نوی (۱۴۰۲ هـ ش) کال مو مُبارک!

۲۰۲۳/۰۳/۲۱

د لوی او بخښونکی خدای ج په نامه. 

نوی (۱۴۰۲ هـ ش) کال مو مُبارک!:

درنو او خوږو وطنوالو افغانانو! 

تاسو چی د دنیا په هره برخه کی، په هر ډول شرایطو او حالاتو کی ژوند کوی. زما نیکې هیلې او د (۱۴۰۲ هـ ش) د رارسیدو له امله، د زړه له کومې مُبارکۍ ومنئ. 

هیله من یم چی دا نوی کال تاسو ټولو لویو، وړو او ځوانانو ته له خوښیو ډک او له هر ډول جسمي او روحی دردونو او کړاونو نه مصؤن او د حفاظت کال جوړ شی. 

زه د لوی او مهربان ذات الله ج څخه، په ډیرې عاجزۍ غوښتنه کوم چی زمونږ په ټولو هغو وطنوالو چی په هیواد کی د ننه همدا اوس د ناپوهۍ او نادانۍ د قهر په لمبو کی سوځی، په هغو وطنوالو چی د وطن نه د تیښتې په حالت کی دي او د نورو ملکونو د پولیسو او بی رحمه امنیتي ځواکونو له خوا زورول کیږی او یا هم د تیښتې په وخت په ځنکلونو کی د وحشی حیواناتو خوراک ګرځی او په سمندرونو کی غرقیږی او د ماهیانو خوراکه جوړیږی او یا هم په سوزیدوکو دښتو کی د مرګ او ژوند تر منځ لاس و پښې وهې، او په هغو وطنوالو چی په پردیو هیوادونو کی د پردیو او مسافرو په توګه ژوند کوی و رحمیږی او په وطن کی دغه نژدی د نیمی پیړۍ زورونکی او دردونکی حالتته خاتمه ورکړی. 

همدارنګه هیله لرو او دعا کوو چی  افغانان د یوه واحد ملت او د خوږو ورونو په څیر د سولې او محبت په فضا کی ، په خپل وطن او ټاټوبی کی د عزت د خوراک او څښاک خاوندان و ګرځوی او د غربت لاسونه یی د نورې دنیا څخه را ټول کاندی. 

راځئ چی په ګډه د هغو لارو چارو په لټه کی شو چی د لریوالی په ځای زمونږ د وطنوالو د نژدی کیدو د پاره ګټه ورسوی او تردی زیات د بی عزتۍ او ذلت سره مخامخ نه شو. 

په همدې هیله تاسو ټولو وطنوالو ته نوی کال د بریاو او محبتونو کال غواړم. نیکمرغې مو به برخه. امین. 

کاشکی پسرلی شي د رنګونو او د مینې

بچ  له  رژیدلو ګُل غوټۍ  شي  نازنینې 

نورې مې وطن کی تلې نه شي د چا وینې 

لاړې شي مکتب ته جنکۍ تورې او سپینې. 

یادونه: تورې او سپینې په تیرو وختونو کی د نجونو د تعلیمی لباس ( تورو لمنو او سپینو ټیکریو) ته اشاره ده.  

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.