ظرفیت جوړونه یا  Capacity Building

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۱۲

ظرفیت جوړونه یا:

Capacity Building

د پوهې، معلوماتو او وړتیا اوچتول د نن ورځې اساسي اصطلاح ده. ځینی وخت ټولنو کې د رکود او پریشاني دوره راځي، خو وروسته ترهغې د دغه ولاړحالت، رکود او تحجر د جبران لپاره نوي ځواک او حرکت ته کلکه اړتیا وي. دا وخت هغه انساني نیرو(ځوانان) چې لازم ظرفیت او کاری وړتیا او پوهه ولري، ډیره د قدر وړ ګرځي او سازمانونه ورپسې (چشم درد)ګرځي. زموږ یادیږي، کله چې وروسته تر ۲۰۰۱م. کال دبیارغاونې چارې پیل شوې، هغو ځوانانو ته طلایي چانسونه برابر شول چې یایې کمپیوتر یا یو څو ټکي انګلیسي یا یې ځینې مسلکي چارې لکه کرنه، مالداری، خبریالی، روغتیایی چارو او دې ورته ډګرونو کې یې څه ناڅه پوهه لرله او خپل ظرفیتونه یې اوچت کړي وو. اوس هم ظرفیت لوړول روانه پروسه ده، درېدل نه مني. نړۍ په ګړندي ډول بدلیدونکې ده.

 نو ظرفیت اوچتول څه دي؟

ظرفیت لوړول او وړتیاوې ترلاسه کول هم د فرد او هم د سازمان په کچه مطرح دي:

د فرد په کچه؛ د ظرفیت لوړول زیات وختونه دټریننګونوپه مټ د پوهې اودمهارتونود انتقال له لارې د کار دتوانایی، عادتونو، نظریو او تفکرد بدلون پروسه ده. دټولنې، ادارې ، موسسې او سازمان په سطح ظرفیت جوړونه دعامه پوهاوي اوچته کچه او د موسسې، سازمان، ادارې، کلي او ټولنې له منابعو عقلمنده او ګټوره استفاده کول او دپه کار اچولو وړتیا اوپروسه ده. دلته دپروسې په ټکي ډیر تاکید کیږي. ښه او آسانه تعریف یې داسې دی:

Capacity-building is defined as the process of developing and strengthening the skills, instincts, abilities, processes and resources that organizations and communities need to survive, adapt, and thrive in a fast-changing world.

همدارنګه، د ظرفیت لوړول د زده کړو په بهیر کې،دمشارکت،مالکیت ترلاسه کولو،اود فعالیتونوله هغو ګامونوسره تړاو لري چې،په مدیریت، هڅونو، مورال، حساب ورکولو اومسئولیت کې دبدلون له لارې لاسته راځي.

ومو ویل چې؛  نړۍ په ګړندي ډول بدلیدونکی ده، که ځان ورسره عیار نکړو، د ژوند له ډګره وځو.

ظرفیت لوړولو کې څلور اقدامات ضرور دي: د اړتیاوو ارزونه، د زده کړی او مهارت د لوړولوطرح کول(په څه ډول د خپل ځان، کاروباریانو، ادارې، سازمان اوآن ټولنې د ظرفیت اوچتولولپاره طریقی اووسایل په کار واچوو)، د وړتیاوو د اوچتولو دطرح تطبیق کول او آخره کې د دې پروسې کتنه او ارزونه. چې په لاندې شکل کې ښکاري:

د ظرفیت لوړول دوامداره بدلون دی. دبدلون دغه پروسه د ټولنې، کلي، ادارې، سازمان اونهاد په کچه د ټول سازمان په فعالیت او دکار سرته رسولو په قدرت، او هم د سازمان په هغه توان باندې چې د بدلون سره ځان عیاروي،تمرکزکوي. یقیناً چې موږ د ظرفیت جوړلو په پروسه، تېرو شلو کلونو کې پوره کار وکړ، یو بیدار او د وړتیا لرونکی نسل وروزل شو، خو متاسفانه فاسدو (سیاه سیونو!) او دافغانستان دترقي تاریخي مغرضودښمنانو له دوی څخه فرصتونه واخیستل.

