ننګرهار ولس او طبیعی بډاینه یې

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 584

۲۰۲۳/۰۲/۱۴

ننګرهار ولس او طبیعی بډاینه یې:

ننګرهار ولایت د افغانستان ختیځ کې یوه نسبتاً پراخه او سمسوره سیمه ده چې پخوا یې ۲۲ولسوالۍ درلودې او اوس پکې یوه بله هم نوې تشکیل شوه. ننګرهار ته دعلم او ادب زانګو ځکه وایي چې خلک یې تعلیم سره مینه لري او د پښتو شفاهی ادب او فوکلور د خوندورې او بډایه زیرمې، ډیره برخه د دوی تخلیق دی او سینه په سینه یې تر موږ رارسولی. د هیواد درانه او  لوی شاعران لکه ستر پژواک، بینا، جرار، ملنګ جان، قتیل، حافظ …، ډیر پوهان لکه استاد ړنګ، پوهاند نورګل حمزه خیل، پوهاند ظفرزی، ډاکتر شینواری، معتمد،ډاکتراعظم ګل. پوهاند داکتر احمدسیر… څیړونکي لکه پوهاند زیار، استادصمیم، استاد یاد، ل. ساپی، لودین…  دینی عالمان لکه مولانا مرادعلی، دچکنور ملاصاحب، مولوی ریحان، شهید  مولوی حقانی … ژورنالیستان لکه قلعټکی، بختانی، همراز.. هنرمنان لکه استادایوب، زاخیل، قمرګل،منور، رحیم غمزده… ،  همدلته روزل شوی دي. دهیواد تر ټولو لویه زراعتی – میکانیزه پروژه په دی ولایت کی ده او دکال څلور فصله سابه یی دهیواد نورو ولایتونو ته ځي، دهیواد لویه تجارتی لاره اوترانسپورتی سړک له دې ولایت څخه تیریږی او د ښونځیو، لیسو او خصوصی او دولتی پوهنتون له پلوه هم نامتو دی. ننګرهاریانو د کابل د کورنیو جګړو پرمهال دهیواد د ټولو ولایتونو مهاجرو ته  ځیا ورکړی و، تیر شل کلن فاسد نظام کې یې لومړی خپل مفسدین بی اعتباره اعلان کړل او تر شا یی ونه دریدل. د جمهوریت په سقوط سره یی ډیر ځوانان شهیدان شول او دملی بیرغ لومړی شهید هم همدی ولایت کی و، څه موده وړاندې یې د یوې مظاهری  په میړانه خپل ملی – متعالی دریځ څرګند کړ. دوی په مظاهره کی د ترقی، تعلیم او ثبات غوښتونکی شول او موجود حاکمیت یی وننګاو.

له بلې خوا:

 دیرشو کالو مخکی پورې همیشه بهار بلل کید او دژمي پر مهال د ټولو هیوادوالو د تفریح ځای و، متاسفانه اوس د دې ولایت مطبوعات، تاریخی ځایونه، فرهنګی – سیمه ییز مناسبتونه حتا طبیعی مناظر، شنه تاریخی باغونه، دولتی فارمونه  او دې ته ورته معنوی، مادی  او تاریخی ارزښتونه د لاسه وتو په حال کې دي. دا ډول مثالونه ځینو نورو ولایتو کی هم لیدل کیږي، خو نورو ولایتو کی غږ نه اوچتیږی .

کله چې طالبان د یوه توافق له مخې افغانستان ته را ننوتل، لومړیو ورځو کې یې په نیمه ورځ کې د بولدک ۴۰۰کندهاری ګل غوندیې ځوانان، په ټیره اڅکزی قتل کړل. هلمند کې یې یوه ډیره لرغوني تاریخی کلا ونړوله او یو شمیر ځوانان یې ووژل…، بل اقدام یی دمعارف ددروازو بندول و، دا دی څوورځې مخکې یې  بلخ کې د آسونو د څلور لارې پږونه ونړول، دغو پېښو په هرات کې د استاد مشعل دبیساره هنری کار( دزمریو مجسمه) نړول او د بودا په توپ الوځول رایاد کړل. له بده مرغه  د ځانی خطر او کلک ګواښ له امله دملی ارزشونو په وړاندې چلند هم بیخونده دی، خو تیرو څو ورځو کې ننګرهاریانو د معدنی مهمو ډبرو قاچاقچیان نیولو خبر ورکړ. ظاهراً چینایانو  غوښتل چې دا ډبری پاکستان ته تیری کړي، خووروسته تر نیول کیدو مقاماتو د “ښه نیت “له مخې خوشی کړل.

