ایا ښځه مستقل انسان دی؟ 

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۳/۰۷

د ښځو د نړیوالې ورځې په پار: 

ایا ښځه مستقل انسان دی؟ :

زه د دی پوښتنې په هکله له هغه چا سره نه غږیږم چی دی پوښتنی ته د منفی یا د (نه) ځواب ورکوی. زما خبره د هغو کسانو سره ده چی دی پوښتنی ته د مثبت یا د (هو) ځواب ورکوی. 

مونږ د نړۍ په ادبیاتو کی په لکونو او کروړونو لوی واړه کتابونه، مقالی او شعرونه، د دنیا د لویو پوهانو مفکرینو او د ادیانو د لویو او معتبرو صلاحیت لرونکو اشخاصو له خولې، قوله او قلمه راوتلی کلمات او جملې، د ښځو د درنښت او قدردانۍ د پاره  په دی پیمانه لرو چی ممکن بل هیڅ مضمون ورسره برابری ونه شی کړلی . ښه ! دا خو خبری دی له خولی راوځې او هوا ته الوزی، یا لیکنی دی چی په کتابونو، مجلو او ورځپاڼو کی لیکل شوی او هملنه ویدې پرتې دې، حتی زمونږ د اسلام د دین د مبارک کتاب قرآن کریم نه را نیولی په ټولو اسمانی کتابونو او صحیفو کی هم د ښځې د لوړ او مستقل شخصیت په هکله ډیر اوږدې کیسې شتون لری او حتی جنت هم د همدی ښخې (مور) د قدمو لاندی راته و ښای. دا تش خبری او اقوال دی چی په دی برخه کی شویدی او نوری به هم وشی، خو پوښتنه داده چی ایا مونږ په عمل کی د دی اقوالو څویمه برخه تطبیق کړیده؟ د خدای ج کلام او د دنیا د لویو پوهانو او عالمانو اقوال، لارښونې او حتی مطلق اوامر مو څومره منلي او عملی کړیدي؟  

راځی چی د یوی کمی شیبې د پاره مونږ نارینه (باسواده او بی سواده) په خپلو کریوانونو کی سرونه ښکته کړو او د یوی کمې شیبې د پاره د خپل زوی او لور ، د خپلی خور او ورور، د خپل کاکا او ترور، د خپل زوم او ننګورترمنځ اړیکی په نظر کی ونیسو، چی پیرزوینه مو د زوی سره ډیره ده که د لور سره، د ورور سره که د خور سره، د کاکا سره که د ترور سره، د وراره سره که د وریرې سره، د زوم سره که د ننګور سره؟؟؟ که دلته مو سم قضاوت وکړ نو بیا ستاسو ځواب چی ( هو ښځه مستقل انسان دی) او د نارینه سره سمه د ټولو حقوقو لرونکې ده  سم دی ، او که مو د نارینه وو خپلوانو اړیکو ته تمایل زیات و، نو بیا مو دی ادعا باندی بی له دی چی بل څوک یی درته و وایی خپله د خپل وجدان له حکم سره سم یوه لویه چلُپا (X) راکش کړی او دا خبره هیره کړی چی الله ج ښځه او نارینه دواړو ته د مستقل انسان قدر او منزلت ورکړی دی. دواړو ته د نیک عمل په کولو سره یو ډول مکافات او دواړه په مساوی توګه د بد عمل په کولو سره مجازات کوی. هغه انسان د دواړو (ښځې او نر) ګډ محصول ګرځولی او دواړه يي د دنیا په مال متاع کی د میراث او مناسبې برخې مستحق ګڼلي دي. 

د دی د پاره چی خبره ډیره اوږده نه شی په لنډه توګه باید و وایم چی: د دنیا ټولو اوکه ټول نه وی نو اکثرو نارینه و، که هغه بی سواده دی که باسواده، عالمان دی که جاهلان، متمدن ښاریان دی که بی تمدنه کلیوال او بلاخره شته من دی که مالدار، هر یوه د خپل صلاحیت په حدودو کی ښځی ته د مستقل انسان په سترګه نه دی کتلی، بلکی هغه یی د خپل ځان د پاره د معیشتی شیانو په جمع کی شمیرلې ده. دغه ورځ چی د دوی په نامه یی یاده کړی هم یوه بی معنی او د غولولو یوه وسیله ده او نن ورځ خو د فریب نه د ډکو تحفو په ورکولو په تجارتی مارکټ هم بدله شویده. 

زه په داسی حال کی د داسی نمایشی او غولونکو ورځو د نماځلو پلوی نه یم، مخالف یی هم نه یم، ځکه چی اقلاً په دی ورځ خو ځني هغه نارینه چی ښځه ورته د خپل ژوند د سمبال د پاره یو قیمتی یا بی ارزښته شی هم معلومیږی ښځو ته د هغوی د ورځې په مناسبت یا څه تحفی اخلی، یا ورته مبارکی وایی او لا اقلاً په دی ورځ ورته ستغې سپورې نه وایی او وهل ټکول ورسره نه کوی. نو له همدی کبله دا ورځ نیکه بولم  او هیله من یم چی یوه داسی دنیا ولرو چی په هغی کی بی له ښځیتوب ، نرښځیتوب او نارینتوبه، د ټولو انسانانو که ښاری وی او که ځنګلی، که پوه وی که ناپوه، که شتمن وی که غریب او بلاخره که دیندار وی که بی دینه، یو شانته قدر او لکه الله ج چی فرمائی: ( وَ لَـقَـدْ کَـرٌمْـنَا بَنِي آدَمَ ) ، یو ډول انسانی حقونه ولری. په همدی هیله د ټولو دنیا خصوصاً د نننی افغانستان ښځو، خویندو او لوڼو  ته چی ژوند یی د تناره په لمبو کی تیریږی د دی ورځې مبارکی وایم او د دوی د نیک مرغۍ د پاره د ټولو هغو کسانو نه چی د دوی ته ښځه هم مستقل او آزاد انسان  ښکاری، په دی برخه کی د لازیات کار او د نه ستړی کیدونکو هلو ځلو د دوام غوښتونکی یم.
بریالۍ دي وي رڼا په تیارو باندی. پای 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.