خیــالونه

تر دې دمه یواځې د لاندینی شعر د لوستونکو شمېره: 0

۲۰۲۲/۰۷/۲۸

خیــالونه

بل رنګ به دا دنیا وای، دا  خیالونه  که ریښتیا وای
هرڅوک به پیر پاچا وای، دا خیالونه که ریښتیا وای
دنیـا به جـوړ جنـت وای، نه  به  غـم وای  نه  ژړا
توفان به د خنـدا وای، دا  خیـالونه  که  ریښتیا وای
نشـې او تمـاشـې  به  وای، یاران  به وای  را ټول
حـاکـمه به ښـکلا وای، دا  خیالونه  که ریښتیا وای
ځـوانې  به هـمیـشه وای، او مسـتې به وای هــمیـش
زلمی به هـر بـوډا  وای، دا خیالونه  که ریښتیا وای
لمبې به د جنګ نه وای، نه به وای شــهـید – غازی
صـفا به دا هـوا  وای، دا  خیـالونه  که  ريښـتیا وای

یا جـوړ به دا باغـونه  وای، د اور ســره  تنــورونه
خیالونه که ریښــتیا وای، وریـدل  به ســره  اورونه
ښــارونه  به   کابـل وای، هـیـوادونه  به  اوکــراین
هــر مـلـک به کـربـلا وای، وای د وینــو به رودونه
هـر زړه به د چـنـګیز وای او هـر سـر به  د هِـټـلـر
جهان کی به غوغا وای، وای هـر خـواته به مرګونه
هـرڅوک به بی مغزو وای، د بایدن – پوتین په څیر
فرعـون به جـوړ بیا  وای، له ســرونو  نه  دیوالونه
پوهـیږی  یـو الله ج ،  په  انتــظـام  د  کا ئيـــنـات
ریښتیا دی چیری نه شی، دا زمونږه  پوچ خیالونه.

جولای/۲۲/۲۰۲۲

د اړیکو لپاره، په درنښت تاسو نه بلنه کبږي په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ  

nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com

د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی  میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو  کرکو ته هڅول او بلنه،  څې  په زور او زیاتی اوړي،  ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي. د ا. ا. په وبپاڼه کې د یو مطلب د خپاره شوی محتویاتو پازوالئ، د لیکوال  په غاړه دئ.