خبره به د ننګرهاریانوترمیړانی وکړو: نن دغه ولایت کی دخلکوبده ورځ  د ډیرو خلکو وزګارتیا او د فقر له کرښې ټیټه کچه کې ژوند دی. دا په داسې حال کې چی ننګرهار ډیر قوی اقتصادی پوتنسیل لري. اوبه، کرنیزې ځمکې، معادن، دلویو لارو انکشاف او سوداګری، د توریزم عواید، لاسي  صنعت  او کلیوالی تشبثات (چرګانو روزنه، کب روزنه، دشاتو تولید…) هغه څه دي چې په ډراماتیک او حیرانوونکی توګه د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راوستلای شي، داقتصادی وضعیت په ښه کیدو سره خود بخودمنکرات  هم له منځه ځې او د دې ولایت اوسیدونکی د عزت د ژوند خاوندان کیدای شي، لکه هغسی چی الله (ج) فرمایلی چې ترټیټ لاس څخه اوچت لاس او تر ضعیف مومن څخه قوي غوره دی. داسلام مبارک دین د عزت دین دی، فقر او بیوزلی  نه خوښوي.  دلته دا موضوع هم اوږد بحث ته اړتیا لری. فعلاً له موقع په استفادې  هغو بالقوه ګواښونو ته نغوته کوو چی همدا اوس راته ترمخې دی:

ننګرهار خپلې ډیرې ښې کرنیزې ځمکې له لاسه ورکوي، خو په بدل کې یې څه نه ترلاسه کوي، د شنې ساحې په له منځه تلو چاپیریال ویجاړ او اقلیمی ستونزې او ناروغۍ  زیاتی شوي دي، د دولتی پوهنتون ملکیتونه غصب شوی، په مسلکی ادراو کی غیزز متخصص  د(پټاو) دشمیر په اساس مقرر شوی دي. ، دلرګیو او وسلوقاچاق روان دی،ورو ورو د کلدارو چلند پراخیږي، ډېرې اوبه بیځایه ضایع کیږی، طبیعی ځنګلونو او په ښار اوشاوخوا او دفارمونو ساحه کې ونې وهل کیږي. داپه داسې حال کې چې یوه ونه ۲۵ تنو ته اکيسجن ورکوي او د هوا د ناپاکیو په وړاندی دطبیعی فلترحیثیت لري،خو اوس دې ولایت کې هره ورځ په سلګونو ونې له منځه وړل کیږي. له دې پرته اوس نور هیوادونه  خپله خاوره په عسکرو نه ساتی بلکی په ونه یی ساتی ! موږ افغانان ناری وهو چی په یوه لپه خاوره سرورکوو ؟ خو خبر نه یاستئ چی د شنه فرش په له لاسه وتو هرکال ټنونه خاوره درڅخه ځی ، دا په داسې حال کې چې د یوسانتی مربع خاورې تشکیل په اوسط ډول ۵۰۰ کلونو ته ضرورت لري.  که دلته ساینسی  مسایلو ته داخل شو، بیا نو بحث ډیر پیچلی او اوږدیږی. په دې پوهیږو چی ننګرهار د چاپیریال ساتنی لپاره هیڅ او هیڅوک هم نلري.  باید هیره نکړو چې  د ژوند چاپیریال یو ایسار شوی فزیکي سیستم دی چې د انرژي او کتلې د تبادلې په واسطه د ژوندیو موجوداتو ټول حیاتی سیستم تراغیزی لاندی لری.  د ژوند چاپیریال د فیزیکي او بیولوژیکي اجزاوو له مجموعې توازن څخه جوړ شوی دی. موږ په ننګرهارکې د چاپیریال ژوندۍ او ناژوندۍ دواړه برخی له ګواښ سره مخ کړي دي. دلته یې د اوبو، خاورې دمنابعو او دشنې ساحی په نااګاهانه او پټو سترګو تخریب باندی خبرې کوو:

