۰۰۰) عسکر د افغانستان د خاوری نه وځی. د همدی پریکړی له مخی د (۲۰۲۱) د می د میاشتی په لومړی نيټه د امریکا او ناټو ټول نظامی ټولګی د افغانستان نه و وتل او قدرت بی له مقاومت څخه افغان طالیبانو ته لاس ته ورغی. 

د همدی تغیراتو سره سم د امریکا دولت او د ناتو غړو هیوادونو، چی ځان یی د افغان مبارزانو د جنجال څخه فارغ کړی و، د اوکراین د هیواد ولس مشر ولادمیر زیلینسکی یی دی ته وهڅاوه چی د ناتو د نظامی پکت غړیتوب تر د لاسه کاندی او په دی توګه د روسی دولت  یو وار بیا د خطر او تهدید سره مخ کاندی. خو دا کرت روسیه هغه حالت کی نه وه چی د امریکا او د هغه د نورو غربی انډیوالانو غوښتنو ته پټه خوله پاتی شی، اوکراین ته یی خبرداری ورکړ چی د ناتوغړیتوب ته اقدام و نه کړی، خو د اوکراین زعامت دا تهدید بابیزه و ګاڼه او د یوه آزاد او مستقل هیواد په توګه یی د روس د دولت دا ډول اظهارات د نړیوالو اصولو خلاف او د هیواد په چارو کی ښکاره مداخله وګڼله. دا حالات ورو ورو د غرب او امریکا په لاس وهنو او د اوکراین نه د لفظی دفاع له امله نور هم ترینګلي شول او بلاخره د دی سبب وګرځیدل چی د روس دولت د (۲۰۲۲ م ) کال د نومبر د میاشی په (۲۴) نیټه په اوکراین باندی نظامی حمله و کاندی او د اوکراین ښکلی او آباد هیواد د تباهی او بربادی کندو ته ورټیل وهل شی. جنګ لا روان دی او نتیجه لا نه ده معلومه چی د امریکا او ناټو یا د غرب د بلاک په ګټه به پای ته رسی او که بیا به بل قطب د روسی، چین او ایران په وحدت او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ کی منځ ته راځی؟ او په داسی حالاتو کی به زمونږ د هیواد افغانستان موقعیت او دریِځ چیری وی؟ 

اوس چس نړی په دی حالت کی ده چی دوه سترو ښکرورو سره ښکرونه اړم کړی او زور وهی چی یو بل نیکاوټ کاندی او خپله د قدرت تله درنه کړی، نو په دی کی به هم شک نه وی چی د دوی په غوبل کی به زمونږ د هیواد په څیر ډیر غریب او واړه هیوادونه هم د پښو لاندی شی او د سترو زیانونو سره به مخامخ شی. خو هوښیاران وایی چی ( علاج واقعه قبل از وقوع واقعه ) چی دا علاج بی له شکه د هوښیارو او مدبرو اشخاصو او د هیوادو په سویه د لایق او د اهلیت لرونکی زعامت په تحلیل او سیاسی هوښیارۍ پوری اړه لری چی څنګه په داسی حالاتو کی خپل هیواد، وطن او خلک د بربادۍ او تباهۍ نه ژغوری او یایی د بی عقلې، بی خبرې او ناپوهې له کبله د بدو شپو ورځو سره مخامخ کوی. 

اوس چی زمونږ د هیواد سیاسی ، نظامی او اقتصادی واک د افغان طالبانو د تحریک یا ډلی په لاس کی دی او تر دا ننه پوری په ټوله دنیا کی داسی ښکاره ملګری نه دی میندلی چی د دوی د دولت یا ددوی په اصلاح د امارت د نامعلومی پالیسۍ او سیاسی دریځ سره موافقه ولری او د دوی دولت په رسمیت و پیژنی او د نړیوالو نورمونو سره سمې ورسره سیاسی اړیکی برقرارې کاندی، نو دا هم بیخی سخته بریښې چی دوی دی د دی سترو قوتونو د تخاصم او دښمنۍ نه خپل هیواد او خلک په مصؤنیت کی وساتلی شی.  هو سخت به وی ، خو ماته کوم ناممکن عمل هم نه ښکاری. ځکه همدا اوس په دی دنیا کی ګڼ شمیر داسی هیوادونو شته چی د دی ټولو متخاصمو دولتو نو (روس، چین، ایران، امریکا او د ناټو هیوادونو) سره بی له دی چی د کوم هیواد په ګټه دریځ ونیسی ، بی طرفانه دریځ لری او نه غواړی چی په داسی یوه لوبه کی چی ګټونکی نه لری او دواړه خواوی په تاوان او د خپلو وطنوالو سره د دښمنې په لار روانی دی، ځان ورګډ کاندی. 