د وړتیا د لوړولو په یوه ښه پروسه کې هڅه کیږي چې دپام وړ ډلې، څانګې، سازمان یا مسلک ته د ټول سیستم په توګه وده ورکړل شي. په سیستم کې افراد، ګروپونه، اود هغوپه منځ کې اړیکې لیدل کیږي.

د فزیکي پانګو لکه زیربنا ور اخوا ،د سازمان، ادارې، کلي او موسسې په ظرفیت کې دهغه دماموریت( (mission موخو، جوړښت (structure)، مسوولیتونو(responsibilities)، حساب ورکولو(accountability)او راپور ورکولو د چینلونو روښانه کول مهم دي. دلته په کار ده چې  په اړیکو،پروسجرونواودبشري قوې په کار اچونه کې بدلونونه راوستل شي

.په عمومي توګه د هیواد په کچه، د ظرفیت لوړول د یوه (توان ورکوونکي چاپیریال) رامنځته کول دي، کوم چې افغانستان اوس ورته کلکه اړتیا لري. داځکه چې ډیرو ادارو او سازمانو کې دکار نیمه نیرو تبدیله شوه. متاسفانه یو شمیر ورزیده او ماهر کسان مو له لاسه  ورکړل، له هیواده ووتل، دلسرده شول، کاریې پرېښود یا له دندو لرې شول، نو په کار ده چې دا لویه فاجعه اوملی ضایعه بیرته جبران او د ورزیده ماهرینوځای د ظرفیتونو په اوچتولو ډک شي( سره له دې چې دا به یو ستونزمن کار وي، خو ډیر ضرور دی). ډیره ښه خبره ده چې اوس یو شمیر پخوانیو وسله والو ټوپکونه او نورې جنګی وسلې وغورځولې، مدني ژوند ته یې مخ اړولی، نو منورو، تعلیمیافته ځوانانو څخه تمه کیږي، دوی غیږ کې ونیسی او د متمدن ژوند سره یې آشنا او رغاونې ته یې وهڅوي. د دوی ماغزه دتاریخی مغرض دښمن په دسیسه مینځل شوي، دوی ته بیرته له وطن او خلکوسره مینه  را ژوندي کول په کار دي. څومره چې لیدل کیږي ډیر دغه ډول ځوانان غواړي عادی ژوند ولري او خپله پوهه او فکر له سره نوی کړی او روزنې ته اړتیا احساسوي.

پرته له دې چارې بله لاره نلرو؛  د دغو ځوانانو روزنه او له چارو اومسېولیتونو سره آشنا کول باید د عمومي پالیسیو، اقتصاد، قوانینو او لوایحو، او د حساب ورکولو چوکاټونه وګرځوو، چیرته چې ادرات، موسسات، دفترونه اونهادونه او افراد کار کوي. د دغو ټولو یادو شویو نهادونوپه منځ کې اړیکې او پروسې ( رسمي او غیر رسمي دواړه) او هم د هغوی کاري لوري(استقامتونه)، مهم دي. اوسنۍ مرحله کې متمدن ګرځول او د میځل شویو فکرونو بیرته رغول د ظرفیت جوړولو برخه ده( لاس چې مات شي، غاړې ته لویږي).  موږ ښارونو او ادارو ته د جنګی ډلو دغړو د راتک او دغو مسایلو سره د علاقمندي شاهد یاستو. د ظرفیت لوړول په محلي، ملي او یا نړیواله کچه کیدای شي،او د افرادو، یا د ذینفع ګروپونو په منځ کې د افرادو، واحدونو یا نهادونو، همدارنګه د ټول سیستم په کچه ترسره کیدای شي. د ټولو رازرازسطوحو په منځ کې راکړه ورکړه هم د عمومي ظرفیت لپاره مهم کار دی. ظرفیت لوړول په دواړو؛ لنډ مها ل او اوږد مهال کې مهم کار دی. په لنډ مهال کې(لکه د مثال په توګه، هغه توان چې کومه فوري ستونزه ورباندې حل شي) او اوږدمها ل کې بیا (هغه توان چې یو داسې چاپیریال رامنځته شي په کوم کې چې ځانګړي بدلونونه رامنځته شي) شامل دي. شته ظرفیت زموږ تیرو شولو کلونو کې ځوان نسل دی، ټولنه او حاکمه ډله هم په دوی حساب کوي. د ظرفیت لوړول تل د نویو ظرفیتونو د رامنځته کولو اړتیا نه راپېښوي، خو اکثره وختونه د کرختو ظرفیتونو د دوه ځلي په کار اچولو او راخلاصولو لامل ګرځي. دافغانستان فعلی وضعیت داسې دی چې لاس لاندې کسان باید د چارواکو ظرفیت لوړکړي(!)، دابه یو ډراماتیک تحول راولي.