زموږ تاریخی  دښمن زموږ هرې لویشتې زمکی او هرې ذری ګټی ته ځیر دی، خو خلک یې داسې لالهانده کړي  چی یوې مړۍ ډودۍ پسې ستومانه او دخپلی سبا ورځی فکر ته هم نه دي وزګار. اوس خبره دې برید ته راورسیده چې د دې سیمی هر قییمتی معدن، هر بوټې او هرې ونې او هرې لپې اوبو ته په ډیر مهارت مضرپلانونه جوړیږي، خو ننګرهاریان خبر ندي. زموږ طبیعی ځنګلونه تباه سول، کرنیزې ځمکې مو له منځه ولاړې او اوبه مو په مفته را څخه روانې دي او موږ د لوی سیند تر څنګ تږی ناست یو. دغه د ننګرهار کانال څو ځایونو کې قصداً سوری شوی او اوبه یې څو ځایونو کې بیرته سیند ته ورتوییږي، خو ورڅخه  استفاده نشی کیدلای ، څو کاله مخکې د ګمرک ودانۍ جوړیده، د دې لپاره داسې شنه زراعتی ځمکه غوره شوه چې کافی اوبه یې هم درلودې، خو له دې ساحی څخه یو څو لویشتی بر پراخه دښته وه چی د موجوده ګمرک په پرتله درې دومره لوی ګمرک پکې جوړیدلای شو چې اوس به یی کافی دفترونه، د پارکنک ځای او په کلکه- پخه ځمکه لوی لوی ګودامونه لرل، حال داچې په اوسني ګمرک مو ۳۰۰ جریبه شنه ځمکه هم له لاسه ورکړه او مشکل لا هم حل ندی. که هغه وخت مو هوښیار چارواکي لرلای او ولس د دې شنې ساحې دفاع کړی وای، دا لویه ضایعه به نه پیښیده . دکانال فارمونه(چې هم ملی اقتصادی انکشافی پروژه ده او د چاپیرال له پلوه فوق العاده ارزښت لري)  په لوی لاس په وچه بیدیا بدلیدو په حال کی ده . د دې د له منځه وړلو لپاره په ډیر مهارت کار شوی. همدا اوس هم دامهارت دوام لری. څه موده وړاندی دجلال اباد دښار په دیوالو عجیب اعلانونه لیکل شوی او غوښتل یی په آیت او حدیث یی ثابت کړي، لیکلی یې و:( والتین وزیتون،  دزیتونو پاڼې پرې کړئ، ویی ایشوئ،ښاخونه یی پری کړئ ….ډاکتر پلانی …) په دې نوم کوم ډاکتر ننګرهار کی نه و، دا اصلاً  داسی یو اعلان و چی موخه یی د زیتونو د وونو تباه کول و، لکه ۲۵کاله مخکې چې د پستې د ریښو دوهلو دثواب په هکله لیکنی د شمال ولایتونو کی خپری شوی وی او خلکو د پسټې د ونو ریښې راایستسلې. د دغو اعلانو لیکونکی عادی سړی نه دی ، دوی په دې پوهیږي چې پسته دافغانستان مهم صادراتی قلم دی او په اقتصاد کې یی مهمه ونډه لري او دوچوبې په وړاندې کلک مقاومت لری، د دې ونې که ډډ وهل شي یا یې ښاخونه پرې شي، بیرته په آسانۍ وده کوی، خو که ریښه یی پرې شوه بیا نو دپستې ځنګل ډیر آسانه ختمیږی، نو راځه د ثواب په نوم یې په خپله دافغانانو په لاس تباه کړه. او همدا ډاکتر (…)؟! په دې هم پوهیږي چې د کانال د زیتونو بوټی هغه وخت ختمیږی چی ښاخونه او پاڼې یی وتوږل شي ! د کانال د ریاست ودانۍ یې هم د سړک په پلمه، سره د یو کتار ونو له منځه یووړه او دغی ملی ادارې ته یې سپکاوی وکړ، لکه د چا غوږونه چې پرې شي، اوس یې هغه پخوانی ډول ندی پاتې، له بلی خو له دیرشو کلونو راهیسی د سړک جوړونې د پروژې په نوم دکانال د فارمونو ونې وهل کیږي، حال دا چې داسړک تر اوسه هم ندی جوړاو افغانستان ته هیڅ ندی پکار،  ددې پر ځای باید دهزار ناو او باڅول له سیمی مخ په جنوب او جنوب غرب یو لوی (هایوی) جوړ شی چی پنځه ولسوالی یو بل سره ونښلوی او د حصارک له سیمی لاره د کابل خاک جبار ته ورسوی او هلته یو لوی تجارتی مارکیت جوړ شی چی د ماهیپر او پلچرخی  له تنګی لاری چپ شو، له دغو پینځوولسوالیو د سړک په تیریدو په خپله دغو ولسوالیو ته امنیت، اقتصاد، پولیس، حکومت، معارف، صحت… لنډه داچی هر څه ورځې. اوس ګنبری ته ولی د کونړ له سینده د اوبو کانال یو لومړی ضرروت دی . ډیره مشکله ده چی د دې ولایت اولویتونه ټول دغې لیکنه کی ځای شي، خو هیله لرم چی نور نو ننګرهاریان ویښ شی.  بس ده ډیرې لوبې راباندې وشوې، په لالهاندیو کې نور هم بیوزله شولو  . لږ باید بیدار شو .  اوس راځو پخوانی  زوړ ملا او زړو تراوو ته!

