برخه

تر دې دمه د دی مطلب د لوستونکو شمیره : 0

۲۰۲۲/۰۵/۱۸

برخه

کـه د نـړۍ ټـوله ښــکلا هـم شـي دا ســتا بـرخـه
په مـایـی څـه، چـی پکـی ونـه شــي زمـا بـرخـه
یوه پیـړۍ کیږی چی شـپه ده او تیارې خورې دي
زمـا د کـــور انـګـــړ کـی ، نـشـــته د رڼـا بـرخـه
لوټ او تالا ده ګـډه شـوې ، هـرې لار کـوڅـې کی
نـشـــتـه دا پـتــه ، چـی چـا وخــوړه د چـا بـرخـه
عجب حالت دی مینه مرې او کرکه غبرګه زیږې
غـــم رســــیـدلی دی، ټـــول مـاتـه د دنـیــا بـرخـه
په مـا یـی څـه ، کـه ســتا نړۍ له نعـمـتو وی ډکه
چـی پـه ټـول عــمـر ، درویــزه ده د ګـــدا بـرخـه
په زرکـرتـه  کلـیوال دی،  سـتا له خـیر توبه ګار 
خـو مـه  را لــیـږه ، راتـه شـــر دا نـاروا بـرخـه. 

جنوری/۲۵/۲۰۲۲ 
ایجکس – تورنتو – کاناډا