زمونږ په هیواد کی د طالبانو موجود زعامت هم زما په اند په لاندی توګه په اسانی سره کولی شی چی د دی بدو حالاتو نه د خپل هیواد او وطنوال په مصؤنه ته لری او خوندی وساتي: 

۱ – طالبان ، پخوا له دی چی ناوخته شی، باید د سخت دریځه مذهبی موقف نه چی په ټوله دنیا کی او په (۵۷) اسلامی هیوادونو کی مثال نشته، را ووځی او د اسلامی هیوادونو په شمول د ټولی نړی د هیوادونو سره د نورمالو سیاسی اړیکو د برقرارولو زمینه برابره کاندی. 

۲ – طالبان باید دا په یاد ولری چی د انسانانو د مدنی حقوقو مراعات او هغوی ته درناوی تر ټولو د مخه د اسلام د مبارک دین غوښتنه ده، هغه باید په عمل کی پلی کاندی، ښځو او نارینه و ته یو ډول د تعلیم او کار زمینه برابره کړی. 

۳ – طالبان باید په دی و پوهیږی چی په دی دنیا کی داسی هیواد شتون نه لری چی هغه دی اساسی قانون ونه لری او د همدی اساسی قانون په رڼا کی دی یی د هیواد داخلی او خارجی سیاست نه وی تعریف کړی. دوی باید په دی غور وکړی او څومره ژر چی کیداشی هسی اساسی قانون دی تدوین کاندی چی هم د اسلام په اصول برابر وی ، هم د ملی یووالی تضمین او هم د نړیوالو د حقونو درناوی پکی شوي وي. 

۴- ترټولو د مخه دی د هغو معمولو طریقو له لاری چی زمونږ په هیواد کی تاریخی سابقه لری لکه لویه جرګه چی د ملت د نماینده ګانو نه جوړه وی د ملګرو ملتونو او د اسلامی کنفرانس د هئیتونو په نظارتی ګډون دایره کړی، او د خپل دولت د پاره دی داخلی مشروعیت تر د لاسه کاندی، او ورسره سم دی د پورته موادو په تطبیق سره د نړیوال مشروعیت د تر لاسه کولو د پاره زمینه برابره کاندی. 

۵ – طالبان دی زیار وباسی چی د خپلو هیوادوالو هغه شهامت چی د دنیا د دوه سترو زبرځواکونو
 ( د وخت د شوروی اتحاد او د امریکا د متحده ایالاتو او د ناتو د غړو هیوادونو) ، او ټولی آزادی نړۍ د خلکو په زړونو کی شتون لری او خاطری یی ژوندې دي، د خپلې سرتمبګی له کبله د ملی او بین المللی تحقیر او توهین سره مخامخ نه کاندی او د وطن د ساتنې د زرګونو شهیدانو د وینو قدر دانی دی وکړی. 

۶- همدارنګه طالبان باید د خپل هیواد ملی او مسلکی کدرونو ته د هیواد د پرمختګ په چارو کی کامله برخه ورکاندی او زیار و کاږی چی د خپل هیواد هغه طبیعی شتمنۍ چی الله تعالی ورته پیرزوکړیدی، د خپلو بی وزلو او مجبورو خلکو د ژوندانه د جوړښت او د نورو نه د هغوی د احتیاج د لاسونو د را لنډولو زمینه د خپلو محصولاتو د لاس ته راوړلو په ذریعه را لنډ کاندی. 

۷ – او د ځنی نورو هسی کړو وړو سرته رسول ، چی د دوی سره د سراسری سولی په تامین او د دایمی ثبات په را وستو کی مرسته کولی شی. 

که د طالبانو زعامت پورته خبرو ته اهمیت ورکاندی او په دی برخه کی عملی ګامونه پورته کړی، زما په نظر به دا نه يواځی د لویو قدرتونو د غیږو ویستلو نه د دوی د وطن د ژغورنې سبب وګرځی او د خپل هیواد د سوله ایز دریځ په خپلولو سره  به نړیوال حیثیت او بایللی اعتبار هم را خپل کاندی ، بلکی د دوی د زعامت او د دوی د اسلامی امارت د بقا سره به هم لازمه مرسته وکاندی او کنه نو داشک هم نشته چی د پخوانی دوری د ماتی او د له منځه تللو نه به د بدتر حالت سره ځانونه مخامخ کاندی او د خپل ملت د دایمې کرکی سره به هم مخ شی. پای 

و ما علینا اللبلاغ. 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.