 دا دیرش کاله کیږی چی د تورخم- جلال اباد- کابل د لارې د ډبل کیدو کیسه روانه ده. که دا سړک تر درونټې ډبل شي، آیا وروسته تر هغه یی څنګه کوی؟ اصلی ستونزه تنګی ابریشم او ماهیپر کی ده هلته یی څنګه کوی؟  بهتره ده دا لاره ورسته تر هزارناو یا دغنی خیلو له دوراهی د خوږیاڼو په سمت او له سرخرود د کابل په لوری له غونډیو واوړی یا له لته بند سره ونښلول شی. د ننګرهار د فارومونو ساحه کی لسګونه تریچر او بلډوزرونه د سړک ډبل کولوپه بهانه کار کوي اوشنې ونې وهي، اصل کی فارمونه تباه کوي او هره ورځ د سړک د پراخولو په نوم سلګونه زیتون، مالتی او ایبلټیس ونې وهي. د غازی امان الله خان د پارک بالمقابل د سړک بلې غاړې ته لویه دښته له وهل شویو ونو هرکال ډکیږی. د وهل شویو ونومنظره  یوه غره ته ورته ده ، ولی دومره ونی ووهو؟  حال دا چی دا سړک پراخول هسی یوه لوبه او پروژه یی د استخباراتو دصاحب منصبانو ځاله ده. ډیره ښه ده چې مشرقی ولایتونه د جاسوسانو، قاچاقبرانو او معدنی غلو څخه پاکه کړو، دا به ټول هیواد کی د ملت ددښمنانو د ورکاوي بیلګه وګرځي. دملی بیرغ ننګه، دغه وروستۍ څو ټنه معدنی نیول شوې قیمتی تیږې، دمعارف ملاتړ، او د تیرو ورځو مظاهرې د باتورو ننګرهاریانو د میړانې ښه مثالونه دي. آفرین ننګرهاریانو!

فقیر

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

[email protected] او یا [email protected]

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.