نوروز او (۷) سین

۲۰۲۳/۰۳/۲۱

نوروز او (۷) سین

زموږ په ملی کلتور او ولسي فولکور کې ځینې اعداد ځانګړی ځای لري، لکه؛ درې، پنځه، اووه، شل او اویا. دبیلګې په توګه که غواړو یوڅه باندې ډیر تاکید وکړو، نو درې ځله یې تکراروو، یا د یوشمیر اعدادو په نماینده ګي پنځه کافی بلل کیږي لکه فلانی په پنځو کې شمیرل کیږي، یا دشلو په هکله متل دی چی (شل به یی نه کړی)، اویا ډلې او اویامرضونه  او  داسې نور . په اعدادو او شمیرو کې اووه(۷) هم داسې  یوه شمیره ده چې له ډیر پخوا څخه په خلکو کې په یوه جلا ډول تعبیر شوی ده، آن دا چې زیاترو خلکو ته د درناوي وړ ده. د بیلګی په توګه د اوو ډنګرو او اوو څوربو غویانو کیسه، اوه ستوري، د اوونۍ اووه ورځې او داسې نور. مولانا جلال الدین بلخی  هم (اووه) نیک او بشپړوونکي بللی دي:

سعد اعداد است هفت ای خوش نفس
زانکه تکمیل عدد، هفت است و بس

د اووه عدد اسلامی عرفان او تصوف کې هم ځای موندلی دی، د بیلګې په توګه مولوی فرمایی:

هفت شهر عشق را عطار گشت
ما هنوز اندر خم یک کوچه ایم

یو شمیر خلک، په تیره بیا د منځنۍ آسیا وګړی له  اوه سین څخه داسې معنا اخلي چې موخه ورڅخه د قرانکریم هغه اووه آیتونه دي چې د (س) په توری پیل شوی دی. همداسې هم د فاتحې سوره له اوو آیاتونو جوړه شوی ده، آسمان هم اووه طبقې لري او داسې نورې بیلګې چی (۷) پکې شته.

اوه عدد په ولسي ادب، متلونو او لنډیو کې هم ډیر اورو، دبیلګې په توګه؛  “اوه تور غرونه دې تر منځ وي” یا  “دسینګار اوه ډولونه” او نور،  خو په دې کې  “اووه سین میوه “ چي د نوروز په شپه جوړیږِي، بېل ارزښت لري. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره  یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چې  لرغونتوب یې د آریایی تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید(یما) یا کیومرث او یا هم د تهمورث دباچاهۍ تروخته رسیږي. د دوی وختونه د نوروز د لمانځنی پیل و. د پورتنۍ یادونې له مخې د هفت سین دمیوې جوړول له اسلام څخه مخکې  دود شوي و. دغه اووه میوې جوړول، د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چې د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخان به یې ښایسته کاو، خو دا هم باید ووایو چې هغه مهال هفت شین دود و، نه هفت سین. دبیلګی په توګه یو شاعر لیکي :

روز نوروز در زمان کیان
مینهادند خسروان جهان
شهد و شیر و شراب و شکر ناب
شمع و شمشاد و شایه اندر خوان

ابوریحان البیرونی خپل (آثارالباقیه) کې اووه  نورخوراکونه ښودلي دي، خو د هغو لومړني توري یې نه دی ښودلي، حال داچې د نوموړي په باور به دغه اووه میوې یا غلې- دانې دا وی:غنم، وربشې، مۍ، باقلی، نخود او یو- دوه  نور.  دا هره یوه دانه د برکت او پریماني استازیتوب کوي. ممکن دغه دسین توری به یو وخت کې (چین) و چې موخه ورڅخه  راټوله شوې میوه( چیدن، چیده شده)  وه چې  ورو ورو چین په سین بدل شوی دی چی خلکو بیا اووه چینی لوښي ګڼلي دي او بیا له هغو څخه هغه لوښي تعبیر شوي دي چی په هغو کې خواږه او نور خوراکونه ایښودل شوي وي.

اوس چی خلک نوروز کې کوم اووه خوراکونه جوړوي او نومونه یې په دري ژبه کې په (س ) پیل کیږی هغه دادي: سابه، سرکه، سمنک، سنځله، هوږه، خریړی اومڼه.

زموږ هیواد کې ځینی وخت هفت سین میوه کې وچه میوه هم ورګډیده لکه پسته او ممیز او نور. خو خلکو به نوروز کې دغه میوې چمتو کولې: زردالو(قیسی)، شکرپاره، مُنقه، سنځلی،پسته، بادام او ممیز. دغه اووه میوې به یې په تودو اوبو کې  کیښودې او بیا به چې پستې شوې، هغه به یې خوړلې.

تا هفت میوه سرد شد و دلپذیر گشت
دل گرمیم ز جانب آن ناگذیر گشت

په دې ډول سره د نوروز هفت سین میوې ادبیاتو کې  ځانګړی ځای وموند او زموږ یو شمیر لیکوالو په دې برخه کې خواږه شعرونه ولیکل. هغه لومړنی شاعر چې لومړی ځل یې (هفت سین) خپله قصیده کې وکاراو، هغه قاآنی و،  لیکي:

عید شد ساقی بیا، در گردش آور جام را
پشت پا زن دور چرخ و گردش ایام را
سین ساغر بس بود ای ترک، ما را روز عید
گر نباشد هفت سین رندان دُرد آشام را
خلق را بر لب حدیث جامۀ نو هست و من
از شراب کهنه میخواهم لبالب جام را
هر کسی شکر نهد بر خوان و بر خواند دعا
من زلعل شکرینت طالبم دشنام را
هر تنی را هست سیم و دانۀ گندم به دست
مایلم من دانۀ خال تو سیم اندام را
سیر بر خوان است مردم را و من از عمر سیر
بی دلارامی که برده است از دلم آرام را
پسته و بادام، نقل روز نوروز است و من
با لب و چشمت نخواهم پسته و بادام را
عود اندر عید میسوزند و من نالان چو عود
بی بتی کز خال هندو ره زند اسلام را
یکدیگر ر اخلق میبوسند و من زین غم هلاک
کز چه بوسد دیگری آنشوخ شیرین کام را
سرکه بر دستارخوان خلق و همچو سرکه دوست
می کند بر ما ترش رنگین رخ گُلفام را

څومره چې لیدل کیږی، د نوروز په ورځ اوس هم دا دود ژوندی دی، کورنۍ د نوي کال په نمانځنه او د نوروز د خوشحالۍ د زیاتیدو په موخه دغه اوه میوې جوړوي او د نوروز په ورځ خپل دسترخان  ورباندې ښایسته کوي. دا فرهنګی میراث به همداسې ژوندی وي.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.