اوسني حالت کې زموږ لومړیتوبونه؛ تخصص واکي، سالمه او اصولی حکومتولي، دقانون حاکمیت، د استخدام د فرصتونو ایجاد، دفزیکی او احساسی امنیت لا ټینګول، دمهاجرتونو د عواملو اصلاح کول، دټولنیز اواقتصادي ثبات دلاروموندل، دفردی آزادیو او خصوصی حریم ډاډمن او تضمین کول، دنجونو او هلکانو دتعلیم او تحصیل لپاره د ښوونځیو او پوهنتتونو پرانیستل، په ټولنه باندې د اختناق د فضا پای ته رسول او دتهدید او فشاررفع کول، دخلکو دتجریدکولو- ګواښلو او د ښځو محرومیت او هغو سره تبعیض پایته رسول دي. افغانستان باید نړیوالو تعاملاتو کې لکه د نړۍ د لوی کلي د یوه کور په شان شامل شي.  دا ټولې غوښتنې د ظرفیتونو لوړو کې راځي او لومړی تاثیر به یې د فکر، عادتونو او نظریو بدلون وي. ظرفیت لوړونه د اقناع، ثبوت، حقیقت منلو، ارداي اقداماتو، پراخ ذهن لرلو اوواقعیتګرایی په فضا کې صورت نیسي.

ظرفیت جوړونه د عبادت په اندازه ثواب لري او په جاریه صدقه کې شمیرل کیږي، دا د منور او تعلیمافته ځوانانو اسلامي او ملی مسئولیت دی. دا سنت طریقه ده.  زموږ محبوب پیغمبر ځانته د(معلم) خطاب کړی او د بشریت لارښود پیژندل شوی دی. د مبارک په ارشاداتو سره دهغه وخت دجاهلیت دټولنې عادات، نظریات او ناوړه اعمال اصلاح شول. آنحضرت (ص)زموږ رهبر دی.

په ټولنه کې د جنګي ډلو مدغم کول،لویه قرباني غواړي. تحجر اوتمرد په تمدن اړول اسانه ندی، کار غواړي. زموږ دمبارک پیغمبر لومړنۍ  کار داو چې (یثرب) یې په (مدینه) واړاو د ۵۱مادو لرونکی یو قانون یی نافذ کړ. دیثرب او مدینې د معناوو ترمنځ ډیر فرق دی.  حضرت محمد(ص)دهغه وخت وحشی ټولنه اهلیت او د انسانیت اډانې ته وبلله. په هغه وخت کې په نسبي ډول د اسلام مبارک دین ټولنه کې ډیر مثبت تحول راوست. فقهاوو د تحول او د وخت له تقاضاوو سره سم اجراات او تصمیمونه دګُم ندي بللي،  بلکې د اجماع او قیاس له طریقه به د وخت اوزمان غوښتنو ته ځواب لټوو. د اسلام د مبارک دین له خپریدو څخه موږ ته مهم درس همدا دی چې دافرادو په فکر، عاداتو، چلند او وړتیا کې مثبت او د خوښې وړ تغییر راولو. د دې موخې لپاره یوځل بیا پورتني شکل ته رجوع وکړئ.

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.