طالبان ولی نجونې زده کړو ته نه پرږدي؟ 

شمار خوانندگان این مطلب تا کنون: 0

۲۰۲۲/۱۰/۰۳

طالبان ولی نجونې زده کړو ته نه پرږدي؟

پوره باور لرم چی زما په څېر به د هیواد په لسونو زرونه باسواده او لوستي افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کی فکر کوی، سوچ به وهې او په زړه کی به دا پوښتنه ورته پیدا کیږی چی طالبان ولی په نجونو باندی د زده کړی بندیزونه لګوی او ولی یی د ژوند د داسی یوې ضرورې برخې نه محرومې کړیدي چی، نه کوم مذهبی دلیل لری او نه عنعنوی؟ 

ممکی دی ډول پوښتنو ته هر څوک یا د لیکلو معلوماتو له مخی، یا له نورو څخه د اوریدلو له مخی، یا د عینی مشاهداتو او یا د فکر د زغلولو له مخی ډول ډول ځوابونه ولري او یا هم د قانع کونکی ځواب په لټه کی وي. زه هم د همدی ډلې څخه یم، که څه هم څه د قیق او زما د قناعت وړ معلومات می نه دی تر لاسه کړي چی طالبان ولی په دومره شدت سره د ښځو د لیک لوست او پوهاوی سره  ضدیت وښای؟ خو له هغه وخته چی د اسلام په نوم جوړې شوې جهادی ډلې، یا د مجاهیدینو د حکومت په وخت کی، یا د طالبانو د لومړی دور په موده کی، یا هم د امریکای دموکراسۍ په دوره کی چی ستره برخه پکی د مجاهدینو او جهادی قوماندانانو وه او هم په موجود وخت کی چی دولتی قدرت بیرته  طالیبانو ته ورکړ شویدی او طالبان ادعا کوی چی په ټول هیواد باندی کنترول لری، نو د دی پوښتنی د پاره می لاندی ځوابونه د خپل ذهنی تحلیل له مخی پیدا کړیدی: 

۱ ــ دطالبانو د ټیټې سطحی افراد اکثراً بی سواده او نیمچه باسواده دی، او مشران یی هم پوره عالمان نه دی او د هغو  اسلامی اصولو نه چی د ټولنیز ژوندانه د جوړښت او د اجتماعی عدالت د تامین په برخه کس شتون لری بی خبره دی. نو همدا یو علت دی چی ښخه ورته د دی مبارک آیات له مخی چی « الرجالو قوامون علی النسأ ء»، ځانونه د ښځو مطلق واکمنان ګڼې او په دی نه پوهیږی چی دا حکم په کومو حالاتو کی نافذ کیدلی شی؟ یعنی د اسلامی اصولو نه بی خبری د دی کار یو دلیل دی. 

۲ ــ دوی اکثرو د پاکستان د دولت د پنجاب د اسلامی مدرسو چی د سیاسی اسلام د ترویجولو ستر مرکزونه او د انګریزی استعمار د اهدافو د تطبیق د پاره یی بڼسټ ایښول شودی، فارغین دي او لوی هدف یی دادی چی د اسلامی ټولنو پیروان باید د نسلونو نسلونو د پاره د پرمختګ د لارو چارو نه چی د عصری علومو او ښونځیو له لاری زده کیدلی شی محروم او بی برخی شی. 

۳ ــ د طالبانو روزونکی په دی ډیر ښه پوهیږی چی د ټولنیز پرمختک د پاره د نارینه و په نسبت د ښځینه و زده کړې ځکه ډیر ارزښت لری، چی: ښځه مور او د اولاد روزونکی ده نو که مور د ژوند په لارو چارو وپوهیږی، بی له شکه به یی اولاد هم په هغو اړتیاو سم و پوهیږی چی ټولنیز پر مختګ ورپوری تړلی دی. نو که  افغانی مور باسواده وی هغه خپل زوی داسی روزی چی نه په وطن کی جنګ وغواړی، نه انتحاری حملوته چمتو شی او نه د خپل وطنوال  د مرګ ژوبلې سبب جوړشی. او دا کار په راتلونکی کی د دوی د تخریبی پلان د شنډیدو باعث کیږی. 

۴ ــ نور هم ډیر دلایل شته خو تر ټولو لوی او عمده دلیل چی دا لیکنه می د همدی د لیل له کبله کړیده، ماته دا ښکاری چی: که تاسو وګوری په افغانستان کی به داسی کم جهادی او طالبی قوماندان او لیډر ونه مومې چی هغه دوه یا دری او څلور ښخي و نه لری، که نجونی تعلیم وکړی، ممکن هیڅ تعلیم والا نجلۍ دی ته حاضره نه شی چی د هغه چا سره چی بله ښځه ولری واده وکړی. نو په دی صورت کی به دا ښاغلی د دری او څلورو ښځو د لرلو نه محروم او بی برخې شی، چی دا ورته د قبول او منلو وړ ځکه نه ده چی د دوی ځنی حتي په دی باور دی چی که د چا توان رسیږی نو لکه  حج او ذکات چی په شتمنو باندی فرض دی، تر څلورو پوری ښځې لرل هم د سنتو حکم لری او باید چی تر سره شی. 

خو اساسی پوښتنه داده چی ولی د هیواد په ځینو شمالی برخوو کی نجونو ته د زده کړو اجازه شته او د هیواد په مرکز او جنوب کی ورته نشته؟ 

د دی دلیل ماته دا ښکاری چی د هیواد په شمال کی زیات  غیر پښتانه قومونه میشته دی، او  دی قومونو ته منسوب افغانان د پښتنو افغانانو په نسبت د پنجاب د حکمرانانو د پاره درد سر جوړونکی نه دی او دویم داچی د شمال افغانان د دوی د تخریبی پلان په لومړۍ کرښه کی قرار نه لری او بل دلیل یی ممکن دا هم وی چی دوی ته د افغانستان د شمال غیر پښتانه افغانان، نسبت د جنوب پښتنو افغانانو ته هوښیار ښکاری او دری څلورو ښځو سره واده کولو ته که کومه خاصه اړتیا نه وی د شمال افغانان غاړه نه ږدي. 

له دی ځایه زه داسی فکر کوم چی د طالبانو په موجود زعامت کی لویه او باقوته برخه هماغه نیمچه پښتانه ملایان قرار لری چی څلورو ودونه ورته سنت ښکاری، او تعلیم والا نجونی داسی چا سره چی بله ښځه و لری واده نه کوی نو باید چی دا نجونی بی سواده پاتی شی ترڅو چی له یوی خوا د دوی د هوس نیلی هری لوری ته چی غوښتې وي ښه وزغلیدلی شی اوله بلی خوا د پنجابی استادانو د راتلونکو پلانونو د تطبیق د پاره  هم لاره په سمه توګه خلاصه پاتی شی. پای. 

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.