هــایــدروجـن

تر دی دمه د دغه مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۱۰/۲۴

هــایــدروجـن:

په وعدو دی باور نه شی دروغجن یی
ئی غـلام ، د غـلامۍ می ارمانجـن یی
یا خالي به دی کوپړی وی له مغزو نه
یا سـاده  یا دوکه باز یا مــکـر جن یی
که نظر دی بی له ځان په بل چا نه وی
ځانتـه پاتی یی او ځانتـه به غـمجـن یی
چی انسان وی ضرورت لري انسان ته
له دی ټول جهـان نه  ولی ماڼیـجن یی؟
د اسمان له تخت شه کوز د ځمکی زویه!
دا چی کوږ په لاره ځی ښکاری نمجن یی
مزدوري پرېږده د بل د ځان مزدور شه
له پرونه  ښکاری  داسی  چی تبـجن یی
اوکسیجن په شانی دروند دژوند سبب شه
څو به سپک له هره څیزه، هایدروجن یی؟

اکتوبر/۷/۲۰۲۲
تورنتو – کاناډا

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.