مشر

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۵/۲۵

مشر

کورنۍ کی ، که د کور مشر نوکر دی
جامعه کی هم لومړی مسؤل رهبر دی
لښکرمشرچی وی سست، لښکر ماتیږی
مشرتوب ځانګړی علم دی، هــنر دی
چی تش نوم د مشرتوب ته وي خوشاله
دا رنځـور دی، له اړیـکـو بی خـبر دی
چی امکان ورسره نه وی، وعده نه کا
دا د مشــر په وجود کی یو جوهر دی
مبتکر چی وی او کار په مشوره کړی
د ټـولنــې په حـال دا مشــر خــبر دی
چی قانع وی، قناعت ور کـوی بل ته
داسـی مشــر د ټولنـې د زړه سـر دی
چی له ځان ورسره ډیر وي خیال د نورو
جامـعـی ته داســی مشــر پیغــمــبر دی.
لوی غـضـب دی د الله (ج) نا اهـل مشـر
ځکـه مـخ د بـد مرغـیو سـره بشـر دی

۲/۲۰۲۲می
تورنتو – کاناډا

ی/۲/۲۰۲۲
تورنتو – کاناډ